د رڼا سرچینې
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له ننني (نهم) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د بقرې سورت د ۲۱۹م آیت شأن نزول څېړو چې فرمايي: له تا څخه د شرابو او قمار د حکم پوښتنه کوي، ووایه په هغو دواړو کې ستره ګناه ده او د خلکو لپاره ګټه، خو پر زړونو باندې ناوړه اغېزه یې له ګټې ډېره ده او همدارنګه له تاسو څخه پوښتنه کوي چې څه شی د خدای په لاره کې ورکړو؟ ورته ووایه: متوسط شیان. خدای دا ډول آیتونه تاسو ته بیانوي ترڅو فکر وکړئ.
د اسلام له ظهور وروسته، څنګه چې د شرابو او قمار حرمت په اړه کوم آیت نازل شوی نه وو. ځینو په پخواني عادت سره د عیش او عشرت لپاره همدارنګه شراب څښل.
د پیغمبر(ص) یو صحابي عبدالرحمن بن عوف، په ویښه د شپې تېرولو په یوه شپه، خپل ځیني ملګري مېلمستیا ته راوبلل. له ډوډۍ خوړلو وروسته، شرابو او قمار ته یې مخه کړه. دوی دومره شراب وڅښل، چې د لومړي وخت له لمانځه غافله شول، په داسې حال کې چې په قمارو بوخت وو، یوه کس دوی یې لمانځه ته متوجه کړل. ټولو اودس وکړ او د مستۍ په حالت کې په جماعت ودرېدل او په عبدالرحمن بن عوف پسې اقتدا وکړه، کوم چې ډېر شراب یې هم څښلي وو. د جماعت امام چې تراوسه مست وو، ځنګېده راځنګېده، د حمد سورت له لوستلو ورسته یې د کافرون سورت په لوستلو پیل وکړ، خو د سورت په منځ کې نور آیتونه ترې هېر شول، یوه بل لمونځ کوونکي د امام جماعت یادونې لپاره، په لوړ آواز د آیت لوستلو ته یې دوام ورکړ او وویل: لا اعبد ما تعبدون: هغه څه چې تاسو یې عبادت کوئ، موږ یې عبادت نه کوو. ځکه چې د امام جماعت فکر ګډوډ شوی وو په بېړه یې غوښتل چې سمون راولي خو خراب یې کړ او وویل: اعبد ما تعبدون: هغه څه چې تاسو بت پرستان یې عبادت کوئ، زه یې هم عبادت کوم.
ده همدارنګه د لکم دینکم ولي دین: ستاسو دین ستاسو لپاره، او زما دین زما لپاره. څو کلمې آیت ته ورزیاتې کړې او وویل: لکم دینکم الشرک ولي دیني الاسلام: ستاسو دین شرک دی او زموږ دین اسلام. په هر صورت لمونځ پایته ورسېد، خو دوی له شرمه نشو کولای یوه بل ته وګوري. دوی له یوه بل سره ژمنه وکړه، هغه څه چې په مېلمستیا کې رامنځته شوي، هېچا ته و نه وايي، خو بله ورځ دا خبر خوله په خوله کېده او ټول خبر شول. عبدالرحمن بن عوف او ملګري یې، ځکه چې ونه توانېدل د نورو مسلمانانو له خبرو او طعنو په امان کې پاتې شي، په ناچارۍ د خپل پیغمبر(ص) خواته راغلل او ترڅنګ یې پناه یوړه. دوی په خپل عمل اعتراف وکړ وویل: مهرباني وکړئ د شرابو حکم موږ ته بیان کړئ. پیغمبر(ص) هم د نساء سورت ۴۳م آیت تلاوت کړ چې پکې د مستۍ په حالت کې لمونځ کول باطل اعلان شوی دی. په دې آیت کې خدای تعالی په روښانه توګه فرمايلي: یا اَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا لا تَقْرَبُوا الصَّلاةَ وَأَنْتُمْ سُکارى. اې مؤمنینود مستۍ په حالت کې لمانځه ته مه نږدې کېږئ.
لمونځ، له خدای سره د بنده خبرې او راز او نیاز دی او باید په هوښیارۍ او حضور قلب او په عقل سره ترسره شي او یقینا څوک چې مست دی له دې پړاوه ډېر لرې دی. ترټولو مهمه موضوع دا چې په نورو وختونو کې هم دې آیت د شرابو څښلو ته اجازه نه ده ورکړې، بلکې یوازې د لمانځه په حالت کې د مستۍ په اړه یې خبرې کړې دي. یانې: دا چې د لمانځه پنځه وختونه له یوه بل سره ډېر واټن نه لري، د هوښیارۍ په حالت کې د لمانځه ادا کولو لازمه دا ده چې د دې وختونو په فاصلې کې د مست کوونکو اوبلنو توکو څخه په بشپړه توګه ډډه وکړي. ځکه چې ډېر وختونه د شرابو مستي د بل لمانځه تر وخته پوري دوام لري، او د هوښیارۍ حالت نه پیدا کېږي، نو له دې امله د پورته آیت حکم د تلپاتې او دوامداره تحریم په توګه دی.
د نساء سورت د ۴۳م آیت په نازلېدو سره، ډېرو مسلمانانو د تل لپاره له شرابو ډډه وکړه. د دوی منطق دا وو، هغه څه چې لمانځه ته زیان رسوي، باید په بشپړه توګه د ژوند له برنامو لري شي.
خو بلې ډلې همدرانګه د شرابو څښلو ته دوام ورکوو. د اهل سنتو د ځینو کتابونو د روایت له مخې، په یوه مېلمستیا کې چې دا کسان د انصارو په کور کې وو، مېلمنو له شراب څښلو وروسته، په بشپړه توګه مست شول او له یوه بل سره ونښتل. عمر بن خطاب هم چې په غونډه کې ناست وو، بې هوشه شوی وو، د اوښ یو هډوکی یې واخیست او د عبدالرحمن بن عوف پر سر یې وواهه او د هغه سر یې مات کړ. وروسته بیا د هغه شعرونو او نوحو په ویلو یې پیل وکړ، کوم چې د قریشو کفارو د بدر په جګړه کې د خپلو مړو په اړه یې لوستلي وو. کله چې له دې موضوع څخه رسول الله خبر شو، په غصه شو او په بېړه یې ځان دوی ته چې تراوسه مست وو، ورساوه. پیغمبر په غصې سره خپل لاس اوچت کړ ترڅو عمر ووهي، چې عمر په خبرو راغی او وویل: خدای ته پناه وړم د خدای او د هغه د رسول له غضب څخه! پیغمبر خپل لاس ښکته کړ، په دې وخت کې عمر وویل: خدایه! د شرابو په اړه بشپړ او روښانه بیان وفرمایه. نو د بقرې سورت ۲۱۹م آیت نازل شو: یَسْئَلُونَکَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَیْسِرِ قُلْ فیهِما اِثْمٌ کَبِیرٌ وَ مَنافِعُ لِلنَّاسِ وَ إِثْمُهُما أَکْبَرُ مِنْ نَفْعِهِما : له تا څخه د شرابو او قمار په اړه پوښتنه کوي، ووایه په هغو کې ستره ګناه ده او له مادي اړخه د خلکو لپاره ګټه له ځان سره لري؛ خو ګناه یې له ګټې ډېره ده.
په دې آیت کې، د دې دواړو ګټې او زیانونه له یوبل سره پرتله شوي دي. هغه څه چې روښانه دي د شرابو د پلور او د قمارو له اړخه مادي ګټې دي، چې د اخلاقي، ټولنیزو او روغتیايي زیانونو پروړاندې ډېر کم دي.
عباسي خلیفه، مهدي له امام کاظم (ع) څخه وپوښتل: آیا د خدای په کتاب کې شراب حرام دي؟ خلک له دې آیت څخه د شراب نه څښلو مانا ترلاسه کوي، خو حراموالي ته نه متوجه کېږي، حکم څه دی؟ امام (ع) وفرمایل: شراب د خدای په کتاب کې حرام بلل شوي دي. وویل: اې ابالحسن؛ د قرآن په کوم ځای کې شراب حرام اعلان شوي دي؟ امام وفرمایل: اثم یو ستر حرام عمل او لویه ګناه ده او خدای پر هغه تر ټولو خبیثو نومونو، یاني ر جس نوم ایښی دی. لومړی هغه څه چې د شرابو حراموالي په اړه نازل شو، دا آیت دی چې مسلمانان وپوهېدل باید ترې ډډه وکړي، ځکه ګناه ګڼل کېږي او شراب او قمار حرام دي. له دې سره چې خدای تعالی د مائدې سورت ۹۰یم آیت هم نازل کړ، چې تحریم یې سخت تره او ډېر دی او له هغه د ډډه کولو علت او د حرمت دلایل یې روښانه کړل او وفرمایل: یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَیْسِرُ وَالْأَنْصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّیْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّکُمْ تُفْلِحُونَ: اې مؤمنانو، شراب او قمار او بت پرستي او د قمار د شرط تړلو ډکي ډا ټول باطل او شیطاني عمل دی، له دغو شیانو البته لرې و اوسئ ترڅو نېکمرغه شئ.
خدای تعالی د بقرې سورت په ۲۱۹م آیت کې فرمايي: وَ یَسْئَلُونَکَ ما ذا یُنْفِقُونَ قُلِ الْعَفْوَ کَذلِکَ یُبَیِّنُ أللهُ لَکُمُ الْآیاتِ لَعَلَّکُمْ تَتَفَکَّرُونَ: او له تاسو څخه پوښتنه کوي: کوم شیان د خدای په لاره کې ورکړو؟ ووایه: ستاسو له اړیتاوو پرته له نورو شیانو څخه. دا ډول خدای تعالی تاسو ته آیتونه روښانه کوي ترڅو فکر وکړئ.
مسلمانانو د انفاق او د هغه د فضیلت په اړه ډېر څه اورېدلي وو، خو د څرنګوالي په اړه یې لږ پوهېدل او افراط او تفریط یې کوو. د مثال په توګه: په انصارو کې یو څوک وفات شو، په داسې حال کې چې واړه ماشومان او شپږ غلامان یې لرل، هغه خپل غلامان د مرګ په وخت کې آزاد کړل او د خپلو ماشومانو لپاره یې کوم مال پرې نښود. ورثه یې د رسول الله خواته ورغله او موضوع یې ورسره شریکه کړه. پیغمبر د دې خبرو په اورېدو سره وفرمایل: اوس مو له دې مړي سره څه وکړل؟ وویل: هغه مو ښخ کړ. پیغمبر وفرمایل: که ژر خبر شوی وای، د مسلمانانو په هدیره کې مې د هغه له ښخولو مخنیوی کوو؛ ځکه هغه خپل اولادونه داسې خوشي کړي چې خلکو ته محتاج او اړ دي.
ځیني مسلمان په انفاق کې له یو بل سره سیالي کوي، داسې چې حتی اړمن کسان لکه: معاذ بن جبل او ثعلبه د رسول الله خواته ورغلل او وویل: موږ مالي توان نه لرو چې وکولای شو انفاق وکړو او حج او عمره پر ځای کړو. له دې امله، جنت به د بډایو کسانو وي. حضرت په ځواب کې وفرمایل: په تاسو کې هغه چا چې د خدای لپاره ناوړه وضعیت زغمي او صبر کوي، هغه مقامونو ته به ورسېږي چې شتمن کسان به ترې بې برخې وي. ځیني هم چې شتمن وو له پیغمبر څخه یې وپوښتل: آیا خپله ټوله شتمني اړمنو ته ورکړو یا یوه برخ یې؟ دا وو چې د بقرې سورت د ۲۱۹م آیت دویمه برخه د دې پوښتنې په ځواب کې نازله شوه او وفرمایل چې اعتدال وکړئ: له تاسو څخه پوښتنه کوي چې څه شی د خدای په لاره کې ورکړو؟ ووایه: له خپلو اړتیاوو پرته له نورو شیانو څخه.
حضرت باقر(ع) د دې آیت په تفسیر کې فرمايي: بښنه او انفاق هغه څه دي چې له کلني لګښت ورزیات شي، نو له دې امله دا انفاق کول نیک او غوره کار دی، خو باید پکې زیاتی ونه شي، وړاندې له دې چې خپل او د خپلې کورنۍ اړتیاوي بشپړې کړي نورو ته انفاق ورکړي، مګر په مهمو مواردو کې د خپلې کورنۍ په رضایت سره ایثار او سرښندنه وکړي، همدارنګه د اسلام لومړنیو مسلمانانو په ځانګړې توګه امام علي (ع) په کراتو پر دې انساني کار عمل کړی دی او قرآنکریم د دوی په اړه د حشر سورت په ۹م آیت کې فرمايي: وَ یُؤْثِرُونَ عَلى أَنْفُسِهِمْ وَ لَوْ کانَ بِهِمْ خَصاصَةٌ؛ ایثار کوونکي هرڅومره چې شخصي اړتیا ولري، د ځان پر ځای اړمنو ته لومړیتوب ورکوي.
ګرانو لوستونکو! د دې برنامې د وخت له پایته رسېدو وړاندې، ستاسو پام دې مطلب ته اړوو چې قرآنکریم د دې ترڅنګ چې بشر یې د خدای او د هغه د رسول بې پرې اطاعت ته رابلي، خو نه غواړي چې خلک له قرآني معارف په پټو سرګو تقلید او له هېڅ ډول تفکر او تعقل پرته ومني. بلکې فرمايي: باید له خپل فکر او عقل څخه کار واخلي، ترڅو په هرې موضوع کې له حقیقت څخه خبر او د عقل په رڼا سره دا لاره روښانه شي. څرنګه چې د بقرې سورت د ۲۱۹م آیت په پای کې هم فرمايي: یُبَیِّنُ اللَّهُ لَکُمُ الْآیاتِ لَعَلَّکُمْ تَتَفَکَّرُونَ فِی الدُّنْیا وَ الْآخِرَةِ: دا ډول خدای تعالی تاسو ته آیتونه روښانه کوي، ترڅو فکر وکړئ.
ژباړه: زماني