بی نقابه امریکا
د امریکاپه لاس انجلس ښارکې د پولیسو په تاوتریخجن اقدام سره د یوه تور پوستي وژل کیدا په دغه هیواد کې یو نوې جنجال رامینځته کړی دی
د امریکا دحکومت د ملی پورونو د اندازی ډکیدا
د امریکا د پولیسو په مرګوني تاوتریخوالی غبرګونونه
په امریکا کې د ناروغیو په درملنې د بی مخینې ګرانۍ منفی اغیز
له جمهوری غواړي او دیموکرات ګوندونو د امریکایی ځوانانو واټن
او په امریکا کی د درملو د کمښت خطر په تیرې اونۍ کې د مهموخبرونو خلاصه ده .د پروګرام په دوام کې په ځینو موضوګانو مفصله رڼا اچوو .
د امریکا مالیې وزیر جانت یلن د دسمبر په ۱۹ د ملي پورونو لپاره له ټاکل شوی اندازې د فیدرال دولت د تیریدا په اړه د خبرداری په ترڅ کې وویل له دغې نیټې وروسته د مالیې وزارت به د پیسو د بیلولو او د ملی دیوالیه کیدا د مخنیوی لپاره بیړنی اقدامات پرمخ ونیسي . په عین حال کې سبینې ماڼۍ په خپل وار له کانګرس وغوښتل چی سملاسی د ملی پور اتندازه ۳۱ ټریلیون او ۴۰۰ میلیارډ ډالرو ته زیاته کړي . د سپینې ماڼي ویندوی کارین جان پی په دې زمینه کې ویلی دی د پورونو د اندازې د بیرته اخیستلو په زمینه کې یوه دوه ګوندي ملګرتیا پرمخ ونیول شوه . باید هم دغه ډول وي دا یوه سیاسي لوبه نده او باید هم چی نه وي . دا یوه سیاسي ملګرتیا ده او باید له وارمخکې شرطه پرته ترسره شي .
د امریکا د پارلیمان جمهوری غواړو او نویو مشرانو وویل د پور د اندازې د زیاتولو په بدل کې له لګښتونو سره په ارتباط کې د امتیازاتو د اخیستلو غوښتونکي دي . د امریکا مالیې وزارت د ۲۰۲۲ کال په پاې کې ویلی وو د امریمکا ملی پور د لومړی ځل لپاره ۳۱.۱ ټریلیون ډالرو ته رسیدلی دی . د کانګرس د بودجې دفتر د ۲۰۲۲ کال د اوږدمهاله بودجې د لرلید په راپور کې خبرداری ورکړی وو لوړ پور اقتصادي وده کمولې شی .
د امریکاپه لاس انجلس ښارکې د پولیسو په تاوتریخجن اقدام سره د یوه تور پوستي وژل کیدا په دغه هیواد کې یو نوې جنجال رامینځته کړی دی . د لاس انجلس پولیسو یودیرش کلن تورپوستې کینان انډرسن د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په دریمه د ډراییونګ په یوه پیښه کې ونیوه خو د دغه تورپوستی له نیول کیدا یو ساعت وروسته په روغتون کې مړ شو . هغه د تور پوستو ژوند اهمیت لری ، د غورځنګ د بنسټ ګر یو خپلوان دې چی د پولیسو په وسیله د شوک ورکونکی الې د استعمال له امله ووژل شو .
په ۲۰۲۲ کال کی د دغه ښار پولیسو څه د پاسه ۲۰۰۰ ځله له تاوتریخوالي او زور استفاده کړی ده چی په دغو کی یودیرش موردونه د مرګ سبب شوي دي . د لاس انجلیس پولیسو اعتراف کړی دی چی دغه شمیر ډیر زیات دې خو د دغې ادارې لپاره ډیر کم دې .
په عین حال کې د تورپوستو ځان اهمیت لری ، غورځنګ یوه بنسټ ایښودونکی پتریس کالرز چی د کینان انډرسن تره زوې دې ، په انسټاګرام کې په یوه یادښت کې ویلی دی ، زما تره زوی پولیسو وواژه . لاس انجلس هیڅ معقول او سالم جوړښت نلری هیڅ واقعی خدمات نلری یوازې او یوازې پولیس ، پولیس ، پولیس
له بلې خوا یوې امریکایي موسسې چي په دغه هیواد کې د پولیسو تاوتریخوالې څیړي په خپل راپور کې ویلي چي په تیر میلادی کال یعني په ۲۰۲۲ کې ۱۱۷۶ کسان د پولیسو له لورې وژل شوي دي، سره له دې شمېرنې ښودنه کوي چي د پولیسو افسران د امریکا په ځینو ښارونو کې د جرم او جنایت زیاتوالې ته په کتو سره له زیات ګواښونه او خطرو سره مخامخ شوي هم دي، دغه امریکایي موسسې چي د پولیسو له لورې تر سره شوي وژلې څېړي د تور پوستو له کمپین ملاتړ کوي.
دغه موسسې ویلي چي په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د تېر کال په پرتله ۳۱ تنه زیات د پولیسو له لورې وژل شوي دي، په شمېرنو کې هغه کسان هم شاملیږي چي په الکټریکي شوک او یا هم په ډزو ویشتل شوي دي.
په تېر کال کې کابو هره ورځ درې کسان د پولیسو له لورې وژل شوی دی، یوازې ۱۲ ورځې په ټول کال کې دي چي د پولیسو له لورې څوک وژل شوی نه دی، په ۱۱۷۶ کسانو کې چي د امریکې د پولیسو له لورې وژل شوي ۱۳۲ داسي کسان هم شامل دي چي هیڅ جرم یې نه وو کړی او جرمي مخینه یې هم نه وه درلودلې. په وژل شویو کې ۲۴ فیصده تورپوستي دي، خو دې ته په پام سره چي تورپوستې یوازې د امریکا۱۳ فیصده نفوس جوړوي، د تور پوستو ۲۴ فیصده وژله د هغوی په وړاندې د امریکا د پولیسو د غرضي زور اوتاوتریخوالي ښودنه کوي.
په امریکا کې په بې مخینې ګرانۍ او انفلیشن پسې درملیز لګښتونه دومره زیات شوی چی د ګیلیپ دنوی نظر غوښتنې په اساس چی د نهې په ورځ خپره شوه ، په تیر میلادی کال کې څه د پاسه دریمه برخه امریکایانو خپله درملنه ځنډولی ده . دغه نظر غوښتنه وایی د هغوامریکایانو شمیر چی خپله یا د کورنۍ د کوم غړي درملنه یې ځڼډولی ده ، دولس فیصدو ته زیاته شوی ده چی په تیرو ۲۲ کلونو کې لوړ شمیر حسابیږي . د دغې نظرغوښټنې په اساس په امریکا کې بی مخینې ګرانۍ د دې یو اصلی دلیل دې .په امریکا کې د هر څیز بیې زیاتې شوي دي او د امریکا ولسمشر جوبایډن په نوی ۲۰۲۳ کال کې د خپل هیواد د اقتصاد لپاره زیاتې ټیتې هسکې اټکل کړی دي .
د امریکا کابو نیم امریکایی ځوانان له دو جمهوري غواړی او دیموکرات ګوندونو ځان لیرې کوي او ځان خپلواکه بولي . د ګیلیپ د نظر غوښتنې موسسې د نوی نظر غوښتنې په اساس د نوی زریزې کابو نیم ځوان رای ورکونکي د خپلواکه کسانو په توګه پیژندل کیږي . دا په داسې حال کی ده چی دغه شمیر په زاړو نسلونو کې له دریمې برخې کم وو . هغه بل مهم توپیر چی د نظر غوښتنو په اساس جوت شوی دی دا دې چی په پخواتنیو نسلونو کې بوډاګان د عمر په زیاتیدا سره کم په خپلواکه توګه پیژندل کیدل چی دا موضوع د ایکس نسل کسانو سره په ارتباط کې سمه نه ښکاري . دا نظر غوښتنه ښی چی په ټولو رای ورکونکیو ترمینځ ۴۱ فیصده خپلواکه دي ، په داسې حال کې چی ۲۸ فیصده دیموکرات اوپه هماغه اندازه جمهوري غواړي دي . په هارورډ پوهنتون کې د کینډی پوهنځی د سیاسی موسسې د نظر غوښتنې مدیر جان دلا ولپ وایی د زریزو کسان تل په سیاست کې خپلواکه دی او زیډ نسل چی له ۱۹۹۷ تر ۲۰۱۰ کلونو ترمینځ زیږیدلي دي ، د هماغه زریزو کسانو لاره کچ کوي .
هغه وویل دې ته په پام سره چی په ۲۰۲۴ کال کی کابو ۴۰ فیصده رای ورکونکي له دغو دو نسلونو دي ، د خپلواکه ځوانو رای ورکونکیو درک کول او لام بندۍ ته چمتو کول ضروری دي .
ده جوته کړه چی دیموکراتان باید د جمهوري غواړو وروستي ګډوډي او په ۲۰۲۲ کال کی د بایډن بریالیتوب په داسې شرایطو بدل کړی په ګوند یې د باور سبب شي . جمهوری غواړي هم باید زریزو اوزیډ نسل ته وښی چی د هغو خبرې اوري او له هغو سره خینې ورته ارزښتونه شریکوي . البته دا بهیر باید د وګړنیزو ازادیانو او حقوقو ته په درناوي سره پیل شي .
په ژمی کې چی په عفوني ناروغیو د اخته کیدا اندازه ډیره زیاته ده ، د امریکا میډیکل سټورونو د اموکسی سیلین اینټی بیوټیک درمل ختم کړي دي او دولت د درملو له بیړنیو زیرمو استفادې ته مجبوره شوی دی . اموکسی سیلین یوازنی درمل ندي چی د وړاندی کولو له کمښت سره مخامخ شوي دي . د درملو د کمښت او خوړو سازمان لږ تر لږه ۱۲۳ درملو کمښت اعلان کړی دی چی پکې مورفین ، د تنفس درمل او بی حسه کونکي لیډوکایین درمل هم شامل دي . امریکا یوازنې هیواد ندې چی د درمل له کمښت سره مخامخ شوی دی . د اروپایی اتحادیې څه د پاسه ۲۷ غړی هیوادونه لکه فرانسه ، جرمنی او ایټالیا هم ورته شرایط تجروبه کوي . دا پوښتنه مطرح کیږي چی ولې ډیر درمل له کمښت سره مخامخ دي ؟د خوړو او درملو سازمان د درملو کمښت د اومو موادو یا را میټرییل د وړاندی کولو په زمینه کې مشکلات او د تولید له کیفیت سره اړونده بولي . دا مشکلات بهرنی سرچینه لري . د امریکا ۹۷ فیصده اینټی بیوټیک په چین کې جوړیږي . امریکا د درملو د تولید لپاره د اړتیاوړ ۲۸ فیصده مواد تولیدوي ، حال دا چی چین او هند هم اوس د دغو موادو دریمه برخه تولیدوي . په چین کې د ذدرملو دتولید د کارخانو شمیر اوس دوه برابره زیات شوی دی . د کارپیژاندو په باور دا خطرناک شرایط دي . ځکه چی امریکا چین ته د خپل اصلی جیوپولیتیک سیال په توګه اجازه ورکوی .