سلامتیا مجله
د کرونا نوی زیاتیدا د ارام سمندر په لویدیځ او مینځنی ختیځ کې لیدل شوی ، هغه ځای کی چی پکې په څلورو کې یوه برخه زیاتوالې راغلې دې
««««««««««««««««««««««««««««««««««
دوستانو په ایران او نړۍ کې د کرونا له شپږم پیک تیرولو او د اخته کسانو او مړینو شمیر صفر کیدا سره ځینو دا ګمان وکړ چی کرونا ختمه شوه او ډیر ژر به د ختمیدا جشن ترسره شی . په داسې حال کی چی د نړۍ په ۱۱۰ هیوادونو کې د کرونا د اوج شاهدان یو ، په نړي کې د اخته کسانو شمیر شل فیصده زیات شوی او د مړینو شمیر هم په زیاتیدا دې . په وروستۍ اونۍ کې په فرانسه کی د اخته کسانو شمیر ۵۴ فیصده زیات شوی دی او د غه هیواد چارواکو د کرونا د اوومې څپې د پیل اعلان کړی دې .
«««««««««««««««««««««««««««««««««
لومړني څپې او اومیکرون په ډیرې چټکتیا سره خپور شو ، په ې ډول چی له دریو په کمو میاشتو کې یې درسته نړۍ ښکیل کړه . البته دغه په چټکتیا سره خپریدا ډیره ژر کمیدا هم درلوده . همدا اوس نړۍ شپږمه څپه تیره کړی ده اود ناروغۍ کمیدا بهیر یې تجروبه کاوه . نو دغه په چټکتیا سره کمیدا، له ماسک استفاده او د روغتیایی پروټوکولونو رعایتول کم شول اوځینو د کرونا د ختمیدا خیال وکړ .
د کرونا له امله د اخته کسانو او مړینو شمیر کمیدا سره ځینو نظریه ورکونکیو د کرونا ختمیدا مطرح کړه چی نور به د بلې څپې امکان نه وی او کرونا په ختمیدا ده خو شمیرنې ښی چی د ایران په شمول په ډیرو هیوادونو کې د شپږمې څپې له کمیدا وروسته اوس د اخته کسانو د زیاتیدا شاهدان یو . نو ځکه حاضر دمه د کرونا د ختمیدا نظریه رد شوی ده .
««««««««««««««««««««««««
بې اې ون (BA 1 )د اومیکرون لومړنۍ سویه وه چی نړۍ ورسره مخامخ شوه . BA 2 ))د اومیکرن بل پیاوړې ډول وو چی د مخکینی سویو په نسبت یې د پراختیا زیات طاقت درلوده . اوس په ډیرو هیوادونو کې همدغه سویه موجوده ده . بیا ایکس ای چی د اومیکرون د دو مخکنیو سویو ترکیب وو او د روغتیا د نړیوال سازمان دغه سویه تر ټولو زیات مسری او خپریدونکی بللی وه او په لومړی ځل انګلستان کی وپیژندل شوه .
د ایکس ډی سویه د اومیکرون د کورنۍ وه او په فرانسې ، بلجیم او ډنمارک کی وپیژندل شوه ، خو ډیره پراخه نشوه . او په نهایت کی BA 4, BA 5 په ځینو هیوادونو لکه جنوبی افریقا او انګلستان کې لومړی ځل لپاره ولیدل شوې . دغه دوې سویې د کرونا د نوی څپې د رامینځته کیدا عامل بلل کیږی .
«««««««««««««««««««««««««««««««
د روغتیا د نړیوال سازمان د عمومي منشی تدروس ادهانوم په وینا دغه پراخیدا تراوسه د یوه بیړنۍ وضعیت په توګه د طبقه بندۍ شرایط لری او د ناروغۍ وروستۍ پراخیدا اندیښمنونکی ده . د هغه په وینا کرونا په ازادنه ډول په ګرځیدا دې او هیوادونه د نراوغۍ له مشکل سره جدی او اغیزمن چلند نه کوی . د ویروس نوی څپې ښی چی کرونا حاضر دمه ندې ختم شوې . د دغه سازمان د راپور په اساس د کرونا نوی زیاتیدا د ارام سمندر په لویدیځ او مینځنی ختیځ کې لیدل شوی ، هغه ځای کی چی پکې په څلورو کې یوه برخه زیاتوالې راغلې دې .
«««««««««««««««««««««««««
په امریکا کې د سی ډی سی د وړاندی شویو معلوماتو په اساس د جولای له دوهمې نیټې په کرونا اخته ۵۴ فیصده کسان د BA 5 وو ، په داسې حال کی چی ۱۷ فیصده بیا په بې اې څلور اخته شوي دي . ماهران باوری دي هغه کسان چی بې اې دوه عفونت یې درلودلې وو ، ممکنه ده د کرونا د وروستۍ سویې په وړاندې محافظت شي . تراوسه هیڅ روښانه مدرک نشته چی وښی د بی اې څلور او بې اې پینځه سویې د نراوغۍ د زیاتیدا او د مړینې د خطر د زیاتیدا سبب کیږی . د څیړنو نتیجې ښی چی بې اې څلور او بې اې پینځه سویې د بې اې دوه په وړاندې له واکسن د ترلاسه شویو انټی باډی په وړاندې مقاوم دي .
«««««««««««««««««««««««««
د ایران د روغتیا وزارت د مرستیال په وینا د کرونا نوی سویې په هیواد کې په چټکتیا سره په پراخیدو دي ، په دې ډول چی د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۱۰ ۱۷ فیصده مراجعه کونکي په بې اې پینځه اخته شوی وو . د کرونا په نویو سویو کې هر اخته کس تر اتلسو کسانو پورې اخته کولې شي . په همدغه نیټه د چین د شانګهای روغتیایی چارواکو وویل چی د اومیکرون کرونا نوی سویه یې BA5.2.1 په عبمی نوم سره پیژندلی ده چی د بې اې پینځه سویې تر ټولګې لاندې دې .
د کرونا نوی سویې د تحتانی د تنفسی دستګاه ښکیلوی او درملنه یې سخته ده . په برتانیا کې د بې اې څلور او بې اې پینځه سویو له امله عفونتونه زیات دود دي ، د پوزې بهیدا ، د ګلو درد و سر درد ، دوامداره ټوخې او ستړیا یې دودې نښې نښانې دي . په دریو کې کابو یوه برخه کسان تبه لری ، په داسې حال کی چی دغه نښې نښانې د بې اې دوه د خپریدا په وخت کې دودې وې .
«««««««««««««««««««««««««««««
د ډاکټرانو په وینا په داسې حال کې دغه سویه له نورو سویو ژر پراخیږي خو دا نده جوته شوی چی بې اې څلورذ او بې اې پینځه د سختې ناروغۍ سبب کیږی . د امریکا د دوک پوهنتون په طبی مرکز کې د انسانی واکسین د موسسې استاد دیوید مونتفیوری په وینا هیڅ روښانه مدرک نشته دې چی وښی دغه سویه کم یا زیات کسان ناروغه کوي او د زیاتې ناروغۍ او مړینې سبب کیږی . بې اې څلور او بې اې پینځه د اصلی نسخې یعنی پې اې اومیکرون په نسبت درې برابره کم د کرونا د واکسینونو د شنډ شویو انټی باډی ته حساس دی او د تحقیقاتو نتیجې ښی چی دغه دوې سویې د بې اې دوه څخه څلور برابره زیات د واکسن څخه د ترلاسه شویو انټی باډی په وړاندې مقاوم دي .
))))))))))))
د ییل د عمومی روغتیا په پوهنکور کې د اپیدمیولوژیست ډاکټر ناتان ګرابو په وینا خلک ابد پوهه شی چی د بې اې پینځه په شان سویې د ویروس د پرمختګ طبیعی برخه دي . دلتا هرګز وروستۍ سویه نه وه او اومیکرون به هم وروستۍ سویه نه وی .تر هغه وخته چی د کرونا خپریدا د دنیا په هر ځای کې وجود ولرلې شی مقرره ده نوې څیز ظاهر شی . د نورو ډاکټرانو په وینا د نویو سویو باندې د اخته کیدا د مخنیوی لپاره بهترینه لاره د واکسین لګول دي . که زیات کسان په بشپړه واکسینه شي نو د ویروس خپریدا فرصت کمیږی .
پای