Jun 10, 2021 17:46 Asia/Kabul
  • کرونا له مونږ سره څه وکړل ؟

ټوریزم له نړیوالو جنګونو وروسته د نړۍ د اقتصاد یو پراختیایی برخه بلل کیږی . په نړیواله سویه ټوریزم څلورم ځای او یا په بله وینا د خدماتو او شیانو د صادراتو د مهمو صنایعو ترمینځ دوهم ځای لری

د ټوریزم د حوزې کارونه چی د روزګار ، ودې او پراختیا یو محرک بلل کیږی ، په کرونایی شرایطو کې عملا بند شوی دی . د نړۍ هنری  ، کلتوری مرکزونه او لرغون کوټونه تړل شوی  او د نورو انسانانو د تمدن او کلتور د پیژندلو د زیاتیدا په هدف سره تقریبا ټول حضوری ارتباطات ځنډول شوی دي خو دلته هم مجازی فضا خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړی دي .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««
ټوریزم له نړیوالو جنګونو وروسته د نړۍ د اقتصاد یو پراختیایی برخه بلل کیږی . په نړیواله سویه ټوریزم څلورم ځای او یا په بله وینا د خدماتو او شیانو د صادراتو د مهمو صنایعو ترمینځ دوهم ځای لری . په وروستیو میاشتو کې د کرونا په خپریدا سره د ټوریزم په مرکزونو کې د مسافرانو د شتون په لړ کې مشکلات او خنډونه رامینځته شول  او په درسته نړۍ کې د مسافرتی خدماتو ، ټرانسپورټ ، تفریح ، خوړو څښو ، استوګنیدا په شمول د ټوریزم خدمات بند شول .

د کرونا په ظهور او د سفر په حوزه کې د بیلا بیلو محدودیتونو په اعمالیدا سره په دغه صنعت کې څه د پاسه ۷۵ میلیړون کارونه په خطر کې پریوتل  او د موجودو تحقیقاتو په اساس د کرونا ویروس د ټوریزم صنعت ته ۲.۱ ټریلیون ډالره تاوان اړولی دی . د نړیوال پراختیا او تجارت سازمان د مرکز خبردارې ورکوی چی دغه تاوان حتی ۲.۲ ټریلیون ډالرو ته هم رسیدلی شی . هغه هیوادونه چی د هیواد د ناخالص تولید زیاته برخه یې ټوریزم سره تړلی ده  ، په دې مینځ کې ډیر تاوانی شوی دی ، پکې مکزیک ،اسپانیا ، ایټالیا او اسټرالیا ته اشاره کولی شو . د جرمنی ، برتانیه ، فرانسې ، برازیل ، جاپان ، کاناډا ، روسیې او جنوبی کوریا هم له دغه صنعت سره اړوندوالی لری او د کرونا د محدودیتونو له امله پکې هر یو تاوان کړی دی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

اوس په داسې شرایطو کې چی د نړۍ یوه برخه خلک واکسین شول ځینې هیوادونه په هڅه کې دي د ټوریزم برخې ته نوې ژوند وبخښی . د برتانیه ، نیوزی لینډ ، استرالیا ، استونی او لیتوانی په شان  هیوادونو د کم شمیر هیوادونو په وړاندې د خپلو نړیوالو سفرونو محدودیتونه ختم کړی او له هغو هیوادونو مسافران منی .

په عین حال کې د کرونا ویروس کړکیچ سبب شوی چی د دنیا خلک له مسافرت سره کمه دلچسپۍ ولرلې شی  او خپله سلامتیا له خطر سره مخامخ نکړی . په همدې دلیل د ټوریزم په صنعت کې تاوانی هیوادونو د ټوریسټانو د جلبولو لپاره یو ډول اقدامات په نظر کې نیولی دي چی پکې ځینو ته اشاره کوو . ازبکستان بهرنیو ټوریسټانو ته دا ډاډ ورکړی دی چی که  په دغه هیواد کې  په کرونا اخته شی نو د هغو د درملنې لپاره به ۳۰۰۰ ډلره ورکړی . دغه لګښت له ناروغ د طبی څارنو او خپل هیواد ته د مسافر له ورستنولو سره د مرستې په زمینه کې کیږی .

د ایټالیا په جنوب کې سیسل ټاپو هم اعلان کړی دی چی ایټالیا ته د الوت نیم لګښت او د مسافرانو لپاره په هوټل کې د استوګنیدا دریمه برخه ورکوی . دغه ښار همداراز د لرغونی ځایونو او لرغون کوټونو د کتنې لپاره وړیا ټکټونه ورکوی .

جاپان هم په سفر لاړ شئ ، کمپین په پرانستلو سره یوازې داخلی سفرونه تشویقوی . دولت په دغه کمپایین کې د خلکو د داخلی لګښتونو ۵۰ فیصده ورکوی . په دغو لګښتونو کې د ځای پر ځای کیدا ، استوګنیدا ، او د ټړوریسټی جاذبو د لیدلو او خرید ته اشاره کولې شو .

د قبرس مدیترانه ای هیواد هم په دغه هیواد کې د ټوریزم د احیا لپاره اعلان کړی دی چی د ټوریسټانو د خوړو ، استوګنیدا او طبی  لګښتونه ورکوی ، خو له مسافرانو هویاد ته له ورداخلیدا مخکې د کرونا ټیسټ اخیستل کیږی . همداراز قبرس د هغو مسافرانو لپاره چی په چټیانو کې په کرونا اخته شی ، یو ۱۰۰ بستریز روغتون په نظر کې نیولی دی  او هغو وړیا درملنه کوی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««

په ایران کی د سفر حساسیتونه او محدودیتونه هماغه راز ټینګ دي او د ټوریزم صنعت له کرونا سره د مقابلې د ملی کمیټۍ د فیصلو په تمه دی . راپورونه ښی چی د ایران د ټوریزم صنعت د کرونا تر سخت اغیز لاندې راغلی او په میلیارډونو ډالره تاوان یې کړی  او داسې ښکاری چی له دې زیات د تاوانونو زغم نلری او د دغه صنعت فعالان اوس له کړکیچه د وتلوپه وخت کې د سفر د پروګرامونو په برابرولو پسې دي . په هغو ټولو بدلونو نو سره چی د ټولنو د ژوند په بیلا بیلو اړخونو کې رامینځته شوی دی ، په زیات احتمال د کرونا د روانی ، اجتماعی ، اقتصادی اغیزې د ټوریسټانو د سفر خونتد هم زیات بدل کړی او مسافران به لنډ ، کم لګښته  او په کمو کسانو سره سفرونه انتخاب کړی او په شخصی ګادیو کې به سفرونه وکړی او په روغتیایی دلایلو له ساده خوړو چی پخپله یې په برابرولو کې ګډون لری ، استفاده وکړی .

بی شکه له کرونا وروسته هدفمند او د لومړنیو تحقیقاتو او مطالعې په اساس او د لارښونکیو په مشورې سره سفرونه ترسره کیږی ، هغه کار چی مخکې کم وو ، له کرونا وروسته سفر سره میناوال د سفر د مقصد د انتخاب لپاره پر ټوریزم جاذبې سربیره د کر ونا د وضعیت ، روغتیایی مسایلو او نورو ډیرو موضوګانو په اړه تحقیق وکړی اوبیا به د خپلو سفرونو پروګرام جوړ کړی .

د ټوریزم کارپیژاندی اټکل کوی ټوریسټان یا خپلو استوګن ځایونو ته نږدې  په لنډو سفرونو سره په طبیعت کې شتون پیدا کړی او که  د څو ورځنی سفر نیت هم ولرلې شی ، کلی او د کلیوال ژوند سټایل تجروبه کړی ځکه چی احساس کوی روغتیا او سلامتیا په کلیوال چاپیریال کې  د صنعتی او ګڼ ګوڼ ځایونو زیات تضمین شوی دی . نو ځکه له کرونا وروسته پړاو کې د کلیوال ټوریزم غوښتونکی به زیات شی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

په هغه راپور کې چی د نړۍ د موزو نړیوالې شورا برابر او خپور کړ ، تقریبا د ۱۶۰۰ لرغون کوټونو او له ۱۰۷ هیوادونو ماهرانو ځواب راغونډ او تحلیل شوی دی . دغه راپور د کرونا د خپریدا په ځواب کې د موزو اقدامات او له دغه کړکیچ وروسته وړاندیزی طرحې سپړلی دي . دغه راپور د موزو په مقاومت او همداراز کلتور ته د عمومی خلکو د لاس رسۍ د دوام لپاره  د هلو ځلو په لړ کې ورپیښ چیلنجونو ټینګار کړی دی . لکه څرنګه چی نیموځواب ورکونکیو  ویلی دی د هغو موزه له کرونا مخکې هم په اجتماعی رسندویو کې شتون درلودلی او یا خپلې ټولګې یې له فعالیتونو بندولو مخکې په انلاین بڼه  له مخاطبانو سره شریکولې ، خو دیجټلی ارتباطی فعالیتونه چی د دغې نظر غوښتنې په وسیله جاجول شوی دی ، لږ تر لږه ۱۵ فیصده موزو لپاره زیات شوی دی او په اجتماعی رسندویو کې د هغو فعالیت زیات شوی دی .

په دغه راپورکې جوته شوی ده چی د قرنطینه په ورځو کې د موزو زیاتره متخصصان  له لیرې کار کوه . خو اندیښنه د موزو د متصدیانو د شغلی شرایطو په نسبت ده چی داسې ښکاری په هغو کې نسبته پایداره ده . په عین حال کې ۱۶.۱ فیصده ځواب ورکونکیو ویلی دی چی په موقته توګه له کاره ویستل شوی دی او ۲۲.۶ فیصدو هم تړونونه ندی تمدید شوی . حتی د موزو له نیمو زیاتو مدیرانو ویلی دي چی د رامینځته شوی بحران په دلیل مجبوره دي د خپلو کارکونکیو د تنخواګانو ورکول وځنډوی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د دغه راپور په پاې کې ایکوم د موزو د نړیوالې ټولنې په استازیتوب له سیاست جوړونکیو او فیصله کونکیو غوښتی دی چی د خپلو ماهرانو او موزو سره د مرستې لپاره خپلې مرستې او کمکونه بیل کړی تر څو له دغه کړکیچه سالم ووځی  او خپلو عمومی خدماتو مهم ماموریت ته دوام ورکړی .

همداراز د راپور په پاې کې ټینګار شوی دی په نړۍ کې د اقتصادی شرایطو بهتر کیدا او له کرونا وروسته د ټولنو د ښه کیدا بهیر اوږد او پیچلی وی او موزې به د ځای کلتور په پراختیا کی د اصلی شخصیت په توګه او د خلکو د یادولو او کتنې لپاره د نه پرتلنې وړ ځایونو په توګه د اقتصاد په بیا رغاونه کې مهم رول لری .

مهمه پوښتنه دا ده چی ایا په دغه دوران کې د موزو کړچار په راتلونکی کی د هغو د کارپه څرنګوالی اغیز شیندی او ایا په راتلونکی کې د موزو جذابیت په هماغه اندازه پاتې شی ؟ وخت به دغو ټولو پوښتنو ته ځواب ووایی او مونږه باید په تمه ووسو .

پای

 

 

ټیګونه