داوکراین جنګ اود هغه نتیجې
دغه جنګ چی هماغه راز دوام لری ، په حقیقت کی د امریکا او روسیې ترمینځ نیابتی جنګ دی چی د اوکراین په خاوره کې روان دې
د اوکراین جنگ پیلیدا د ۲۰۲۲ م کال یوه ډیره مهمه پیښه بلل کیدلې شي ، هغه جنګ چی په خپلو دریځونو د اوکراین د ولسمشر زلنسکي په دباو، د روسيې په غوښتنې په سترګو پټولو، د امریکا لمسولو او مداخلو اواروپاپه ملاتړ سره پیل شو او په اوکراین ، روسیې او نورو نورو هیوادونو اقتصادي ، سیاسی او امنیتی اغیزې درلودلې دي .
دغه جنګ چی هماغه راز دوام لری ، په حقیقت کی د امریکا او روسیې ترمینځ نیابتی جنګ دی چی د اوکراین په خاوره کې روان دې .
په دوام کی د دغه جنګ د پیلیدا دلایلو او د هغه اغیزو ته پام کوو .
د روسیې او اوکراین ترمینځ اړیکي په ۲۰۱۴ کال کی د لوهانسک او دونتسک جمهوریتونو چی د روسیې تر ملاتړ لاندې دي ، له اوکراین سره په دونباس سیمه کې نښته وشوه ، تاوتریخجنې شوې . په حقیقت کې په ۲۰۱۴ کال کې له سیاسي بدلونونواو د دغه هیواد د روس پال ولسمشر ویکتوریانوکوویچ له څنګته کولووروسته اوکراین له اروپا او امریکا سره د نږدی والی لپاره دوامدارې هڅې او په ناټو کې د غړیتوب لپاره کوشش سیاست پرمخ ونیوه . دا په داسې حال کی وو چی دامریکاپه مشرۍ لویدیځ هیوادونو د روسیې د کلابندۍ په هدف اوکراین ته خپلې تسلیحاتي او پوځی مرستې زیاتې کړې .
داوکراین ولسمشر زلنسکی دولت د دې په ځای چی د ماسکو اندیښنې لیری کړی ، دا فکر کاوه چی د ناټو او امریکا په ملاتړ سره د روسیې په وړاندې مقاومت کولی شي . په داسې حال کی چی تاریخ ښودلی ده روسیې د خپل ملی امنیت اود ناټو او لویدیځ له دسیسو سره د مقابلی په زمینه کی پریکنده عمل کړی دی .
په ناټو کې د غړیتوب لپاره د زلنسکي هڅه په داسې حال کی وه چی د روسیې ولسمشر پوتین له ۱۹۹۷ کال راهیسی ناتو د روسیې د امنیت لپاره ګواښ بللی او داوکراین له لوری یې له ناتو سره د یو ځای کیدا د قانوی بندیز غوښتنه کړی وه چی دا غوښتنه نه یوازې ونه منل شوه بلکې زلنسکی هڅه وکړه د روسیې د غوښتنې په اپوټه له اروپا سره نور هم نږدې شو او په دې ډولا د روسیې له سرې کرښې تیر شو . البته په لومړیو کی روسیې له زغم کار واخیسته خو زلنسکی او د هغه لویدیځوملاتړو بیا هم خپلو سیاستونو ته دوام ورکړ .
بالاخره د اوکراین او د دغه هیواد لویدیځو هیوادونوپه اصرار سره جنګ پیل شو . د دغه جنګ پیل او دوام ډیرې زیاتې اغیزې شیندلې دي .
د اوکراین جنګ سبب شو چی د امریکا او لویدیځو هیوادونو له لوری د وسلواو جنګي تجهیزاتو عظیمې مرستې اوکراین ته ورسیدې او اروپایی هیوادونو د جنګ لپار ه اوکراین ته ډول ډول وسلې او تجهزات ورکړل او له دې علاوه اوکراین لپاره ډیرې زیاتې مالي مرستې هم ورکړې . د اروپا کمیشن مشر لاین په دې زمینه کی ویلی دی اروپایی اتحادیې له ۲۰۱۴ م کاله تراوسه اوکراین سره ]ه د پاسه ۹۰ میلیارد یورو مرسته کړی ده . د دې په ترڅ کې چی اروپا په ۲۰۲۳ کال کی هم اوکراین لپاره ۱۸ میلیارد یورو په نظر کې نیولي دي . امریکا د جنګ له پیلیدا راهیسې ډیرې زیاتې تسلیحاتي مرستې کړی دی . په حقیقت کی امریکا او اروپایی هیوادونه هماغه راز له اوکراین سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي . دغه هیوادونه هڅه کوي چی اوکراین وال د دغو مرستو په مټ د جنګ بهیر بدل کړي او ماسکو خپلو هدفونو ته په رسیدا کې ناکامه کړي .
که څه هم د جنګ له لومړیو د روسیې او اوکراین ترمنیځ د خبرو اترو ، د جنګ د بندولو یا اوربند موضوع مطرح وه خو اوکراین تل له خبرو اترو سر غړولې دې او د شرطونو په کیښودلو سره چی د روسیې لخوا د منلو وړ نه وو ، عملا د مزاکراتو لاره بنده کړی ده . دغه شرایط په دې ډول دي چی د بایډن د ملی امنیت سلاکار جک سالیوان څه موده وړاندی دیوکرین ولسمشر ته سپارښتنه کړی ده چی له روسیې سره د احتمالی مزاکراتو په اړه واقعي نظر ولرلې شی . سالیوان له زلنسکی وغوښتل د خبرولپاره لومړیتوبونه تدوین او د کریمه د کنترول د ورستنولو لپاره بیاکتنه وکړي . دا په داسې حال کی دی چی روسیې تل د مزاکراتو لپاره چمتووالې درلودلی دې .
له روسیې سره د اوکراین د څلور ګوڼه سیمو رسمي الحاق یوکراین د جنګ په بهیر کې مهم ټکې وو .
لویدیځوهیوادونو پر مالی او تسلیحاني مرستو سربیره د روسیې د کنټرول په لړ کی مختلف بایکاټي پیکجونه هم برابر کړل . په دوی کی یو پیکیج له روسیې د انرژۍ نه اخیستل وو . اروپایی هیوادونو اعلان وکړ چی له روسیې به د ګازو اخیستل کم کړي ، هغه موضوع چی په نهایت کی د هغو په تاوان تمامه شوه ، په دې ډول چی د سونګو او انرژۍ بیه ډیره زیاته شوه چی دغې چارې د اروپا اقتصاد ته سخت ګوزار ورکړ ، هغه موضوع چی د اروپا ترټولو بیاوړې اقتصاد جرمنی یې هم سخت تر اغیز لاندې راوسته او دغه هیواد یې نه یوازې له انرجۍ له سخت کمښت سره مخامخ کړی دی بلکی د دغه هیواد د مرکزی بانک د شمیرنوپه اساس د انرژۍ کړکیچ د جرمنی اقتصاد له اقتصادی ځوړتیا سره مخ کړی دی او د سونګو کمښت د جرمني ډیرې صنایع بندې شوي دي .
په جرمني کې د بریښنا بیې له جنورۍ میاشت راهسې کابو یو سل څلویښت فی صده نورې ګرانې شوي دي ، په ایټالیا کې درې سوه څلویښت فی صده ، په اسپانیا کې دغه بیَې څلور سوه پنځه ویشت فی صده زیاتې شوي دي . په اروپا کې له دغو دوو سرچینو ،یعني له ګیسو او بیښنا ، د تودوخې لپاره استفاده کیږی او ددغو دواړو انرژیو د بَیو ډیرې زیاتیدا ته په پام سره طبیعتا ډیری خلک به له دغو انرژیو څخه د کافی استفادې جوګه نه وي او همدا موضوع په اروپا کې د انرژۍ د بې وزلۍ د نوي ښکارندې د رامینځةکیدا لامل شوې ده .
په عین حال کې د اروپا د ګازواوبریښنا د بیَو زیاتیدا، دخپلو کورونو د موقتي چټي کولو د ارزونې لپاره تولیدونکو ته یو پیاوړی سګنل دی .
یو مهم ټکی دا چې د ګیسو د بیَو ددغې ډيرې زیاتیدا د ګناهکار معلومولو په باب د اروپا د ګازو د یوه اصلی تامینونکي هیواد په توګه د روسیې او اروپایانو ترمینځ دنظر ډیر اختلافات شته دي . اروپایانود روسیې له خوا د ګیسو د وړاندې کولو کمیدا او له ماسکو سره د ګیسو اړوندوالی ، د ګیسو د بیّو د لوړیدا یو مهم علت بللی حاضر دمه د اروپا لږترلږه دیرش فی صده ګازد روسیې له خوا تامینیږي . د اروپائي اتحادئې د انرژۍ ګمیشنر په وینا د ګا زو له وارداتو سره اړوندوالی نوي فی صده دی او په همدې دلیل د انرژۍ خپلواکي باید په اروپائي اتحادئې کې یو اصلی لومړیتوب باندې بدله شي .
د روسیې او یوکرین جنګ په اروپا او نړۍ دیرې بدې اغیزې شیندلي دي . دغه دواړه هیوادونه د سټراټیجیکو خوراکي محصولاتو په تامینولو کې مهم رول لري . د ملګرو ملتو د راپور په اساس د یوکرین جنګ په درستې نړۍ کې د خوراکي موادو بیې لوړې کړی دي ، په دې ډول چی په دنیا کی یو میلیارد او ۷۰۰ میلیون کسان چی په دریو کې یو برخه یې د غربت تر کرښې لاندې ژوند کوي ، د خوراکی موادو له سخت کمښت سره مخامخ دي .
د ملګرو ملتو سرمنشی انتونیو ګوتریش په دې زمینه کی ویلی دی په درسته دنیا کې ۴۹ میلیون کسان په ۴۳ هیوادونو کې د لوږې په بیړنی وضعیت کی دي او په یوکرین کی جنګ اوس نړیوالې لوږې ته نوی وحشتناک اړخ ورکړی دی .
خو په وضعیت کې هم اروپایی هیوادونه له خوراکي موادو د وسلې په توګه استفاده کړی ده . د روسیې خارجه وزارت د اوکراین او د روسیې ترمینځ د غلو د موافقو د اجرا په هکله د اختلافاتو په مینځ کښې وویل لویدیځ هیوادونه د دباو د یوه اوزار په توګه د خوراکي شیانو له موضوع څخه د استفادې هڅه کوي.
روسیې او اوکراین د روان میلادي کال د جولاۍ په دوه ویشتمه نیټه د ملګروملتونو او د ترکیې په مینځګړیتوب سره یوشمیر موافقې لاسلیک کړې چې د تور سمندرګي له لارې د اوکراین له دریو بندرونو څخه د کیمیاوي سرو او د غلو په امن ډول د صادریدا په هکله ډاډ ترلاسه شي.
روسیې د اکتوبرد میاشتې په نهویشتمه نیټه د کریمه په سواستوپل سیمه کښې په پوځي او غیر پوځي کشتیو باندې د اوکراین د بې پایلوټه الوتکو له حملې وروسته د غلو د صادریدا په موافقو کښې خپل مشارکت وځنډوه او اوه ورځې وروسته یې د ملګروملتونو د ملګرتیا او د اوکراین د ضمانت ورکولو په دلیل د موافقې له ځنډولو تیره شوه.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمنې ماریا زاخارووا په دې زمینه کې ویلی دي ، لویدیځ هیوادونه باوري دي اوکراین د قحطۍ قرباني ده خو په پخواني شوروي کښې ډیرې خلک له لوږې مړه شول.
د اروپایی هیوادونو په اقتصادهم دغه شرایط اغیزمن دي . په اروپایی هیوادونو کې د خوراکي موادو بیه په اوڅاره توګه زیاته شوی ده .په دې دول چی په برتاینه کی د یوط سیمې د خوړو د پروګرام مشر وویل د ژوند د لګښتونو ډیرې زیاتیدا خلک د ځناورو خوړو استعمالولو ته ورکش ویلي دي . د جرمنی د خوړو بانک هم ویلی دی واقعا حیرانونکي ده چی د جرمنی په شان شتمن هیواد کې هم ډیر ښاریز د خوړو لپاره کافي خوراک نه پیدا کوي .
په اروپایی هیوادونو کې اجتماعي اعتراضونه پیل شوی ي او په وروستیو میاشتو کې په بیلا بیلواروپایی هیوادونو کې د حکومتونو د سیاستونو پرضد مظاهرې ترسره کیږی .
په هر حال اروپا په داسې حال کې نوی کال بیل کړ چی هماغه راز د یورکین د جنګ د دوام له پاییلو سره مخامخ دی .
پای