د اسلامي امت دوښمانان په سیاسي کړکیچونو پانګونه کوي
(last modified Sat, 18 Feb 2023 06:52:26 GMT )
Feb 18, 2023 11:22 Asia/Kabul
  • د اسلامي امت دوښمانان په سیاسي کړکیچونو پانګونه کوي

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ مشرسید عبدالملک الحوثي ټینګار وکړ؛ دوښمانان په فکري او کلتوري سویو باندې حملو سره په تر ټولو خطرناک ډول په اسلامي امت بریدونه کوي.

هغه وویل دوښمانانو د ښوونځینو د درس له پروګرامونو د فلسطین د موضوع د حذفولو هڅه وکړه او غوښتل یې هر هغه شی چې د ملت د پوهې سویه زیاته کړي حذف کړي.

عبدالملک الحوثي قران کریم ته د  اروپايي هیوادونو سپکاوي ته په اشارې سره وویل لویدیځ هیوادونه د بیان د ازادۍ په نوم سره په اسلامي سپیڅلتیاو باندې د حملو لپاره په سیسټاماټیکو پروګرامونو او چارو سره کار کوي.

د یمن د انصار الله غورځنګ مشر سید عبدالمک الحوثي وویل د اسلامي امت دوښمانان په سیاسي کړکیچونو باندې پانګونه کوي او د تفرقې د رامینځته کولو لپاره ډیره هڅه کوي.

هغه وویل امریکا او د هغې ملګري د هیوادونو د واکمنۍ خلاف ورزیانې کوي او د دغو هیوادونو سفیران په هرې موضوع کښې لاسوهنه کوي.

الحوثي تفکیري ترهګرې ډلې د امریکا د اسرائیلو رژیم او د عربو هیوادونو لخوا جوړې شوي وبللې او ویې ویل دوښمانان د سیاسي کړکیچونو په رامینځته کولو سره له دغو کړکیچونو د ملتونو د بوخت ساتلو او د پرمختګ او د ابادونۍ له لارو څخه د هغوې د لیرې ساتلو  لپاره  استفاده کوي.

هغه وویل امریکا د دیکتاتورو رژيمونو ملاتړي ده؛ د سعودي عربستان د متحده عربي اماراتو او د بحرین ال خلیفه رژیم چې د خپلو هیوادونو خلک په سخته ځپي د امریکا تر ملاتړ لاندې دي او واشنګټن د دغو هیوادونو تیل او معدني شتمنۍ نیغ په نیغه  یا  د خپلو  لاسپوڅو عواملو په وسیله د خلکو د کړولو په بیه غلا کوي.