Aug 15, 2020 16:03 Asia/Kabul
  • بي نقابه امریکا

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د بې نقابه امریکا نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو. په ننني مطلب کې دامریکا د تیرې اونۍ ځینو مهمو بدلونونو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې مو هم د ځينو پيښو په باب تحلیلي برخې لیدو ته هم رابولوو. نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

*/*/*/*/*/*/    په امریکا کې  د پست یا ډ اکخانې په وسیله  د راي د ورکولو د امکان دپراختیا  دمخنیوي لپاره د ډونالډټرمپ  ا قدام */*/*/*/  د امریکا له شپږو  څخه په پنځو ایالتونو کې  د مخکښ کیدا لازموالی */*/*/*/  د امریکا د روغتیائي سسټم  په ناکارندوالي د نینسي پلوسي  نیوکې او په دې زمینې کې د  ټرمپ او جمهوری غواړو رول */*/*/*/*/   په سعودي عربستان  د وسلو د خرڅلاړ  دتوجیه لپاره د پمپئو هڅې ، په تیر ې  اونۍ کې د امریکا ځیني مهم بدلونونه ؤ او اوس مو هم رابولوو ،دځينو مهمو بدلونونو په باب  تحلیلي برخې آوریدو ته */*/*/*/*/*///*//*//**/*  

             د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  وئیلي چې دامریکا پُستي  ادارې ته د لازیاتې بودجې بیلولو سره مخالفت کوي . دهغه په وینا، دا چاره  د  پُست په وسیله د  راي د ورکولو د لازیات محبوبیّت  لامل کیږي ، چې  په نهایت کې د هغه د ډيموکراټيکو سیالانو  په ګټه  تمامیږي .  ټرمپ مدعي شوی چې  د پُست په وسیله راي ورکول  دهغه په ضرر تمامیږي . ډیموکراټاننو  د ټرمپ په دغې خبرې اعتراض کړی او وئيلي ئې دي ، ټرمپ  د خپل ډیموکراټيک بدلون مخه نیسي . د کروناویروس  خپریدا  لامل شوې چې  په امریکا کې ډير خلک  نه غواړي  په چت لرونکو ځایونو کې غونډ شي . همدغه چاره لامل کیږي ، چې  لازیات خلک غواړي د رایو  په اخستونکو ځایونو کې د شتون په ځاي  دپُست په وسیله خپلې رائې ورکړي .

ډونالډټرمپ د تیرې چارشبنې په ورځې  خبریالانو ته وئيلي دي ، چې نیّت نه لري ،  پُستي ادارې ته  دپنځه ویشت میلیارډ ډالري مرستو  او همداراز د انتخاباتو د سلامتیا تضمینولو ته د درې میلیارډ پنځه سوه میلیون ډالري مرستو قانون لاسلیک کړي .  هغه  وئيلي دي ،  د هغه دمخالفت د لیل ددغو دوو قانونونو ډیر زیات لګښت دی .

ټرمپ په کرتو مدعي شوی  چې  پُستي  انتخابات  د فساد اوخلاف ورزیو  لامل کیږي .  د ټرمپ له  ادعاګانو سره سره  ددغې چارې د اثبات لپاره هیڅ دلیل نشته چې  د پُست په وسیله راي ورکول  د امریکا دیوه ګوند یعني ډیموکراټيک ګوند په ګټه  دي  او یا دا چې   ُپستي راي ورکول  درغلۍ لازیاتوي . ددې په ترڅ کې چې   دامریکا پوځیان  له دې لارې راي ورکوي .  د ټرمپ وروستی دریځ د امریکا د کانګرس  دمشرې نینسي پلوسي  مننفي غبرګون  راپارولی او  هغې پر ټرمپ تور لګولی چې  د امریکا د  ډيموکراسۍ سلامتیا   کمزوري کوي .هغې  په دې زمینې کې وئيلي دي  دوي هیڅکله هم په امریکا کې پُستي اداره نه خوښوي (یعني په امریکا کې پُستي اداره له مجرئې قوې څخه یوه خپلوکه اداره ده) ، ځکه  دوي تل غواړي له هر څه څخه د پيسو د  ترلاسه کولو لپاره  یوه لاره پیدا کړي  او غواړي  خصوصي ئې کړي . دوي ډير زیات  په دې بوخت دي ،څو غیابي راي اخستل (یعني د پُست له لارې) کمزوري کړي  او په همدې خاطر دغه موضوع مطرح کوي .  د میرمن نیسني پلوسي  په وینا،ولسمشر ټرمپ  وائي  غیابی رای اخستنې ته هیڅ بودجه نه بیلوي .

Image Caption
Image Caption

 

                  د سی این بی سي ټيلیویژني چینل او د چینج ریسرچ ، نومې څيړنیز مرکز  د نظر  غوښتنې دنتیجو په اساس ، د امریکا د ۲۰۲۰کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو  لپاره د ډیموکراټانو کاندیدجوزف بایډن  د امریکا له شپږو  مهمو ایالتونو څخه  په پنځو ایالتون کې پر  خپل سیال یعني د امریکا پر اوسني  ولسمشر ډونالډټرمپ مخکې شوی دی .  په فلوریډاایالت کې دترسره شوي ارزونو په اساس بایډن  په شپږ فی صدي اختلاف سره  او له   ټرمپ څخه د راي ورکونکو د پنځوس فی صدي برخې  د ملاتړ په جلبولو  او همداراز د څلور څلویښت فی صدي  ملاتړ په ترلاسه کولو سره  مخکې شوی دی . په پنسلوینیا  ایالت کې  هم د ترسره شوو نظرسنجیو په اساس،بایدن د ټرمپ د ۴۴فی صدي ملاتړ په مقابل کې  د اته څلویښت فی صدي  ملاتړ په ترلاسه کولو سره ، په میشګان ایالت کې د ټرمپ د ۴۳فی صدي ملاتړپ مقابل کې په ۴۸فی صدي ملاتړ سره ، په ویسکنسیّن ایالت کې د ټرمپ د ۴۴فی صدي ملاتړپه مقابل کې په ۴۷فی صدي ملاتړ سره ، په آریزونا ایالت کې د ټرمپ د ۴۴ فیصدي ملاتړ په مقابل کې په ۴۵فی صدي ملاتړ سره  مخکښ شوی او دغه راز په شمالي کارولینا ا یالت کې ټرمپ د جوزف بایډن د ۴۷فی صدي ملاتړ په مقابل کې په ۴۸فی صدي ملاتړ سره مخکې شوی دی،چې په ملي سویه  جوزف بایډن په شپږ فی صدي اختلاف سره   او له ټرمپ څخه  په نظر سنجۍ کې  د ګډون کونکو پنځوس فی صدي برخې  دملاتړ په ترلاسه کولو سره  د امریکا د ۴۴فی صدي راي ورکونکو ملاتړ په جلبولو سره  مخکې شوی دی . اوسني نظر غوښتنه  یوه تر ټولو  وروستۍ هغه ارزونه ده چې  په هغو ا یالتونو کې د ټرمپ په مقابل کې  د بایډڼ دمخکښ کیدا  ښودنه کوي ،  چې ټرمپ  د ۲۰۱۶کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې  پکې بریالی شوی ؤ او  دهمدغو نظر سنجیو  نتیجې  د ټرمپ د بیا انتخابیدو لپاره  د خطرې ټلۍ ګړنګولې ده .

Image Caption

 

په امریکا کې  دانتخاباتي  نظر سنجیو  نتیجې ښئ ، ددغه هیواد زیات مالدار سپين پوستي  کسان ،  په انتخاباتو کې د  د ډونالډټرمپ  په ملاتړو کې مخکښ دی . په امریکا کې د ډيرو  نظر غوښتنو د تفسیر په اساس ، ټرمپ هماغه راز په سپین پوستو کې د ډيموکراټانو په نسبت  له اوو فی صدو تر نهو فی صدو پورې  مخکې دی . د کرونائي بحران د  کابو یو سل شپیته  زره قربانیانو، د بیروزګارۍ له زیاتیدونکي بهیر ، د توکمپالنې  ضد  او پراخو ناکراریو له پراختیا سره سره ، ډونالډټرمپ  هماغه راز  خپل سپين پوستي ملاتړي ساتلي دي .  ا لجزیره ټيلویژني چینل د سپين پوستو  له خوا ددغه شان کړچار دلیل داسې بیانوي ، چې د امریکایانو دغه پرګنه  ډونالډټرمپ ته ورته  خصوصیات لري ، دوي  د مالدارو برخه دي ، یعني هماغه  داقتصادي شخصیتونو پرګنه ده او له توکم ، مذهب  او افرط له پلوه کږ لاري اعقتقادات لري ، د وسلو دګرځولو ملاتړي حسابیږي  او  د میرمنو په  وړاندې نامناست کړچارونه لري . د  ډونالډټرمپ د ولسمشرۍ   په لومړنیو څلورو کلونو کې  د هغه  دکړچار او  اقداماتو  ارزونل هم ثابتوي چې  هغه د میرمنو او تورپوستو په ضد ډيرې  زیاتې سختې توکمپالې عقیدې لری .  داپه داسې حال کې دي چې  جوزف بایډن د ټرمپ د میرمن ضده روحیّې په خلاف  په کرتو د خپلې یوې مرستیالې په توګه د یوې تورپوستي ښځې  دټاکلو  یا منصوبولو خبره کړې  او په نهایت کې  ئې  هم یوه رنګین پوستي سناتوره  کامله هریس  ټاکلې ده .

 هغه په دې توګه  د تورپوستو ، میرمنو او ځوانانو  درایو د ترلاسه کولو لپاره خپل چانس زیات کړی دی . د هغو نظر غوښتنو د نتیجو په اساس  چې تر دې دمه په امریکا کې ترسره شوي ، جوزف بایډن  د ۲۰۲۰ کال دنومبر د دریمې نیټې په انتخاباتو کې د ټرمپ په نسبت  لازیات چانس څخه برخمن  شوی دی.

                   د امریکا د کانګرس مشرې میرمن نینسي پلوسي د تیرې دوشنبې په ورځې ټرمپ او ددغه هیواد جمهوری غواړي  د امریکا د روغتیائي سسټم  دکمزوري کولو لپاره  په هڅې تورن کړي دی . میرمن پلوسي د یکشنبې په ورځې  هم  د امریکا د ولسمشر په اقداماتو او کړچارونو په تیره بیا  د کرونا  ویروس د خوریدا  له پایلو سره په مخامخیدا کې د ټرمپ په  اجرائي فرمانونو سخت ټکونه کړي او دا ئې د اساسی قانون خلاف بللي دي . نینسي پلوسي  په یوې مرکې کې وئيلي دي، زمان خبرې د هماغه سناتور بن ساس په څیر دي چې وائي ، د ټرمپ  اجرائي فرمانونه د اساسی  قانون په خلاف دي . مونږ باید   همدااوس  دامریکا د ولس اړتیاوې پوره کړو، هماغه ډول چې  د ما سلاکاران ئې عنوان کوي ، د امریکا د ولسمشر اقدامات  کاملا د اساسی قانون خلاف دي .

Image Caption

 

 داپه داسې حال کې دي چې  ډونالډټرمپ د شنبې په ورځې د سپینې ماڼۍ او ډیموکراټانوترمینځ د موافقې په ناکامیدو پسې  څلور اجرائي فرمانونه لاسلیک کړي دي . یو لاسلیک شوی فرمان  د بیروزګارۍ د بیمې  په باب ؤ او  اوس  د هغه  په فرمان سره  د بیروزګارۍ بیمه  به څلور سوه ډالره وي . ټرمپ ژمنه ورکړې ،  که د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې بیا وټاکل شي ، نو د ځيني اضافي  مالیات به هم  وبخښي .

د امریکا د ورمونټ ایالت سناتور برني سنډرز وئيلي دي،چې  دکروناویروس خوریدا،ددغه هیواد دا قتصاد سپيرۀ واقعیَتونه  رابرسیره کړي دي .سنډرز د دوشنبې په شپه په یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي،دغه خوریدونکي ناروغۍ  د مونږ ډير ځيږ او ناکاره اقتصادي   حقیقتونه  رابرسیره کړي دي ، په داسې حال کې چې  په تیرو څو میاشتو کې د د څلور سوه اوه شپیته میلیارډرو  شتمنۍ ډيرې زیاتې شوي دي ، د کارګرانو کورنیو ، کارکسب ، روغتیائي خدمات او  خپل کورونه له لاسه ورکړي دي .  هغه ټينګار کړی ، مونږ داسې اقتصاد ته اړتیا لرو چې یوازې د یوه فی صدي کسانو لپاره نه ،بلکې  د ټولو لپاره کارول کیږي .د سنډرز  خبرداري په داسې حال کې دی چې د امریکا د فیډرل  بودجې خساره دوه اعشاریه اته ټریلیّن ډالرو ته رسیدلې  او د اقتصادي محرّک نوي پیکیج په باب  د کانګرس او سپينې ماڼۍ  د مشرانو خبرې اترې  بندون ته رسیدلي دي . دکانګرس مشرې  میرمن پلوسي څه موده مخکې وئيلي وو زمونږ  هیوادپه بیړني وضعیّت کې دی . خلک ډير زیات کړیږي ، خو  جمهوری غواړي  د مرستو لپاره  پر غوښتنوسترګې پټوي . په درست هیواد کې کورنۍ تر ساعتونو ساعتونو پورې  د  خپلو ماشومانو  لپاره د خواړو د برابرولو په صفونو کې دریږي . جمهوري غواړي  هم  له مرسته رسونې په ډډه کولو سره ،  له   ولس سره یو زړه توب  نندارې ته نه وړاندې کوي.

Image Caption

 

           د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو د تیرې چارشنبې په ورځې  مدعی شوی،د قوانینو په اساس ئې پرسعودي عربستان وسلې خرڅې کړي دي. پمپئو  د چک جمهوریت له لومړي وزیر سره په ګډ خبري کنفرانس کې مدعي شوی  په عربستان د وسلو د خرڅلاؤ پهب اب  ئې د قوانینو په اساس عمل  کړی دی . او په هغه کار چې زما ټیم کړی دی ویاړم . واقعا ښه تجارت مو کړی دی . مونږ  د  انسانانو د ژوند  ضائع کیدو مخه نیولې  ده .مایک پمپئو د ۲۰۱۹کال په مئ کې په عربستان او دفارس خلیج په ځينو نورو عربو هیوادونو د وسلو د خرڅلاؤ لپاره د امریکا د کانګس د غړو له مخالفتونو سره سره د وسلو د خرڅلاؤ لپاره،د ایران په وړاندې  دبیړنۍ وضعیّت اعلان کړی  او د وسلو د خرڅلاؤ لپاره ئې د کانګرس دغولولو  او یا پرې د سترګو  د پټولو  زمینه برابره کړه . په عین حال کې، د هغه اقدام  اوس په جدي توګه تر پوښتنې لاندې ورغلی دی .  څه موده مخکې  د  په سعودي عربستان او متحده عربی اماراتو باندې د وسلو د خرڅلاؤ لپاره  د امریکا د حکومت داقدام په باب ددغه هیواد د خارجه وزارت د عمومي پلټنې د دبرخې د دفتر  راپور خپور شو .  ددغه راپور په یوې برخې کې  روښانه شوې ده ،  دامریکا خارجه وزارت ، د عامو خلکو  د مرګ ژوبلو  په زیاتیدا ددغو وسلو اغیزې  نه دي ارزولي . په دغه راپور کې همداراز راغلي دي ،د عمومي پلټنې ددغه دفتر  جمع بندي  دا ده چې  خارجه وزارت  له خطرو ډکې  چارې په بشپړ ډول نه دي ارزولي  او د عامو خلکو د مرګ ژوبلو دکمولو  او د ګائيډیډ توغندیو له منتقلولو سره  د اړونده  چارو حقوقي  اړخونه ئې په نظر کې نه دي نیولي . د ډونالډټرمپ حکومت  له دې مخکې  د له ایران سره د تاؤتریخوالو د زیاتیدا په دلیل  د بیړني وضعیَت په پلمه د ۲۰۱۹کال په مئ کې د کانګرس کمیټئ، په عربستان او متحده عربی اماراتو باندې د  د څه دپاسه اته میلیارډ ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو او وسلو   د خرڅلاؤ لپاره پر خپل نیّت خبرې کړې وې . د  امریکا  ولسمشر د ملی بیړني حالت  د  اعلانولو په بڼه کې  د وسلو د کنټرولولو په قوانینو کې په لیکل شوو مادو سترګې پټولې او  د کانګرس له اجازت پرته  وسلې خرڅولی شي .

Image Caption
Image Caption

 

د امریکا د کانګرس استازو   دوسلو د خرڅلاؤ په لړ کې  له ایران سره د بیړني  حالت  د وضع کولو د اعلان لپاره  دټرمپ دحکومت په فیصلې یولړ نیوکې کړي  او په دې اړه ئې د څيړنو  غوښتنه کړې وه .

د ا مریکا د کانګرس د بهرنیو  چارو د کمیټې ډيموکراټ مشر  الیوت انګل  وئيلی  چې  د عمومي پلټنې د دفتر راپور ښئ  مایک پمپئو دامریکا د  کانګرس له اجازت پرته او پرعربو هیوادونو د وسلو د خرڅلاؤ لپاره  ،  د ایران په وړاندې د بیړني حالت  له اعلانولو څخه ناوړه استفاده کړې ده . .

 هغه له دې مخکې هم وئيلي وو ، د امریکا د خارجه وزارت د عمومي پلټونکي سټیو لینیک  ویستل  ممکنه ده ، په دې دلیل وي چې هغه  له ایران سره د بیړني حالت  داعلانولو په باب  په هغو څيړنو بوخت   ؤ   چې په  سعودي عربستان د خرڅ شوو وسلو  د ارزونې  په باب وې . میرمن نینسي پلوسي  هم په عربستان د وسلو د خرڅلاؤ  لپاره  د ایران په وړاندې د بیړني حالت  داعلان لپاره د  امریکا د حکومت فیصله  جعلی اقدام بللی ؤ ، دې ته په پام سره  چې   د دغو وسلو د خرڅلاؤ لپاره  د ټرمپ د حکومت اصلي توجیه  د  ایران  له خوا ادعائی ګواښونه وو . نو ځکه د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزارت  په دې چارې غبرګون ښودلی   او پخپل ټولنیز چینل کې ئې د  تیرې  چارشنبې په ورځې لیکلیس دي ،  دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو د  دغه هیواد کانګرس ته دوکه ورکړې  او پر حیثیّت ئې سترګې پټې کړي دي څو  دمونږ په سمیې کې  د جنګ  د تجهیزاتو او  وسایلو دلومړني واردونکي  لمبر  وګټي .

په دغه ټویټ کې راغلی دي ،  اوس ایشوا شوې ده چې  د  امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو  چې په دروغو ،درغلۍ  او غلا مشهور شوی ، د امریکا کانګرس ته دوکه ورکړې څو  د مونږ په سیمې کې د اوور لمبو ته لازیاته لمن ووهي .  او له  هغو تیریګرو سره  د مرسته کونکو په سر کې شي ، چې د یمن د بې څوکه  ولس  او ددغه هیواد د تاسیساتو په بمبارولو کې  ئې په انسانیّت سترګې پټې کړي  او په ریاکار انداز سره  د ایران په ضد د محدودیتونو د دوام غوښتونکي  دي .

********************

 دوستانو  د بې نقابه  امریکا دتیرې اونۍ  د ځينو مهمو بدلونونو په باب د اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو تر بل  مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو .  سلامت او نیکمرغه ژوند ولرئ .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************