Dec 26, 2021 09:13 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د امریکې د تیرې اونۍ د مهمو پيښو او بدلونونو په اړه تحلیلي لیکنه

د امریکې له وروستیو مهمو پیښو څخه، په امریکې کښې ژوند ته د هیلې کیدو، په دغه هیواد کښې د وسلو بې مخینې زیاتیدو، په امریکې کښې د شیانو بې مخینې ګرانیدو، د ځايي امریکایانو خلاف د ټولنیزې نابرابرۍ زیاتیدو او په ۲۰۲۱ کال کښې د امریکايي وسلو ۱۳۸ میلیارډ ډالري خرڅون او هم داشان په سعودي رژیم باندې د وسلو په خرڅولو باندې د دغه هیواد ټینګار ته اشاره کولې شو.

*/*/*/*/*/*/*

په امریکې کښې د ناروغیو د مخنیوي او ورسره د مقابلې د مرکزونو د پریکنده احصائیو له مخې چې په جولایۍ میاشتې کښې یې موقته احصائیې وړاندې کړې وې، د امریکې په خلکو کښې ژوند ته د امید او هیلې اندازه چې په ۲۰۱۹ کال کښې ۷۸.۸ فیصده وه، په ۲۰۲۰ کال کښې ۷۷ فیصدو ته ټیټه شوه. کوویډ۱۹ د زړه او رګونو له ناروغۍ او سرطان یا کینسر نه پس په امریکې کښې په تیر ۲۰۲۰ کال کښې د خلکو د مړینې دریم ستر علت و چې درې نیم لکه کسان یې ووژل.

له بلې خوا په ښځو او سړیو کښې ژوند ته د امید واټن هم په ۲۰۲۰ کال کښې د ۲۰۱۹ کال په نسبت زیات شوی دی. دا احصائیې د امریکې د سرشمارۍ د دفتر له خوا له خپرو شویو ارزونو او جاجونو وروسته خپرې شوې دي او ښودنه کوي چې په ۲۰۲۱ کال کښې د امریکې د نفوسو وده ډیره ټکنۍ وه. په دې منځومان کښې کرونا په امریکا کښې د اولادونو د زیږولو په کمولو او د مرګونو په زیاتولو سره مهم رول لوبولی دی.

د امریکې د سرشمارۍ یا مردم شمارۍ د دفتر د احصائیو له مخې، د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کال د جولایۍ میاشتو ترمینځ یوکلنه موده کښې د امریکې د نفوسو وده یوازې  ۰.۱ (صفر اعشاریه یو)فیصد وه.

نن سبا د امریکې نفوس تقریباً ۳ سوه ۳۱ میلیون او ۹ لکه تنه دي. د دغه هیواد د سرشمارۍ د دفتر کارپوهه کریسټي وایډر وايي: د نفوسو وده له کلونو راهیسې د اولاد زیږولو د اندازې او د نړیوال مهاجرت د کمیدو په وجه ورو شوې ده او دا په داسې حال کښې دي چې د هیواد د نفوسو د بوډا کیدو او زړیدو په وجه د مړینې اندازه زیاته شوې ده او د کوویډ۱۹ وبا له امله د نفوسو د ودې بهیر په تاریخي سویه کم شوی دی.

 */*/*/*/*/*/*/*/*/

نوي تحقیقات ښودنه کوي چې په امریکې کښې څه باندې ۵ میلیون کسانو د ۲۰۲۰ کال له جنورۍ نه واخلې د ۲۰۲۱ کال تر اپریل میاشتې ترمینځ موده کښې، په وړومبي ځل وسلې اخیستې دي. دا احصائیې په امریکې کښې د وسلو د ساتلو د محدودولو لپاره د هلوځلو له ماتې سره هم مهاله د وسلو په پیرلو کښې د چټکتیا ښودنه کوي.

په داسې حال کښې چې په ۲۰۱۹ کال کښې ۲ میلیون او ۴ لکه امریکایانو وسلې اخیستې وې، د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو ترمینځ دغه شمیر ۵ میلیون کسانو ته ورسیده. دا تحقیقات د امریکې په نارت ایسټرن پوهنتون کښې پروفیسر مټ میلر ترسره کړي دي. هغه وايي: په نویو مالکانو باندې د وسلو د خرڅیدو ونډه، د هغو کسانو په پرتله چې تراوسه یې وسلې درلودلې، نزدې ۲۰ فیصده ده. دا تحقیقات ښودنه کوي چې د وسلې د اخیستو کلي احصائیې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو ترمینځ له ۱۳.۸ څخه ۱۶.۶ میلیونو ته زیاتې شوې دي. د وسلو په نویو مالکانو کښې نیمايي ښځې دي او نور نیمايي یې رنګین پوستي دي.

دغو نتایجو وښودله چې د وسلو ۵۵ فیصده خاوندان سپين پوستي، ۲۰.۹ فیصده تورپوستي او ۲۰ فیصده یې لاتیني توکمه دي خو دا د کرونا د وبا له خوریدو مخکښې خبره ده او د پروفیسر میلر په وینا، د وسلو زیاتره نوي اخیستونکي په زیات احتمال تور پوستي او یا ښځې دي او دې خبرې محققان اندیښمن کړي دي چې د کرونا د خوریدو په دوران کښې د وسلو خرڅون زیات شوی دی. میلر وايي: د وسلو د مالکیت زیاتیدل به د وسلو له خطر سره د افریقايي توکمه امریکايي کورنیو د مخامخیدو سبب شي. د وسلو د کنټرول مدافع ډلې وايي چې په امریکا کښې ډله ایزې ډزې او تشدد د ټولنې په یوې ستونزې بدل شوی دی او وجه یې د وسلو په پیر پلور او ګرځولو کښې کمزوري او اسان قوانین دي.

 د امریکې کانګرس ډیموکراټ غړې پرامیلا جایپال د تیرې اونۍ په سه شنبې په یو ټویټ کښې ولیکل: یوازې د دې تیرې اونۍ په وروستیو کښې په ټولې امریکې کښې ۱۰۲ کسان د تشدد او د وسله والو نښتو له امله مړه شوي دي او ۲۱۶ تنه هم زخمي شوي دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*

د ۲۰۲۱ کال په وروستیو ورځو کښې او په امریکا کښې د جوبایډن له اقتصادي مدیریته یو کال پس، په امریکا کښې د شیانو بیې او ګراني د کال په دې وروستیو میاشتو کښې ډیره زیاته شوې ده. په امریکا کښې د مصرفي شیانو د بیو په زیاتیدو سره، په دغه هیواد کښې د ګرانۍ اندازه په تیرو ۳۹ کلونو کښې ترټولو لوړ حد ته رسیدلې ده.

د کرسمس د رخصتیو په درشل کښې ګرانۍ او د شیانو د قیمتونو لوړیدو، کم عاید لرونکې کورنۍ تر اغیزې او دباؤ لاندې راوستې دي. د امریکې حکومت ویلي دي چې په روان کال کښې ۶.۸ فیصده ګراني سبب شوې چې په دغه هیواد کښې د ګرانۍ د تیرو ۳۹ کالو ریکارډ مات شي. په دغو شیانو کښې د خوراکي موادو، سونګو، ګاډو، کورونو او جامو کپړو په شمول ضروري شیان شامل دي.

د امریکې د مرکزي بانک مشر جرومي پاول په دې هکله وویل: په دې وروستیو میاشتو کښې د شیانو بیې ډیرې لوړې شوې دي او فکر کوم چې په راتلونکو میاشتو کښې به د ګرانۍ خطر لازیات شي. په تیرو ۱۲ میاشتو کښې په امریکې کښې د یوې عام کورنۍ لګښت کابو ۴ زره ډالر زیات شوی دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/

په امریکايي ټولنو کښې د کرونا وایرس پراخې خپریدنې په دغه هیواد کښې ټولنیزې نابرابرۍ زیاتې ګړې دي. کارپوهان وايي چې دغه نابرابرۍ د ځايي امریکايانو خلاف په بنسټیزو، روزنیزو او د روغتیايي مراقبتونو په برخو کښې موجودې دي.

د کوویډ۱۹ وبا په کړکیچ کښې د امریکې د توپوستو د یو ډیر ستر غیردولتي ارګان مشر (آرس) خبرداری ورکړ چې روغتیايي او اقتصادي نابرابرۍ د سور پوستو په ټولنو باندې لاهم په جدي توګه اغیزه کوي. په څو پیړیو کښې په امریکې کښې ځايي او د سورپوستو ټولنه د عامې روغتیا، ښوونې او روزنې، د بیخ بیناؤ او په داسې نورو برخو کښې د پراخې توکمپالنې او استعمال له پړاؤ څخه له پاتې شویو ننګونو سره مخامخ پاتې شوې ده. د امریکې د انساني خدماتو او روغتیا وزارت کښې د اقلیتونو د سلامتیا د ادارې له خوا د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د هغو ځايي امریکایانو شمیر چې بیمه شوي نه دي، له نورو کسانو زیات دی او هم دا چاره د وبا په شان پیچلو روغتیايي ننګونو سره د مقابلې د لارې د یو بل خنډ لامل ګرځي. کرونا هم داشان د امیرکې د سورپوستو د ټولنې د ډیرو خلکو په نفسیاتي سلامتیا باندې اغیزه کړې ده.

د اوودې مودي روغتیايي او ټولنیزې نابرابرۍ او بې انصافۍ د یادې ټولنې د ډیرو کسانو په کرونا او نورو ناروغیو باندې د اخته کیدو او وژل کیدو سبب شوې دي.

ځايي امریکایان نن سبا د خودکشۍ له امله د مړینې لوړه سویه لري. په دغو کسانو کښې د ځان وژنې اندازه د غیرلاتین تباره سپين پوستو امریکایانو په پرتله تر ۲۰۱۹ کاله پورې تقریباً ۲۰ فیصده زیاته وه او هغوي هم داشان د افسردګۍ او ډیپریشن سره مخامخ دي. آرس وايي: قرنطینه او له دې وبا څخه رامینځته شوې اندیښنې د ځايي امریکایانو په تیره بیا د ځوانانو د نفسیاتي سلامتیا د ګډوډیدو لامل شوي دي. */*/*

=            او د امریکې خارجه وزارت په خپل کلیز رپورټ کښې مدعي شوی چې د دغه هیواد د ولسمشر جوبایډن په هلوځلو سره په ۲۰۲۱ کال کښې په بهرنیو حکومتونو باندې د پوځي وسلو د خرڅون اندازه ۱۳۸ میلیارډ ډالرو ته ټیټه شوې چې د تیر کال په پرتله یې ۲۱ فیصده کموالی لرلی دی. په ۲۰۲۱ کال کښې په نورو هیوادونو باندې د امریکې د پوځي وسلو خرڅون له ۱۷۵ میلیارډ ډالرو اوښتی و.

د امریکې د خارجه وزارت په رپورټ کښې ادعا شوې چې جوبایډن په یمن کښې د ملکي وګړو د زیاتې وژلې په وجه په سعودي عربستان باندې د وسلو  خرڅون د کمولو نیت لري او غواړي چې د ولو د صادراتو نوي سیاستونه د بشري حقوقو د قوانینو په بنیاد تنظیم او برابر کړي.

دا رپورټ په داسې حال کښې خپریږي چې په دې وروستیو اونیو کښې د امریکې سینیټ د ۳۰ مخالفو رایو په وړاندې په ۶۷ موافقو رایو سره، په عربستان باندې د ۶۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو او له هوا نه د هوا ویشتونکو توغندیو د خرڅون له تړون سره موافقه وکړه. سپينې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې دا تجهیزات د هوايي حملو په وړاندې د دفاع په تیره بیا له یمني ځواکونو سره د مقابلې په موخه د عربستان لپاره ضروري دي. د دې طرحې مخالفان وايي چې د سینیټ دا اقدام د بشري حقوقو څرګنده خلاف ورزي او د یمن د څو کلن جنګ د نه ختمیدو هڅه ده.

د دې طرحې دوو مخالفو سینیټرانو برني سنډرز او رنډ پال ویلي دي: عربستان ته د توغندیو صادرول د نښتو له زیاتیدو او د یمن د جنګ په اور باندې د پټرولو له اچولو پرته بل څه نه دي.

*/*/*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه