په غزه کې د اسلامي ارزښتونو له منځه تلل
(last modified Thu, 29 Feb 2024 11:44:43 GMT )
Feb 29, 2024 16:14 Asia/Kabul
  • په غزه کې د اسلامي ارزښتونو له منځه تلل

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې په غزه کې د اسلامي ارزښتونو د له منځه تللو په تړاو له یوه (ځانګړي) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

هره ورځ چې پر غزې د صهیونیسټانو له ورانوونکو بریدونو څخه تېرېږي، د فلسطینیانو پر وړاندې د جنایتونو او نسل وژنې نوي اړخونه رابرسېره کېږي. د بشرحقونو لوېدیځوال مدعیان هم د دې جنایتونو ننداره کوي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو هم په غزه کې پر فلسطیني نجونو او مېرمنو باندې د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو د تیري په تړاو راپورونه ترلاسه کړي دي.

دې کارپوهانو په خپلو راپورونو کې ویلي: موږ په ځانګړې توګه په دې تړاو چې په بندخونو کې پر فلسطیني نجونو او مېرمنو په ځلونو جنسي تیری کېږي،  له هغې ډلې بربنډ کولو او د اسرائیلي رژیم د نارینه افسرانو له لوري تفتیش کولو په تړاو خواشیني یو. لږ ترلږه پر دوو نیول شویو فلسطیني مېرمنو باندې جنسي تیری شوی دی او ځیني نور بیا په جنسي تیري او جنسي تاوتریخوالي باندې ګواښل شوي دي.

د نجونو او مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپورټره، ریم آلسالم (Reem Alsalem) د اوکتوبر په اوومه پر غزې باندې د صهیونیسټي رژیم له ورانوونکي برید وروسته، د فلسطیني نجونو او مېرمنو پراخو نیولو ته په اشارې سره وویل: له هغه ځایه چې د غچ اخیستنې وېرې له امله د دې ډول جرمونو پروړاندې چوپتیا عامه ده، ممکن د ډېرې مودې لپاره ونه پوهېږو چې د قربانیانو رېښتیني شمېره څومره ده.

صهیونیسټان تراوسه په بې پروایۍ سره فلسطینیان په شهادت رسوي. صهیونیسټي مشران یا له دې جنایتونو انکار کوي او یا هم هغه د خپلو پوځیانو خپل سري اقدامات ګڼي. مګر اوس په ښکاره له نسل وژنې، توکمي پاکوالي، د ماشومانو او مېرمنو وژنه او پر نجونو او مېرمنو باندې له تیري څخه ملاتړ کړی او پرې ویاړي.

د اوکتوبر په اوومه د طوفان الاقصی عملیاتو پر مهال، صهیونیسټانو د یوه جعلي فلم په خپرولو سره اعا وکړه چې د حماس سرتېرو د ۴۰ ماشومانو سرونه پرې کړي دي.

دا فلم په ډېرې چټکۍ سره په نړۍ کې خپور شو، تر دې اندازې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن دې فلم ته غبرګون وښود. تراوسه د دې فلم له خپرېدو ډېر وخت نه وو تېر شوی، چې د لوېدیځو رسنیو له لوري  د دې فلم ناسم والی اعلان شو او د سپیني ماڼۍ ویاند د امریکا د ولسمشر پر دریځ باندې سرپوښ اېښودلو او توجیه کولو په لټه کې شو.

د امریکا په ګډون د لوېدیځو دولتونو کړنې په غزه کې د جنایتونو په تړاو په بشپړه توګه توکم پاله او د نتانیاهو د نژاد پرستې کابینې په ملاتړ کې دي. د تېر کال د اوکتوبر له اوومې نېټې وروسته، پر غزې د ورانوونکو بریدونو په پیل کې صهیونیسټانو هڅه کوله چې له داعش سره د مقابلې په ورته والي سره، د فلسطین له مقاومتي غورځنګ یعنې حماس سره د جعلي فلمونو په جوړولو او خپرولو  سره مقاله وکړي. هماغه تصویر چې نړیوالو د داعش په ګډون د نورو ترهګریزو تکفیري ډلو د جنایتونو په تړاو په خپل ذهن کې درلود.

داعش او نورې تکفیري ترهګریزې ډلې چې په تېرې لسیزې کې، په عراق او سوریې کې د لوېدیځوالو د بحرانونو په رامنځته کولو کې، هر کلي او ښار ته چې تلل، ناوړه جنایتونه یې ترسره کول. د نارینه وو، ښځو او ماشومانو له سر پرې کولو نیولې بیا، پر ښځو او نجونو باندې تر تیري پوري، دا ټول د ترهګریزو تکفري ډلو اصلي او ترټولو ستر جنایتونه وو.

مګر صهیونیسټان اوس د خپلو ماشوم وژونکو او توکم پالو افکارو له بیان څخه هېڅ شرم نه لري. د اسرائیلي رژیم پارلمان ته ځو، چېري چې د صهیونیسټي رژیم د ښځو د چارو وزیره، یوه مېرمن ده، وینا کوي او وایي: زه خپله د فلسطیني ماشومانو په وژنو ویاړم.

یو صهیونیسټي پوځي په یوه ټولنیزه پاڼه کې په مرکه کې وايي: له ۲۰ تر ۵۰ فلسطینیان یې وژلي دي. له هغه څخه پوښتنه کېږي: آیا تراوسه یې یو ماشوم وژلی دی؟ هغه په ملنډي سره وايي: یو ماشوم؟! مګر زه نوی پوځي یم؟! له ۵ تر ۱۰ ماشومان مې وژلي دي!

په تېرو څلورو میاشتو کې صهیونیسټانو په ټولو برخو کې، په نیواکي فلسطین کې په ښکاره توګه، په غزه کې د توکمي پاکوالي او نسل وژنې پر تړاو پر خپل توکمیز درېځ باندې ټینګار کوي.

د موساد پخوانی چارواکی او صهیونیسټي سیاستوال رامي ایګر وايي: د غزې له ۴ کلونو لوړ عمره ټول ماشومان باید، ټولیزو جزاګانو کې شامل شي.

په تل ابیب کې یو صهیونیسټي خاخام (د یهودیانو مذهبي مشر) وايي: هېڅ رحم باید ونه کړو، حتی پر ماشومانو باندې؛ دوی هم باید ووژنو او بیا د تورات په ځینو آیتونو باندې استناد کوي او داسې یې تفسیروي، چې دوی د ژوند کولو حق نه لري.

له نیواکي فلسطین بهر د صهیونیسټانو ملاتړي له هېڅ فحافظه کارۍ پرته او د خپلو بشردوستانه ظاهر په ساتلو سره، د فلسطنیانو په عامې وژنې کې د توکم پالنې افکار بیانوي.

په ټولنیزه پاڼه کې له یوه فرانسوي یهودي څخه چې د صهیونیسټي رژیم ملاتړی دی پوښتنه کېږي: ولې د غزې ماشومان ښوونځي ته نه ځي؟ په خوشحالۍ او لوړ آواز سره وايي: ځکه چې موږ د غزې ټول ماشوما وژلي دي؛ دوی باید ټول له منځه ولاړ شي!

امریکا ته ځو، هغه ځای چې یوه وګړي د امریکا د استازو جرګې او د جمهوري غواړو ګوند له غړي، اندي اوګلز څخه د مُثْله شویو ماشومانو جسدنو د فلم په اړه او دا چې د غزې د ماشومانو د وژلو لپاره د هغه مالیاتي ډالر ورکول کېږي که نه، له هغه څخه پوښتنه کوي او هغه ځواب ورکوي: زما په آند موږ باید هغوی ټول ووژنو.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې، امریکا تراوسه څلور ځلې د فلسطیني ښځو او ماشومانو د وژنو بندېدو او د اوربند لپاره د وړاندیز شوي پریکړه لیک مسوده ویټو کړې ده. د بشرحقونو د مدعي اروپايي دولتونو او د امریکا په ملاتړ، د تمدن او د بشرحقونو د ادعا کوونکي نړۍ د سترګو پروړاندې د یوویشتمې پېړۍ ترټولو ښکاره نسل وژنه دوام لري.

کله چې د امریکا دولت د وژنو د بندېدو پریکړه لیک ویټو کوي، نشو کولای چې ووایو د صهیونیسټي ماشوم وژونکي رژیم ملاتړ، یوازې د څلورو سخت درېځو امریکايي سیاستوالو پوري اړه لري، بلکې دا د امریکا سیاسي سیسټم دی، چې دا ډول وحشت په رسمیت پېژني او قاتلانو ته د بمونو او بم اچوونکو په لېږلو او د پریکړه لیک په ویټو سره، هغه عملي کوي.

یوه منظمه سیاسي او فکري تګلاره په ټولې نړۍ کې د صهیونیزم پر ایډیالوژۍ باندې باوري یهودي عام وګړي، خاخامان، سیاستوالان او صهیونیسټي او امریکايي پوځیان شتون لري، چې په ښکاره او واضح ډول، د فلسطیني ماشومانو وژنو او پر فلسطیني نجونو او مېرمنو باندې تیري کولو ته، نه یوازې دا چې جواز ورکوي او پری ویاړي، حتی دا یو الهي دستور ګڼي! اوس مهال بشریت له یوې حیرانوونکې او شرموونکې ښکارنده سره مخ دی.

له څو پېړیو وروسته، د بشر حقونو او د ماشوم د حقونو کنوانسیون تصویبېدل دې پړاو ته رسېدلي، چې په امریکا کې د بشرحقونو مدعي سیاستوال ډېر په آسانۍ او په واضحه او ښکاره توګه وايي: موږ باید د غزې ټول ماشومان ووژنو. دا ټینګار او تکرار او د ماشومانو پر وژنې باندې ویاړ، د ماشومانو د وژنې په اندازه د اندېښنې وړ دی.

ګواکې د بشرحقونو ټولې لاسته راوړنې یوځای راټولې کړې او لاندې ورته اور اچولی دی. د ښځو او ماشومانو په وژنو او پر نجونو او مېرمنو باندې د صهیونیسټانو جنایتونه، نه یواې دا چې د غزې لپاره یو ناورین دی، بلکې د ټول بشریت لپاره یو ستر ګواښ دی.

د صهیونیسټانو په ایډیالوژۍ کې، یهودیان د نړۍ غوره قوم دي او ټول انسانان د دوی د خدمت لپاره پیدا شوي دي. هېڅ توپیر نه کوي چې مسلمان یا مسیحي او یا بودايي وي. له یهودي قوم پرته ټول انسانان د یهودیانو د غلامۍ لپاره پیدا شوي دي او ټاکل شوې چې په آخرالزمان کې، کله چې ټول غلامان شي، هر یهودي ۲۶۰۰ غلامان ولري!

آیا د دې وخت نه دی رسېدلی چې د نړۍ د ولتونه او ملتونه په نیواکي فلسطین کې د صهیونیسټانو د دومره جنایتونو پر وړاندې ودرېږي. د نتانیاهو او د هغه د کابینې افکار په جعلي اسرائیلي دولت کې، په آلمان کې د نازیانو تر توکم پالو افکارو خطرناک دي.

هتلر په خپل توکم پاله افکارو سره نړۍ په اور بدله کړې وه. د اسرائیلو جعلي دولت او د امریکا په ګډون، د هغه لوېدیځو ملاتړو، حتی پر قاغذ باندې هم د بشرحقونو ټولو لاسته راوړنو ته ارزښت ورنه کړ. د دې بېلګه، د غزې په تړانګه کې د نسل وژنې بندېدو لپاره، د جرمونو د نړیوالې محکمې حکم ته نه پاملرنه کول دي.

ژپاړه: زماني