الهي نومونه ۷۳
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i111096-الهي_نومونه_۷۳
د الهي نومونو د لړۍ له یوې بلې برخې سره ستاسو په خدمت کښې یو. دوستانو دا نننۍ برخه د خدای تعالی د مالِکَ الْمُلْک نوم په هکله ده. هیله ده چې تر پاې یې ولولئ او ګټه ترې واخلئ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 17, 2022 00:55 Asia/Kabul
  • الهي نومونه ۷۳

د الهي نومونو د لړۍ له یوې بلې برخې سره ستاسو په خدمت کښې یو. دوستانو دا نننۍ برخه د خدای تعالی د مالِکَ الْمُلْک نوم په هکله ده. هیله ده چې تر پاې یې ولولئ او ګټه ترې واخلئ

 ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام علیکم!

ګرانو دوستانو د دې لړۍ په تیرو پروګرامونو کښې مو دې حقیقت ته اشاره وکړه چې الهي نومونه د خدای تعالی د پيژندلو ترټولو غوره او بنیادي وسیله ده چې د هغه ذات د بندګۍ او تقرب په لاره باندې په ورسمیدو کښې د انسان مرسته کوي. انسان په الي نومونو باندې په پوهیدو او د هغو په درک کولو سره پوهیږي چې مطلق حاکمیت، لوړه مرتبه، هدایت او لارښوونه، شفا، رحمت، قهر او غضب، رزق، خلقت او پنځون او مالکیت او داسې نور، یوازې او یوازې د متعال خدای لپاره دي.

امام محمد باقر علیه السلام په دې هکله فرمايي: خدای تعالی حضرت آدم علیه السلام ته وفرمایل: زه توانمن حکم چلونکی خدای یم. زه حق لرم هر څه چې مو مقدر ګرځولي دي د خپل تدبیر له مخې یې جاري کړم او حق لرم هر څه چې په هره طریقه وغواړم بدل یې کړم او ځیني هغه شیان چې مؤخِر کړي مې دي، مقدم یې کړم او او ځیني چې مو مقدم کړي دي، موخر یې کړم. زه هغه خدای یم چې د هرڅه اراده چې وکړم ترسره کوم یې او هر څه چې وکړم څوک یې رانه پوښتنه نه شي کولې او له خپل مخلوق څخه د هغوي د عملونو پوښتنه او حساب وکړم.

ګرانو او قدرمنو مینه والو نن د خدای تعالی د مالِکَ المُلک نوم په هکله غږیږو. مالِکَ المُلک هغه چا ته وايي چې د سلطنت او شتمنۍ خاوند دی او بندګان او مخلوقات یې ټول تر امر لاندې دي او په هر څه باندې تسلط او ولکه لري.

مالِکَ المُلک نوم د مالک او ملک له دوو کلمو جوړ دی چې دواړه له (ملک) څخه سرچینه اخلي. دا کلمه په عربۍ ژبه کښې د (مُلک)، (مَلِک) او (مِلک) وغیره په توګه موجوده ده. البته د غرب لغت پیژاندو د بیان له مخې (ملک) په هر مورد کښې چې استعمال شي، د قوت او صحت بیانونکی دی او له دې امله چې د مختلفو اموالو خاوندان او هم داشان واکمنان او فرمانروایان د قدرت او قوت خاوندان دي، دغه اوصاف په هغوي باندې اطلاق شوي دي.

(مُلک) د سلطې او ولکې په معنا دی چې له قوې او قدرت سره مل دی. دغه ولکه په خلکو یا په اموالو او املاکو باندې کیدی شي او په طبیعي توګه د هغو په ټولو چارو او طریقو کښې دخل او تصرف په ځان پسې لري. د قرآن په اسماني کتاب کښې (مُلک) ۲۴ ځله راغلی دی چې د دوو مواردو یادونه یې کوو. خدای تعالی د سوره انعام په ۷۳ مبارک آیت کښې د ځان په پیژندګلوی کښې داسې فرمايي: او هغه هماغه دی چې آسمانونه او ځمکه يې په حقه پيدا کړي دي او هغه ورځ چې ووايي: وشه نو وبه شي د هغه خبره حق ده او کله چې (د مړيو د ژوندي کولو لپاره) په شپيلۍ کښې پوکې ووهل شي نو هغه ورځ باچاهي يوازې د هغه ده په پټو او ښکاره ؤ خبر دی او هم هغه د ښه حکمت خاوند ښه خبر دی.

هم داشان د غافر د مبارکې سورې په ۱۶ آیت کښې فرمايي: هغه ورځ چې دوي څرګند شي، نو له دوي به هيڅ شې په خدای باندې پټ نه وي (غږ به وشي) نن باچاهي د چا ده؟ (په خپله به ځواب ورکړي چې) د خدای لپاره چې يو (او) ښه غالب دی. */*/*/*/*

 ملیک کلمه هم د مُلک مبالغه صیغه ده او په خپل انحصار کښې د هر څه د لرلو او په پياوړتیا باندې دلالت کوي. خدای تعالی د سوره قمر په ۵۵ مبارک آیت کښې متقیانو ته د انعام او د مقتدر ملیک پرورګار په نزد د شتون وعده ورکړې او فرمايي: (تقوا لرونکي) په رښتونې هستوګنځای (جنت) کښې د زورور باچا (خدای) په نزد.

(مِلک) د لرونکي او مالک معنا ورکوي. مِلکیت یو ډول اړیکه او مینه ده چې د مالک او مملوک ترمینځ موجوده ده. دغه اړیکه کله کله حقیقي وي، لکه څنګه چې هر انسان ځان د خپلو اندامونو او غړو مالک ګڼي او وايي: زما لاس، زما سترګې، او دې اړیکې سرچینه اعتبار او قرارداد نه دی بلکې پنځون دی ځکه چې هر انسان د خپلو اندامونو واکمن دی چې په هره طریقه وغواړي استعمال یې کړي. کله کله هم دغه مالکیت قراردادي او اعتباري دی لکه د انسان او د هغه د لرونکي مال ترمینځ اړیکه.

یوه بله کلمه چې د سلطې د بیانولو لپاره استعمالیږي، (مَلِک) ده. هغه قادر او توانمن کس ته چې کوې شي د سیاست او تدبیر له لارې ټولنه اداره کړي، هم (ملک) وايي. د دې خبرې ګواه د بقرې د مبارکې سورې ۲۴۶ آیت دی چې فرمايي: آيا د موسی نه وروسته دې د (شتمنو) بنی اسرائيلو يو ټولی ونه ليده چې کله هغوي خپل پيغمبر ته وويل: مونږ ته يو باچا وټاکه چې د خداي په لاره کښې جنګ وکړو.

مالِک المُلک هغه دی چې د مُلک او شتمنۍ خاوند دی. ټول یې تر امر لاندې دي او په هرڅیز باندې تسلط او ولکه لري. د دې سلطې سرچینه له دې پرته بل څه نه ده چې خدای تعالی د نړۍ پنځونکی دی. طبعاً کوم خدای چې دا دومره ډیر موجودات او مخلوقات له عدم یعنې له هیڅ څخه جوړ کړل، د هغو د وجود مالک دی او د هر مالک شان او ځانګړتیا، په خپل ملک کښې تدبیر او تصرف دی.

متعال خدای د آل عمران سورې په ۲۶ آیت شریف کښې فرمايي: اووایه، پروردګاره! د پاچاهۍ واکداره! چا ته چې وغواړې پاچاهي (سلطنت) ورکوې او له چا چې وغواړې پاچاهي اخلې نو چاته چې وغواړې عزت ورکړې او څوک چې وغواړې ذليل يې کړې. ټول خير ستا په لاس کښې دی بيشکه چې ته په هر څه قدرت لرې.

په دې وجه مالِکَ المُلک، په هر څیز کښې متصرف مالک دی او اراده یې لازم الاجرا ده او هر څنګه یې چې وغواړي ترسره کوي یې او هیڅ څوک د هغه د حکم او فرمان خلاف ورزي نه شي کولې او مخه یې هم نه شي نیولې.

په زړه پورې دا چې د پنځونکي او مخلوق ترمینځ یو ډول تکویني اړیکه موجوده ده او هم دغه اړیکه په مخلوق باندې د سلطې د حق او حکم ورکونې او تسلیمیدو سرچینه ده. په دې وجه د دې آیت ترجمه چې فرمايي: « مالِکَ الْمُلْکِ تُؤْتِی الْمُلْکَ مَنْ تَشاءُ»، په واضحه توګه ترلاسه کولې شو ځکه چې خدای تعالی چې حقیقي مالک دی، کوې شي دغه حکم چلونه هر کس ته چې وغواړي، ور ویې بخښي. لکه څنګه چې یې حضرت سلیمان علیه السلام ته دغه باچاهي ورکړه.

په پاې کښې یادونه کوو چې که خدای ځان مالک بولي او فرمايي، هر چا ته یې غواړم وربخښم او له هر چا یې چې وغواړم بیرته اخلم، هر کس چې وغواړم عزیز یې کړم او هر کس چې وغواړم ذلیل یې کړم، په دې معنا نه ددي چې خدای تعالی دغه کار بې وجې ترسره کوي ځکه چې هغه عادل او حکیم دی او هیڅکله فضول او عبث کار نه ترسره کوي.

لکه څنګه چې د سوره ص په ۲۷ مبارک آیت کښې فرمايي: مونږ اسمان او ځمکه او هر څه چې یې ترمینځ دي، عبث او بې هدفه نه دي پيدا کړي. (بلکې د خدای تعالی ورکړه او بیرته اخیستل د هغو مصلحتونو په وجه دي چې حکیم خدای ورباندې خبر دی.

ګرانو اوقدرمنو دوستانو د پروګرام وخت په ختمیدو دی نو له تاسو سره د خدای په امانۍ ترڅنګ، لاسونه دعا ته پورته کوو او د خدای تعالی حمت او ستاینه کوو:

د خدای شکر کوو چې د سلطنت مالک، د کشتیو  چلونکی، د بادونو  تسخیرونکی، د سحر د سپیدۍ خورونکی، د قیامت د ورځې واکمن او د نړیوالو پروردګار دی. د خپل بنده په نافرمانۍ له خبریدو وروسته د خدای په زغم باندې د هغه شکر کوو او شکر یې کوو چې د سزا ورکولو د قدرت له لرلو سره سره راته بخښنه کوي او د هغه د قهر په وخت یې د ډیر زغم صبر شکر کوو په داسې حال کښې چې هغه چې هرڅه وغواړي، د کولو توان یې لري.

پروردګاره! ته مالک الملک یې او هر څه تا لره دي او ټول ستا بندګان دي. خدایه! د خپل دې شریف نوم نور او رڼا زمونږ په زړه ولګوې چې ستا پرته هیڅوک حقیقي مالک ونه ګڼو او ستا عزت او لوړوالۍ پر مونږ وځلیږي او مونږ د خپل نفس مالکان کړې ترڅو هغه د الهي هدایت په لاره کښې حق ته تسلیم کړو. په تحقیق سره چې ته په هر څه قادر او توانمن یې.

*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی