Dec 13, 2021 13:55 Asia/Kabul
  • په سیمه ایزې همپالنې کې د ایران رول

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو  په دې شیبو کې په سیمه ایزې همپالنې کې د ایران د رول نومې لړۍ له ننني دریم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو ،دغه لړۍ د ایران ، چین ، پاکستان او افغانستان د سیمه ایزې همپالنې په پياوړتیا کې د پنځه ویشت کلن تفاهم نامې او د سي پيک د  رول  او سیمه ایزو موضوعګانو په اساس د پاکستان ،چین او افغانستان په سیمه ایزې همپالنې کې د  ایران رول  ارزول شوی دی .  هیله ده  د استفادې وړ مو وګرځي .

     دوستانو د سی پيک په نامې سره د پاکستان او چین اقتصادي کریډور او د چین د ون بیلټ ون روډ د سترې پروژې د  یوې برخې په توګه د ایران او چین  تفاهم لیک  کې به د آسیا،افریقا او اروپائي براعظمونو  کابو شپږ پنځوس هیوادونه شامل وي . دغه پروژه به، په زیات احتمال سره په یویشتمې پيړۍ کې د سلطې د قدرت په سر د امریکا او چین ترمینځ د سیالس یوه برخه وي او د دواړو هیوادونو سیالۍ فارس خلیج او هند براعظمګی هم راګیرولی شي . یوه داسې سیمه چې د تیلو او ګیسوترټولومهمه حوزه پکې  واقع ده  او د هرمز تنګي له لارې  او د غه راز د عمان سمندر ،او عرب سمندر څخه دتیریدا له لارې ، خپله لار ،د ختیځ او لویدیځ مصرف بازار ته پرانیزي . په دغې لړۍ کې،هڅه کوو،څو د چین او امریکا پر سیالۍ ، د ایران ،پاکستان، چین او افغانستان ،د سیمه ایزې  همپالنې اغیزې  وارزوو . دغې لړۍ په دوهم مطلب کې مو د ایران ،چین ، افغانستان او پاکستان د همپالنې او د وریښمو په لاره کې د واخان، کریډور درول په باب وغږیدو، په ننني دریم مطلب کې هم هڅه کوو،په اجمالي توګه د سی پيک په نامې سره دچین او پاکستان  د اقتصادي کریډور او د  ایران او چین د پنځه ویشت کلن  تفاهم لیک او په سیمه ایزې همپالنې کې  د دوي د رول  په اړه سره غږیږو،تاسو ته بلنه درکوو،چې  په دې اړه راسره خپل وړاندیزونه اوښې ښې لیکنې او سپارښتنې شریکې کړئ .

          دچین او پاکستان اقتصادي کریډور یعني سي پيک پروژه ، د چین د ون بیلټ و ن روډ نومې د سترې پروژې یوه مهمه برخه ده . دغه کریډور د چین په سین کیانګ مسلمان میشته صوبې کې  له کاشعره پیلیږي .د قره قروم او همالیا له لوَړو غرَنَیو سیمو تیریږي او د هند او پاکستان ترمینځ د کشمیر  له لانجمنې سیمې څخه خپله لاره د پاکستان  د خیبر پختونخواه  او بلوچستان  صوبو په ناکراره سیمو کې د پاکستان په مکران ساحل کې واقع ګوادر سټراټژيک بندر په لور ځي . د چین او پاکستان  د اقتصادي کریډور یا هماغه سي پيک دعملیاتي کولو لپاره  لومړنۍ پانګونه ، شپږ څلویښت میلیارډ ډالره په نظر کې نیول شوي وه ، خو وروسته د پروژې په پراختیا سره   ئې بجټ  تر پنځه شپیته میلیارډ ډالرو پورې زیاته شوه .

 په دې باب چې  چین ولې د  پاکستان چین په اقتصادي کریډور کې په دغه سویه ډيرې زیاتې پانګونې ته تیار دی ، مختلف نظرونه مطرح شوي دي ، خو که د چینیانو له نظره دغې پروژې  ته وکتل شي ، نو ویئل کیدلی شي چې دغه هیواددخپلو سټراټژيکو  ګټو په لړکې غواړي ، دچین او پاکستان د اقتصادي کریډور  دعملیاتي کولو له لارې ،خپلو موخو ته ورسیږي . په دوي کې یوه ترټولو مهمه موخه د چین دلویدیځ ا و دسین کیانګ سترې صوبې یوه ترټولو مهمه موخه ده چې تر دې دمه  ئې په ختیځ او جنوب کې ددغه هیواد  له وروستیو کلونو پراختیا څخه څه خاص ګټه  نه ده ترلاسه کړې  او یوازینۍ مسلمان میشته سیمه ده چې د چین  د اقتصادي پراختیا له امتیازونو  وروسته پاتې ده .حقیقت دا دی چې  چین کلونه کلونه کیږي ، چې د سین کیانګ صوبې د ایغور قومیّت لرونکو مسلمانانو  له بیلتون غواړو  احساساتو او ناکراریو سره  مخامخ دی چې  د چین لپاره  سرخوږی شوی او  دترکیې  او امریکا پشمول  د چین  سیالان ورڅخه  ناسمه استفاده کوي .

       د  چین اخستون دا دی چې  په درستې سیمې کې  دبیلتون غواړو بهیرونو راپنځیدل  د  وروسته پاتیوالی له امله دي  او په جغرافیائي موقعیّت کې  که دغه سیمې د تل پاتې پراختیا په لاره کې  شاملې شي ، نو دبیلتون غواړي احساساتو باندې غلبه کیدلی شي  ، خو  د یوې سیمې په پراختیا سره به  دغه چاره تحقق  ونه مومي  او باید  هغه درسته سیمه چې د بې وځلۍ په جغرافیې کې راځي ،په یوهیړ  دپراختیا په بهیر کې راوستل شي .په یوه سټراټژيک نظر کې ،د چین او پاکستان اقتصادي کریډوریو مشخص ،امینتی ،پراختیائي  او اقتصادي  کړچار لري  چې  که په سمه او د پروګرام په اساس  پرمخ لاړ شي، نو نه یوازې د چین په ګټه به وي،بلکې د هیوادونو له سیاسي پولو څخه  ورتیر به د  نظر وړ درستې سیمې په ګټه وي .

د چین دچارواکو په ذهنونو کې غالب تصّور دا دی چې د سی پيک له لارې د پراختیا په لاره کې د پاکستان او افغانستان په راوستو سره،سیمه ایزه سوله او ثبات  پیاوړی شي او د واخان سیمې په نامې سره د چین او افغانستان  د پولو په اوږدو کې د اویغوریانو له بیلتون غواړو خوځښتونو څخه دچین  د امنیتی اندیښنو دختمولو لپاره به فضا هم کمه شي .داسې ښکاري  چین په نظر کې لري د بې وځلۍ دغه جغرافیا د پانګونې له لارې بدله کړي او له دې لارې  سیمه ایزثبات او سولې  څخه د کم ترقي یافته لویدیځي صوبو د سولې او ثبات د ساتلو په ګټه ورڅخه استفاده وکړي .

د سی پيک   په نامې د پروژې ترڅنګ ، د ایران او چین   دپنځه ویشت کلن تفاهم نامه هم له بل هرشي زیاته د سیمه ایز  او نړیوال قدرت په  معادلاتو کې د احتمالی او د هغو د اوږدمهاله اغیزشیندونې له امله  ده . په همدې دلیل ده چې نامه ئې د لارې په نقشې یاد شوې ده . په دغه تفاهمنامې کې  د ارتباطي پلونو ،سړکونو ، بندرونو ،هوائي ډګرونو ،مخابیراتي،علمی او ټيکنالوجیکي، تعلیمي او روغتیائي بیخ بینائيو په زمینې کې پر ملګرتیاؤ ټينګار  شوی دی .  

 حقیقت دا دی چې نومړی سند په اسلامی نړۍ او جنوب لویدیځي آ سیا کې  دیوه مهم سیمه ایز قدرت په توګه د ایران داسلامی جمهوریت  دتعامل او همداراز د نوي راپنځیدلي  قدرت په توګه دچین  چې په تیرۍ سره په نړیوال زبرځواک په بدلیدا دی ،د تعامل روده لا رابرسیره کوي ،اټکلونه ، په تیره بیا د امریکائي اکاډمیو له خوا اټکلونه ، دډې ښودنه کوي ،چې چین  په ډیر لنډ وخت کې  یعني له شلو تر دیرشو کلونوپ ورې د سلطې په قدرت بدلیدلی او امریکا  له خپل اوسني نړیوال موقعیّته راپرځولی شی .ددغه مطلب اهمیّت  په تیره بیا په دې کې دی ، چې دایران او چین تفاهم نامه  پخپل  وار ، د چین د ون بیلټ ون روډ نومې سترې پروژې  یوه داسې برخه کیدلی شي ،چې د نوي وریښمو لارې په توګه یاد شوې ده .د ایران اسلامی جمهوریت له خپل سټراټژيک موقعیّت او ډير مهم جغرافیائي اهمیّت له پلوه ، چې  چین د ون بیلټ  ون روډ د پروژې په چوکاټ کې ،ختیځي آسیا ، مینځنۍ آسیا او جنوبی آسیا او د قفقاز حوزه هم سره نښلولی شي، له مهم جیو پولیټيک او جیو ایکانومیک  ځائيګي برهمن دی او له همدې امله ده چې د ون بیلټ ون روډ په پروژې کې ئې مهم ځاي  موندلی دی .

        د ایران  او چین  دملګرتیا جامع سند  دقدرت په سیمه ایز او نړیوالو معادلاتو باندې اغیزې شیندلی شی . داسې ښکاري  هغه غوره بحثونه چې په دې باب  په سمیه ایزه سویه او د نړیوالو رسینیو په سویه   کیږي ، ،  دهمدغه واقعیّت  د درک له امله  دي . په همدغه شان اخستون کې ده چې د ایران او چین   دجامعو ملګرتیاؤ سند یوازې د ګډو پانګونو  او تجارتي او اقتصادي زمینو کې د ملګرتیا د یوه سند په توګه  محدود باقي پاتې نشي او له دې ،د لا مختلف اخستونونه وشي .ځینی لویدیځي شناندي  د دې داسې یو تفسیر  وړاندې کړی دی چې له هغه څه چې  د تفاهم نامې په متن کې موجود وي ورڅخه ورآخوا تیریږي او په جنوب لویدیځي آ سیا  سیمې کې د لویدیځي دنیا یوډول د سلطې چلول بلل شوی دی .  هماغه ډول چې  دا مریکا د خارجه وزیر آنتوني بلینکن  له نظره ، دغه تړون ، دنړۍ یو ترټولو ستر جیوپولیټیک امتحان  دی ، ځکه  چې د ایران او چین ترمینځ سټراټژيک اتحاد ، د چین په ضد د یوه نړیوال اتحاد درامینځةکولو لپاره د امریکا درستې هلې ځلې  شنډوي .

په دې باب ډول ډول اخستونونه تر دې حده دي چې په ایران کې د سټراټژيکو څیړنو د مرکز یو شناندی مهرداد علی پور ، دغه تفاهم  نامه ، د لویدیځي بندیزونو د  کم اهمیّته کولو لپاره د  ایران د اسلامی جمهوریت  ختیځ  ته دسټراټژيکې ګروهنې  یوه نښه بللې  او  په همدې دلیل ئې  دغه موافقه  مثبته ارزولې ده .  دغه ډول  اخستونونه ،  ایراینو شناندو ته مخصوص نه دي ، او په نورو هیوادونو کې هم مطرح کیږي . لکه څنګه چې ځيني لویدیځي شناندو هم تقریبا دې ته ورته  هغه اخستون ته رسیدلی دي ،چې ځینو ایرانیو  نظر خاوندانو  درلودلي دي . یو لویدیځي شناندی ویلیّم فیګوروا  په دې اند دی  چې د ایران او چین  د تفاهم لیک لمن  دتجارت او پانګونې څخه ډير ورآخوا دی . هغه وائي ، دغه تفاهم نامه ، د جیوپولیټیک له نظره ، په لویدیځي آسیا سیمې کې  د امریکا  دمتحده ایالاتو د سلطې د دوام مخنیوی کوي .

ځيني کارپيژاندي ، دایران او چین تفاهم نامه، لامختف اړخونه لرونکي ارزولې ده او په دې اند دي چې ددغې تفاهم نامې د بشپړ علمیاتي کیدا په بڼه کې  به  چې  دپانګونې اندازه ئې ، په راتلونکو پنځویشتو کلونو کې د  تیلوپه صنائعو ،پيټروکیمیکل او د  انرژۍ د منتقلونکو پایپ لاینونو، د ریلي او ستړو په ارتباطي لارو کې  کابو څلور سوه میلیارډالره بللې ده ، د ایران او چین په سټراټژيکو  مناسباتو کې  یو مهم تکی کیدلی شي . 

 سپي پیک اقتصادي کریډور  او دچین او ایران تفاهم نامه ،  به ، د چین ، ایران ، پاکستان  او افغانستان  ترمینځ پر سیمه ایزې همپالنې څه سټراژيکې اغیزې وشیندي ؟  ددغې پوښتنې په ځواب کې باید ووئیل شي و  چې د هردواړو پروژو ، یعني د سي پيک اقتصادي کریډور او د ایران او چین  پنځویشت کلنه تفاهم نامې  اغیزې به د  ایران ، پاکستان ، افغانستان او چین  ترمینځ پر  همپالنې ،او حتی  له دې ورآخوا په مینځنۍ آسیا ، لویدیځي آسیا او شمالی افریقا کې په تیره بیا د ون بیلټ ون روډ  دسترې پروژې په چوکاټ کې به پر سیمه ایزه سویه هم مهمې اغیزې وشیندي .

*********************

          خوږو دوستانو په سیمه ایزې همپالنې کې د ایران د رول نومې لړۍ د نني مطلب وخت هم همدومره ؤ نو له دې مخکې چې له تاسو اجازت وغواړو وباید ووایو چې زمونږ د انټرنیټي سایټ ایډریس PARSTODAY.COM/PS  هم درسره نوټ کړئ  او له خپلو نورو ملګرو او خپلوانو سره ئې  هم شریک کړئ ، تاسو زمونږ په دغه انټرنیټي پاڼې  بانډې تازه سیمه ایز او نړیوال خبرونه ، تبصرې،راپورونه،مرکې او دغه راز ټولنیز ،روغتیائي ،سپورټي ، اقتصادي  او اجتماعي  خبرونه او مطلبونه هم په ژوندئ بڼه آوریدلی شئ  او همداراز د ستاسو په خپلو ښو ښو لیکنو،شعرونو ،پیغامونو، وړاندیزونو او غږیزو پیغامونو مشتمل هرکله راشه پروګرام هم لیدلی او آوریدلی شئ نو تر بل مطلب پورې درته نیکمرغه او سوکاله ژوند له خداي پاکه غواړو ،بریالی ووسئ .

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه