نړیواله محکمه باید د طالبانو د کړچار په هکله تحقیق وکړي
زمونږ خبریال وايي ملګروملتونو د افغانستان له ښځو سره د طالبانو د چلند په هکله د هیګ د نړیوالې محکمې لخوا د تحقیقاتو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.
د طالبانو حکومت په تیرې شنبې ورځ په افغانستان کښې دیره نړیوالو او داخلي غیر حکومتي موسسو ته حکم ورکړ چې تر بلې خبرتیا پورې په خپلو دفترونو کښې د ښځینه کارکونکو له شتون څخه ډډه وکړي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت هم په تیرې سه شنبې ورځ وویل انجلۍ زده کونکي تر بلې اطلاع پورې پوهنتونونو ته د ورتلو اجازه نلري.
د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړي راپورټر ریچارډ بنټ هم وویل مونږ د هیګ له نړیوالې محکمې غوښتي دي چې په افغانستان کښې د طالبانو لخوا د ښځو د ځورولو او کړولو او ورسره د چلند کولو په هکله تحقیقات ترسره کړي.
هغه دې ته په اشارې سره چې د افغانستان د ښځو پرضد د محدودیتونو په اعلانولو کښې د طالبانو د اقدام د غندلو لپاره د اعلامیې خپرولو او په ټویټر پاڼې خبر خپرول کافي نه دي وویل په افغانستان کښې د ښځو او انجلیو پرضد د طالبانو لخوا لګول شوي محدودیتونه د بشري حقوقو خلاف ورزۍ ده.
د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګري راپورټر هم خبرداری ورکړی دی چې دغه موضوع په جدي ډول تعقیبوي.
شناندي وايي د طالبانو حکومت له خپلو تیرو ژمنو سره سره چې ویلي یې وو د افغانستان د ټولو خلکو د اساسي حقوقو احترام به وکړي په ډیریدونکي ډول د افغانستان ښځې د عمومي ژوند کولو له حق څخه محرومه کړي دي.