لارښونکی حدیثونه (۱۶۳)
https://parstoday.ir/ps/radio/uncategorised-i69422-لارښونکی_حدیثونه_(۱۶۳)
ډیرو خوږو ملګرو!د لارښونکو حدیثونو له یوه بل پروګرام سره مو په خدمت کښې یوو.د دې لړۍ په څو تیرو پروګرامونو کښې مو د معراج د مبارک حدیث په هکله خبرې کړی او په تیره برخه کښې مو په دغه شریف حدیث کښې د عابدانو مقام ته اشاره وکړه او په ننی پروګرام کښې له الهی مینې سره د بندګی د رابطې او د محبانو د ځانګړنو په اړه څو خبرې کوو،په دې هیله چې د پام او استفادې وړ مو وګرځی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 18, 2018 11:07 Asia/Kabul
  • لارښونکی حدیثونه (۱۶۳)

ډیرو خوږو ملګرو!د لارښونکو حدیثونو له یوه بل پروګرام سره مو په خدمت کښې یوو.د دې لړۍ په څو تیرو پروګرامونو کښې مو د معراج د مبارک حدیث په هکله خبرې کړی او په تیره برخه کښې مو په دغه شریف حدیث کښې د عابدانو مقام ته اشاره وکړه او په ننی پروګرام کښې له الهی مینې سره د بندګی د رابطې او د محبانو د ځانګړنو په اړه څو خبرې کوو،په دې هیله چې د پام او استفادې وړ مو وګرځی .

د قران مجید د اسرا او نجم سورو د لومړیو آیتونو پر اساس،د اسلام ګران پیغمبر(ص) د خپل مبارک ژوند په یوه شپه په مکې کښې له مسجدالحرامه، مسجدالاقصی ته ورغی او بیا یې آسمان په لور عروج وکړ او هغه ځای ته ورسیده چې جبراییل نور وړاندې نه شو تللی او بیا د هغه مبارک او متعال خدای ترمینځ خصوصی خبرې وشوې چې ځینې یې په معراج حدیث کښې راغلی دی .

له حضرت امام علی (ع) روایت شوی چې پیغمبر اکرم(ص) نقل کړی چې د معراج په شپه ورته خداوند عزوجل وفرمایل:

ای احمده!داسې نه ده چې هر چا وویل له خدای سره مینه لرم،نو زما مینه وال دی،خو دا چې په لږو خواړو بسنه وکړی  او په کمو جامو قناعت وکړی  او خوب یې  په سجده وی او د لمانځه قیام اوږد کړی او چوپتیا ته مخه کړی .

د معراج حدیث په دې برخه کښې مهربان خدای د خپلو محبانو او مینه والو هغه ځانګړنې بیانوی چې تر نورو یې بیلوی .ځکه چې داسې کسان کم نه دی چې له خدای سره د مینې ادعا کوی خو په عمل او حقیقت کښې په ژوند او کړچار کښې یې  د دغې مینې نښې نښانې نه ترسترګو کیږی ،لکه څنګه چې حضرت امام جعفر صادق (ع) په دې باره کښې فرماییلی :

میّن او لیواله کس ،نه له خوړو سره مینه لری ، نه له کوم څښاکه خوند اخلی ،نه کراره خوب کوی ،نه بل کور ته مخه کوی ،نه په کوم آباد ځای کښې ایساریږی ،نه نرمې جامې اغوندی او نه ارام او کرار لری .شپه او ورځ د خدای عبادت کوی او هغه څه ته د رسیدا آرزومن  دی چې ورسره مینه لری او په مینه ناکه ژبه چې د باطن خبر یې ورکوی،ورته خپل راز وائی .

--- د معراج حدیث په بله برخه کښې ،لوی څښتن د خپلو مینه والو یوه بله ځانګړنه بیانوی او فرمائی : څوک چې له خدای سره مینه لری ،نو جومات لکه خپل کور خوښوی ،علم خپل ملګری ،زهد خپل همناستی،عالمان خپل محبوب  او فقیران خپل دوستان ګرځوی .

مسلمه خبره ده چې څوک له خدای سره مینه لری نو د خدای کور چې له خپل محبوب سره د ارتباط لپاره ترټولو غوره ځای دی ،تر بل هرځایه زیات خوښوی،ځکه په شپه او ورځ کښې څو ځله جومات ته ځی او له خپل پالونکی سره رازو نیاز کوی .همدغه راز د خدای دوست ،د هغه دوستان هم خوښوی او د خدای خورا غوره دوستان عالمان دی. د عالمانو یوه ځانګړنه دا ده چې رفتار او کردار یې خدای پاله وی ، نو ځکه څوک چې ورسره ناسته پاسته کوی ، په پوهې یا ناپوهۍ سره   ډیر څه ترې زده کوی .په همدې خاطر حضرت امام علی(ع) خپلو یارانو او دوستانو ته سپارښتنه کوی :له عالمانو او پوهانو سره ناسته پاسته وکړئ څو علم او پوهه مو زیاته ،ادب مو ښه او اروا مو پاکه شی .

=== له  خدای سره  مینه او محبت خپلې داسې ځانګړی اغیزې لری  چې  د وګړیو په کړچار،کړنو،عملونو او حالاتو کښې تر سترګو کیږی لکه د خدای له دښمنانو لیرې پاتیدل او جلاکیدل .د معراج د مبارک حدیث په دوام کښې پاک پروردګار د خپلو محبانو او مینه والو په باره کښې فرمایی :زما لیوله هغه څوک دی چې زما خوښۍ غواړی او له ګناهکارانو تښتی او لرې اوسیږی . د خدای مینه وال تل د الهی رضا او خوښې په جلبولو پسې وی او په دې لاره کښې خپلې ټولې هڅې کاروی .داسې کس هیڅکله د خدای دښمنانو ته نه نیژدې کیږی بلکې ترې لرې تښتی ، البته کله نا کله  د ګناهکار د هدایتولو او سمولو لپاره ورسره ملګری کیږی ،ځکه چې د خدای د ولیانو او دوستانو یوه دنده دا ده چې د ګنهکارانو او بې لارې کسانو لارښونې او روزنې ته ملا وتړی ځکه چې کیدای شی  د هغه له لارې هدایت ومومی او اصلاح شی .

--- د معراج په مبارک حدیث کښې د خدای د دوستانو دغه ځانګړنه هم ذکر شوی چې الله تعالی فرمایی :زما مینه وال تل زما په ذکر بوخت وی او پریمانه تسبیح وائی او خپلې ژمنې ته ریښتونی وی او په خپله وعده وفا کوی .

د خدای مینه وال تل خپل پالونکی یادوی ، ذکر یې کوی او مننه او ستاینه یې کوی او تسبیح یې وائی ،ځکه چې د عاشق لپاره د معشوق له یادولو پرته بل څه غوره نه دی . البته لکه څنګه چې وړاندې هم وویل شول ،ذکر یوازې په ژبه نه دی بلکه څوک چې د خدای ذکر کوی باید په عمل کښې هم د قرآن او پیغمبر حکمونو ته پوره پام ولری .لکه څنګه چې د خدای ګران پیغمبر فرمایلی :څوک چې د خدای عزوجل اطاعت کوی ،خدای یې یاد کړی دی ،که څه هم لمونځ او روژه یې کمه او د قرآن تلاوت کم کوی .

=== باید وویل شی ،د هر چا چې زړونه ککړ وی نو پکښې د خدای مینه نه ځاییږی  ځکه چې په زړه کښې د خدای مینه له ککړتیاو یې د پاکوالی نښه ده.په کوم زړه کښې چې خدای وی ،له ګناهونو پاکیږی او له خدایه پرته بل څه سره اړیکه نه لری ځکه چې په زړه کښې یې له خدای سره مینه ځایولی ده،په همدې خاطر فرمائی :            زما د مینه وال زړه پاک او په لمانځه کښې سپیڅلی دی ،د فرایضو او واجباتو په ترسره کولو کښې سخت هڅانده ،او هغه اجر او ثوابونو ته یې سترګې دی چې زما په نیزد دی او زما له عذابه ویریږی  او تل زما له دوستانو سره ناسته پاسته کوی .    په کلی توګه د خدای مینه وال  او لیوال باید له دنیا لرې وی ځکه چې له خدای سره مینه او له دنیا سره علاقه په یوه زړه کښې نه یوځای کیږی ،البته له خدای سره مینه ډول ډول اړخونه لری او په ټول کښې وییل کیدای شی ،هغه څه چې خدای ته د نیژدې کیدا او تقرب خنډ کیږی همدا دنیا ګڼل کیږی ، څوک چې له خدای سره مخلصانه مینه او محبت ولری نو له خدایه او هر څه چې په خدای پورې اړه لری،پرته په بل څه پورې زړه نه تړی او که له یو چا سره دوستی کوی نو په دې خاطر چې په خدای پورې اړه لری .

په پای کښې باید وویل شی چې د خدای اصلی مینه وال هغه څوک دی ؛چې دوستی او دښمنی یې د خدای لپاره وی.