د لویدیځې اسیا د تیرې اونۍ بدلونونه
په وروستیو کلونو کې د فلسطین د مسئلې د ځنډیدو اصلي علت په میدان کې د ځوانانو د ګډون نشتوالی وو خو اوس ځوانان په خپله خوښه میدان ته را وتلي او تر ټولو مهمه دا چې د دوی تکیه په اسلام ده.
تهران ته د حماس د مقاماتو سفر
څلورو عربي هیوادونو ته د ایران دخارجه وزیر عبداللهیان سفر
او فلسطینانو پرضد د صیهونیسټ نیواکګر رژیم نوی جنایتونه د لویدیځې اسیا د تیرې اونۍ مهم خبرونه وو ، اوس راګرځوو تحلیلی برخې ته
د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د تیرې اونۍ د ګل په سهار خبر ورکړ چی د حماس د سیاسی دفتر د مشر اسماعیل هنیه په مشرۍ د دغه غورځنګ یو پلاوی د ایران د اسلامی جمهوریت په بلنه تهران ته لاړ .د سیاسی دفتر مرستیال مشر صالح العاروی ، نزار عوض ا... ، خلیل الحیه ، محمد نصر او خالد قدومی په دغه سفر کی د اسماعیل هنیه ملګرتیا کوله .
د حماس د مشرانو له سفره مخکې د فلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ مشرانو هم تهران ته سفر کړی وو . تهران ته د حماس او جهاد اسلامی غورځنګونو د مشرانو سفر په داسې حال کی ترسره شو چی هغو د جون په ۶ په قاهره کې له یوه بل سره کتنه او د فلسطین د ملی مسایلو ، الاقصی جومات ، قدس اوسیدونکیو اولویدیځې غاړی پرضد د صیهونیسټ رژیم تیری او د دغه رژیم په بندونو کې د فلسطینی بندیانو په اړه سلاو مشوره کړی وه . د قاهرې په غونډه کې دواړو لورو همداراز د دوغورځنګونو د ستراتیجیکو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیاو د لارو چارو او د فلسطینی ملت او مقاومت ته د هغو د ګټو د پراختیا جاج اخیستی او له نیواکګر رژیم سره د مقابلې لپاره د فلسطینی ملت د یوازنۍ ټاکنې په توګه د مقاومت د ټاکنې په دوام ټینګار درلوده .
اسماعیل هنیه تهران ته په سفر کی د انقلاب له معظم لارښود ، ولسمشر ، د اسلامی شورا له مشر سره کتنه او سلاومشورې کړی وی . د اسلامي انقلاب معظم رهبر د حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه او ورسره پلاوي سره په کتنه کې د فلسطین د مسئلې په وړاندې د مبارزې مخکښ غورځنګ ته په اشارې سره د مبارزې ډګر ته د فلسطیني ځوانانو او مؤمن ولس په فردي او ډله ییز ډول داخلیدل یوه مهمه موضوع یاده کړه ا و ټینګار یې وکړ: په جنین" کې د وروستیو ورځو پېښې او د فلسطیني ځوانانو لخوا د صهیونیسټي پوځیانو محاصره د دې نوې صحنې ښکاره بېلګې او په بشپړې بریا سره د یوه روښانه راتلونکي په لور روان دي. آیت ا... العظمی حضرت امام خامنه ای د دوه یا درې کاله مخکې په پرتله د فلسطین په حالاتو کې د پام وړ توپیر ته په اشارې سره زیاته کړه: په وروستیو کلونو کې د فلسطین د مسئلې د ځنډیدو اصلي علت په میدان کې د ځوانانو د ګډون نشتوالی وو خو اوس ځوانان په خپله خوښه میدان ته را وتلي او تر ټولو مهمه دا چې د دوی تکیه په اسلام ده.
دوی یو ځل بیا د مقاومت د ډلو ترمینځ د یووالي او غږملتیا په موضوع په ټینګار سره وفرمایل د غزې په وروستۍ جګړه کې مونږ د دې شاهدان یو چې د دښمن هڅه داده چې د مقاومت د ډلو ترمینځ اختلافات او تفرقه رامینځته کړي، خو د خدای په فضل، د دغه فضا په رامنځته کولو بریالی نه شول، نو مونږ ه باید د یووالي او غږملتیامسلې ته ډیر پام وکړو او دې سمې لارې ته په قدرت سره دوام ورکړو.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر غزه د مقاومت مرکز وباله او زیاته یې کړه: هغه ځای چې دښمن په ګونډو کړي د لویدیځې غاړې سیمه ده چې تر اوسه ښه پرمختګونه شوي دي.
داسې ښکاری تهران ته د حماس او جهاد اسلامی غورځنګونو د سفر اصلی علت د فلسطیني ډلو ترمنیځ د کوټلتیا او یوموټی والی رامینځته کول دي . د اسراییلو رژیم په دې وروستیو کې هڅه کړی ده د جهاد اسلامی او حماس غورځنګونو ترمینځ درز رامینځته کړی . په دغه فضا کې ایران په سیمه کی د مقاومت د بهیر د غږملونکی چورلیز په توګه هڅه کړی ده ، دغو دواړو غورځنګونو ترمینځ غږملتیاوی او ملګرتیاوې پیاوړی کړی تر څو د اسراییلو پرضد له مخکې زیات قدرت ولرلې شي .
اسماعیل هنیه هم له العالم چینل سره په مرکه کی وویل تهران ته د دغه غورځنګ د مشرانو د پلاوی سفر د فلسطین داخلی بدلونونو او سیمه ایزو او نړیوالو پیښو او حالاتو ته په پام سره ځانګړی اهمیت لری ، دغه سفر حتی د صیهونیسټ رژیم په ځای هم اغیز شیندلی او په فلسطین کی به مهم انعکاسونه ولرلې شي .
په لویدیځه اسیا کې تیره اونۍ یوه بله مهمه پیښه تهران ته عربستان د خارجه وزیر فیصل بن فرحان سفر او قطر ، اماراتو ، کویت او عمان ته د ایران د خارجه وزیر امیر عبداللهیان سفر وو .
د عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان د تیر خالی په ورځ په ایران کی د د دغه هیواد د سفارت د پرانستلو لپاره تهران ته سفر او له حسین امیر عبداللهیان او سیدابراهیم رییسي سره یې کتنه او خبرې اترې وکړې . تهران ته د فرحان سفر او د عربستان د سفارت پرانستل د تهران او ریاض په اړیکو کې مخ په وړاندی ګام وو او د دواړو هیوادونو خارجه وزیرانو هم د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ .
د تیرې اونۍ یوه بله مهمه پیښه قطر ، عمان ، کویت او اماراتو ته د امیر عبداللهیان سفر وو . عبداللهیان د دغه سفر په پای کی وویل په بهرنی سیاست کې ګاونډیانو اهمیت او د دیارلسم دولت د ګاونډیتوب سیاست د پیاوړتیا په لړ کې د فارس خلیج په جنوبی حوزه کې څلورو هیوادونوته لاړم . امیر عبداللهیان وویل د دغو هیوادونو له لوړ رتیه چارواکو سره خبرې اترې ډیرې رغنده ، مثبتې او ټولو لپاره هیله منونکی وې . ده وویل د ایران اسلامي جمهوریت په دې باور دی چې د فارس خلیج په ستراتیژیکه سیمه کې د ټولو هېوادونو په شتون سره د خبرو اترو او ملګرتیا لپاره د ګډ میکانیزم رامنځته کول د پخوا په نسبت ډېر ضروري او ګټور دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه: ښه، خوندي او سوکاله راتلونکی زمونږ د ټولو خلکو ګډ حق دی او د ایران اسلامي جمهوریت هوډ لري چې په دې موخه خپلې هڅې زیاتې کړي.
د صیهونیسټ موقته رژیم پوځ د تیرې شورو ورځې په ماښام له ۱۷ کلونو وروسته د لومړی ځل لپاره په غزې تړانګه کی هوایی حمله وکړه چی پکې جنین ته نږدې یو ګاډې هدف وګرځیده او درې فلسطینیان پکې شهیدان شول . د فلسطین د مقاومت ځواکونه د ګل په سهار په جنین ښار او لویدیځې غاړې شمال کې صیهونیستی عسکرو سره ښکیل شول . د فلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ پوځی څانګې سرایا القدس وویل د مقاومت عسکر بریالی شوی دی د صیهونیست رژیم د پوځ د ګاډی په لاره کی یو یم وچاودوی او له کاره یې وغورځوی . صیهونیستی رسندویو خبر ورکړی دی د دغه رژیم عسکر د مقاومت ځواکونو په لومه کې ګیر شول او د هغو اوه کسان ژوبل شول . په همدې دلیل د صیهونیسټ رژیم هیلی کاپټرې د نښتې ځای ته ولیږل شوې .
دا له دوهمې انتفاضې شل کلونه وروسته د لومړی ځل وو چی د صیهونیسټ رژیم پوځ د لویدیخې غاړې په شمال کی د جنین ښار د بمبارولو لپاره له هوایی ځواک استفاده وکړه . د جنین د بمبارولو لپاره له هوایی ځواک استفاده د فلسطین د وسله وال مقاومت په وړاندی د اسراییلی عسکرو په کمزورتیا پسې شوی دی . یدیعوت احارونوت عبری ورځپاڼۍ خبر ورکړ صیهونیستی پوځ د دغه رژیم له مسولانو غوښتی دی له هوایی لارې د فسطینی مبارزانو دترور عملیاتو د بیا پیلولو اجازه صادره کړی . صیهونیسټان وایی چی ویره لری حالات له کنټروله ووځی او نیت لری یوځل بیا خپل دفاعی قدرت ترلاسه کړی .
د صیهونیسټ رژیم د مسایلو شناندی عدنان ابوعامر وویل مونږه یوه پوځی او سیاسی بدلون سره مخامخ یوچی ښی صیهونیستی عسکر د دې توان نلری د جنین کیمپ په لور پرمخت وکړي او ډیر سخت له ورته غلچکیو حملو ویره لري چی تازه په دغه کیمپ کې ورسره مخامخ شول . هغه جوته کړه مونږه له ۱۷ کلونو وروسته په لویدیځه غاړه کې د ترور عملیاتو شاهدان یو ، دا یوډول د دې اعتراف دی چی جنین کیمپ تاو لویدیځه غاړه له کنټرول وتلي دي . همدغه مسله به د نورو کیمپونو او فلسطیني ښارونو لپاره بیلګه وی او په نتیجه کی په صیهونیسټانوله جنین حمله د تکرار وړ ده .
پای