فاطمي لسیزه
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i124788-فاطمي_لسیزه
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د فاطمي لسیزې په مناسبت له ننني (څلورم) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 13, 2022 08:05 Asia/Kabul
  • حضرت زهرا(س)
    حضرت زهرا(س)

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د فاطمي لسیزې په مناسبت له ننني (څلورم) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

د حضرت رسول(ص) لور حضرت فاطمة الزهرا(س) بې شمېره ستایونکي لري او د هغې د فضائیلو، مناقبو او لوړو مقامونو په اړه، ډېرې ستاینې شوي دي. دوست او دښمن، د هغې په کمال او عظمت اعتراف کړی او د هغې د ستر مقام او منزلت ستاینه یې کړې ده.

حضرت زهرا(س)

له نور څخه د زهرا(س) پیدا کېدل، د خدای تعالی عظمت دی. هغه واحد نور چې حضرت رسول او علي بن ابي طالب هم ترې پیدا شوي دي.  د خدای د علم په خزانه کې پټ نور، نور قدس، نور جلال، نور کمال او د الهي کبریا نور.

ابو هاشم جعفري وايي: له حضرت عسکري (ع) څخه مې وپوښتل: ولې فاطمې(س) ته د زهرا نوم ورکړل شو؟ امام وفرمایل: ځکه چې د ورځي په پیل کې د هغه مخ، لکه لمر چې له ختیځه سر راپورته کړي او روښانه شي، د امیرالمؤمنین(ع) لپاره ځلېده او د ورځي په نیمايي کې د ځلانده میاشتې په څېر ځلېده او د لمر پرېوتو پر وخت د ځلانده ستورې په توګه ځلېده.

د پیغمبر(ص) مشهور صحابي سلمان فارسي نقلوي؛ یوه ورځ عمار یاسر(له لومړنیو مسلمانانو او د پیغمبر نږدې صحابي) ماته وویل: آیا غواړي یو حیرانوونکی خبر تاته ووایم؟ ومې ویل: ما ته یې ووایه اې عماره! وویل: هو، زه ګواه یم چې یوه ورځ علي بن ابي طالب فاطمې(ع) خواته ورغی، کله چې د فاطمې سترګې پرې ولګېدې، وویل: علي جانه! ماته نږدې شه هغه څه چې پخوا وو او رامنځته شوي او هغه څه چې د رامنځته کېدو په حال کې دي او هغه څه چې تر اوسه نه دې رامنځته شوي او په راتلونکي کې به رامنځته شي د قیامت تر ورځي؛ کله چې محشر رامنځته کېږي، تا خبر کړم. په هماغه وخت کې مې ولید چې امیرالمؤمنین علي(ع) شاته وګرځېد او د پیغمبر خواته ولاړ. پیغمبر(ص) وفرمایل: اې اباالحسنه! نږدې راشه. علي(ع) حضرت خوا ته نږدې شو، کله چې کېناست؛ پیغمبر وفرمایل: زه خبر درکړم یا ته خپله خبر ورکوې؟ وویل: له تاسو خبرېدل غوره دي. هغه وخت بیا حضرت هغه جریان چې پر علي تېر شوی وو، روښانه کړ. بیا علي د شکر سجده پر ځای کړه.

لږ وروسته، حضرت علي(ع) د فاطمې(س) خواته ورغی او هغې بي بي علي ته وویل: لکه چې زما د پلار خوا ته ولاړې. نو هغه څه چې مې ویلي وو، هغه ته دې خبر ورکړ؟ علي وفرمایل: همداسې ده اې فاطمې! بیا فاطمې وفرمایل: وپوهېږه اې اباالحسنه! خدای تعالی زما نور پیدا کړ. له هغې نور څخه یم، تېر، راتلونکی او حال څخه خبر یم. اې اباالحسنه! مؤمن د خدای تعالی په نور سره ویني او له پټو شیانو خبرېږي.

ژباړه: زماني