روژه د خدای میلمستیا-۲
(last modified Sun, 03 Apr 2022 23:43:03 GMT )
Apr 04, 2022 04:13 Asia/Kabul
  • روژه د خدای میلمستیا-۲

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو او ستاسو د روژو او عبادتونو د قبلیدو په آرزو سره، د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د ځانګړې لړۍ دویمه برخه دلته لوستلئ شئ

د رمضان د مبارکې میاشتې په دې بې سارې ورځو کښې، په پرتمینې میلمستیا کښې د مومنانو د ګډون زمینه برابر شوې ده. په دې میلمستیا کښې د روژتیا میلمستیا په اسماني ډالیو سره کیږي ترڅو خپل زړه او روح له معنوياتو ډک کاندي. د خدای د میلمستیا په دې میاشتې دې سلام وي او سلام دې وي د دې میاشتې په روژه نیونکو باندې چې د ایمان په ځواک سره خپل نفسونه له پلیدیو خلاصوي. پر محمد(ص) او د هغه په آل باندې درود لیږو او له خدای تعالی غواړو چې مونږ ته د دې میاشتې د فضائلو د پیزندلو او د هغې له معنوي فرصتونو د استفادې کولو توفیق راکړي.

په کومې دنیا کښې چې مونږ اوسیږو، د ډیرو انسانانو لپاره یوازنې څیز چې اصالت لري، خوند اخیستل دي. له خوړلو او څښلو څخه خوند اخیستل، د مال او پانګې، مقام، قدرت او شهرت او داسې نورو شیانو له لاسته راوړنې خوند اخیستل. خو په دې کار کښې ستونزه دا ده چې دا ټول خوندونه ختمیدونکي دي، تل پاتې نه دي او د دې خوندونو هم دا نه پایداري سبب کیږي چې کوم انسانان چې دغه شان خوندونو ته رسیدل خپل هدف او مقصد ګرځوي، په پاې کښې یوازې د پوچوالي او عبث والي احساس ته رسیږي. کاش چې ټول انسانان پوهیدلې چې په دنیا کښې داسې خوند هم شته چې هیڅکله نه ختمیږي. هیڅکله په کښې کمې نه راځي او له لاسه نه ځي. هغه خوند چې زمونږ وجود به له ژوند سره له شوق، نور او په خدای باندې له ایمانه ډک کړي.

هو، د عبادت د خوند خبره کوو، د هغه انسان لپاره چې ځان، خپل خدای او خپل هدف یې پیژندلی وي، هیڅ خوند د عبادت او د خدای په درګاه کښې د بندګۍ له څرګندولو زیات نه دی. خو دا څیز دومره په اسانه نه ترلاسه کیږي. ټول مومنان روژه نیسي او لمونځونه کوي. مونږ ټول کوشش کوو چې واجبات ترسره کړو او محرمات پریږدو.

 خو آیا مونږ ټول د دغو عبادتونو له ترسره کولو خوند اخلو؟ له عبادته خوند او لذت اخیستل هغه انعام دی چې خدای تعالی یې یوازې هغو کسانو ته ورکوي چې عملونه یې د زړه له اخلاصه وي. د عبادتونو په ترسره کولو کښې د اخلاقو لرل، د عبادت کمال ته رسیدل دي او څوک چې په دغه مقام کښې وي، تل د عبادتونو له ترسره کولو و محرماتو له پریښودو ډیر معنوي خوند ترلاسه کوي.

اخلاص یعنې هر هغه څه له زړه نه ایستل چې غیر خدای لره دي. له مال، اولاد، مقام، قدرت او داسې نورو ډیرو څیزونو سره مینه، ټول باید پریږدو او یوازنې څیز چې پاتې کیږي، له خدای تعالی سره مینه ده. حتی کله چې له خپلو اولادونو سره مینه کوو باید د خدای د رضا لپاره وي. کله چې چې کوشش کوو چې مال ترلاسه کړو او د خپلې او د خپلې کورنۍ د سوکالتیا اسباب برابر کړو نو دغه وخت مو هم هدف باید د خدای رضا وي. د چا چې هدف او موخه د خدای رضا وي هغه نه په مال او پانګې او قدرت او شهرت خوشالیږي او نه له فقر، بې وزلۍ، ناتوانۍ او ناروغۍ خوابده کیږي. هغه راضي وي په هغه څه چې خدای تعالی ورته ورکړی وي.

دا رضایت د لاغوره ژوند د لرلو او د سلامتیا د ساتلو لپاره له هلوځلو سره هیڅ ټکر او تضاد نه لري. حتی د قدرت او ثروت یا پانګې د ترلاسه کولو لپاره کوشش هم، له دې سره چې یوازې د خدای مینه زمونږ په زړونو کښې وي، هیڅ ټکر نه لري. مونږ نه یوازې کوې شو بلکې باید د هغو نعمتونو د شکر لپاره چې خدای تعالی مونږ ته راکړي دي، دغو ټولو ته د رسیدو لپاره کوشش وکړو. خو نتیجه باید خدای تعالی ته پریږدو او هر څه یې چې زمونږ په نصیب کړي او مقدر ګرځولي وي، راضي ووسو. کوم خلک چې په خلوص سره د خدای پاک عبادت کوي، داسې دي.

متعال خدای د دې لپاره چې ټول مومنان د عبادت له خونده ګټه واخلي، رمضان داسې موسم وګرځوه چې په کښې عبادت او بندګي، لکه د پسرلیزو ګلونو راټوکیږي. په دې میاشتې کښې شیطانان په زنځیرو تړل کیږي چې هسې نه د آدم اولاد ته کوم تاوان ورسوي او د خدای د رحمت ورونه خلاص وي چې په ډیر وړوکي نیک عمل سره ډیر زیات او ډیر غوره ثوابونه د مومنانو په برخه شي.

په دې ګرانې میاشتې کښې د خدای تعالی عرش، ځمکې ته ډیر نزدې کیږي او فرښتو په جوش او ولولې سره د ځمکې او اسمان ترمینځ تګ راتګ کوي چې هیڅوک د الهي نعمتونو له دسترخوانه بې برخې پاتې نه شي.

راځۍ چې په دې نوراني میاشتې کښې د دنیا ترټولو زیات پاتې کیدونکې لذت او خوند تجربه کړو. په هغې میاشتې کښې چې ټولې شیبې یې زمونږ د ژوند ډیرې ښایسته شیبې ګرځیدې شي. څومره ښایسته دي لمونځ کول په هغه ژبه چې روژه یې وي او غیبت یې نه وي کړی، تور او تهمت یې نه وي پورې کړی او هیڅ­چا ته یې تاوان او زیان نه وي رسولی. څومره خوند کوي قرآن لوستل په هغو سترګو چې په حرامو پټې شوې وي او بدو او حرامو شیانو ته یې نه وي کتلې. څومره مزیدار دی خوراک په هغه باطن سره چې د خدای د رضا لپاره یې په لوږې صبر کړی دی او څومره د غوښتنې وړ دی انفاق کول په هغه لاس چې هیڅ ظلم یې نه وي کړی او د چا حق یې نه وي ضایع کړی.

مونږ د کال په اوږدو کښې او د خدای تعالی په لور د خپل تګ په اوږده لاره کښې تل له نفساني خواهشاتو او ګناهونو سره مخامخیږو. ځینې وختونه زړه په تیروتنو او ګناهونو ککړیږي او پلیدۍ ترې په ګرانه وینځل کیدې شي، خو د روژې میاشته هغه وخت دی چې دغه تګ په کښې اسان دی او ورتلونکې لاره یې هواره ده. خدای تعالی دغه لاره د روژې په میاشتې کښې هواره کړې ده، انسان د روژې په برکت خپل نفس او نفساني خواهشات په رنځیر تړي، عبادتونه، خشوع او زارۍ، ذکرونه او د قدر شپې هغه وسیلې دي چې انسان ته دغه لاره هواروي.

د رمضان د میاشتې روژه د روژتي لپاره د روحانیت او نورانیت زمینه برابروي او هغه د الهي مهربانیو ترلاسه کولو ته چمتو کوي.

د رمضان میاشته په روژې، لمونځ، دعاګانو، عبادتونو او په کلي توګه د هغو اوامرو په ترسره کولو او له نواهیو په لرې والي سره چې په دغه میاشتې کښې یې سپارښتنه شوې ده، د ځّان د بیا رغونې او له باطني فسادونو د ځان د ژغورلو یو پړاؤ دی. په حقیقت کښې کوم خلک چې د رمضان د میاشتې له فرصته ګټه پورته کوي او د خدای په لور تګ کوي، هغوي په حقیقي مومنانو کښې راځي. کوم کسان چې په دې میاشت کښې د خدای د خوښې کړچار وکړي او له خدای پاک او خلکو سره خپله اړیکه اصلاح کړي، کوی شي په دې میاشتې کښې نورانیت ترلاسه کړي او دغه نورانیت په راتلونکو کلونو کښې د رمضان تر میاشتو پورې وساتي.

د رمضان د مبارکې میاشتې یو فضیلت په دې میاشتې کښې د ځینو سترو اسماني کتابونو نازلیدل دي. په حضرت ابراهیم علیه السلام باندې صحیفې د رمضان د میاشتې په اوله شپه نازلې شوې. د رمضان په شپږمه ورځ حضرت موسی علیه السلام په کوهِ طور کښې تورات ترلاسه کړ. د هم دې میاشتې په دیارلسمه نیټهپه حضرت عیسی علیه السلام باندې انجیل نازل شو. او د رمضان په دې مبارکې میاشتې کښې د قرآن د وحي آیتونه د رسول ا... حضرت محمد مصطفی(ص) په مبارک او نوراني زړه باندې نازل شول. په دې وجه د روژې په مبارکې میاشتې کښې له قرآن سره مینه، روژتیانو ته یوه ځانګړې حال و هوا ورکوي.

د قرآن په ژوند بخښونکو آیتونو کښې د تفکر او غور ترڅنګ د هغه ښکلی او په زړه پورې تلاوت هر فکر کونکي انسان ته د معرفت او نور یوه دنیا خلاصوي. دا ستر او ګرانقدره کتاب د یو نیکمرغه ژوند لپاره ترټولو لوړ حکمونه لري. په هم دې وجه قرآنِ پاک د یو غوره او انساني ژوند لپاره بشپړه نمونه ده.

داسې ده چې د قرآن ستر مفسر او فلاسفر آیت ا... جوادي آملي د رمضان په برکتناکې میاشتې کښې د قرآن پاک د اهمیت په هکله وايي: د روژې مبارکه میاشت د خدای د میلمستیا میاشته ده چې انسان په کښې د عالم د پروردګار میلمه دی. په دغه دسترخوان باندې له هغې ظاهري رزق او روزې ورتیر چې خدای تعالی یې انسانانو ته ورکوي، نورې ډیرې روزۍ د انسان په برخه کیږي. ډیره مهمه روزي چې د دې اسماني ډالۍ ترڅنګ بندګانو ته عطا کیږي، د قران کریم په معارفو او د دین د پیغمبر مخکښانو له طریقې سره بلدتیا ده. د رسول ا... مبارک په وینا، قرآن له عترته بیل نه دی، په دې میاشت کښې باید له دغو دواړو څخه ګټه پورته کړو. قرآن د خدای رسۍ ده. روایت دی چې د قرآن یو طرف د خدای په لاس کښې دی او بل سر یې ستاسو انسانانو په لاس کښې دی. هغه ونیسئ او پورته لاړ شئ.

قرآن د ژوند کتاب دی. یو داسې دستورالعمل دی چې د خدای تبارک و تعالی له خوا د انسان جوړونې او دا چې انسان د خپلو مادي ژوند د برابرولو او پرمخ بیولو پ لړ کښې ورته څنګه الهي رنګ ورکوي. خپله دنیا د فطرت د قوانینو او د خدای د غوښتنې په بنیاد جوړه کړي او آخرت هم د حق تعالی له رضایت سره سم کړي. قرآن ترټولو نیغو لارو ته هدایتول کوي. نو تر خپله وسله باید له دغه مقدس کتابه ګټه پورته کړو. هغه ولولو او ځان ته لوړتیا ورکړو.

له متعال او مهربان خدایه غواړو چې مونږ ټولو ته د قرآن په لاره د سمیدو توفیق راکړي او مونږ د دې ګرانقدره میاشتې له برکاتو برخمن کاندي.

*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه