د بادو پيمانه ۱۳
(last modified Wed, 21 Feb 2024 07:27:50 GMT )
Feb 21, 2024 11:57 Asia/Kabul
  • د بادو پيمانه ۱۳

د تهران راډیوقدرمنو مینه والو السلام علیکم! د بادو پيمانه د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو او د اسرائیلو په هکله د ځینو نورو مشهورو باورونو جاج اخلو چې په اصل کښې «غلط» دي.

دوستانو د دې لړۍ په تیرو برخو کښې مو د فلسطین په هکله د شپږو پخوانیو انیو افسانو جاج واخیسته کومې چې صهیونزم جوړې کړې دي. د شپږواړو افسانو مو بشپړ وضاحت وکړ او هغه مو د تاریخي سرچینو او حقیقتونو په بنیاد، رد کړې. په دې ننني پروګرام او په راتلونکو پروګرامونو کښې به د صهیونزم درې روانې افسانې وڅیړو. هغه اوسمهاله افسانې چې اسرائیل ترې ګټه اخلي ترڅو د فلسطین نیواک او غصب ته توجیه کړي.

********************

ایلان پاپه د خپل کتاب په اووم څپرکي کښې د صهیونزم یوې اوسمهاله افسانې ته اشاره کوي، هغې افسانې ته چې وايي: اسرائيل د مینځني ختیځ یوازنۍ ډیموکراسي ده.

پاپه وايي، د ډیرو اسرائيلیانو او د هغوي د ملاتړو له نظره اسرائیل یو نرم خویه ډیموکراټک او ولسواکه هیواد دی او له خپلو ګاونډیانو سره صلحه غواړي. ځیني هم وايي چې فرضاُ که په دغه ډیموکراټک هیواد کښې یو څیز غلط هم وي نو هغه د ۱۹۶۷کال جنګ ته ورګرځي.

دا بې بنیاده او ناسمه افسانه هغه څه دي چې په خواشینۍ سره یې حتی د ځینو څیړاندو له خوا هم تبلیغ کیږي خو صحي تاریخي سرچینه نه لري.

له ۱۹۶۷ کال نه تر مخکښې پورې چې یقیناً اسرائیل یو ډیموکراټک هیواد نه شو بلل کیدې، لکه څنګه چې مو په تیرو برخو کښې وویل، اسرائیلو د فلسطین خلک تر پوځي حکومت لاندې راوستې وو او د فلسطینیانو لپاره یې له هر ډول بنیادي او مدني حقوقو انکار کوه. د خلکو کورونه او سیمې به یې ورانولې، هر کله به یې چې زړه غوښتل، خلک به یې په جیل کښې اچول. حتی که که د اسرائیلو عام پوځي ځواکونو غوښتل چې د فلسطینیانو کورونه ورانک کړي یا هغوي ساعتونو ساعتونه  تلاشۍ په پوسټو کښې ایسار کړي یا یې د محکمې له حکم پرته زنداني کړي نو فلسطینیانو هیڅ نه شو کولې او هیچا یې مرسته نه کوله.

دا چلندونه د اسرائيلو د جوړیدو له هم هغو اولو کلونو پیل شول. اسرائیلیانو به خلک په زوره د هغوي له کورونو او ښارونو ایستل او ډیر یې ووژل او زخمي یې کړل. په کلیوالو سیمو کښې حالات له دې هم ډیر خراب وو. د اسرائیلیانو سترګې د هغو سیمو خیرازو ځمکو ته نیولې وې.  حتی ډیر کلیوال یې وغولول چې یوازې د دوو اونیو لپاره خپل کورونه پریږدي. پوځ مدعي و چې د تمرین او ښوونې لپاره د هغوي ځمکو ته ضرورت لري خو چې کله راستانه شول نو یا یې ولیدل چې کلي یې په بشپړه توګه هوار کړی شوي وو او یا نورو خلکو ته سپارل شوي وو.

د دغه (پوځي ترهګرۍ) د حالت یوه څرګنده نمونه د ۱۹۵۶ کال په اکتوبر میاشت کښې د کَفرقاسم په وژله کښې لیدې شو. په کفرقاسم کلي کښې ۴۹بیګناه فلسطیني کلیوال د اسرائیلو د پوځ په لاس ووژل شول. اسرائیلي چارواکي مدعي شول چې دغو کسانو د ګرځبندیز قانون مات کړی دی. په دې وجه پرې پوځ ډزې وکړې او ویې وژل. خو حقیقت بل څه و ځکه چې هغوي دغه وخت بیخي د ګرځبندیز له اعلانه بې خبره وو. وروسته بیا اسنادو او مدارکو وښودله چې اسرائیل له ټولې سیمې د فلسطینیانو په ایستلو پسې وو.

اوس ډیر محققان پوهیږي چې د ۱۹۵۶کال وژله هغه اقدام و چې وګوري د سیمې خلک ویریږي او له هلته نه وځي او که نه. دا خپله له هغو زرګونو وجوهاتو څخه دی چې د اسرائیلو پوځ ته اجازه ورکړې شوې وه چې په نیواکي سیمو کښې په لوې لاس قتلونه وکړي او په دې وجه به ترې هیڅ ډول پوښتنه نه کیږي.

جوړښتي او منظم ظلم یوازې د وژلې په شان پيښو سره ځان ښايي. له دې لابد وحشي توب د اسرائيلو د رژيم په ورځینو او مدیریتي چلندونو کښې لیدې شو. د اسرائیلو د نیواکو سیمو فلسطینیان لاهم له ۱۹۶۷کال نه د مخکښې پړاؤ په هکله ډیر څه نه وايي. د هغه پړاؤ اسناد او مدارک هم راته بشپړ انځور نه ښايي. د حیرانتیا خبره دا ده چې مونږ په شعر کښې د پوځي واکمنۍ تر سیوري لاندې د ژوند نښې وینو.

ناتان الټرمین(Nathan Alterman)  د خپل نسل یو ډیر مشهور او مهم شاعر و. هغه به د اوریدلو پيښو یا یې د خپلو ویلو شعرونو په هکله د «اووم کالم» په عنوان سره یو اونیز کالم لیکه. هغه به خپلې خبرې د شعر په ژبه بیانولې. په خپل یو شعر کښې لیکي:

"د دوو ورځو لپاره ځیني خبرونه په لنډ ډول ښکاره شول، او بیا ورک شول.

او داسې نه ښکاري چې څوک ورته اهمیت ورکړي، او نه لګي چې څوک خبر شي

د ام الفهم په ډیر لرې کلي کښې

ځايي ماشومانو په خاورو خټو کښې لوبې کولې

او داسې ښکاریده چې یو عسکر مثلاُ زمونږ دلاور په یو ماشومان شکمن شوی و، چې ورته یې چغه کړه: اودریږه

حکم، حکم دی

حکم حکم دی خو کم عقل ماشوم ونه درید

منډه یې کړه

نو هیڅ د حیرانتیا خبره نه ده چې زمونږ په ظاهره دلاور عسکر هم ډز وکړ، هلک یې وویشته او ویې وژه

او هیڅ چا په دې هکله هیڅ ونه ویل».

الټرمین یو بل ځل هم په خپل شعر کښې د یوې ناروغه فلسطیني مور په هکله وویل:

«اسرائیلو دغه بیماره مور بې له هیڅ وضاحته د اردن سیند پورې غاړې ته واستوله. کله چې دغې ښځې د ستنیدو کوشش وکړ نو ماشوم زوی یې ورله ونیوه او زنداني یې کړ.

الټرمین ولیکل: دغه لیکوال په غلطۍ کښې ګمان کوه چې دا کیسه به یا دروغ وبلله شي او یا به یې په اړه وضاحت ورکړې شي».

خو هیڅ ونه شول، حتی د چا له خولې یوه خبره هم راونه وتله.

*/*/*/*/* */*/*/*/

داسې ډیر شواهد شته چې اسرائیل له ۱۹۶۷ کال نه مخکښې یو ډیموکراټک هیواد نه و. اسرائیلو د هغو کډوالو په وړاندې چې کوشش به یې کوه خپلې کروندې او څاروي دوباره ترلاسه کړي، «د وژلو په نیت د ډزو سیاست» خپل کړی و. د اسرائيلو په خوشالۍ کښې مست او ټوپک په لاس پوځ، له ۱۹۴۸ نه تر ۱۹۶۷ کاله پورې بې له کومې وجې څو زره فلسطیني ښاریز وژلي وو.

په هر هیواد کښې د ډیموکراسۍ د سنجولو معیار، په هغه هیواد کښې د استوګنو اقلیتونو په وړاندې د دغه هیواد د ګزارې اندازه ده. په دې برخه کښې د اسرائیلو درجه له دې ډیره ټیټه ده چې یوه حقیقي یا حتی کمزورې ډیموکراسي یې وبللی شو.

د مثال په توګه اسرائیلو د تازه ټاټوبو له نیولو وروسته ځینې نوي قوانین تصویب کړل. مثلاً د تابعیت او نیشنلټۍ په ترلاسو کولو او په مالکیت پورې اړونده قوانین او له دې ټولو ډیر مهم، د ستنیدو قانون.

د ستنیدو قانون د ټولۍ نړۍ هر یو یهودي ته په آټومیټک توګه د اسرائیلو تابعیت ورکوي. دا قانون په ډیره سپکه توګه، یو غیرډیموکراټک قانون دی ځکه چې د فلسطینیانو د ستنیدو د حق له بیخي ردیدو سره برابر دی، د هغه حق چې له نړیوال  اړخه په ۱۹۴۸ کال کښې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په ۱۹۴پریکړه لیک کښې په رسمیت وپيژندل شو.

د اسرائيلو دا کار یعنې خپل وطن ته د ستنیدو لپاره د فلسطین د خلکو له حقه انکار او نورو ته د هم دغه حق ورکول چې د فلسطین په ټاټوبي پورې هیڅ اړه نه لري، ترټولو غیرډیموکراټک چلند و.

*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی