د هدایت حدیث (۱۴۸)
په څو تیرو مطالبو کی مو د دوستۍ موضوع وڅیړله، د اسلام ګران پیغمبر ص مسلمانان «الفت» ته را بولی، چی هماغه یو او بل ته د خلګو نږدی کول، او د هغوی د رضایت او دوستۍ جلبول دی.
انحضرت پدې هکله فرمایی:« ستاسو ډیر ښه او غوره کسان، هغه خلګ دی چی له خلګو سره دوستی کوی، او خلګ هغوی خپل دوستان ټاکی.» مګر په عین حال کی، دوستی کول باید په درسته توګه او په یو مناسب چوکاټ کی وی. د دوست د حد او اندازې پیژندل، او په هماغه حد او اندازه له هغه سره دوستی کول، ضروری دی او افراط او تفریط کول زیانمنونکی دی. حضرت امام صادق ع د دغو حدودو په باره کی فرمایی:« دوستی حد او حدود لری؛ که دغه حد او حدود په کوم کس کی نه ؤو؛ د دوستۍ د کمال او بشپړوالی صفت هغه ته مه ورکوه! د دوست کمال دا دئ؛ چی لمړئ ظاهر او باطن یی یو ډول وی. دویم؛ ستا ښه والئ د ځان ښه والئ، او ستا بد والئ د ځان بد والئ وبولی. دریم؛ مال او اولاد هغه په دوستۍ کی بل شانته نه کړی. څلرم؛ د توان ترحده پوری له بیلتون څخه ډډه وکړی. پنځم؛ د سختیو په وخت کی دی، دښمن ته پری نه ږدی.»
یو کس چی، باید ورڅخه ډډه وشی، او له هغه سره دوستې ونه کړو؛ ناپوه دئ. ځکه چی انسان؛ له خپل دوست څخه اغیز پذیر دئ. د همدی اصل په اساس، امام صادق ع فرمایلی دی:« هغه څوک چی د ناپوه کس له دوستۍ څخه لیری توب ونه کړی، ژر یا وروسته به د هغه له اخلاقو څخه برخور شی.» بله مسئله دا ده، چی نا پوه انسان؛ د هغو غلطو افکارو له کبله چی لری؛ حتی که وغواړی هغه کس ته چی یی دوستې ور سره کړې ده، کومه ګټه ورسوی، زیان ورته رسوی. امام علی ع د وصیت په وخت کی، خپل زوی له ناپوهو کسانو سره له ناستی پاستې څخه منع کوی، او فرمایی:« ای زما زویه! د ناپوه کس له دوستۍ څخه ډډه وکړه، چی هغه تا ته د ګټی رسولو په نیت، تاوان در رسوی.» امام صادق ع هم پدې باره کی فرمایی:« داسی دی نه وی چی له احمق سره ملګرتیا وکړې، ځکه چی هر څومره ورته نږدی شی، لا زیات به زیان ووینی.» انحضرت همداراز د دغې موضوع د اهمیت د بیانولو په منظور، او دا چی له نا پوه انسان سره لا زیاته آشنایې، د هغه له خوا لا زیات زیان په سوغات راوړی؛ فرمایی:« د دروغجن احمق کس له دوستۍ څخه ډډه وکړه؛ ځکه چی که وغواړی تا ته کومه ګټه ورسوی، زیان در رسوی. نږدی تا ته لیری او لیری تا ته نږدی ښیی. که یی امین وشمیری؛ ستا په نسبت خیانت کوی، که ته یی خپل امین وټاکه؛ تا ته سپکاوئ کوی، که له تا سره خبری وکړی، درواغ به ووایی. له هغه سره ستا ملګرتیا؛ د هغې تږی په شان ده، چی له لیری څخه یو سراب او ځلوب ووینی، او په هغه د اوبو ګمان وکړی، او هر کله چی هلته ورسیږی؛ کوم څیز به ونه مومی.»
یوه بله ډله کسان چی د دوستۍ او ملګرتیا وړ نه دی، بخیل خلګ دی. بخیل هغه چا ته ویل کیږی؛ چی له احسان- بخښنی او نیکۍ څخه غصه شی. امام صادق ع بخیل داسی معرفی کوی:« بخیل هغه څوک دئ، چی د خپلو مالونو او شتمنۍ؛ الهی حقوق ور نه کړی.» امام علی ع خلګ له بخیلانو سره له دوستۍ څخه منع کوی، او فرمایی:« له بخیل سره له ملګرتیا څخه لیری توب وکړه، ځکه چی له تا څخه هغه څه سپموی چی ډیر ورته اړتیا لری.»
په روایتونو کی راغلی دی: چی یوه ورځ د خدای رسول ص د کعبی په خواو شا طواف کاوه، د یو سړی آواز د انحضرت غوږونو ته ورسید چی داسی یی ویل: ای خدایه! ما وبخښه که څه هم پوهیږم چی ومی نه بخښی! د خدای ګران رسول هغه سړی ته وفرمایل: افسوس ستا په حال؛ له کوم ځایه پوه شوی چی خدای به تا ونه بخښی؟ سړی وویل: یا رسول الله! زما ګناهونه ډیر زیات او ستر دی. حضرت پیغمبرص وفرمایل: آیا ستا ګناهونه زیات او ستر دی، که ځمکه؟ سړی وویل: زما ګناهونه. ستا ګناهونه ستر دی، یا آسمانونه؟ سړی وویل: زما ګناهونه. د خدای رسول ص وفرمایل؛ ستا ګناهونه ستر دی؛ یا کعبه؟ سړی وویل: زما ګناهونه ستر دی. د خدای رسول وفرمایل: افسوس دی وی ستا په حال؛ ستا ګناهونه ستر دی؛ که خدای تعالی؟ سړی وویل متعال خدای ج ستر دئ. وروسته حضرت پیغمبر ص د یاد سړی د ګناهونو پوښتنه وکړه، هغه وویل: زه شتمن او بډای یم، هر کله یو مسکین او بی وزلی ماته مراجعه کوی، ډیر په قهریږم؛ دا شان چی یو کس د اور په شغلو سره ماته مراجعه وکړی. حضرت پیغمبر ص وفرمایل: له ما څخه لیری شه؛ د ځان په اور می ونه سوزوی. په هغه خدای قسم چی زه یی د هدایت او لارښوونی لپاره مبعوث کړئ یم؛ که د کعبی د رُکن او د ابراهیم د مقام ترمنځ دوه زره کلونه لمونځ ادا کړې، او دومره وژاړی چی، ستا د سترګو په ژړا ویالی وبهیږی، او ونی پری اوبه شی، په هغه صورت کی چی په بخیلۍ کی مړ شی، متعال خدای به دی په سر سره اور ته واچوی، وای او افسوس ستا په حال.»
درواغ ویل؛ له ډیرو بدو اخلاقی مفاسدو څخه، او د ټولنیز فساد ډیر مهم عامل دئ. په اسلام کی دروغ ویل حرام دی. ځکه نو له درواغجن سره ناسته پاسته او ملګرتیا، ډیره زیانمنونکی او خطر ناکه ده. له دې کبله دینی مشران او رهبران تل، مسلمانانو ته سپارښتنه کوی، چی له دغې ډلې کسانو سره له دوستۍ او ملګرتیا څخه لیری اوسی. لکه څنګه چی امام علی ع فرمایی: « له درواغجن سره له دوستۍ څخه ډډه وکړه، ځکه چی درواغجن هغه ځلوب ته ورته دئ، چی لیری تاته نږدی؛ او نږدی تاته لیری ښیې.»
حضرت امام صادق ع هم فرمایی:« درواغجن؛ ځان په روښانه او څرګندو چارو سره هلاکوی، او خپل دوستان په شکونو او شبهاتو سره.» همداراز انحضرت فرمایلی دی:« هرکله چی امیر المؤمنین ع منبر ته خته؛ فرمایل یی:« د هر مسلمان لپاره ضروری ده، چی له دری ډلو کسانو سره له ورورۍ او دوستۍ څخه ډډه وکړی« بی حیا فاجر او ګناهګار؛ احمق او درواغجن.»