فاطمي لسیزه
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د فاطمي لسیزې په مناسبت له ننني (لومړي) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
د حضرت رسول(ص) لور حضرت فاطمة الزهرا(س) بې شمېره ستایونکي لري او د هغې فضائیلو، مناقبو او لوړو مقامونو په اړه، ډېرې ستاینې شوي دي. د حضرت فاطمة الزهرا(س) د مناقبو له مجموعې څخه په لومړۍ برنامه کې هغې حضرت په لنډه توګه پېژنو.
حضرت فاطمة الزهرا(س) د نسب او کورنۍ او هم د شخصي او فردي کړنو او ځانګړنو له اړخه ستر مقام او عظمت لري. هغې د رسول الله(ص) لور او د امیرالمؤمنین مېرمن ده. هو فاطمه، یوازې هغه مېرمن ده چې پلار یې معصوم، خاوند یې معصوم او خپله هم معصومه ده. د حضرت فاطمةالزهرا(س) د ژوند او روزنې چاپېریال د عصمت او طهارت ځای وو. اوس به څنګه وکولای شو د فاطمې له کوچني کور پرته داسې کور پیدا کړو چې دا ډول ستر انسانان پکې راجمع شي؟. هغې حضرت د عصمت او طهارت په ستر ځای کې شتون لري، داسې چې د هغې پېژندل له ائمه (ع) پرته نورو ته ناشونی دی.
څنګه وکولای شو فاطمه وپېژنو، په داسې حال کې چې خدای (ج) رسول الله (ص) ته فرمایلي دي: یَا اَحْمَدَ! لَوْلَاکَ لَمَّا خَلَقْتُ الْاَفْلَاکَ وَلَولَا عَلِى لِمَا خَلَقْتُکَ وَلَوْلَا فَاطِمَةُ لِمَا خَلَقْتُکُمَا. اې پيغمبره: که ته نه وې، هستي مې نه پېدا کوله، او که علي نه وو، ته مې نه پېدا کولې، او که فاطمه نه وه، تاسو دواړه مې نه پيدا کولئ.
د فاطمة الزهرا(س) مقدس وجود د پنج تنو له ډلې دی. هغه کسان چې د نړۍ او آدم او آدمیانو د پیدا کېدو لامل دي، که دوی نه وو، انبیاء او اولیاء، صدیقین او شهیدان، ځمکه او آسمانونه، اور او رڼا، جنت او دوزخ او د نړۍ نور مخلوقات به نه وای پیدا شوي. که فاطمة الزهرا(س) نه وای، د آدم او د هغه د اولاد به کوم خبر نه وو، که هغې حضرت نه وه،موسی(ع)، عیسی(ع)، نوح(ع) او ابراهیم (ع) نه پیدا کېدل، که هغې حضرت نه وای، له اسلام او خدای پېژندنې او توحید به کوم خبر نه وو.
له ابن عباس څخه راویت شوی چې پیغمبر اکرم(ص) وفرمایل: که صبر او زغم د انسان په بڼه راښکاره شي، هغه به علي بن ابي طالب(ع) وي، او که فضل او بښنه د انسان په بڼه راڅرګنده شي، هغه سړی امام حسن مجتبی (ع) دی. که حیا صورت ولري، هغه صورت به امام حسین(ع) وي. که ښکلا او نیکي د انسان په بڼه راښکاره شي، هغه به فاطمة الزهرا(س) ويٍ. بلکې هغې حضرت له ښکلا ډېره لوړه ده، په رښتیا چې زما لور فاطمه، د رېښې، شرافت او کرم له اړخه د نړۍ ترټولو غوره ده. دا په دې مانا چې زما لور؛ له ټولو هغو ښېګڼو او ښکلاوو چې بیان مې کړل، لوړه او غوره ده. فاطمه نیکي رامنځته کوونکې ده او د دې راز چې پر خپلو زامنو یې د حسن، حسین او محسن نوم ايښی دی، همدا دی.
ژباړه: زماني