Oct 31, 2020 15:37 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کی

د ایران د اسلامی جمهوریت بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح چی پخپله په اسلامی نړۍ کې د وحدت چارجی وو ، له دغې مسلې د اسلامی ډلود نږدې کولو او اتحاد لپاره استفاده وکړه او د دغو دو نیټو ترمینځ فاصله یې د وحدت اونۍ ونوموله .

د ۱۴۴۲ هجری قمری کال د ربیع الاول په ۱۲ چی د ۲۰۲۰ د اکتوبر له ۲۹ سره سمون خوری ، د یوه روایت په اساس د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص نیکمرغه زوکړه او د وحدت اونۍ د پیل ورځ ده . اهل سنت د ربیع الاول ۱۲ او شیعیان د دغې میاشتې ۱۷ نیټه د اسلام د عظیم الشان پیغمبر (ص)د کلیزې ورځ بولی .

د ایران د اسلامی جمهوریت بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح چی پخپله په اسلامی نړۍ کې  د وحدت چارجی وو ، له دغې مسلې د اسلامی ډلود نږدې کولو او اتحاد لپاره استفاده وکړه او د دغو دو نیټو ترمینځ فاصله یې د وحدت اونۍ ونوموله .

د وحدت اونۍ له پیل سره په یووخت د وحدت اسلامی ۳۴ نړیوال کانفرنس په مجازی توګه پیل شو . په دغه کانفرنس کی  د نړۍ له ۴۷ هیوادونو څه د پاسه ۱۶۷ ستر شخصیتونه او همداراز ۱۲۰ داخلی ویناوال په وبینار توګه د کانفرنس د موضوګانو په اړه  وینا وکړی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د مسلمانانو سپیڅلتیاو ته د فرانسوی خپرونې  شارلی هیبدو سپکاوی یوځل بیا د اسلامی نړۍ غوسه رواوپاروله .

شارلی هیبدو په خپله وروستۍ ګڼه کې د څوهم ځل لپاره د پیغمبر اکرم ص پرضد سپکونکی کارټونونه چاپ کړل . د فرانسې ولسمشر ماکرون هم  له دغه سپکونکی اقدام ملاتړ او اعلان وکړ فرانسه هماغه راز د رسول ا... مبارک پرضد  سپکونکی کارټونونو خپرولو ته دوام ورکوی .

دغه زشت حرکت نه یوازې د مسلمانانو سپڅلتیاو ته سپکاوې دې بلکې د درستو توحیدی دینونو او الهی پیغمبرانو حرمت ماتول دی . د بیان د ازادۍ په پلمه  له دغه سپکونکی اقدام ملاتړ او د فرانسوی سیاستوالانو لخوا د دغه ستر جرم نه غندل د اسلامی ټولنو د کرکې سبب شوی ده . ډیرو اسلامی او عربی هیوادونو د دغه سپکونکی اقدام او له دغه اقدامه د ماکرون د ملاتړ په اعتراض کې  مظاهرې او د فرانسوی شیانو بایکاټ ته د خلکو په رابللو سره خپل غوسه او خپګان څرګند کړی دی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د پیغمبر اکرم ص په اړه د فرانسې د ولسمشر په سپکونکیو څرګندونو پسې  د دغه هیواد ځوانانو ته په خطاب کې یو پیغام صادر کړ .

د فرانسې ځوانانو ته  د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمي سيدعلي خامنه اي په پېغام کښې چې د فرانسوي ژبه په سوشل ميډيا کښې خپور شو راغلي دي:  له خپل ولسمشر مو وپوښتئ چې ولې د خداې دګران پېغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) په شان کښې له سپکاوي ملاتړ کوي او ورته د بيان د آزادۍ نوم ورکوي؟ آيا د بيان د آزادۍ معنا بدې ردې او توهين دې او هغه هم د ترټولو ځلانده او مقدس شخصيت؟ آيا دا احمقانه کار د هغه ملت د شعور چې دې يې د ولسمشرۍ لپاره غوره کړېدې سپکاوې نه دې ؟

معظم رهبر د دغه پېغام په دوام کښې زياته کړه، بله پوښتنه دا ده چې ولې په هولو کاسټ کښې شک کول جرم دې؟ او که څوک په دې اړه څه وليکي  نو جېل ته بوتلل کيږي، د يو پېغمبر سپکاوې آزاد دې؟

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

سپیڅلتیاو ته سپکاوې او د دینونو په تیره بیا د اسلام حرمت  ماتول یو زشت او د مینځنیو پیړیو حرکت دې چی جرړه یې باید د مادرن جاهلیت په پړاو کې په احیا شویو تفکراتو کې ولټول شی .

قران او دینی ارزښتونو ته په سپکاوی کې  د لویدیځو رسندویو انحرافی او تخریبی  بهیرونه په هغو هدفونو پسې دي چی نه له دینی او مذهبی تعصباتو  سره ارتباط لری او نه دا چی د بیان او عقیدې د ازادۍ له نظره د دفاع وړ دی . دغه ډول اقدامات په حقیقت کې د صیهونیسټی اواستکباری فکر کوټو نتیجه دی .

په ۱۹۷۲ کال کې په فرانسه کې د توکم پالنې پرضد د مبارزې په خاطر  د سپکاوی ، تهمت ، کرکې ته لمسولو ، تاوتریخوالی او یا توپیر په شان جرمونوپه اړه  قانون  جوړ شو ، خو په عملی توګه د دینی سپیڅلتیاو سپکاوی کونکیو لپاره قانونی تعقیبونه په نظر کې نه نیول کیږی ، خو له هولوکاسټ انکار یو غیرقانونی عمل بلل کیږی . په لومړی ځل په ۲۰۰۵ میلادی کال کې  د ډنمارک په یوه ورځپاڼه کې د اسلام د ګران پیغمبر ص په اړه سپکونکی کارټون چاپ شو او شارلی هیبدو مجلې هم په ۲۰۰۶ کال کی دغه کارټونونه چاپ کړل . په ۲۰۱۵ کال کی هم د دغه کار تکرارولود نړۍ د مسلمانانو ترمینځ د کرکې او غوسې څپه راوپاروله .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د کر ونا ویروس خپریدا یوه نړیواله ستونزه ده او له هغې سره د مقابلې کمزورتیاوې په ډیرو هیوادونو کی ښکاره شوی دی ، خو دا د مشکلاتو په وړاندې د تسلیمیدا او انفعال په معنا ندی . له دغه ویروس سره د مقابلې څرنګوالې په عین حال کې د ملتونو او حکومتونو لپاره یو ازمښت دې . د روغتیا د نړیوالې ادارې د راپورونو په اساس  ایران له کرونا سره د مقابلې لپاره یو دیر جامع پروګرام اجرا کړی دی . د ایران درملیز او طبی کادر او پرسنلو که څه هم  له سختو او خپریدونکیو ناروغیو سره په مقابله کی خپل وسونه ښودلی دی ، په عین حال کې د کرونا وبا خپریدا یوه نړیواله وبا بلل کیږی او ډیر مشکلات یې رامینځته کړی دی .

د  اسلامی ا نقلاب  معظم لارښود حضرت آيت ... العظمی سید علی  خامنه اي  له ولسمشر او  له کروناسره دمقابلې  دملی کمیټې له غړو سره په حضوري کتنې کې ، ددغې کمیټې دکړچار په قدرونې سره  په بیلابیلو هیوادونو کې  له دغه منحوس ویروس سره  د مقابلې  دمدیریّت څرنګوالی ته په اشارې سره  وفرمائيل ؛ د امریکا په شان  په ځينو هیوادونو کې تر ټولو بد مدیریّت اعمال شوی دی ،خو  مونږ باید هڅه وکړو، له دغې پيښې څخه چې دخلکو له ژوند اوسلامتیا او د دوي له اقتصاد سره  په ارتباط کې دی ، ، په ترټولو ښه مدیریّت سره تیرشو .

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود  زیاته کړې ، په هیواد ې ستر کارونه  روان دي  او په الهي توفیق سره  هیڅ یوه پيښه  اسلامی ایران نشي درولی ، خو باید دغه خنډونه چې  د  خوځښت  دسستیدا لامل کیږي ، زرترزره لیرې شي .

 حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي ،د  سم اومناسب مدیریَت داعمالولو لازمه ،د حاکمیّت  دچورلټو فیصلو غوره کیدا ، دعمومي افکارو قانع کیدا  او د درستو اورګانونو او همداراز د  خلکو  ملګرتیا وبلله او  روښانه ئې کړه ،  البته دغه ملګرتیا یوازې له کرونا ویروس سره مقابلې ته ځانګړي نه ده ،بلکې باید  په درستو موضوعګانو کې په تیره بیا په سیاسي موضوعګانو  کې  هم   وشي ، ځکه هیواد  چې یو قدرتمند ملت ، پياوړی  او نوی نظام  لري ، په طبیعي توګه  په داخلی او نړیوال ډګر کې  له ځینو مهمو مسئلو سره مخامخ دی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

د اذربایجان جمهوریت او ارمنستان ترمینځ  جنګ هماغه راز دوام لری او د قره باغ غرنی سیمه  د دواړو لورو د نښتو مرکز ده .

د ایران د خارجه وزیر سیاسی مرستیال سید عباس عراقچی تیره اونۍ د سلاو مشورې او د قره باغ شخړې له حل سره د مرستې لپاره اذربایجان جمهوریت ، روسیې ، ارمنستان او ترکیې ته سفر وکړ .  هغه په دغه سفر کی د  نوموړی شخوې د اواری او د ارمنستان او اذربایجان ترمینځ د دوامداره سولې لپاره د اسلامی ایران وړاندیزی طرحه وړاندی کړه . د اسلامی ایران د ولسمشر ځانګړی استازی د اذربایجان جمهوریت د ټاټوبیو د نیواک د ختمولو بحث د ایران د نوښتی طرحې یو مهم عنصر وباله او زیاته یې کړه د لږکیو د حقوقو ساتل او د بشر دوستانه حقوق د قره باغ د شخړې د ختمولو لپاره د ایران د ابتکاری طرحې یوه بله ستنه ده .

عراقچی وویل د قره باغ د شخړې په اړه د تهران طرحه د انسان دوستانه اصولو او د ښکیلو لوروغوښتنو ته په پام سره وړاندیز شوی او د لورو د ځواب د ترلاسه کولو په تمه به ووسو .

««««««««««««««««««««««««««««««««

 

د اسلامی ایران ولسمشر د ارس سیند په شمال کې ښکیلو لورو ته په ډاګه اتمام حجت وکړ او خبردارې یې وکړ چی عمدی او غیرعمدی ډزې او په سرحدی سیمو کې د ترهه ګرو ډلګیو ځای پر ځای کول نه زغمو .

د ایران د پوځ عمومی قوماندان  سید عبدالرحیم موسوی هم د هیواد په شمال لویدیځ سیمه کې د دافع هوا د چمتووالی وضعیت او جاج او کتنه کې د تکفیری عناصرو د شتون په اړه جوته کړه تکفیری ترهه ګر ، داعش او صیهونیستان په درسته نړۍ کې باطل عناصر دي تاو په هر ځای کی د هغو شتون د کرکې او ناامنۍ سبب کیږی .

ده تینګار وکړ د ایران وسله وال ځواک هماغه ډول چی په ځلونو یې ثابته کړی ده له خپلو پولو سره نږدی د دغو عناصرو له شتون سره په کلکه چلند کوی .

د اسلامی ایران لپاره د سرحدی سیمو ، بندونو او ابی سرحدی لارو امنیت ډیر اهمیت لری او دا د ایران سره کرښه ده او د ارمنستان او اذربایجان جمهوریت په شخړه کې بایدورته تاوان ونه رسی .

««««««««««««««««««««««««««««««

پای