په تیرې اونۍ کې د ایران بدلونونه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د ایران د ځینو مهمو بدلونونو په اړه له اونیز پرورګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې درته په تیرې اونۍ کې دځينو مهمو پيښو خلاصه درآوروو او ورپسې مو هم دتحلیلي برخې آوریدو ته رابولوو، نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
ایران ته دچین دخارجه وزیرسفراو ۲۵سټراټژيکواړیکودجامع تړون لاسلیکیدا
*/*/*/*/*/*/
په تاجیکستان کې دآسیا د زړه غونډه او دافغانستان بدلونونه
*/*/*/*/*//*/
او د ایران ،تاجیکستان او افغانستان درې اړخیزه ناسته ، په تیرې اونۍ کې ځيني مهم بدلونونه ؤ او اوس مو هم رابولووو ،دځينو پيښو په اړه دتحلیلي برخې آوریدو ته
*******************************
دوستانو تیره اونۍ تهران دچین دخارجه وزیر کوربه ؤ .په دغه سفر کې د تهران او بیجینګ ترمینځ د پنځه ویشت کلنوسټراټژیکو ملګرتیاؤ جامع تړون هم لاسلیک شو .
ایران او چین ، په نړیوال نظام کې دوه مهم او اغیز شیندونکي هیوادونه دي او په مختلفو حوزو کې دملګرتیا دپراختیا لپاره ګډې ګټې او موخې لري .هغه څه چې د تهران او بیجینګ اړیکې ئې تردې دمه په تل پاتې وضعیّت کې ساتلي دي،په سټراټژيک جامع مشارکت باندې مشتملې اړیکې او دومدارې ملګرتیاوې دي .
په دغه سټراټژيک سند کې د سیاسی،امنیتی ، دفاعي ، کلتوري،کرهڼیز، اقتصادي،علمي ،ټوریزم ، تیلو او انرژۍ او دغه راز د مخابراتي بینائي تاسیسات او د ارتباطاتو ټيکنالوجۍ،او دغه راز دروغتیا او سلامتیا حوزې شاملیږي .په دغه سند کې اقتصادي ملګرتیاؤ ته ،چې د سند اصلي چورلیز دی، ځانګړی پام شوی دی .
د ایران داسلامی جمهوریت د حکومت ویندوي علی ربیعي د ۱۴۰۰لمریز کال په لومړني خبري کنفرانس کې د ایران او چین دملګرتیا دجامع سند په باب وئيلي دي، که څه هم د امریکا دحکومت په شمول ځیني هیوادونه ، په نړۍ کې د نورو دحقوقو له ساتلو پرته په یوه قطبي نظام پسې دي ،په دغه ډول اقداماتو خپه کیږي،خو دمونږ لپاره مهم نه دي،مونږ به د خپلو ملي ګټو په اساس له هرهغه هیواد سره چې مصلحت وګڼو ، دملګرتیا سندلاسلیک کړو.
د ایران د حکومت ویندوي زیاته کړې ،په دغه سند کې د څواړخیز پالنې د پیاوړتیا،کلتوري مشترکاتو او د برابر حاکمیّت دحق د برخمنیدا لپاره د حکومتو د حق دملاتړ په رسمیّت پيژندلو باندې ټينګار شوی دی .
په سیمه ایز او نړیوالو ارتباطاتو کې او په تیره بیا له یو اړخیز پالنې سره د مبارزې په زمینې کې هم دغه سند، دایران او چین ترمینځ په نړیوال ډګر کې د ملګرتیاؤ دپراختیا لپاره لازمه زمینه برابروي .همداراز لوري به په مختلفو دفاعي ډګرونو کې د ملګرتیا او له ترهه ګرۍ سره د مقابلې او دفاعي بیخ بینائي تاسیسات پیاوړي کړي .
د سیاسی چارو یو کارپيژاند محمد نیک بخش،چین،د ایران یو سټراټژيک شریک؛په عنوان سره په یوه یاددښت کې لیکلي دی،ایران او چین دوه هیوادونه چې له یوه بل سره ورته تاریخي مخینه او پخوانۍ اړیکې لري،په اوسني وخت کې پخپلو دوواړخیزو اړیکو کې زاړه مخینه لري .

اوږدمهاله سند لاسلیک کول،نړیواله مخینه لري،د مثال په توګه،په ۲۰۱۴ کال کې،روسیې،له چین سره د ملګرتیا لپاره د څلور میلیارډ ډالرو په ارزښت یو سند لاسلیک کړ او یو کال مخکې ئې هم له چین سره د ګازپروم پایپ لاین لومړنی فیز هم افتتاح کړ. په ۲۰۱۹کال کې هم د امرکیا ؛ اسکون موبیل ، له چین سره د ایل این جي ګیسو د خرڅولو شل کلن تړون لاسلیک کړ .
د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر تیرې سه شنبې ورځې د آسیا دزړه په نامې سره د د وزیرانو په نهم کنفرانس کې دګډون په موخې سره په سیمې کې د سولې او امنیت په باب دایران دلیدتوګو دبیانولو په موخې سره په دوه ورځني سفر تاجیکستان ته تللی ؤ .


د افغانستان د وروستیو سیاسی حالاتو ارزول او ددغه هیواد د سولې په بهیر کې دفعال ګډون لارې چارې په دوشنبې ښار کې د جواد ظریف د لیدوکاتو چورلیزونه وو .
محمد جواد ظریف د آسیا د زړه نومې کنفرانس کې پخپلې وینا کې د قانون د حکومت په جوړونې په تیره بیا داساسی قانون په برابرولو کې د افغانستان د ولس ارزښتمنو بریاؤ ته په اشارې سره ، د سولې بین الافغاني خبرواترو د آسانولو لپاره دسیمه ایزو هیوادونو هڅه ضروري بللې او له سیمې د ورآخوا ځینو بهرنیو لوبغاړو تپلي حل لارې چې په داخلي سیاسی موخو سره وړاندې کیږي ، ناسمې بللي دي . د ایران خارجه وزیر د بین الافغاني خبرواترو د آسانولو لپاره ملګروملتو ته بلنه ورکړې او ټينګار ئې کړی ، په دغه هیواد کې دسولې هرډول موافقه باید د افغان ولس د برخلیک د ټاکنې د حق تضمینونکي وي .
دجنګ دوام ، دکډوالو، ناکراریو او د سیاسی بې ثباتیو زیاتیدا ، هغه چیلنجونه دي چې پر افغانستان ئې سیوری غوړولی دی او په دغه هیواد کې تل پاتې سولې ته لاس رسی ئې له سختیو اوترینګلتیاؤ سره مخامخ کړی دی.
په سیمې کې د امریکا د پوځي لاسوهنو او شتون کابو دوه لسیزې تجروبه ښئ چې دامریکا موخه ،په سیمې کې د امنیت رامینځةکول او یا دترهه ګرۍ جرړه ویستل نه دي .امنیت باید د سیمې دهیوادونو په وسیله په سیمه ایزې ملګرتیا او غږملتیا سره تامین شي .افغانستان په دغه وخت کې یولړ ملاتړونو ته اړتیا لري.په اوسني وضعیّت کې په افغانستان کې له ترینګلتیاؤ د تیریدا یوازینۍ لاره دسولې دټينګیدا لپاره دسیمه ایزو او نړیوالو هلو ځلو چټک کول دي .
د ایران اسلامی جمهوریت په دې لړ کې د افغانستان له حکومت او ولس سره د مرستو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي او د سولې لپاره دخبرواترو په ډګر کې هم له هغو درستو لورو سره ملګرتیا ته تیار دی چې دغې موخې ته په رسیدا پسې دي د سولې دخبرواترو په وړاندې د ایران داسلامی جمهوریت سیاست پر هغو حل لارو مشتمل دی چې په افغانستان کې درستې داخلي ډلې ټپلې ،په قدرت کې د خلکو درایو په اساس او په سالم بهیر کې ونډه ولري .
د ایران اسلامی جمهوریت ، همداراز د افغانستان له اقتصاد او معیشت سره د مرستې لپاره دچابهار سټراټژيک بندر له لارې نړیوالو اوبو ته په آسانه د لاس رسي پشمول ځيني آسانتیاوې برابرې کړي دي .ایران د تعلیمي او درملیزو او روغتیائي خدماتو له پلوه د افغان کډوالود کوربتوب او ملاتړ په څو لسیزو سره په دې زمینې کې خپل مسئولیّتونه په لوړه سویه ترسره کړي او ملګرو ملتو په کرتو له افغانستان سره په مرستې کې د ایران د رول قدرونه کړې ده .
دایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف دتاجیکستان دوشنبې ښار ته پخپل دغه دوه ورځني سفر کې ، د آسیا دزړه نهم کنفرانس په څنډې کې د تاجیکستان او افغانستان له خارجه وزیرانو سره هم د استانبول د کیدونکي کنفرانس په باب د مشورو ګډه غونډه هم جوړه کړه .

د اسلامی ایران خارجه وزیر په دې درې اړخیزې ناستې کې په سیمې کې د سولې اوپیوستون په رامینځةکولو کې د فارسي ژبې درې هیوادونو دملګرتیاؤ د اهمیّت په بیانولو سره ، دیوه عملیاتي پلان په چوکاټ کې د کلتوري ملګرتیاؤ دپیلیدا لپاره دایران چمتووالی هم اعلان کړ .
د تاجیکستان خارجه وزیر هم د ایران ،تاجیکستان او افغانستان درو هیوادونو کلتوري مشترکات ،د سیمه ایزې همغږۍ دلوړتیا مثال وبالۀ او دنوروز دلرغوني اختر او دستورو په یادونې سره ئې د درو واړو هیوادونو ترمینځ د کلتوري مشترکو پروګرامونو د تعریفولو وړاندې هم وکړ .
د افغانستان خارجه وزیر محمد حنیف اتمر هم په سیمه ایزو موضوعګانو کې د هر درې واړو هیوادونو دمشترکو نظرونو په ارزښتمن بللو سره ، د یوې واحدې عملیاتې لارې دنقشې په اساس د درو هویادونو د اقتصادي ، سیاسی او کلتوري ملګرتیاؤ دتعقیبولو لپاره چمتووالی اعلان کړی .
د ایران ، افغانستان او تاجیکستان درو هیوادونو ګډ کلتور او تاریخ ،ددغو هیوادونو لپاره یوه ارزښتمنه شتمنۍ ده .ایران،تاجیکستان او افغانستان په کابو درې سوه میلیون نفوسو سره د فارسي ژبې هیوادونو په ټولګې سره په کلتوري ،تعلیمي اوعلمي ملګرتیاؤ سره د یوې موسیسې په چوکاټ کې ملګرتیاوې زیاتولی شي . دغه بهیر پر دې سربیره چې دسیاسی اواقتصادي فعالیتونو لپاره به د فضا له پراختیا سره مرسته وکړي،په سیمې کې د سولې اوثبات د پیاوړتیا سبب هم کیږي .
***********************
= خوږو دوستانوپه تیرې اونۍ کې د ایران ځینو مهمو پیښو ته د کتنې اونیز پروګرام وخت همدلته پاي ته رسیږي،له دې مخکې له تاسو اجازت وغواړو ، باید ووایو چې زمونږ د انټرنیټي سایټ درک PARSTODAY.COM/PS هم درسره نوټ او له خپلو نورو ملګرو سره ئې هم شریک کړئ چې په دغه انټرنیټي پاڼې دتهران ریډیو تازه خبرونه،تبصرې،مرکې راپورونه اونور مختلف پروګرامونه او د تاسو په خپلو پیغامونو ،شعرونو اوښو ښو لیکنو مشتمل هرکله راشه پروګرام هم لیدلی او آوریدلی شئ،نو تر بل وخته مو په نیاؤمن خداي سپارو،او له سلامتیا او سوکالۍ ډک ژوند درته غواړو .
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************