حزب الله د اسرائیلو په پوځي مرکز برید کړی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د نیواکي فلسطین له شمال سره د لبنان د جنوب د جبهې بدلونونه هره شیبه د بشپړه جنګ په لور روان دي.
رای الیوم ورځپاڼې له نیواکي فلسطین سره د لبنان د جبهې بدلونونو ته په اشارې سره وویل له نیواکي ټاټوبو سره د لبنان په جنوبي سرحد کښې جنګ نوي پړاو ته ورننوتلی دی چې د دواړو لورو ترمینځ د تیرو څلورو میاشتو له نښتو څخه متفاوت دی.
د لویدیځو هیوادونو له دباونو او لبنان ته د استول شویو پلاویو له ګواښ سره سره حزب الله غورځنګ د لبنان د جنوب جبهه له غزې تړانګې سره مرتبطه کړي ده.
وروسته له دې چې د لبنان د حزب الله مشر سید حسن نصر الله په تیرې سه شنبې ورځ د لبنان د جنوب په جبهې کښې د جنګ موضوع له اسلامي اعتقاد او د خدای پاک په وړاندې له مسوولیت لرلو سره مرتبطه کړه موضوع له سیاسي دریځونو اوړیدلي ده او ورونه د ډيپلوماټیکو هڅو پرمخ تړل شوي او یوازنی کلید په غزې تړانګه کښې د جنګ بندیدل دي.
رای الیوم ورځپاڼې زیاته کړه له نیواکي فلسطین سره د لبنان د جنوب په سرحدونو کښې د تیرو ساعتونو بدلونونه ټول د نښتو د نوي پړاو ښودنه کوي او د پخواني جنګ قواعد د دایمي بدلیدا په لور حرکت کوي او د تیرې اکتوبر میاشتې له اومې نیټې راهسې د تر ټولو بې ساري او د سختې جګړې ګواهي ورکوي.
په بیروت کښې حزب الله غورځنګ ته نږدې رسندوي سرچینې رای الیوم ورځپاڼې ته وویل د سرحد په پینځلس کلومیټرۍ کښې په «صفد» ښار کښې د اسرائیلو په پوځي اډې باندې برید په تیرو څلورو میاشتو کښې تر ټولو مهم بدلون ګڼل کیږي کوم چې اسرائیل په سختې تنګسې کښې ورولي او د دغه رژیم ټول ګواښونه د ګند ټوکرې ته غورځوي.
رایې الیوم ورځپاڼې په دې خبرې سره چې د مخکنیو پوځي عملیاتو په اپوټه حزب الله غورځنګ تراوسه هیڅ بیانیه نه ده خپره کړي او د دغه حملې مسوولیت یې پرغاړه نه دی اخیستی زیاته کړه دغه کار شاید د رسندوي تاکتیک په دلیل وي یا دا چې د عملیاتو جزیات یې ځنډولي دي چې هغه د حزب الله مشر نصر الله په خپله بیان کړي یا دا چې حزب الله فیصله کړي ده چې همدا اوس ځانګړي عملیات پټ وساتل شي.
رایې الیوم ورځپاڼې زیاته کړه مونږ د حزب الله د مشر حسن نصر الله د وینا په تمه یوو چې د دغو عملیاتو زاوې روښانه شي خو دا خبره چې حزب الله ولې دغه ځانګړي عملیات وکړي باید ځینو مورودونو ته توجه وشي.