پر رسالت د پیغمبراکرم(ص) د مبغوث کیدا اختر
https://parstoday.ir/ps/radio/uncategorised-i69034-پر_رسالت_د_پیغمبراکرم(ص)_د_مبغوث_کیدا_اختر
سلام پر بعثت،له سرګردانی او لالهاندۍ د ژغوریدا اختر،د نهلیتوب د ختمیدا اختر،د عدل او ظلم د توپیر اختر او د لارښونې اختر،
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 12, 2018 09:59 Asia/Kabul
  • پر رسالت د پیغمبراکرم(ص) د مبغوث کیدا اختر

سلام پر بعثت،له سرګردانی او لالهاندۍ د ژغوریدا اختر،د نهلیتوب د ختمیدا اختر،د عدل او ظلم د توپیر اختر او د لارښونې اختر،

د رجب المرجب اوه ویشتمه نیټه،په پنځون کښې د خدای د قدرت د ځلا ورځ ده،پر رسالت  د خاتم النبین حضرت محمد مصطفی(ص) د مبعوث کیدا ورځ. هغه ورځ چې پکښې د نبوت غوټۍ ګل شوه او د رسالت بڼ میوه ورکړه او د رسول الله مبارک نورانی زړه د اسلام د مبین دین او د الهی ذکر او کلام  ځلا ځای وګرځیده.

 قرآن مجید دغه مسئله پر بشریت د احسان په توګه یادوی او د آل عمران سورې په ۱۶۴ م آیت کښې فرمائی:خدای پر ایماندارو احسان وکړ کله یې چې په خپله هغوئ کښې خپل پیغمبر مبعوث کړ چې ورته د هغه آیتونه ولولی او له هرې ککړتیا او نیمګړتیا یې پاک کړی او ورته کتاب او حکمت ورزده کړی .که څه هم وړاندې ښکاره بې لارې وو.

مونږ هم  د دومره سترې مهربانی په خاطر د مهربان څښتن مننه او ستاینه کوو  او د نور او معرفت وادۍ ته د انسان د رسیدا درناوی کوو او د بعثت اختر په مناست تاسو او د نړۍ درستو مسلمانانو ته مبارکی وایو.

--- کله چې حضرت محمد مصطفی(ص) څلویښت کلن شو نو خدای د هغوئ زړه ترټولوغوره،مطیع او خاشع زړه ومونده نو د خلکو د هدایت لپاره یې خوښ کړ او په داسې ورځ د خدای رحمت نازل  او جبراییل یې د نور په شپول کښې ولیده چې له آسمانه یې په لور راښکته شو.حضرت جبراییل راغی او د حضرت محمد مصطفی(ص) پر اوږو یې زور ورکړ او ویې ویل:ای محمده ولوله،ځواب یې ورکړ:څه ولولم؟جبراییل وویل:اقرا باسم ربک الذی خلق ............ ولوله د خپل هغه پالونکی په نوم چې ویې پنځاوه .... جبراییل هغه څه چې له خدایه ورته حکم شوی ؤ   ورته وحی او بیان کړل  او  د آسمان  په لور والوته.

حضرت امام هادی (ع) دغه پیښه داسې بیانوی؛حضرت محمد له حرا غره راکوز شو په داسې حال کښې چې د الهی عظمت او جلال د لیدلو له امله حیرانه پاته شوی ؤ.د جبراییل لیدل او د الهی وحی زغمل پرې دومره درانه شوی وو چې لکه څوک په سخته تبه کښې لړزیږی.بیا متعال خدای وغوښتل سینه یې پراخه او زړه یې ډاډمن کړی .ځکه د ستنیدا په مهال،غرونو،پرښو،تیږو  او له هرڅّ چې تیریده،ورته یې داسې سلام کاوه:السلام علیک یا رسول الله ...یعنی سلام وی پر تا ای د خدای رسوله ... زیرې وی تا ته چې خدای درته فضیلت او زینت در وبخښه او په درستو اولینو او آخرینو کښې یې  دروند او محترم وګرځولې .

--- په تاریخ اسلام کښې  هغه تر ټولو مهمه پیښه چې د انسانانو پر برخلیک یې خورا زیات او ستر اغیز درلودلای،د اسلام د ګران پیغمبر پر رسالت د مبعوث کیدا پیښه ده.بعثت یعنی مبعوث کیدل. او په اصطلاح کښې د انسانانو د هدایت لپاره د متعال خدای له لوری د یوّه انسان د استولو په معنا دی.د پیغمبر اکرم بعثت او رسالت په یوه قوم یا قبیلې کښې  محدود نه شی ګڼل کیدای؛ځکه چې د درست بشریت او ګردو زمانو لپاره غوره کړی شوی دی.په بعثت سره لوی خدای،د خپل بې پایه رحمت په خاطر  د جبراییل په وسیله د ویښ اوسیدا غږ پورته کړ او د حضرت محمد(ص) له سپیڅلی ستونی یې پر مځکه خپور کړ.

نړۍ د پیغمبراکرم  د بعثت په درشل کښې د جهالت په وجه په حیرانونکی کړکیچ او ګمراهۍ کښې راګیره وه،په هغه مهال ګردې بشری ټولنې له انسانیت او اخلاقو لرې په جهالت،ظلم و ستم،فساد،توپیر،ناانصافی او ګډوډۍ اخته وې .په دې مینځومیان کښې له کلتوری،سیاسی،اقتصادی او اجتماعی پلوه د جزیره العرب په تیره بیا د حجاز سیمه  تر ټولو په بدوضعیت کښې وه.ښځې نه یوازې  له  خپلو اساسی حقوقو بې برخې وې بلکې د شیانو په څیر به یې پیر پلور کیده او انجلۍ به ژوندی ښخول کیدلې.لکه څنګه چې د قران مجید د نحل سورې په ۵۸ او ۵۹ م آیتونو کښې راغلی دی:په داسې حال کښې کله به چې چا ته دا خبر ورکول کیده چې لور دې په برخه شوی،نو له خپګانه یې څیره توریدله  او سخت غوسه کیده.د هغه بد خبر په خاطر چې ورکړل شوی،له خپل قوم او قبیلې تښتیده او نه پوهیږی آیا د شرم او ننګ په منلو سره یې وساتی،یا یې په خاورو کښې پټه کړی؟! څومره بد حکم کوی؛

ـــ قران کریم په ګڼ شمیر آیتونو کښې د بعثت موخې بیان کړی دی.د پیغمبرانو د بعثت ترټولو اساسی موخه،د هرډول شرک او طاغوت نفی کولو،یک یوازینی خدای پالنې او توحید ته بلنه ده. قران مجید د نحل سورې په ۳۶م آیت کښې فرمایی:مونږ په هر امت کښې خپل یو پیغمبر مبعوث کړ چې د یک یوازینی خدای عبادت وکړئ او له طاغوته ډډه وکړئ .                                                                                                                                  په حقیقت کښې د الهی پیغمبرانو تر ټولو مهم کار د جاهلو او دروغجنو  ارزښتونو او ناسمو معیارونو ختمول او پرځای یې د الهی ارزښتونو ګرځول ګڼل کیدای شی.    د پیغمبرانو د مبعوث کیدا یو بل ډیر مهم هدف،په ټولنه کښې د عدل او انصاف ټینګول دی.پیغمبران شول څو د الهی حکمونو په اجرا کولو او له الهی سرچینې د عدالت د تږو په خړوبولو سره بشری ژوند ته الهی رنګ وروبخښی.قران کریم د حدید سورې په ۲۵م آیت کښې فرمائی:مونږ خپل پیغمبران په روښانه دلیلونو  سره واستول او ورسره مو آسمانی کتاب او د عادلانه قوانینو او د حق او باطلو د پیژندنې تله(میزان) نازل کړ څو خلک انصاف وکړی.

ـــ د اسلام ګران پیغمبر د بعثت خورا مهم هدف د عقل بشپړیدل ګڼی ځکه چې په بشری ټولنه کښې توحید پالنه د عقلونو او لیدونو د لوړولو  له لارې  ټینګیږی داسې انسان  چې ځان یې پیژندلی نه وی د کاڼو او خټو په وړاندې ټیټیږی خو هغه عقلمن  او لوړ انسانان  چې د هستۍ او پنځون سرچینه یې په برخه شوی،د دغو شیانو د پنځونکی مننه او ستاینه کوی . رسول الله مبارک په یوه حدیث کښې فرمایی:خدای خپل هیڅ یو پیغمبر او رسول مبعوث نه کړ مګر د دې لپاره چې عقلونه بشپړه کړی او کما ته یې ورسوی او له دې نظره باید عقل یې د خپل امت تر عقلونو لوړ وی .

په دې ډول،د پیغمبر اکرم بعثت د اسلام د ځرګندیدا او د اسلامی خوځښتونو پیلامه  او د پراخه اسلامی تمدن او کلتور او د واحد اسلامی امت د جوړیدا سرچینه شوه او له دې پلوه بل هیڅ ډول خوځښت ورسره نه شی پرتله کیدلای.            په حقیقت کښې بعثت په درستو ټولنو کښې یو بدلون رامینځته کړ او ویې ښودله حتی هغه جاهلې ټولنې چې په خپلو دودونو او ادابو کښې له هرډول بدلونه ویریږی   د لوړو او فضیلت څوکو په لور حرکت کولی شی.د پیغمبراکرم درې ویشت کلن مجاهدت او زیار نتیجې ته ورسیده چې لږه موده وروسته،مسلمانانو په نړۍ کښې یو عزتمن او پرتمین تمدن جوړ کړ.حضرت محمد مصطفی(ص) د وروستی الهی استازی په توګه  بشری نسلونو ته د نیکمرغۍ ترټولو بشپړه او جامعه نقشه ډالۍ کړه.نو بس انسانان  د هغو تعلیماتو له سرچینې څومره چې خړوبه شی کوم چې پیغمبر بشریت ته وړاندې کړی،هومره د بشری ټولنې له څیرې د بدیو او ګډوډیو دوړې څنډول کیږی او یوه لا ښایسته نړۍ به د ټولو په برخه شی.

رسول الله مبارک د خدای د وروستی پیغمبر په توګه په لنډه موده کښې د هغې زیږې او متحجرې ټولنې شرایط بدل کړل او له دیارلسو کلونو وروسته یې د علم،عدل،توحید،اخلاقو او معنویاتو پر بنسټ یو حکومت رامینځته کړ.                               د اسلام ګران پیغمبر له مکې مدینې ته په هجرت سره د اسلامی حکومت د جوړولو لپاره د زمینې له برابریدا سره سم،په خپل لومړنی اقدام کښې د مسلمانانو ترمینځ د ورورګلوۍ او مینې تړون وکړ او پخوانی دښمنی،تیت پرکوالی او اختلافات یې له مینځه یوړل.بیا یې د علم،ښوونې او سواد په زیور وپوسلول .حضرت محمد مصطفی(ص) نړیوالو ته داسې یو دین ډالۍ کړ چې د انسانانو د نیکمرغۍ او سعادت ضامن دی .هغه مبارک د معبود بندګی ته د انسان اړتیا ته په بشپړه بڼه کښې خواب ووایه او له خدایه پرته د بل چا له بندګی یې منع کړل او د بشری ټولنې په مفاهیمو او ارزښتونو کښې یې ژور انقلاب راوسته او نړیوال یې له مینې،انسانیت،مهربانۍ،ایمان او عدالت سره آشنا کړل.

ـــ مشهور آمریکایې مورخ ویل ډورانټ،لیکی:که په خلکو کښې د دغه ستر شخصیت د اغیز اندازه وسنجاوو،باید ووایو چې حضرت محمد (ص)د انسانی تاریخ تر ټولو لوی او ستر انسان دی.هغه هڅه وکړه د هغه قوم د معلوماتو او اخلاقو کچه لوړه کړی چې د وچې صحرا او سختې تودې هوا کښې د ویرې په تورتم کښې لویدلی ؤ.په دې زمینه کښې یې داسې بریاوې وموندلې چې د نړۍ د ټولو مصلحانو تر بریاو زیاتې وې .له هغه پرته داسې کم څوک موندل کیدای شی چې د دین په لاره کښې خپلو درستو آرزوګانو ته رسیدلی وی؛ځکه چې په دین یې پوره باور او اعتقاد درلوده .په دښتې کښې له تیت پرکو او بت پرستو فبایلو یې یو واحد امت جوړ کړ.د یهودو،مسیحانو او د عربستان تر پخوانی دینونو لوړ او اوچت  یو داسې معنوی،ځواکمن،روښانه او ساده دین برابر کړ  چې په یوه نسل کښې  په سلو پوځی نښتو کښې بریالی شو او په یوه پیړۍ کښې یوه ستره او پراخه امپراتوری رامینځته کړه او زمونږ په زمانه کښې هم داسې مهم ځواک دی چې په نیمه نړۍ کښې نفوذ لری.

ـــ په کلی توګه ویل کیدای شی پیغمبر اکرم په خپل بعثت سره نړۍ ته مادی او معنوی،کلتوری او اقتصادی ،سیاسی،اخلاقی او اجتماعی ژوند وبخښه.نیکمرغه دی هغه چې دغه ژوند ته  بلنې ته لبیک ووائی .لکه څنګه چې قران پاک فرمایی:ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی،د خدای او پیغمبر بلنه ومنئ،کله چې تاسو یو څه ته بلی څو تاسو ته ژوند دروبخښی.