له طالبانو سره د خبرو اترو په ضرورت د قرغېزستان تاکيد
(last modified Thu, 16 Sep 2021 11:43:59 GMT )
Sep 16, 2021 16:13 Asia/Kabul
  • له طالبانو سره د خبرو اترو په ضرورت د قرغېزستان تاکيد

د قرغېزستان د ولسمشرۍ دفتر اعلان وکړ، د دغه هېواد ولسمشر سادير جباراف د ډله ايز امنيت د تړون د تنظيم په غونډه کښې د افغانستان له نويو چارواکو سره د خبرو اترو په ضرورت تاکيد وکړ.

د سپوټنېک د رپوټ له مخې د سادير جباراف د دفتر په بيانيه کښې راغلي دي، د حکومت مشر د ثبات د ودې لپاره په مختلفو چارو کښې د ملګرتيا د احتمالي آپشنونو په اړه د افغانستان د نوي حکومت له استازيو سره د خبرو اترو په ضرورت تاکيد وکړ.

د قرغېزستان ولسمشر همدارنګ له افغانستان سره د تعلقاتو د ساتنې او د هغه په کورنيو چارو کښې د نه مداخلت لپاره د خپل هېواد په ژمنې تاکيد وکړ.

د قرغېزستان د ولسمشر وياند د جباروف په نقل سره وويل، مونږ هيله لروو چې په ډېره چټکه توګه په افغانستان کښې ثبات ټينګ شي او د افغان ولس لبراه د يو قبول وړ حکومت په جوړښت سره د يو نوي پراخ بنسټه حکومت  تشکيل شي. سادير جباروف همدارنګ د ډله ايز امنيت د تړون د تنظيم د غړي هېوادونو په امنيت باندې د افغانستان د بدلونونو د تاثير د په احتمال اندېښنه څرګنده کړه؟