فلسطین د اسلامي امت لومړنۍ مسله (۹)
که د صیهونیسټانو د تیریو په وړاندی د فلسطیني ولس زړورتیاوې نه وای نو کیدی شی چی د مسلمانانو د لومړنی قبلې په توګه نن الاقصی جومات ړنګ او په دغه ټاټوبی کی شکمن یهودی معبد جوړ شوی وای او البته په مقابل کې که د شریف حسین او ال سعودو په شان د عربي مشرانو خیانت نه وای نن کیدلی شی د صیهونیزم نښه نه وې موجوده
مهربانو دوستانو په تیر پروګرام کې مو وویل چی د براق پاڅون چی د ۱۹۲۹ کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې د فلسطیني ولس په وسیله پیل شو ، هدف یې د انګلستان د نیواکګرۍ ، فلسطینی ټاټوبی ته د یهودیانو د انتقال په پراختیا کې د برتانیه د پوځی واکمن اقداماتو ، په دغه ټاټوبی کی د هغو د میشته کولو او فلسطیینانو پرضد د یهودیانو پوځی منظمولو پرضد اعتراض وو او د صیهونیسټانو د نیواکګرۍ پرضد د فلسطینی ملت په دوامداره مبارزو اوویښتیا کې مهم رول درلوده دغه پاڅون د الاقصی جومات په هکله د صیهونیسټانو په ادعا او حضرت محمد مصطفی (ص ) خدای او قران ته د هغود سپکاوی په غبرګون کی وشو او له بیت المقدس ښار پیل او په چټکتیا سره په درست فلسطین کی خور شواو که د صیهونیسټانو د تیریو په وړاندی د فلسطیني ولس زړورتیاوې نه وای نو کیدی شی چی د مسلمانانو د لومړنی قبلې په توګه نن الاقصی جومات ړنګ او په دغه ټاټوبی کی شکمن یهودی معبد جوړ شوی وای او البته په مقابل کې که د شریف حسین او ال سعودو په شان د عربي مشرانو خیانت نه وای نن کیدلی شی د صیهونیزم نښه نه وې موجوده . د پروګرام په دوام کې د فلسطینی ټاټوبی د ۱۹۳۰ لسیزې بدلونونه د دوهم نړیوال جنګ تر پیله تعقیبوو تر څو د شلمې پیړۍ په څلورمه لسیزه کې د فلسطیني ټاټوبی له حالاتو سره بلد شو.
د براق له پاڅون وروسته فلسطینې ملت د صیهونیسټانو له تیریو سره په مبارزه کی له مخکې زیات هوډمن شو او په همدې وخت کې وه چی د عزالدین قسام په نوم کس د فلسطینی ولس د مبارزې په زمینه کی نوی لاره پرانستله چی بیاوروسته د فلسطین د اسلامي غورځنګ د بنسټ ګر په توګه مطرح شی . قسام چی په ۱۸۸۲ کال کی د سوریې د لاذقیه ښار ته نږدې په یوه غرني کلي کې پیدا شوی وو ، د مصر له الازهر پوهنتون د دیني علومو په څانګه کې فارغ التحصیل شو . هغه په مصر کې د انګلستان له استعمار او د دغه هیواد په ملی زیرمو او ملت د هغه له سلطې سره بلد شو او په هماغه وخت کې له استعمار پالو ځواکونو سره د مبارزې د ضرورت په فکر کی شو او د برتانیه مخالف له ملی غورځنګ سره یو ځای شو .
په ۱۹۲۰ کال کی سوریې ته د فرانسوي عسکرو د ورتګ په وخت د سوریې په شمالی ساحل کی له نیواکګرانو سره د قسام مبارزې پیل شوې . فرانسویانو هڅه وکړه چی د لوړو څوکیو د ورکولو په غولونکیو وړاندیزونو سره قسام د مبارزې د دوام له لارې منع کړی خو هغه دغو ټولو وړاندیزونو ته نه وویل . پر مقاومت د قسام ټینګار په لاذقیه کی د فرانسی پوځی محکمه د هغه او د هغه د یوشمیر ملګرو د اعدام حکم صادر کړ . قسام د فرانسویانو له تعقیب څخه د خلاصیدا په خاطر دمشق او له هلته فلسطین ته ولاړ .
قسام د حیفا په اسلامی مدرسه کی په تدریس بوخت شو او زده کونکي یې د نیواکګرۍ په سیوره کی د خپل ټاټوبی له راتلونکي خبر کړل . هغه په جوماتونو کې د پینځه وخت لمانځونو ترمینځ د درس کلاسونه ترسره کول او مسلمانان یې د جنګ لپاره چمتو کول . د برتانوي عسکرو د حملې د ګواښونو په زیاتیدا سره قسام د مسلمانوځوانانو ټولنه جوړه کړه . هغه د فلسطین په مختلفو سیمو کې له مشرانو سره په تماس کی وو او له دې لارې وتوانیده ګڼ شمیر ځوانان د هغه وخت له سختو سیاسي او اقتصادي حالاتو له امله له ځان بایللو او انحراف له بند څخه ازاد او خپل جهادی سازمان ته جذب کړي .
د براق له پاڅون وروسته د فلسطیني عربانو پرضد د برتانوي عسکرو ظلم او سختیانې زیاتې شوي وې ، په دې ډول چی په ۱۹۳۰ کال کی انګلستان د عطاالزیر ، محمد خلیل جمجوم او فواد حجازی په نوم درې فلسطینان چی ویل کیدل د برتانیه والو او صیهونیسټانو پرضد د وروستیو بلواو عامل وو ، په عکا زندان کې پانسي کړل . له هغه مخکی هم کابو ۸۰۰ مسلمانان په زندان محکوم شوي وو . له بل پلوه او په ۱۹۳۳ او ۱۹۳۴ کلونوکې اسراییلو ته د صیهونیسټانو د مهاجرت بهیر ، د ترهه ګرو ډلو جوړولو ته د صیهونیسټانو ګروهنه او د اسراییلي ټاټوبیو پراختیا چټکه شوی وه . د یهودیانو سیلابي مهاجرت او له دې سره په یووخت د هغو په وسلو سنبالول او د فلسطیني عربانو او مسلمانانو پرضد د یهودی ډلوترهه ګر اعمال ترسره کیدل . د صیهونیسټانو هدف د فلسطیني عربانو تیښتې ته مجبورول او د تازه راغلیو یهودیانو میشته کول وو . دغې چارې عزالدین قسام مجبوره کړ چی د امکاناتو او ځواکونو له برابریدا وړاندی د صیهونیسټي ترهه ګرو ډلو پرضد چی د فلسطیني ولس په ځان او مال یې حملې کولې ، پوځي عملیات پیل کړي .
د شیخ عزالدین قسام جهادي روحیه او اسلامي تعلیمات ټول فلسطین ته د پاڅون د پراختیا سبب شو . نو ځکه د قسام د حکم په صادریدو سره د صیهونیسټانو د ترور ډلو او برتاوي عسکرو د ګزمو پرضد د پوځی عملیاتو لړۍ پیل شوه . شیخ عزالدین قسام په دې باور وو چی د لویدیځ کلتور او تمدن په اسلامی نړۍ یرغل کړی دی او لویدیځ پلوه اسلامي روڼ اندي او پوهان یې له سالم انساني فطرت لیرې کړي دي ، هغه لویدیځ پلوه چی د لویدیځ تمدن او کلتور لیواله شوي او د لویدیځ له پوځونو اوکلتوری یرغل سره د مقابلی توان نلري . دغه کسان د مادی پالنې ارزښتونو پیروکاران شوي وو ، له دې امله د قسام زیاتره مریدان او پلویان عادي خلک ، کروندګرانو ډلې ، کارګران ، د حیفا د اورګاډی شرکت کارکونکي او د کاڼو د معادنو کارګران وو .
د عزالدین قسام ولسي پاڅون چی له ۱۹۳۰ کال پیل شوی وو تر ۱۹۳۵ کاله او د هماغه کال د نومبر په شلمه د هغه تر شهادته دوام درلوده . د قسام پیاوړی روحیې او زړه ورو اقداماتو په فسطین کی میشته مسلمانان د صیهونیسټانو له تیریو د مبارزې په لاره کی له هوډمن کړل ، په دې ډول چی د قسام د جنازې په دستورو کی ګڼ شمیر فلسطیني مشرانو او لویانو شرکت وکړ او د حیفا ښار له خلکو ډک شوی وو چی له درست فلسطین څخه راغلي وو . د جنازې دستورې څو ساعته اوږدې شوې او خپل په خپله په سترو مظاهرو بدلې شوې . هغه مظاهرې چی راتلونکي میاشتې او کلونه یې دوام وکړ . په دې ډول د عزالدین قسام پاڅون پخپله د ستر پاڅون سریزه شو چی له شهادته څو میاشتې وروسته یې درست فلسطیین ونیوه .
د هغه څراغ رڼا چی قسام او یارانو یې بل کړ ، د ۱۹۳۰ میلادی لسیزې په دوهمه نیمایی کی درست فلسطین ته ورسیده . د انقلاب څپو نور له ملی پالو او سیاسي مشرانود هر ډول نرمښت یا ساز باز مجال اخیستلې وو . د انګلستان مرکزی حکومت له پاڅیدلیو خلکو سره په مقابله کی بی وسه شوی وو او له عربو واکمنانو او باچاهانو یې مرسته وغوښته تر څو له دې لارې د سیاسي مشرانو تر دباو لاندې راوستلو سره د انقلاب حرکت کنټرول کړي . له دې اقدام سره په یووخت انګلستان د ۱۹۳۶ کال په نومبر کښی له لندن څخه د باچاهۍ د کمیټۍ تر عنولان لاندې یوه ډله د اعتراضونو د عواملود جاج لپاره فلسطین ته ولیږله . دغې کمیټۍ د انګلستان حکومت ته خپل وړاندیزونه او نظرونه منعکس کړل چی پکې په دو دولتونو یهودی او عربي د فلسطین د ویشلو وړاندیز شوی وو .
د انګلستان د باچاهۍ کمیټۍ پلوی او البته غرضي راپور د فلسطین په شاوخوا کی د ناراضی توب او مخالفتونو څپه راوپاروله . هغه اعتراضونه چی ورته د فلسطین د ستر انقلاب نوم ورکول کیږی او د ۱۹۳۹ تر پایه پورې بې ځنډه دوام درلوده . په دغو شرایطوکی چی د انقلاب اور په هر ځای کی خور شوی وو ، نیواکګرو ځواکونو د انګلستان دولت په مرسته د انقلاب د مشرانو تعقیبولو ته مخه کړه چی په خپل ګومان د فلسطینی ولس پاڅون غلې کړی .
د انګلستان دولت په عین حال کی د فلسطینی ولس د انقلاب په ځپلو بوخت وو ، په داسی حل لارې پسې وو چی په فلسطینی ټاټوبی کی د انقلاب شغلې غلي کړي ځکه چی متوجه شو چی که د کړکیچ د ختمولو لپاره لاره پیدا نکړی نو فلسطیین به په کامل ډول له لاسه ورکړی . له همدې لارې د ۱۹۳۹ کال د می په ۱۷ یې د سپین کتاب په چوکاټ کې یوه طرحه خپره کړه چی په ظاهر کې د فلسطینانو د سیاسی بریالیتوب په معنا وه ، د انګلستان حکومت په دغه سند کې ټینګار کړی وو چی پهن فلسطین کی د یوه یهودی حکومت جوړیدا د دغه هیواد په سیاستونو کې هیڅ ځای نلری او د انګلستان غوښتنه د یوه خپلواکه فلسطینی دولت جوړیدا ده چی پکې قدرت د یهودیانو او عربانو ترمینځ وویشل شي . د دې په ترڅ کې برتانیه په راتلونکیو لسوکلونو کی د یوه فلسطینی دولت د جوړولو لپاره د خپلې فیصلې خبر ورکړی او اعلان یې کړی وو چی د یهودیانو مهاجرت به ودروی خو دا چی که عربان پخپله د یهودیانو د مهاجرت د دوام غوښتنونکي وي . هغه نورې مسلې چی انګلستان په سپین کتاب کی ورباندې ټینګار کړی وو د فلسطین په ځینوسیموکی د مځکې د خرڅولو بندیز وو ، د دې په ترڅ کې چی په نورو سیمو کی هم د مځکې خرڅول په مشروط ډول ممکن وو .
دغه سند په بشپړه توګه د صیهونیسټانو لخوا رد شو او هغو یې د خپلو تیری ګرو هدفونو د پرمختګ لپاره امریکا ته نږدې کړل . فلسطیني مشران هم په دغه برتانوی سند شکي وو ځکه چی برتانیه له دې مخکې هم ښودلی وه چی د خپلو ژمنو د پوره کولو خیال نه ساتی . د وخت تیریدو هم جوته کړه چی د انګلستان دولت چی د خپلې طرحې په اجرا یې دومره ټینګار درلوده ، تر کومه حده د دغې فیصلې په اجرا کی لړزانه او البته دروغجن دی . نو ځکه په داسی حال کی چی د دوهم نړیوال جنګ ګونګوسې ورو ورو اوریدل کیدلې ، د فلسطین بحران هماغه راز په خپل ځای پاتې شو .پای