د قدس عملیات د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته ځواب دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین حماس او جهاد اسلامي غورځنګونو بیګا شپه د قدس عملیاتو ته په غبرګون کښې چې د لسګونو صهیونیسټانو د وژل کیدا او د ژوبلیدا سبب شول وویل چې دغه عملیات د جنین ښار د شهیدانو د وینې د غچ د اخیستلو لپاره ترسره شوي دي.
په تیرې جمعې شپې یوه فلسطیني چې د اسرائیلو رژيم د پولیسو په وینا د قدس په ختیځ کښې د «شعفاط »کیمپ وسیدونکی دی د قدس په شمال کښې په «النبي یعقوب» محلې کښې په صهیونیسټانو باندې حملې سره کابو اوه صهیونیسټان په ډزو سره هلاک کړل او لس نور یې ژوبل هم کړل چې ځینې پکښې مرګي حاله دي.
د دغو اوو صهیونیسټانو هلاک کیدل په داسې حال کښې دي چې په تیرې پنجشنبې ورځ صهیونیسټ پوځیانو د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې په جنین ښار کښې د فلسطینیانو په کیمپ باندې یرغل وکړ چې له کبله یې لس فلسطینیان شهیدان او شل نور ژوبل شوي وو.
د فلسطین د حماس غورځنګ ویاند عبداللطیف القانوع وویل د قدس اتلوال عملیات د اسرائیلو د فاشیسټي کابینې جنایتونو ته د ځواب د ورکولو پیلامه ده چې نوی جنایت یې د جنین ښار د خلکو وژله وه او دغه عملیات د خپل ټاټوبي او د خپلو سپیڅلتیاو په دفاع کولو او د نیواکګرۍ په وړاندې په مقاومت کولو کښې د فلسطین د ملت د اتحاد بیانونکی دی.
هغه وویل دغو عملیاتو د فلسطین د مقاومت له ځواکونو سره په مقابلې کولو کښې د صهیونیسټ نیواکګرو ځواکونو ناتوانۍ وښودله.
بلې خوا د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ ویاند طارق عزالدین وویل زه د دغو اتلواله عملیاتو په هکله مبارکي وایم او ټینګار کوم چې دښمن یوازې د زور په خبره پوهیږي.
د صهیونیسټ نیواکګر رژیم لومړي وزیر نتانیاهو د فلسطیني ځوان له دغو عملیاتو وروسته له لوړرتبه امنیتي چارواکو سره د امنیتي غونډې د ترسره کیدا غوښتنه وکړه.