بې نقابه امریکا
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i119610-بې_نقابه_امریکا
ګرانو او قدرمنو اوریدونکو د سلامونو په ویلو سره د بې نقابه امریکا تر عنوان لاندې تحلیلي پروګرام سره مو په خدمت کښې یو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 11, 2022 07:47 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

ګرانو او قدرمنو اوریدونکو د سلامونو په ویلو سره د بې نقابه امریکا تر عنوان لاندې تحلیلي پروګرام سره مو په خدمت کښې یو

د تیر په څیر نن هم وړومبې د امریکې د تیرې اونۍ مهمو خبرونو او پیښو ته یوه لنډه کتنه کوو او ورپسې به یې د ځینو په اړه شننې او څیړنې درته وړاندې شي، هیله ده چې تر پاې یې ولولئ

*/*/*/*/*/

د امریکې د تیرې اونۍ له ډیرو مهمو پيښو څخه په وسلو باندې د بندیز لګولو لپاره په کانګرس کښې د یوې طرحې تصیبیدو، د روان ۲۰۲۲ کال په نومبر کښې د مینځ پړاوه انتخاباتو له پایلو څخه د ډیموکراټانو اندیښنې، په امریکې کښې د ګیس د بیې سخت زیاتوالي او په عربستان او اماراتو باندې د وسلو له خرڅولو سره د امریکې موافقې ته اشاره کولې شو.

*/*/*/*/*

د امریکې کانګرس په وسلو سره د تشدد او شخړو له بې کنټروله پراخیدو سره د مقابلې په لړ کښې یو داسې قانون تصویب کړ چې له مخې یې د ځینو وسلو استعمال ممنوع کیږي. د ځینو وسلو په استعمال باندې د بندیز دغه طرحه یا بِل د فاینل تصویب لپاره سینیټ ته لیږدول شوی دی.

ډیر کسان وايي چې په ډیر احتمال به امریکايي سناټوران له دغې طرحې سره موافقت ونه کړي. د امریکې د کانګرس یا پارلیمان ډیموکراټان د دغه ګوند په اکثریت رایو سره وتوانیدل چې یاده طرحه تصویب کړي. دغه طرحه داسې مهال د امریکايي وکیلانو له خوا تصویب شوه چې د دغه هیواد عام خلک د وسلو د ګرځولو او استعمال له آزادۍ سخت خوابدي او په قهر دي.

د کانګرس یو ډیموکراټ استازي لویډ ډاګټ په دې هکله وویل: د یو ځلمي لپاره د وسلې اخیستل د یو کوک بوتل له اخیستو اسان دي. مونږ په دې لړ کښې په آزادۍ سره کلیساګانې، ښوونځي، پلورنځي او د ساعت تیري ځایونه د جنګ په ډګر بدل کړي دي.

کلونه وشول چې د امریکې ډیموکراټان هڅه کوي چې د وسلو په استعمال باندې فیډرل بندیز چې په ۱۹۹۴ کال کښې لګیدلی او په ۲۰۰۴ کال کښې یې وخت ختم شوی دی، یوځل بیا تمدید کړي. د امریکې سترې لابۍ او د وسلو جوړولو کمپنۍ د دغې طرحې د تصویبیدو اصلي مخالفان دي. هغوي هر ځل په امریکا کښې د وسلو د پیر پلور د محدودیت لپاره د هر قانون د اجرا په وړاندې خنډونه جوړوي. د امریکې د اساسي قانون د دویم تمم له مخې د دغه هیواد خلک کولې شي چې وسلې واخلي او له ځان سره یې وګرځوي.

*/*/*/*/

په داسې حال کښې چې د امریکې د کانګرس د مینځ پړاوه انتخاباتو ترسره کیدو ته له سلو لږې ورځې پاتې دي، د هغو له احتمالي پایلو په تیره بیا په کانګرس باندې د تسلط له بایللو د ډیموکراټانو اندیښنه ورځ په ورځ زیاتیږي. په دغو انتخاباتو کښې د پارلیمان په ټولو سیټونو او د سینیټ له دریو نه په یوه برخه سیټونو چې په کښې د ګورنرۍ او د ایالتي پارلیمانونو د غړو په شمول د منتخب چارواکو ډیرې چوکۍ راې اخیستنې ته ایښودل کیږي. د دغو انتخاباتو ترسره کیدو ته په پاتې دریو میاشتو کښې او په راتلونکو اونیو کښې په ۲۲ ایالتونو کښې ترسره کیدونکو مقدماتي انتخاباتو ته په پام سره، ټوله توجه انتخاباتي سیالیو ته اوړیدلې ده.

یو مهم امتیاز چې په دغې راې اخیستنې کښې مطرح دی، په کانګرس باندې تسلط دی چې تراوسه په ډیر کم اکثریت سره د ډیموکراټانو تر ولکې لاندې پاتې دی. جمهوري غواړي یا ریپبلکنز چې د پارلیمان د مشرۍ د بیرته اخیستو نیت لري، په ۴۳۵ غړو سره په دغې جرګې باندې د مشرۍ د بیرته ترلاسه کولو لپاره یوازې پنځو نورو سیټونو ته ضرورت لري کومه مشري چې اوس د نانسي پلوسي په لاس کښې ده. که ریپبلکن ګووند دغه انتخابات وګټي نو کوین مک کارټي به د کانګرس مشره شي.

سینیټ هم چې ټولټال سل غړي لري د امریکې د دغو دوو اصلي ګوندونو ترمینځ په مساودي توګه ویشل شوی دی.

*/**/*/*/*

په دودیزه توګه کوم ګوند چې سپینه ماڼۍ یعنې ولسمشري په واک کښې ولري هغه د ولسمشرۍ په انتخابتو کښې د قدرت له ترلاسه کولو وروسته په وړومبنیو مینځ پړاوه انتخاباتو کښې یا ماتې خوري او یا په کانګرس کښې چوکۍ له لاسه ورکوي. په دې وجه د اټکل وړ ده چې ډیموکراټانو سپينې ماڼۍ ته د جو بایډن له رسیدو وروسته په وړومبنیو انتخاباتو کښې ماتې وخوړله په تیره بیا دا چې ډیموکراټان د کانګرس په دواړو جرګو کښې ډیر کمزوری اکثریت لري او یوازې د یو څو سیټونو ځاې پرځاې کیدل ډیموکراټان د امریکې په مقننه قوې کښې په اقلیت بدلوي.

د امریکې د ورمونټ ایالت خپلواک سناټور برني سنډرز وايي: جمهوري غواړي د نومبر په انتخاباتو کښې د پارلیمان او احتمالاً د سینیټ د اکثریت د ترلاسه کولو ډیر چانس لري. په عین حال کښې روانو حالاتو هم د ډیموکراټانو وضعیت لاخراب کړی دی. له یوې خوا اوسنې ډیموکراټ ولسمشر جو بایډن په تیرو اویا کلونو کښې د متحده ایالاتو ترټولو کم محبوبیت لرونکی ولسمشر ګڼل کیږي او له بلې خوا امریکا نن سبا د تیرو ۴۰ کلونو په ترټولو بدې ګرانۍ او انفلاسیون کښې ګیره ده او هره شیبه د اقتصادي زوال مرحلې ته رسیدې شي.

*/*//*/*/

په امریکې کښې د ګیس قیمت د ګرمۍ او د بریښنا د جنریټرونو د فعالیت لپاره د تقاضا په زیاتیدو او هم داشان اروپا ته د ګیس د صادراتو په ډیریدو سره، په تیرو ۱۴ کلونو کښې ترټولو لوړ موسمي زیاتوالی ثبت کړی دی. په دغه هیواد کښې د ګیس د ذخایرو اوسط سطح د کرونا له راتلو له مخکښې وخته هم ټیټه شوې ده. هم دا شان د ګیس قیمت هم له ۲۰۰۸ کال راهیسې ترټولو لوړ حد ته رسیدلی او د تیر کال د دې ورځو په پرتله دوه چنده شوی دی.

دا په داسې حال کښې دي چې د بریښنا زیاتره جنریټرونه چې په سکرو ډبرو یې کار کوه، له شبکې جلا شوي یا لرې کړې شوي دي او له یخونکو څخه د استفادې لپاره د تقاضا په زیاتیدو سره د ګیس لپاره هم تقاضا زیاته شوې ده. اوږده اوچکالي او په اوبو د بریښنا د تولید کمیدل د امریکې په لویدیځ کښې د ګیس د استعمال د زیاتیدو سبب شوی دی. هم دا شان امریکا په نړۍ کښې د مایع طبیعي ګیس (ایل، این، جي) په ترټولو ستر صادرونکي هیواد بدله شوې ده او د صادراتو اندازه یې د روان ۲۰۲۲ کال په نیمايي کښې د تیر کال د ورته مودې په پرتله ۱۲ فیصده زیاته شوې ده. په دې کښې زیاتره ګیس بریطانیا او د اروپايي اتحاديې هیوادونو ته صادریږي ترڅو د روسیې د ګیس نشتوالی جبیره کړي.

په هیوسټن کښې د رایس پوهنتون د سیاسي علومو استاد مارک جونز وايي: د قیمتونو زیاتیدا ممکنه ده د بایډن د حکومت او د پاکې انرجۍ په لړ کښې یې د انګیزو لپاره ګټه وره وي.

*/*/*/*/*/*/

په یمن کښې د دوو میاشتو لپاره د اوربند د تمدیدو له اعلان سره هم مهاله امریکې په سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو باندې د توغندوي سیسټمونو له خرڅولو سره موافقه وکړه. پينټاګان تیره سه شنبه، سیمې او سعودي عربستان ته د امریکې د ولسمشر جو بایډن له سفره دوه اونۍ وروسته وویل چې د دغه هیواد خارجه وزارت په اماراتو باندې د تاډ توغندوي سیسټم او په سعودي عربستان باندې د پاټریاټ سیسټم له خرڅون سره موافقه کړې ده. په دې لړ کښې د بهرنیو چارو وزارت به اماراتو باندې د تاډ توغندوي سیسټم، د تاډ د اور د کنټرولولو د سیسټم او د هغو د ارتباطي سټیشنونو او ورپورې د اړونده تجهیزاتو پلورل تایید کړي دي چې د دغو تجهیزاتو ارزښت ۲.۲۴۵ میلیارډ ډالر اټکل شوی دی.

امریکې هم داشان وویل چې په عربستان باندې به د ۳.۵ میلیارډ ډالرو په ارزښت پاټریاټ میزایل سیسټمونه خرڅ کړي. سعودي عربستان د پاټریاټ د ۳۰۰ توغندوي سیسټمونو د اخیستو غوښتنه کړې ده.

*/*/*/*

او د تیر ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کښې د جو بایډن له واکمنیدو او د واشنګټن او ریاض په اړیکو کښې د بیاکتنې په هکله خپله د بایډن او د امریکې د خارجه وزیر انتوني بلینکن په شان د حکومت د ځینو جګ پوړو چارواکو له ځینو دریځنیونو وروسته تمه کیدله چې په دې برخه کښې بنیادي بدلونونه راشي. خو اوس معلومه شوه چې په سعودي رژیم باندې د وسلو د خرڅون د موقته ځنډولو په شمول له دغو ټولو ژمنو سره سره په فارس خلیج او لویدیځې آسیا کښې د خپل یو اصلي انډیوال په توګه د سعودي عربستان په وړاندې د امریکې کلي سیاست لاهم د هغه په هراړخیز ملاتړ او دفاع باندې مشتمل دی. په دې وجه د دواړو هیوادونو ترمینځ د پوځي ملګرتیا او مرستو بهیر دوام موندلی دی.

*/*/*/*/*/*/*/

ترجمه: عبدالماجد درانی