د ریاض اوواشنګټن د اړیکو لرلید (۳)
https://parstoday.ir/ps/radio/west_asia-i126296-د_ریاض_اوواشنګټن_د_اړیکو_لرلید_(۳)
امریکا چی د ایران د اسلامي انقلاب له رامینځته کیدا یې رضایت نه درلوده او په لویدیځه اسیا کې یې خپل یو متحد له لاسه ورکړی وو ، له ایرانه د ریاض د اندیښنې په زیاتیداکې مهم رول درلوده او هڅه یې وکړه چی له دغه فاکتور له عربستان سره د اړیکو د پیاوړی کولو لپاره ګټه پورته کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 16, 2023 09:26 Asia/Kabul
  • د ریاض اوواشنګټن د اړیکو لرلید (۳)

امریکا چی د ایران د اسلامي انقلاب له رامینځته کیدا یې رضایت نه درلوده او په لویدیځه اسیا کې یې خپل یو متحد له لاسه ورکړی وو ، له ایرانه د ریاض د اندیښنې په زیاتیداکې مهم رول درلوده او هڅه یې وکړه چی له دغه فاکتور له عربستان سره د اړیکو د پیاوړی کولو لپاره ګټه پورته کړی .

 

په ۱۹۷۹ کال کې د ایران د اسلامی انقلاب رامینځته کیدا د امریکا او عربستان په اړیکو کې یو مهم فاکتور دې . دغه پیښه د ریاض او واشنګټن د اړیکو د پیاوړتیا سبب شوه . ایران له ۱۹۷۹ کاله مخکې د لویدیځې اسیا د جیوپولټیک انډول په توګه د خپل مکمل سټراټیجیک عربستان اونړیوال سمندری قدرت یعنی امریکا په ملاتړ سره په فارس خلیج کې نسبتا پایداره امنیت ټینګ کړې شو . په نتیجه کې فارس خلیج په دریو لسیزوکې یونسبی امنیت درلوده . داسلامی انقلاب په رامینځته کیدا سره فارس خلیج سیمې نوی سټراټیجیک بدلونونه تجروبه کړل چی له دې مخکې سره په بشپړه متفاوت وو . د ایران او عربستان په اړیکو کې د تعارض زمینې پراخې شوې . د فارس خلیج د سیمې هیوادونو د ایران له لویدیځ دښمنه سټراټیجۍ اندیښنه احساس کړه . سعودیانو د ایران کړچار د یوه غیر ډاډمن او سیمه ایز نظم ګډوډونکی عامل په توګه په نطر کې ونیوه . د ایران په خاورې د عراق پوځی حملې او په دغه جنګ کې له بغداده د سعودی ملاتړ د تهران او ریاض اړیکي د دښمنۍ په لور ورکش ویلې .

امریکا چی د ایران د اسلامي انقلاب له رامینځته کیدا یې رضایت نه درلوده او په لویدیځه اسیا کې یې خپل یو متحد له لاسه ورکړی وو ،  له ایرانه د ریاض د اندیښنې په زیاتیداکې مهم رول درلوده او هڅه یې وکړه چی له دغه فاکتور له عربستان سره د اړیکو د پیاوړی کولو لپاره ګټه پورته کړی . په عین حال کی د ایران اعمال سبب شول چی امریکا عربستان ته اوزاری کتنه ولرلې شي ، خو سعودی عربستان پرضد د ایران له لوری معمولی شانته ګواښ هم  رامینځته نشو چی امریکا غواړی له ال سعودو ملاتړ وکړی ، خو واشنګټن له ایرانه د ویرونې په سټراټیجۍ سره وتوانیده له ریاض خپلې ملادی ګټې تامین کړي او په عین حال کې خپل مینځنی ختیځ سیاستونه د یاض په ملاتړ سره پرمخ بوځي . په ۲۰۰۱ م کال کې د ستمبر د ۱۱ نیټې حملې د ریاض او واشنګټن په اړیکو کې د بدلانه پیچومې وو. د ستمبر له حملو وړاندې په واشنګټن کې له ریاض کابو هیڅ جدی اندیښنه نه وه موجوده او دغه هیواد ته د امریکا د وفاداره متحد په توګه لیدل کیدل . د ستمبر له پیښې وروسته د دواړو هیوادونو اړیکي نوی فضا ته ورداخلې شوې ، ځکه چی له هغو ۱۵ کسانو چی په دغه پیښه کې یې رول درلوده ، نهه کسان عربستاني ښاریز وو . له نوموړی حملې وروسته په امریکا کې عربستاني ضد احساسات رامینځته شول او د دواړو هیوادونو اړیکي تاوانی شوې . د بوش دولت په وسیله د ستمبر د ۱۱ د کمیشن له راپور د ۲۸ صحفو حذفولو دا ګمان پیاوړې کړ چی امریکا په دغو حملو کې د سعودي چارواکو د لاس درلودلو په اړه شواهد پټوي  .

سعودیانو هڅه وکړه امریکا ته د تیلود صادراتو په زیاتولو سره دغه وضعیت بدل کړي خو په امریکا کې په دغه هیواد نیوکو او له ترهه ګرۍ په ملاتړ د ریاض تورنولو له امریکا د عربستاني چارواکو خپګان سبب شو . د ۲۰۰۲ کال په جون میاشت کې د رنډ پوهنکور په راپور کې ټینګار شوی چی سعودیانو د ترهه ګرۍ په مختلفو سویو کې له پلانونکیو تر مالی تامینونکیو لاس لري . د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا هم په ۲۰۰۲ کال کې په خپل راپور کې جوته کړه د عربستان اورګانونه او وګړي د څو کلونو لپاره د القاعدې  د پانګونو مهمې سرچینې دي او عربستاني چارواکو په دغو مسایلو سترګې پټې کړي دي  .

دغو راپورونو ته په پام سره عربستان پرضد د امریکا دباونه هم زیات شول او د امریکا رسمی چارواکو د ریاض په داخلي او سیمه ایزو سیاستونو کې د بدلون په ضرورت ټینګار وکړ . عربستان د دغه سیاست په وړاندې له امریکا د وسلو اخیستل لغوه د سیاسي سلاومشورو محسوس کمول ، له فلسطینانو د ملاتړ دوام ، په عراق د امریکا له حملی سره مخالفت  او له عربستانه د امریکایی عسکرو د ویستلو لپاره غوښتنه پرمخ ونیوله او دغه سیاستونه همد عربستان او امریکا د اړیکو د خرابیدا سبب شول . د عراق له نیواکه مخکې له عربستان د امریکا د ۶ زره عسکرو وتل د واشنګټن او ریاض د اړیکو د خرابیدا پیل وو .

Image Caption

 

په کلی ډول په دغه پړاوکې د امریکا دننه په تیزره د ستمبر د ۱۱ له حملو وروسته  عمومي افکارو عربستان په نسبت منفی کتنه درلوده او همدغه چاره سبب شوی ده چی دغه دغه هیواد ته د ډالر ډیپلوماسي له نظره ووینی . د امریکا د کانګرس غړي  هم له دغه کتنې اغیزمن دي او باوری دي چی امریکا باید د دغه لوبغاړي د بهرنی سیاست کړچارونه کنټرول کړي .

ریاض د ایران د ایټمي موافقې یو اصلی مخالف او همداراز د دغې موافقې د احیا مخالف دې . د ال سعودو اخیستون دا دې چی سوله ایزې ایټمی انرژۍ ته د ایران رسیدا په لویدیځه اسیا کې د قواو د انډول د ګډوډیدا سبب کیږی .  په همدې اساس سعودیانو په دې زمینه کې ډیرې کار ړنګونې کړي دي . د ایټمی موافقې اجرایی کیدا د ایران لپاره د هغې له ټولو جیوپولیټیک او اقتصادي اغیزو سره بی شکه د سعودیانو لپاره د سیمه ایزو معادلاتو په ډګر کې یوه ماته حسابیږي ، په همدې دلیل عربستان خپل پوځی توان زیات کړ. په کلی ډول د ایران ایټمی موافقه د عربستان او امریکا په اړیکو کې د ساړوالی د زیاتیدا او باراک اوبامان له دولته د ریاض د خپګان سبب شوه .

په عین حال کې له ۲۰۱۱ کاله په عربی نړۍ کې اسلامي ویښتیا هم له امریکا د ال سعودو د یوه بل خپګان په مهم عامل بدله شوه . عربستان د مصر له ولسمشر حسنی مبارک د امریکا په ملاتړ نه کولو خپه وه . ال سعود دغه اخیستون ته رسیدلی وو چی امریکا حتی په عربستان کې د مظاهرو د ترسره کیدا په بڼه کې چی د سعودی نظام له خطر سره مخامخوی ، له هغو ملاتړ نه کوی . د عربی بدلونونو په دوام کې محمد بن سلمان په ۲۰۱۵ کال کې کله چی د جنګ وزیر وو ، یمن پرضد تیری ګر جنګ پیل کړ چی په سیمه کې له محافظه کارانه کړچاره په یرغلیز کړچار د سعودی عربستان د دریځ د بدلیدا ښودنه کوي . د اوباما دولت د یمن پرضد له جنګه ملاتړ وکړ خو د واشنګټن او ریاض ترمینځ اساسي اختلافات موجود وو . د اوباما دولت په خپلوپاې میاشتو کې په یمن کې د ملکیانو د تلفاتو په دلیل په عربستان د دقیق هدایت کیدونکیو توغندیو خرڅول وځنډول چی د ټرمپ حکومت دغه بهیر معکوس کړ .

په ۲۰۱۶ کال کې د جاستا قانون تصوبیدا د امریکا له حکومته د سعودیانو د غوسې سبب شوه . د امریکا کانګرس د ۲۰۱۶ کال د ستمبر په ۲۸ د ترهه ګرۍ د ملاتړو په ضد د عدالت قانون یعنی جاستا تصویب کړ ، په داسې حال کې چی اوباما دغه قانون وټو کړې وو . د جاستا په قانون کې په ډاګه ویل شوی دی چی بهرنی دولتونه باید د هغو خطرناکو اعمالو او ملاتړونو په دلیل چی نیغ په نیغه یا غیر مستقیم ډول له ترهه ګرۍ ملاتړ کوی او په امریکایی ښاریزو د مالی یا ځانی تاوانونو د ورتپلو سبب کیږی ، د داخلی محاکمو په وړاندې خوندیتوب ونلرلې شي . په دې ډول دغه قانون د یوه بهرنی دولت پرضد د مدنی ادعا د مطرحولو لپاره د قانون لاره هواروی . دا قانون په تیره بیا د عربستاني ښاریزو پرضد وو او د ستمبر د ۱۱ د قربانیانو د شکایت لپاره یې لاره اواره کړه او دا په کانګرس د امریکا او عربستان اړیکو ته سخت ګوزار ورکړ .

پای