د صهیونیستي رژیم دولتي ترهګري
https://parstoday.ir/ps/radio/west_asia-i129470-د_صهیونیستي_رژیم_دولتي_ترهګري
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې (د صهیونیستي رژیم دولتي ترهګرۍ) نومي لړۍ پرواګرام له ننني (لومړني) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Mar 14, 2023 09:57 Asia/Kabul
  • د صهیونیستي رژیم دولتي ترهګري

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې (د صهیونیستي رژیم دولتي ترهګرۍ) نومي لړۍ پرواګرام له ننني (لومړني) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د دولتي تروریزم اصطلاح، یوه جنجالي اصطلاح ده. په نننۍ نړۍ کې، په ملګرو ملتونو کې د تروریزم دقیق تعریف شتون نه لري، چې د ټولو غړو هېوادونو له خوا منل شوی وي. په حقیقت کې، دولتي ترهګري یوه هغه اصطلاح ده، چې په نورو هېوادونو کې د حکومتونو له خوا ترهګریزو عملونو ته اشاره کوي.

په پراخه کچه، دولتي تروریزم په تروریستي عملیاتو کې د ګډون یا د نظامي عملیاتو څخه د ملاتړ له لارې، د هدف شوي حکومت یا د هدف شوي هېواد ټولې واکمنې ادارې کمزوري کولو په موخه پلان شوی او ترسره کېږي. له تاریخي اړخه، د دې اصطلاح رېښه د یونان او فرانسې دوو هېوادونو ته ورګرځي، ځکه چې دغو دواړو دولتونو د خپل حکومت او واکمنۍ  بنسټونو ټینګولو لپاره، تاوتریخوالي ته مخه کوله.

له دویمې نړیوالې جګړې څخه مخکې، دا طریقه په آلمان کې د نازي رژیم او په شوروي اتحاد کې د ستالین د حکومت له خوا کارول کېده. خو په ۱۹۴۸ کال کې د صهیونیستي رژیم له رامنځته کېدو وروسته، دغه طریقه نوره هم څرګنده او د دولتي ترهګرۍ اصطلاح په سیاسي او نړیوالو ادبیاتو کې داخله شوه.

په شلمه او ۲۱مه پېړۍ کې د ترور او تروریزم د کلمې کارول د تېرو پېړیو په پرتله ډېر شوي او لامل یې په یوه هېواد کې د بېلابېلو ډلو ترمنځ د تاوتریخجنو نښتو رامنځته کېدل او یا د یوه شخص یا یوې ډلې یا یوه بهرني هېواد له خوا په یوه بل بهرني هېواد کې د ورانکارو عملیاتو ترسره کېدل دي.

ایران، د صهیونیستي رژیم د دولتي ترهګرۍ یو قربانیاني

 

د ځینو نړیوالو څارونکو په آند، حکومت نه شي کولای په خپل کور کې دننه ترهګریزې کړنې ترسره کړي. دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر څېړونکي هم وايي چې یو حکومت نه شي کولای ترهګر وګڼل شي او نه هم باید وګڼل شي. د دې دوو کټګوریو د شکونو په چلند او ځواب کې، څېړنې د فکر کولو وړ دي. اوسمهال، د دې موضوع په اړه د ډېری تروریزم نظریه ورکوونکو مشترک نظر دا دی، چې تروریزم په دولت باندې اطلاق کېدی شي.

په یوه نظرپوښتنه کې چې آیا په مستقیم ډول د واک لرونکو له خوا ترسره شوي اقدامات، د ترهګرۍ یا تروریزم په توګه پېژندل کېدی شي، 86سلنه برخه اخیستونکو مثبت ځواب ورکړی. دولتي ترهګري هغه مهال رامنځته شوه، چې ځینو دولتونو د خپلو سیاسي موخو د ترلاسه کولو او د استخباراتي – امنیتي شبکو د جوړولو له لارې، خپل مخالفین په فزیکي توګه له منځه یوړل او د دې تروریستي طریقې تنظیمول یې پیل کړل.

د انګلستان د کنټ پوهنتون د نړیوالو اړیکو د استاد، روث بلکلي Ruth Blakeley د تعریف له مخې، دولتي ترهګري څلور اصلي عناصر لري. د لومړي عنصر له مخې، د هغو خلکو پروړاندې چې دولت یې د ساتنې دنده لري، باید یو قصدي او تاوتریخجن عمل وي. د دوهم عنصر ځانګړتیا دا ده، چې ژمن عمل باید د دولت د ترسره کوونکو یا فعالینو له خوا ترسره شي، چې ملیشې او شخصي امنیتي کسان پکې شامل دي.

د بلکلي د تعریف له مخې، درېیمه ځانګړتیا دا ده، چې د تاوتریخوالي عمل یا ګواښ د دې لپاره ترسره کېږي، چې په ځینو هدف لرونکو خلکو کې چې قرباني پیژني، سخته ویره رامنځته کړي. وروستۍ ځانګړنه دا ده چې اورېدونکي اړ دي، چې خپل چلند یو څه بدل کړي.

د صهيونيستي رژيم له خوا د خبريالانو وژنه

 

د فلسطین په نیول شویو سیمو کې د اسرائیلي رژیم له رامنځته کېدو وروسته، دې جعلي رژیم له خپلو دښمنانو سره په چلند کې، دولتي ترهګري د خپل ځان د یوې ستراتېژۍ په توګه ټاکلې ده. د ۲۰۲۲ کال د جون په ۲۲مه فارین پالیسۍ په یوې مقالې کې، د مقاومت محور د چارواکو او پوهانو په ترور کې د صهیونیستي  رژیم دا کړنه څېړلې ده.

دانیل پلیټکا Danielle Pletkaپه نامه د امریکا د تصدۍ د فکري مرکز یوه جګپوړي غړي په دې مقاله کې لیکلي، د ۱۹۶۲ کال د سپټمبر په ۱۱ مه د آلمان یو توغندیز پوه، هینز کروګ Heinz Krug په مونیخ کې له خپل دفتر څخه ورک شو او نور هېڅ ونه لیدل شو. کروگ د آلمان په توغندیزه برنامه کې لکه د یوه زاړه سرتېري په توګه، د مصر د پخواني مشر جمال عبدالناصر د حکومت لپاره کار کولو، هغه هېواد چې له برمته کېدو مخکې یې دوه ځله له اسرائیلي رژیم سره جګړه کړې وه.

پلیټکا په دوام سره زیاته کړې: ترهګري د اوږدې مودې راهیسې د اسرائیلو په لارو کې یوه حیاتي وسیله وه، کله چې اسرائیل په 1948 کال کې راڅرګند شو، د ملګرو ملتونو مذاکره کوونکی، کاونټ فولک برناډوټ Count Folke Bernadotte  د لیهي ډلې د غړو له خوا ووژل شو. په دغه ترهګریزه ډله کې اسحاق شامیر هم شامل وو، چې وروسته بیا د صهیونیستي رژیم لومړی وزیر وټاکل شو.

شامیر د ډاموکلس Damocles په عملیاتو کې برخه اخیستې وه. د ډاموکلس Damocles عملیات د اسرائیلي رژیم د موساد سازمان یو پټ عملیات وو، چې په 1962 کې یې آلماني ساینس پوهان او تخنیکران په نښه کړل. په دې موخه ایزو وژنو کې، د هینز کروګ په څېر ساینس پوهان هم شامل دي چې پخوا د آلمان په توغندیز پروګرام کې وو.

ډینیل پلیټکا په دې مقاله کې دا هم روښانه کړې، چې د دښمن د لوړ پوړو مشرانو په نښه کول، یوازې تاکتیکي نه دي. د اسرائيلي رژيم له نظره دا يو ستراتيژيک او منطقي اقدام دی. په حقیقت کې دولتي ترهګري د صهیونیستي آپارټایډي رژیم د ستنو یوه برخه ګرځېدلې ده.

فلسطینیان د نورو په پرتله ډېر زیات د صهیونیستي رژيم له دولتي ترهګرۍ سره مخ شوي دي. د ۱۹۹۵ کال د اکتوبر په میاشت کې د فلسطین د اسلامي جهاد د بنسټ ایښودونکي فتحي شقاقي وژنه د دغه سازمان لپاره ویجاړونکې وه او تر وژنې څو میاشتې وروسته، د حماس یو چارواکی یحیی عیاش په یو بل پېچلي اسرائیلي عملیاتو کې ووژل شو.

دولتي تروریزم باید په کورنۍ او نړیواله کچه وڅېړل شي. کورنۍ دولتي تروریزم چې په مستقیمه توګه د دولتي فعالینو له خوا ترسره کېږی، د تروریزم تر ټولو وژونکی شکل ګڼل کېږی. په دې توګه، دولت د حکومتي تګلارو په پلي کولو او د هېوادوالو په منځ کې د وېرې د رامنځته کولو په موخه، دا ډول ترهګري پلان او رهبري کوي، ترڅو هېوادوال د دولت د غوښتنو اطاعت ته اړ شي.

نړيوال دولتي تروريزم، د بل دولت په خاوره کې د يوه دولت پر تاوتريخجنو او لاسوهونکو کړنو او ګامونو څارنه لري. په بل عبارت، له ترهګریزو ډلو څخه د دولتونو مستقیم یا غیر مستقیم ملاتړ نړیوال تروریزم دی. که دا د تمویل یا د سرپناه چمتو کولو او که دا د هغوی د غړو د روزنې په بڼه وي. په دې برخه کې کولای شو په عراق، سوریې او په افغانستان کې له داعش ترهګرې ډلې څخه د امریکا ملاتړ ته اشاره وکړو.

د صهيونیستي رژيم د دولتي ترهګرۍ كورنۍ او نړيواله کچه

صهيونيستي رژيم په كورنۍ او نړيواله كچه د دولتي تروريزم يوه څرګنده بېلګه ده. دغه غیرقانوني رژیم په اشغال شوي فلسطین کې د اشغال ضد پر ځواکونو او حتی پر هغه یهودیانو چې د دغه رژیم مخالف دي، هدفي وژنې ترسره کوي. په بل عبارت، دوی د ترور تګلاره د ځپلو د طریقې په توګه کاروي.

دا رژیم د خلکو په تنظیمولو او چمتوکولو سره، هغوی په نورو هېوادونو کې د تروریستي کړنو لپاره روزي او له هغوی څخه مالي او ډیپلوماتیکي ملاتړ کوي. صهیونیستي رژیم له خپلو مخالفانو سره په مستقیمه توګه د مقابلې د توان د نشتوالي له امله، دغه ډول لارو چارو ته مخه کوي .

ژباړه: زماني