عراقچي د امریکايي چارواکو ګواښونو ته په غبرګون کښې:
که دوباره تیری وشي، لاپریکنده غبرګون به وښایو
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکايي چارواکو ګواښونو ته غبرګون وښود او ټینګار یې وکړ چې که تیری تکرار شي نو ایران به داسې پریکنده غبرګون وښايي چې نور به یې د پټولو امکان هم نه وي.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، سید عبارس عراقچي د امریکايي چارواکو د وروستیو ګواښونو په ځواب کښې څرګنده کړه: ایران چې په اووه زره کلن تمدن کښې جرړه لرونکی او بډایه کلتور لري، هیڅکله به د ګواښ او ویرولو په ژبه ځواب ورنه کړي. ایرانیانو هیڅکله د پردیو په وړاندې سر نه دی ټیټ کړی او یوازې په احترام سره ځواب ورکوي.
ایران ښه پوهیږي چې د امریکې او اسرائیلو د وروستي تیري په دوران کښې په مونږ څه وشول او له دښمنانو سره مو څه وکړل او هغوي ځیني خوړلي ګوزارونه تراوسه سانسوروي. خو که یوځل بیا تیری وشي نو بې شکه چې لاغوڅ غبرګون به وښایو، داسې غبرګون چې بیا به یې د پټولو امکان هم نه وي.
له یو میلیونو ډیر ایرانیان طبي راډیو ایزوټوپس ته اړتیا لري چې د تهران د تحقیقاتي ري ایکټر له خوا تولیدیږي، دغه ري ایکټر امریکې جوړ کړی و او په ۲۰ فیصده بډایه شویو یورانیمو سره کار کوي. ایران همداشان د خپلې اړتیاوړ نویو ایټمي ري ایکټرونو د سونګو د برابرولو لپاره غني سازۍ ته اړتیا لري.
عراقچي زیاته کړه: هیڅ عقلمند انسان دې ته نه تیاریږي چې په خپلې ځايي او صلحه ایزې ټیکنالوجۍ کښې د سترې پانګونې له ګټې څخه چې د انسانانو د ژوند د ژغورنې لپاره ضروري ده، یوازې د بهرنیو بدماشانو د غوښتنې په خاطر تیر شي.
د ایران په ایټمي تاسیساتو باندې وروستۍ غیرقانوني بمبارۍ، زمونږ همیشنۍ خبره ثابته کړه چې هیڅ «پوځي حل لاره» نشته. خو شاید یوه مذاکره شوې حل لاره کار وکړي.
ټول دې واوري چې مونږ خپل صلحه ایز ایټمي پروګرام په پیسو نه دی اخیستی بلکې د محنت په خولو او خپلو وینو سره مو جوړ کړی دی. زمونږ تخنیکي پوهه او ټیکنالوجي په بمباریو له مینځه نه شي تلی. هو، زمونږ د غني سازۍ تاسیساتو ته سخت تاوان ورسیده خو هوډ او ارادې ته مو نه.