صهیونیستي رژیم او د نتانیاهو کمزوری حکومت
دا اونۍ صهیونیستي رژیم او د نتانیاهو کمزوری حکومت، د کورني اختلافاتو په زیاتولو سره، د بهرني سیاست په مختلفو ډګرونو کې هم له ډېرو ناکامیو سره مخ وو.
په حقیقت کې، هر هغه څه چې نتانیاهو د لومړي وزیر په توګه د خپلو څو دورو په اوږدو کې د بریالیتوب په توګه ثبت کړي وو، له منځه ځي او خپل ارزښت له لاسه ورکوي، ځکه چې کورني اختلافونه یو له بل وروسته ژور او پراخېږي.
د نتانیاهو د وروستیو لسیزو هڅو پایله چې د لومړي وزیر په توګه یې ترټولو اوږده دوره ثبت کړې، د یوې ټوټې شوې او منحل شوې ټولنې رامنځته کول دي، چې د نتانیاهو متحد او ښې اړخې حکومت ته هم ننوتي دي.
په دې اونۍ کې په صهیونیستي رژیم کې د کورني اختلافونه په دوام کې، رسنیو د صهیونیستي رژیم د ملي امنیت د وزیر او د پولیسو د مشر ترمنځ د شخړې او کړکېچ د ډېرېدو خبر ورکړی . د صهیونیستي رژیم د ملي امنیت د وزیر«ایتمار بن ګویر» او د پولیسو د مشر«یعقوب شیبتای» تر منځ د تاوتریخوالي دوام، د دغه رژیم د پولیسو د ورځې په مراسمو کې نور هم څرګند شو.
د شبتای او بن ګویر تر منځ تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شو، چې بن ګویر تر خپل قوماندې لاندې د "ملي ګارډ ځواک" په نوم د ملیشو د جوړولو پریکړه وکړه او د صهیونیستي رژیم کابینې هم د یکشنبې په ورځ د بن ګویر غوښتنه ومنله. دې کار د نتانیاهو د مخالفینو تر منځ ډېر شور پیدا کړ او د شیبتای له ښکاره مخالفت سره مخ شو.
په اشغال شوي فلسطین کې د مختلفو توکمونو ټولنیز توپیرونه او برتري د هغو مهمو ننګونو څخه دي، چې شتون لري. د مذهب، سیاست او د صهیونیستي رژیم اوسني او مذهبي اوسنيو او نورو دینونو په تېره بیا د لوېدیځ «اشکنازي» او د ختیځ «سفارادي» یهودیانو تر منځ د اړیکو او د صهیونیستي رژیم تر ټولو مهم داخلي کړکېچ دی، چې اوس ښکاره شوی، او د دې لپاره چې پایلې یې د ټولنې او د یهودي مذهب یوځای والی بېل نه کړي، [د تل ابیب مشران] هغه پټوي.
نتانیاهو د ټرمپ په دوره کې، د پېړۍ د معاملې په څېر د پام وړ پلانونو په پلي کولو کې له ناکامۍ وروسته، چې د منځني ختیځ له نقشې څخه د فلسطین د لرې کولو وړاندیز شوی وو، په سیمه کې له ځینو کوچنیو عربي هېوادونو سره د اړیکو عادي کولو ته اړ شو، چې هغه دا کار د خپلې ډيپلوماسۍ د برياليتوب د ښودلو وسيله یاده کړه او هيله یې درلوده، چې دغه بهير به د نويو هېوادونو په تېره بيا د سعودي عربستان په ګډون د نوي حکومت په دوره کې دوام وکړي.
خو اوس ویلای شو چې د صهیونیستي رژیم او په ځانګړې توګه د نتانیاهو د حکومت ټولې هیلې له خاورو سره خاورې شوې دي، ځکه له صهیونیستي رژیم سره د عربي هېوادونو د جبري عادي کولو پروژه د ایرانوفوبیا په نوم د یوې بلې پروژې پر بنسټ وه، خو اوس دغه پروژه د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو بهیر او له هغه وروسته د سعودي عربستان او د هغه د سیمه ایزو متحدینو ترمنځ د مقاومت په محور کې د اړیکو په عادي کېدو سره پایته رسېدلې او د تل لپاره یې د وجود فلسفه له لاسه ورکړې ده.
چې نن سبا په مختلفو برخو او ډګرونو کې د ایران او سعودي ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو او د چین په منځګړیتوب د خپلو سفارتونو د بیا پرانیستلو هوکړه، ریاض ته د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر فیصل المقداد سفر او په متقابل عمل کې د سعودي عربستان او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو له ۱۲ کلونو وروسته یو بل هېواد ته سفرونه،عربي ټولنې ته د سوریې د ورګرځولو لپاره د سعودي عربستان پرلپسې هڅو ته په جده کې د نهو عربي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په حضور کې د وروستۍ غونډې او همداراز ریاض ته د حماس د کورواکه تشکیلاتو د مشرانو بلنې ته اشاره وکړو.
له ايران او سوريې سره د سعودي عربستان له روغې جوړې وروسته، په رياض کې د حماس او د کورواکه تشکیلاتو د پلاوي کوربه توب د سعودي د ډيپلوماسۍ نوي ابعاد څرګندوي، د چين په منځګړيتوب سعودي عربستان د تېر کال د کب له ۱۹مې نېټې راهيسې له ايران سره اړيکې عادي کړې او له سوریې سره یې اړیکي هم د سوریې له جګړې مخکې حالت ته راستانه شوي دي.
ټاکل شوې په ایران او سوریه کې د سعودي سفارتونه په راتلونکو اونیو کې پرانیستل شي او سفیران به متقابلو هېوادونو ته ولېږل شي. اوس په ریاض کې د حماس او د کورواکه تشکیلاتو د استازو په یو ځای شتون سره، داسې ښکاري چې د مکې د تړون له مخې، د دغو دوو فلسطیني ډلو د پخلاینې لپاره د سعودي منځګړو د نوي پړاو د بیا راژوندي کولو لپاره زمینه برابره شوې ده.
داسې ښکاري چې له ایران او سوریې سره د سعودي د اړیکو د ښه والي او پخلاینې یوه مثبته پایله په فلسطین کې وي او دا به د سعودي عربستان په منځګړیتوب د حماس او فتح د پخلاینې لپاره زمینه برابره کړي او دا په داسې حال کې چې د فلسطین او سیمې لپاره به ستره بریا وي، د صهیونیستي رژیم لپاره ستره ماتې ګڼل کېږي، چې د خپلو سیاستونو بنسټ یې په فلسطین او سیمه کې د فلسطنیانو او د هغوی د ملاتړو ترمنځ د تفرقې د رامنځته کولو له مخې جوړ کړی دی.
له ایران او سوریې سره د سعودي عربستان د روغې جوړې له غبرګونونو وروسته، د سعودي عربستان او حماس د روغې جوړې او د حماس او د کورواکه تشکیلاتو ترمنځ د اړیکو د ټینګولو په هڅو کې اسرائیلو ته درېیم لوی زیان رسېږي.
اسرائيلي ورځپاڼې معاريو د وري په ۲۷مه نېټه سعودي عربستان ته د حماس د پلاوي د سفر په اړه په راپور کې ليکلي: سعودي عربستان له اسرائيلو سره د اړيکو له عادي کولو څخه وتلی دی. صهیونیستي ټلویزیوني چینل (i24 News) هم په یوه راپور کې ویلي، ریاض ته د حماس د پلاوي سفر له عربي هېوادونو سره د اسرائیلو د اړیکو د عادي کولو د پروژې د ناکامۍ په معنا دی.
دې ته په پام سره چې صهيونیستي رژيم په تېره بيا نتانياهو د خپلو داخلي ناکاميو د پټولو په موخه له عربي هېوادونو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د يوې وسيلې په توګه استفاده کوله، اوس د دغې وسيلې په له لاسه ورکولو سره د دغه رژيم په ځانګړې توګه د نتانیاهو د کابینې د کورني ننګونو د ډېرېدو شاهدان و اوسو.
د اسرائیلو یوه پوځي چارواکي چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې له المانټور مرکز سره خبرې کړې، د حماس ډلې پر ځان د باور د ډېروالي په اړه اندېښنه ښودلې ده. د دغه صهیونیستي چارواکي څرګندونې له تهران سره له موافقې وروسته له صهیونیستي رژیم سره د اړیکو له نورمال کولو څخه د سعودی عربستان د وتلو په اړه د المانټور د راپور یوه برخه ده.
المانټور مرکز لیکي چې د دغه اسرائیلي چارواکي دغه څرګندونې په روانه اونۍ کې سعودي عربستان ته د حماس د یوه پلاوي د سفر په اړه له راپورونو سره په یوه وخت کې دي. یوه پخواني امنیتي چارواکي المانټور مرکز ته ویلي: "سعوديان پر نتانیاهو د خولې اوبه اچوي، خو هغه ځان او نورو ته قناعت ورکوي چې دا کومه لویه خبره نه ده او یوازې باران دی."
المانټور مرکز د صهیونیستي پوځي چارواکو له قوله لیکلي چې دا د حماس په ځان د اعتماد د ډېرېدو په اړه د رژیم د اندېښنو په توګه تعبیر شوی، لومړی باید ووایو چې دا پر ځان باور یوازې په حماس پورې محدود نه دی او دا پرمختګ په نورو مقاومتي ډلو کې هم لیدل کېدی شي.
دویم دا چې د صهيونیستي رژيم د سولې د پلانونو له عملي کولو څخه د نتانياهو لخوا د جوړو شويو حکومتونو تکراري انکار، د فلسطين په دننه او بهر کې د سولې د پلويانو دريځ کمزوری کړی او له بلې خوا دا د مقاومت ډلو د پياوړتيا سبب هم شوی دی، په داسې حال کې چې د نوي نسل د مقاومت ډلې په مختلفو نومونو لکه ارین الاسود یا بیشه شیران د نوي نسل له جوړجاړي څخه دی.
د دغو پرمختګونو سربېره چې په نړیوال نظام کې په لوړه کچه ترسره شوي، لکه د امریکا د تسلط کمزوري کېدل او د چین په څېر د نویو قدرتونو راڅرګندېدل دي، یا په سیمه ایزه کچه د امریکا د پخوانیو متحدینو لکه، سعودي عربستان په نړیوال ډګر کې ختیځ ته د کتلو او له محور سره د اړیکو د بیا رغولو نوې تګلاره، په سیمه ایزه کچه د ایران او سوریې په څېر د مقاومت او د فلسطین د مقاومت د ډلو په ګټه تمامه شوې، چې د حماس په څېر د دوی په ځان باور زیاتولو کې هم اغېزمنه ده.
د صهیونیستي رژیم د جنګ وزیر یواف ګالانت په یوې کتنې کې اعتراف کړی چې اسرائیل اوس د مقاومت جبهې له یوې نوې سترې ننګونې سره مخ دی او څرګنده یې کړه چې پوځ باید په څو جبهو کې د هر اړخیزې جګړې د پیلولو لپاره چمتووالی ولري. په ورته وخت کې د صهیونیستي رژيم دجګړې وزیر زیاته کړې چې محدوده جګړه پایته رسېدلې ده او نن به په راتلونکي جنګ کې له یوې مهمې ښکارندې سره مخ شو، چې د یو اړخیز او څو محورونو د جبهو رامنځته کېدل به وي .
اوس داسې بریښي چې سوریه تر بل هر وخت ډېر د صهیونیستي رژیم پروړاندې د ګواښ لپاره چمتو ده: لومړی دا چې سوریې په بریالیتوب سره د تخریب پروژه پایته ورسوله او د میلیاردونو تاوانونو او د لسګونو زرو مړینو په زغملو سره یې خپل حاکمیت بېرته ترلاسه کړی، او په ورته وخت کې له کورنیو جګړو څخه یې د پوځ او د نوي ځواک د روزلو لپاره کار اخیستی او د ایران او روسیې په مرسته یې خپل هوایي دفاعي سیسټم پیاوړې کړی او حتی له جګړې څخه تر مخکې موده یې نوره هم ښه کړې ده.
دويم دا چې، ټولو هغو کسانو چې د تکفیري وسله والو ډلو ملاتړ یې کاوه، اوس یو په بل پسې خپل دریځونه بدل کړي او د دغو ملاتړونو د پرې کولو په ترڅ کې یې د دمشق له مرکزي حکومت سره د پخلاینې لاره غوره کړې او له سوریې سره د اړیکو د بیا پیلولو هڅه کوي.
ژباړه: زماني