افغانستان او پاکستان په تېره اوونۍ کې
د ایران د تآیباد د سرحدي سیمې چارواکو اعلان وکړ چې ۳۰۰ غیرقانوني افغان اتباع چې د ایران او افغانستان په ګډو پولو کې د هوا په ناوړه شرایطو کې بند پاتې وو، د ایران د سرحدي ځواکونو په هڅو وژغورل شول.
د تایباد والي حسین جمشیدي رسنیو ته وویل: ګڼ شمېر افغان وګړو چي په غیر قانوني ډول ایران ته د اوښتلو پر مهال د سختو بارانونو او یخني د امله په سرحدي سیمو کې بند پاتې او ژوند یې له ګواښ سره مخ شوي وو، د ایران د سرحدي ځواکونو له لورې وژغورل شو.
هغه زیاته کړه: د بشري مرستو د چمتو کولو لپاره، د ګرمو خوړو ویش، طبي او خیریه خدمات ترسره شوي ترڅو د دوی حالت ښه شي، او د طبي او قانوني بهیرونو له بشپړولو وروسته، دا خلک به د خپل هیواد چارواکو ته وسپارل شي.
د تایباد والی همداشان ټینګار وکړ چې په سرحد باندې د غیر قانونی تګ راتګ مخنیوی د افغانستان د "سرپرست" حکومت تعامل او همکارۍ ته اړتیا لري، او له سرغړونکو سره به په پرېکنده او قانوني ډول چلند وشي.
د افغانستان برېښنا شرکت اعلان وکړ چې د راتلونکي کال لپاره یې له ایران څخه د برېښنا د پېرلو قرارداد غځولی دی.
د دغه شرکت مطبوعاتي اعلامیه وايي چې د قرارداد د غځولو پریکړه تهران ته د دغه شرکت د پلاوي د سفر په جریان کې وشوه.
د افغانستان د برېښنا د شرکت اجرایوي مشر عبدالحق همکار د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره له ایراني لورې سره د برقو د رانیولو قرارداد لاسلیک کړ.
د برېښنا شرکت په وینا، دا سفر د ایران د برېښنا د مدیریت، لیږد او ویش شرکت په بلنه ترسره شو.
افغانستان د خپلې برېښنا ۸۰ سلنه د ایران په شمول له ګاونډیو هېوادونو څخه ترلاسه کوي.
په دې مناسبت د برېښنا شرکت او د ایران د توانیر شرکت په یوه ګډه دوه اړخیزه غونډه کې د برېښنا د لېږد د زیربنا د پراختیا او له ایران څخه افغانستان ته د وارد شوي برېښنا د پېرلو په اړه په تفصیل سره بحث وکړ.
برشنا شرکت له ایران څخه د اخیستل شوي برېښنا د اندازې په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
اوس مهال په افغانستان کې ۲۰۰ مګاواټه برق تولیدیږي، لیکن په دې هیواد کې اووه زره مېګاواټو ته اړتیا شته، چي افغانستان خپل پاته برق له ازبکستان، تاجیکستان، ترکمنستان اوایران څخه واردوي.
په افغانستان کې دننه د برقو تولید ډېر محدود دی او د دې هیواد د برقو زیاته برخه له ګاونډیو هیوادونو څخه تامینیږي.
افغانستان د کاله له ۷۰۰ څخه بیا تر ۸۰۰ مېګاواټه برق له ایران، ازبکستان، تاجیکستان او ترکمنستان څخه واردوي.
ایران د افغانستان لپاره د وارداتي بریښنا له مهمو سرچینو څخه دی. د اوږدې مودې لپاره، د افغانستان لویدیځ ولایتونه لکه هرات او فراه خپل اړین بریښنا له ایران څخه اخیسته، او په وروستیو کلونو کې د ایران څخه د شاوخوا ۱۰۰ تر ۱۵۰ میګاواټه بریښنا واردولو لپاره تړونونه ثبت شوي دي.
د طالبانو حکومت درې تنه پاکستاني اسیران د روژې د مبارکې میاشتې د پیل په مناسبت د ښه نیت د یوه اقدام په توګه خوشې کړل.
د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون پرخپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ولیکل چې د روژې د رارسېدو په احترام او د سعودي عربستان پلاوي ته د مېلمه پالنې لپاره درې تنه پاکستاني پوځیان چې د اکتوبر په ۱۲مه نېټه له پاکستاني لوري سره د نښتو پرمهال اسیران شوي وو، سعودي پلاوي ته وسپارل شول.
د طالبانو ځواکونو د تېر ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په لسمه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستاني پوځیانو سره نښتې وکړې. دا جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې په کابل کې د دوو چاودنو او په عین وخت کې په پکتیکا ولایت کې د پاکستان د جنګي الوتکو د هوايي حملو خبر ورکړل شو.
دې جګړې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکي په بیساري ډول ترینګلي کړل چې په نتیجه کې یې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ترانزیتي لارې تړلې دي.
د بلاروس چارواکو او د طالبانو حکومت د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د کرنیزو ماشینونو د اسمبلۍ په اړه موافقه وکړه. د بلاروس د بهرنیو چارو وزارت لومړی مرستیال "سرګي لوکاشویچ"، د "د افغانستان د ملي پراختیا شرکت" د هیئت رئیس "احمد جان بلال"، سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه موافقه وکړه.
د روسیې سوداګریز مرکز په افغانستان کې هم په یوه اعلامیه کې ولیکل چې دواړو خواوو د کرنیزو ماشینونو په برخه کې د همکاریو د پراختیا او په افغانستان کې د تجهیزاتو د اسمبلۍ د پروګرام د پیل په اړه خبرې وکړې. د دې اعلامیې له مخې، دواړو خواوو په دې ناسته کې د کرنیزو ماشینونو، په ځانګړې توګه ټراکټورونو د برابرولو او د دې تجهیزاتو د ساتنې او ترمیم لپاره د خرڅلاو وروسته د خدمتونو د مرکز د جوړولو په اړه خبرې وکړې.
همدارنګه، د ټراکټورونو، ټریلرونو او نورو ماشینونو د اسمبلۍ د تنظیم موضوع په کابل کې د یوې صنعتي مجموعې په چوکاټ کې وڅیړل شوه؛ هغه ځای چې مخکې د کاماز ټرکونو او د روسي بسونو اسمبلۍ پکې ترسره کیده. پلان دی چې د مینسک ټراکټورسازي شرکت جوړ شوي ټراکټورونه په دې پروګرام کې په اسمبلۍ ډول په افغانستان کې تولید شي.
د اسلامي جمهوریت ایران د کرنې وزیر، «غلامرضا نوری قزلجه» د ایران او پاکستان ترمنځ د لوړپوړو پلاو د تبادلې د زیاتوالي او د ګډو موافقو په ځانګړي توګه د کرنې په برخه کې د عملي کېدو په اړه ټینګار وکړ: اسلام آباد او تهران د ګډ هدف د ترلاسه کولو لپاره په سوداګرۍ کې جدي دي.
د ایران د کرنې وزیر، په اسلام آباد کې له ګډې غونډې وروسته د پاکستان د کرنې او سوداګرۍ وزیرانو ته وویل: ایران په جدي توګه د پاکستان سره د خپلو اړیکو د پراختیا او ژورتیا په لټه کې دی.
د پاکستان د کرنې وزیر، «رانا تنویر حسین» هم د ایران د کرنې له وزیر سره د لیدنې وروسته وویل: موږ له ایران سره ژورې اړیکې لرو او د کرنې په برخه کې د دوه اړخیزو وړتیاوو څخه د ګټې اخیستنې له لارې به د ګډې سوداګرۍ د پراختیا لپاره له دې ظرفیتونو څخه استفاده وکړو.
پاکستان د هغه څه په اعتراض کې چې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرو د بیا استفادې په نوم یادوي، په اسلامآباد کې د افغانستان د سفارت کاردار راوغوښت او د طالبانو حکومت ته یې خبرداری ورکړ چې پاکستان کولی شي د ترهګرو پر ضد په هر ځای کې چې وي اقدام وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دفتر نن اعلان وکړ چې د افغانستان کاردار د بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښتل شو څو د تحریک طالبان پاکستان د ترهګرو عناصرو له خوا د باجور په سرحدي سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر ضد د برید لپاره د افغانستان له خاورې د استفادې په اړه د غندنې او اعتراض پیغام ترلاسه کړي.
په دغه اعلامیه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي: طالبانو ته ویل شوي چې باید پر ټولو ترهګرو ډلو چې د دې هېواد له خاورې فعالیت کوي، د هغوی مشرانو په شمول ، فوری، مشخص او ثابت اقدامات ترسره کړي.
پاکستان خبرداری ورکړ چې دا هېواد د دې حق لري چې د خپلو ځواکونو، ملکي وګړو او سرحدي سیمو د امنیت د تضمین لپاره هر ځای چې وي، د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو د له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت جدي اندېښنه څرګنده کړه چې د ترهګرو ډلو عناصر، په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو مشران، په افغانستان کې مېشت دي او له سزا څخه په خوندي توګه د دې ګاونډي له خاورې فعالیت کوي.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی «محمد صادق خان»، په اسلام اباد کې د روسیې سفیر «آلبرت پي. خُرف» سره ، د سیمه ایزې امنیتي پرمختګونو او د دواړو هیوادونو ګډو اندیښنو په اړه خبرې وکړې. په دې لیدنه کې، د ترهګرۍ، په افغانستان کې د ډلو فعالیتونه او په سیمې باندې د هغې د پایلې په اړه بحث او د نظر تبادله شوې. دواړو خواوو د ګډو ګواښونو د حل لپاره د مشورو او دیپلوماتیکو همغږیو د دوام په اړتیا ټینګار وکړ.
دواړو خواوو د سیمه ایزو امنیتي ننګونو د مدیریت لپاره د سیاسي او دیپلوماتیکو همغږیو هڅې ضروري وبللې او په دې برخه کې د خبرو دوام باندې موافقه وکړه.
پاکستان په وروستیو میاشتو کې څو ځله د وسله والو ډلو د فعالیتونو په اړه چې د دې هیواد پر ضد په افغانستان کې ترسره کیږي، اندیښنه څرګنده کړې او د دې ګواښونو د مهار لپاره د اغیزمن اقدام غوښتنه کړې ده، خو د طالبانو حکومت څو ځله دغه اندیښنې رد کړي دي.
په پاکستان امنیتي سرچینو راپور ورکړ چي د باجوړ په ولسوالۍ کې د ماموند په سیمې باندې د موټربم د برید په پایله کې د ۹ فوځیانو په شمول ۱۳ کسان ووژل شول چي په قربانیانو کې یو ۶ کلن ماشوم هم شامل دي، همداشان ۷ تنه نور هم ژوبل شول.
د راپورونو له مخې، د پاکستاني ځواکونو دغه اډه تر دې مخکې، یوه دیني مدرسه وه چي د ټي ټي پي د پتنځای په توګه کار ترې اخیستل کېدی، خو اوس د پاکستان د امنیتي ځواکونو په لاس کې دی. د دې برید په ترڅ کې ودانۍ په بشپړه توګه ړنګه شوې ده، د دې ترهګریزې حملې مسئولیت د ټي ټي پي ډله په غاړه واخیسته.
ها خوا بیا د پاکستان د تحریک انصاف ګوند او د پاکستان د قانون د ساتنې په نامه د اپوزیسیون ګوندونو ائتلاف د دې هیواد د مخکني لومړي وزیر عمران خان د نازک روغتیایي حالاتو له امله، اړتال وکړ، دغه اعتراضات وروسته له هغه پیل شو چي د پاکستان لوړې محکمې د عمران د خان د ناسم روغتیایي حالاتو خبر ورکړ. د دې اعتراضاتو په پایله کې د پاکستان د پارلمان ودانۍ ته ټولې لارې بندې شوې وې. خو څو شیبې وروسته د پولیسو له اقدام وروسته ټولې لارې خلاصې شوې.
د پاکستان د پارلمان مخې ته د معترضینو اړتال د محمود خان اڅکزی او علامه راجا ناصر عباس، د پارلماني استوګنځیو په وړاندې د تحریک انصاف ګوند د استازو په ګډون او د خیبرپختونخوا په ودانۍ کې د دې ولایت د سروزیر سهیل افریدی په مشري تر سره شو.