د اسرائیلو څه د پاسه ۵۰۰۰ پوځيان ژوبل شوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د طوفان الاقصی د عملیاتو له پیلیدا راهسې د اسرائیلو څه د پاسه پینځه زره پوځيان ژوبل شوي دي چې دوو زرو یې د بدن ځینې غړي له لاسه ورکړي دي.
«یدیعوت احارانوت» ورځپاڼې په یوه راپور کښې د اسرائیلو د پوځي سرچینو په قول وویل د صهیونیسټ رژیم په پینځه زره پوځيانو کښې د دوو زرو عسکرو د بدن غړي له مینځه تللي دي یا معیوب شوي دي.
دغه ورځپاڼې وویل د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزارت د معیوبانو برخه هره ورځ شپیته نوي ژوبل کسان مني چې اکثره یې سخت ژوبل شوي دي.
اسرائیلو د روغتونونو چارواکو ته حکم ورکړی دی چې د مړو او د ژوبلو پوځيانو شمیر دې نه خپروي.
بل خبر دا چې د صهیونیسټ رژيم سرچینو وویل د فلسطین حماس غورځنګ کمزوری شوی نه دی او قدرت اوس هم د دغه غورځنګ په لاس کښې دی.
بل خبر داچې صهیونیسټ رژیم نن هم په غزې تړانګې باندې حملو ته دوام ورکړی چې له کبله یې ګڼ شمیر کسان شهیدان او ژوبل شوي دي.
د حماس غورځنګ یوه غړي «عزت الرشق» وویل د امنیت شورا د پریکړه لیک په ویټو کولو سره امریکا د فلسطین د خلکو په وژلې کښې نیغ په نیغه شریکه ده.