د لبنان په ۳۳ ورځنی جنګ کې د امریکا اواسراییلو ماته
د یدیعوت احارونوت پوځی خبریال په هغه راپور کی چی د ۳۳ ورځنی جنګ د ۱۷ کلیزې په مناسبت یې خپور کړی دی ، لیکلی دی حزب ا... پیاوړی استخبارات درلودلی او په ټولو څیزونو اشراف لري له دې امله ویلی شو چی په تیرو ۱۷ کلونو کې حزب ا... نور هم قدرتمند شوی او دا د اسراییلو تر ټولو ستره ماته ده .
عبری ژبې رسندویو اعتراف وکړ چی په لبنان کې د اسراییلو ستره ماته هغه ده چی له ۳۳ ورځنی جنګه د ۱۷ کلونو په تیریدا سره سره ورځ په ورځ د لبنان د حزب ا... قدرت زیات شوی او هیڅوک هم ندي توانیدلي چی د دغه قدرت خنډ شي .
د یدیعوت احارونوت پوځی خبریال په هغه راپور کی چی د ۳۳ ورځنی جنګ د ۱۷ کلیزې په مناسبت یې خپور کړی دی ، لیکلی دی حزب ا... پیاوړی استخبارات درلودلی او په ټولو څیزونو اشراف لري له دې امله ویلی شو چی په تیرو ۱۷ کلونو کې حزب ا... نور هم قدرتمند شوی او دا د اسراییلو تر ټولو ستره ماته ده .
له بل پلوه د صیهونیست رژیم د ټیلی ویژن ۱۱ چینل په یوه راپور کې د حزب ا... په وړاندی د اسراییلو د دفاعي توان سختې ورستیدا ته اشاره وکړه او ویې ویل په دفاعی توان کی دغه ماتیدا او کمزورتیا سبب شوی ده چی حزب ا... د تیر وخت په نسبت د اسراییلو پرضد ښکاره کړچارونه ترسره کړي او دا اقدامات په لا زیات جرات سره ترسره کړي .

دغه چاره د حزب ا... په وروستیو کړچارونو د دغه ګوند د مسولانو له خبرو چی اسراییلو لپار ه دیرې سختې هڅونکی وې او د الغجر کلی ته نږدې د توغندی او ټانک ضد ډزو کول او د اسراییلی جنګی الوتکو د عمل د ازادۍ د محدودلو لپاره په هلوځلو کې ښکاره شول . د حزب ا..ږ وروستی اقدامات په هر هدف چی ترسره شوی وی سبب شوی دی چی اسراییل د حزب ا... په وړاندی د خپل دفاعی توان کمزورتیا او ورستیدا په شرایطو کې راغلی دی او د هغه لپاره ډیره خطرناکه مسله حسابیږی .
په ۲۰۰۰ کال کې له مقاومته د صیهونیست رژیم د پوځ له ماتې او د لبنان له جنوبه د نیواکګرانو حقیرانه وتلووروسته د ۲۰۰۶ میلادی کال جنګ چی په ۳۳ ورځنی جنګ مشهور شواود پخوانی ماتی د جبرانولو لپاره د صیهونیسټانو د ماتې په لړ کی پیل شو ، د حزب ا... دوهم حیرانول او د نیواکګر رژیم ناکامی وه .
اسراییلو په ۲۰۰۴ میلادی کال کې له حزب ا... سره د موافقې په اپوټه درې لبناني بندیان خوشي نکړل . حزب ا... د هغو د ازادولو لپاره د ۲۰۰۶ میلادی کال په جولای کې د الوعد الصادق په عملیاتو کې دوه اسراییلي عسکر ونیول . اسراییلو د دغو عملیاتو په وړاندی له لبنان سره د جنګ اعلان وکړ . څیړاندي باوري دي اسراییلو په لبنان د حملې نیت درلوده خو د حزب ا... عملیاتو دغه حمله مخکې کړه .
اسراییل په څه د پاسه ۴۰ زره عسکرو سره دغه جنګ ته ورداخل شو . اسراییلو په متوسطه توګه هره ورځ ۲۷۰ جنګي الوتونه درلودل او پراخې کنډوالې یې جوړې کړې . اسراییلو په دغه جنګ کی له ۴ میلیون او اته لکه غنچه ای یا کلسټر بمونو استفاده وکړه چی له دغو یې یومیلیون او یو لک بمونه د جنګ د پای په ۷۲ ساعتونو کی وکارول . د اسراییلو د حملو له امله ۱۵ زره کورونه په بشپړه توګه تباه شول . ۳۱ حیاتی ځایونه چی پکې هوایی ډګر، تجارتي او صیادي بندرونه ، د هیدرولیک ابی مرکزونه ، د تیلو چڼ ځایونه او د بریښنا بټي په بشپړه تباه شول . اتیا پلونه او ۹۰ شرکتونو ته هم جدی تاوانونه واوښتل . دوه روغتونونه په کامل ډول له مینځه لاړل . ۱۱۸۳ لبناني ملکیان په دغه جنګ کې شهیدان شول چی دریمه برخه یې ماشومان وو .
خو په دغه جنګ کی د دومره پراخو جنګی جنایتونو سره سره اسراییل خپل هیڅ اعلان شوی هدف ته ونه رسید . اسراییلو په لومړیو کې د حزب ا... بی وسلې کول او کاملا تباه کول غوښتل . د جنګ په اعلان او دغو هدفونو ته له نه رسیدا وروسته اسراییلو د لیتانی سین تر محدودې د لبنان د ځینو برخو د نیولو غوښتونکی شو خو په دغه مرحله کی هم ناکامه شو او په نهایت کې یې د امنیت شورا ۱۷۰۱ پریکړه لیک ومنه چی د هغه په اساس د لبنان پوځ او د ملګروملتو عسکر د اسراییلو له پولې تر لیتاني پولې ځای پر ځای شول .

البته اسراییل د جنګ په هماغه لومړی اونۍ کې چی د صیهونیسټ رژیم پوځ له حزب ا... سره د جنګیدا توان نه درلوده ، ګروهنه درلوده د جنګ پای اعلان کړی خو امریکایانو ټینګار درلود چی دغه رژیم څه لاس ته راوړی او بیا اوربند اعلان کړی نو له دې امله د امریکایانو په ټینګار جنګ درې اونۍ نور دوام وکړ خو په نهایت کې امریکا هم تسلیمه شوه .
حزب ا... د اسراییلو د پرمختللیو وسلو په وړاندی د چریکی جنګ له ماډل استفاده کوله . حزب ا... د لبنان په جنوب کی ډیر تونلونه جوړ کړي وو او په جنګ کې یې له هغو ډیره استفاده وکړه . حزب ا... له دغو تونلونو د قوماندانۍ او یا د مهماتو د ډپو په توګه استفاده کوله .
حزب ا... وتوانیده په دغه جنګ کې په اسراییلو څلور زره توغندي وتوغوي . حزب ا... د جنګ په لومړیو ورځوکې د اسراییلو په ساعر ۵ پرمختللی جنګی کشتۍ توغندوی حمله وکړه . سید حسن نصرا... په ژوندۍ بڼه د دغو عملیاتو ترسره کول اعلان کړل او په هماغه وینا کې یې د توغندی د لګیدا خبر ورکړ . د دغو عملیاتو بریالی اجرا کیدا د اسراییلي پوځیانو په روحیه کې منفی څپه رامینځته کړه اود مقاومت په ځواکونو کې یې د خوشحالۍ او انګیزه څپه رامینځته کړه . همداراز یوه پرمختللې پوځی کشتۍهم د حزب ا... د توغندوی حملې ښکار شوه .
حزب ا... وتوانیده د حیفا په مهم بندر توغندوی حمله وکړی او یوه موده وروسته یې له حیفا لیرې سیمې او ښارګوټی هم په نښه کړل . د اسراییلو پوځ په مرکاوا ټانک سنبال وو او هغه یې ځان لپاره پیاوړی قلعه بلله حزب ا... واتوانیده په توغندیو سره دغه ټانکونه تباه کړي او له دې لارې دښمن ته ډیر تلفات واړوي . په دغه جنګ کی ۵۶ مرکاوه ټانکونه تباه شول . دغه جنګ د پخوانیو جنګونو په اپوټه نه یوازې پوځ بلکه درست اسراییل ښکیل کړ .
په دغه جنګ کې د لومړی ځل لپاره د صیهونیسټ رژیم د عسکرو تلفات له مفابل لوری زیات شول او د لبنان د حزب ا... غورځنګ د ۷۴ شهیدانو په وړاندی ۱۱۷ صیهونیسټی افسران اوپوځیان هلاک شول . البته اسراییلي تلفات له دې زیات وو او یوه فراسنوی مرکز د ۳۳ ورځنی جنګ له ختمیدا دوه کلونه وروسته د یوه رسمی راپور په وړاندی کولو سره وویل چی په دغه جنګ کې ۲۳۰۰ کسان مړه او څه د پاسه ۷۰۰ هم ژوبل شوي دي .
د نامتقارن جنګ (Asymmetric warfare ) روده په ۳۳ ورځنی جنګ کې د لبنان د حزب ا... د بریالیتوب مهم علتونه او عوامل وو . د لبنان حزب ا... په دغه جنګ کې د خپلو مهارتونو او خلاقانه رودو په ترکیب سره د پرمختللیو پوځی تجهیزاتو او تسلیحاتی برلاسی توب سره سره د صیهونیست غاصب رژیم پوځ ماتې سره مخامخ کړ او هغه یې د لبنان د حزب ا... په وړاندی خپل پوځی ډاکټرین بدلولوته مجبوره کړ .
د ۲۰۰۶ میلادی ۳۳ ورځنی جنګ د لبنان او صیهونیست رژیم ترمیتنځ نوی معادله رامینځته کړه ، هغه معادله چی له هغې وروسته صیهونیست رژیم هیڅکله په لبنان د تیری او نوی یرغل جرات ونکړ . له صیهونیست رژیم سره په مقابله کې د مقاومت په ولس د لبنانی ولس باور د ۳۳ ورځنی جنګ لومړنۍ پایله وه . دغه باور په دوهم پارلیماني انتخاباتو کې چی د ۲۰۰۶ کال له جنګه وروسته ترسره شول ، ثابت شو . له دغه جنګه وروسته لومړی انتخابات په ۲۰۰۹ میلادی کال کی ترسره شول او دوهم انتخابات هم په ۲۰۱۸ کال کی ترسره شول چی د ۲۰۱۸ کال په انتخاباتو کې د مقاومت ایتلاف له ۱۲۸ څوکیو د ۶۸ څوکیو په ګټلو سره د پارلیمان مطلق اکثریت ترلاسه کړ .
د دغه جنګ دوهمه بریا له جنګه مخکې په پرتله د لبنان د جنوب د امنیت زیاتیدا ده . په داسی حال کی چی له دغه جنګه وړاندی اسراییلو کله نه کله د اسراییلو په جنوب حمله کوله خو له دغه جنګه وروسته هیڅ حمله ونه شوه .

د مقاومت د چورلیز په وړاندی د امریکا او اسراییلو د ماتی اثبات دریمه بریا او د ۳۳ ورځنی جنګ نتیجه وه . د لبنان د حزب ا... عمومی منشی باوری دی هغه یوازنې دلیل چی باعث شو چی په لبنان کی د مقاومت پرضد دغه جنګ ودریږی دا وو چی امریکایان او صیهونیستان دې نتیجې ته ورسیدل چی په دغه جنګ کې یې ماته خوړلی ده .
اوس د حزب ا... نقطه ویشتونکیو توغندیو پروژه د تل ابیب مهمه اندیښنه ده چی حزب ا... پرضد د هر ډول پوځی اقدام خنډ کیږی . ځکه چی دغه وسله د لبنان د مقاومت جنګی وس د یوه ملی پوځ تر حده زیاتوی . حزب ا... هوایی ځواک ته له اړتیا پرته به د داسې ځواک له ټولو ګټو برخمن وی . دغه توغندي د اسراییلو هرډول حیاتی تاسیسات اود اسراییلو غیر نظامی نفوسي مرکزونه هدف ګرځولی شي .
د اسراییلي سرچینو د جاج په اساس حزب ا... په ۲۰۰۶ کال جنګ کی ۱۵ زره توغندي درلودل چی له دغه شمیر یې ۴ زره په ۳۳ ورځنی جنګ کې وتوغول خو د دغه جنګ له پای راهیسې حزب ا... خپل توغندوی وسله کوټ په ۲۰۰ زره لنډ واټنه او مینځ واټنه او لیر واټنه توغندیو ته پراخ کړی دی .
د لبنان د حزب ا... د عمومی منشی سید حسن نصر ا... د اعلان په اساس دغه ګوند داسی نقطه ویشتونکي توغندي لري د نیواکی فلسطین هره برخه او سیمه ویشتلې شي ، هغه موضوع چی اسراییلیانو لپاره ډیره د اندیښنې وړ ده .
خو د صیهونیستانو لپاره د حزب ا... دیر ویرونکی توغندي د سکاډ ډوله توغندي دي چی واټن یې څه د پاسه ۷۰۰ کلومیټرو ته رسی . اسراییلی راپورونه ښی چی حزب ا... د دغو توغندیو زیاد شمیر په اختیار کی لري .
خو د ۳۳ ورځنی جنګ تر ټولو مهمه ستراتیجیکه بریا په غزې کې د تونلونو د جوړولو او توغندیو د لوړتیا له لارې د غزې تړانګی ته د حزب ا... د تجروبې انتقال دی چی په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کلونو کې په دغط سیمې د صیهونیستانو په حملو کی د غزې د مقاومت سبب شو . پر اسراییلو د قدس د تورې په نښته کې د فلسطین د مقاومت بریالیتوب په فلسطین کې د ۳۳ ورځنی له نورو پاییلو او اثارو دي .
پای