د ریاض او واشنګټن د اړیکو لرلید(۴)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i126760-د_ریاض_او_واشنګټن_د_اړیکو_لرلید(۴)
له امریکا سره د عربستان د اړیکو د پیاوړتیا مهم هدف اساسا امنیتی دې . ال سعود په لویدیځه اسیا کې د ریاض له دریځونو دواشنګټن د ملاتړغوښتونکی دی
(last modified 2023-01-24T07:05:30+00:00 )
Jan 24, 2023 11:28 Asia/Kabul
  • د ریاض او واشنګټن د اړیکو لرلید(۴)

له امریکا سره د عربستان د اړیکو د پیاوړتیا مهم هدف اساسا امنیتی دې . ال سعود په لویدیځه اسیا کې د ریاض له دریځونو دواشنګټن د ملاتړغوښتونکی دی

 

د امریکا او عربستان اړیکي د شوروی له دړې وړې کیدا وروسته د سیمې او نړۍ په سویه د مهمو بدلونونو تر اغیز لاندې ورغلې چی ځینو ته پکې اشاره کوو . د تیلو له خرڅولوترلاسه شوی عایدات په نړیوال ډګر کې د ریاض د بهرني سیاست د تحرک اصلی عامل دی. عربستان د دغو عایداتو او نورو هیوادونو ته د پور ورکولو په وسیله په ځینو هیوادونو په تیره بیا عربي هیوادونوکې لوړ نفوذ لري . تیل د عربستان په اړه د امریکا په بهرنی سیاست کې مهم ځاې لري ، لکه څرنګه چی دامریکا پخوانی ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کی له برجام د امریکا له ویستلو وروسته د تیلو د نړیوالې بیې د زیاتیدا د مخنیوی لپاره د عربستان تیلو ته زړه ښه کړی وو . بل مهم ټکې دا چی تیل عربستان لپاره د امریکا په شمول له لویدیځ سره په اړیکو کې امنیتي کارندوالې لري او هغه یو داخلي عامل دی چی سعودي چارواکي له هغو له لویدیځ په تیره بیا امریکا سره د اړیکو د برابرولو لپاره ګټه پورته کوي . هغه موضوع چی په اساسی توګه د نویو کلاسیک پالو د نظر وړ ده .

له امریکا سره د عربستان د اړیکو د پیاوړتیا مهم هدف اساسا امنیتی دې . ال سعود په لویدیځه اسیا کې د ریاض له دریځونو دواشنګټن د ملاتړغوښتونکی دی . عربستان یو له هغو حوزو دې چی پکې د امریکا د ادعایی ارزښتونو او ګټو ټکر ډیر زیات لیدل کیږي . عربستان نه یوازې د هغه هیواد په توګه چی پکې بشري حقوق نه رعاتیږي بلکې په دنیا کې یو ظالم ترین رژیم په توګه پیژندل کیږی خو نه جمهوري غواړو او نه دیموکراټانو ونه غوښتل چی د خپل ادعا وړ ارزښتونو د پراختیا لپاره په عربستان پام وړ دباو واچوي .

هغه یوه مهمه موضوع چی د امریکا او عربستان په اړیکو اغیز شیندي ، د ایران په داخلي چارو کې  د لاس وهنې په شمول د عربستان سیمه ایزې مداخلې دي . په تیره بیا د ایران د اسلامي انقلاب له رامینځته کیدا وروسته عربستان د سیمې د یوه تانیدار په توګه پاتې شو او د امریکا دمتحد په توګه  د اړونده تانیدار ځای ډک کړ . عربستان په مذهبي او ایدیالوجیکو مساییلو کې ایران ته تل د یوه دودیز سیال په توګه ګوري . په دې دلیل په ۱۹۷۹کال کې د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه وروسته  د عربی ساز باز کونکیو هیوادونو په تیره بیا عربستان یو سیاسی هدف او کړچار د اسلامي ایران پرضدله نړیوال امپرالیزم سره ملګرتیا او له امریکا ملاتړ دې .

د ایران په موضوع کې د عربستان او امریکا ګډ تکې په لویدیځه اسیا کې د مقاومت له چورلیز سره مخالفت دې چی د ایران تر ملاتړ لاندې دي . پیاوړې او د اسلامي وحدت چارجی ایران په سیمه کې د عربستان تر ټول مهم سیال دې چی ریاض له دغه هیواد سره د قدرت د انډول د رامینځته کولو لپاره ډیر لګښتونه کړي دي . امریکا هم د ایران د نفوذ پیاوړتیا او په لویدیځه اسیا کې د مقاومت چورلیز د موقعیت پیاوړتیا د صیهونیسټ رژیم له امنیت سره په تضاد کې ګڼی . په دې سره هم امریکا او عربستان ایران ته د ګواښ په توګه ګوري او له دغو دوهیوادونو هیڅ هیواد ګروهنه نلري چی ایران په سیمه کې په مسلط قدرت بدل شی .

د صیهونیسټ رژیم موضوع هم په هغو موضوګانو کې شامله ده چی د امریکا او صیهونیسټ رژیم په اړیکو اغیزمن دی . په امریکاکې د صیهونیسټ رژیم لابی په دغه هیوادکې یوه مهمه لابی حسابیږي . د سټیفن والټ او جان میر شایمر په وینا د صیهونیسټ رژیم لابی د امریکا په اغیزمنو سازمانونو او ډلو کې د نفوذ لپاره رامینځته شوی ده تر څو وکولې شی د امریکا په بهرنی سیاست او د دغه هیواد د ملي ګټو په لومړیتوبونو اغیز وشیندي .

په دغه موضوع کې هم امریکا عربستان ته اوزاری کتنه لري . امریکا د صیهونیسټ رژیم د امنیت د ساتلو لپاره له عربستان سره د اړیکو پیاوړتیا ته ضرورت لري ځکه په داسې حال کې چی ایران د اسراییلو رژیم خپل لومړې درجې دښمن تعریف کړی دی ، له عربستان سره د دغه رژیم په اړیکو کې تاوتریخوالې کولی شی د اسراییلو رژیم په لویدیځه اسیا کې له زیاتو امنیتی مشکلاتو سره مخامخ کړي . په دې اساس امریکا د صیهونیسټ رژیم او عربستان ترمینځ د اړیکو عادی کول او همداراز له اسراییلو رزیم سره د عربی هیوادونو د اړیکو له عادی کولو د ریاض ملاتړ د ابراهام یعنی ابراهیم د پروژې په چوکاټ کې پام وړ ګرځوی .

امریکا او عربستان زاړې اقتصادي او تسلیحاتي اړیکي لري . د امریکا او عربستان د اړیکو ماهیت له لومړیو د تیلو او امنیت له چورلیزه ګرځي . امریکا تراوسه له عربستان سره د وسلو د څو میلیارډ ډالری تړونونو په تړلو سره ډیره زیاته ګټه ترلاسه کړی  ده . حاضر دمه عربستان په عربي هیوادونو کې تر ټولو زیاته پوځی بودجه لري . امریکا دعربستان د تیلو یو اصلی ګاهک او عربستان هم د امریکا د وسلو یو مهم ګاهک او مشتری دی . د سعودي چارواکو په ګومان د عربستان د امنیت یوه برخه د وسلو په اخیستلو سره بشپړیږي .

یو بله  نوی مهمه موضوع چی دامریکا او عربستان په اړیکو یې اغیز شیندلې دې په عربی نړۍ کې داسلامي ویښتیا مسله ده چی له ۲۰۱۱ کال راهیسې پیل شوه . دغه موضوع له دې زیاته چی د امریکا او عربستان د اړیکو د پیاوړتیا سبب شی د دواړو هیوادونو ترمینځ د لیری کیدا سبب شوه . امریکا په بحرین او یمن موضوګانو کې له عربستانه ملاتړ وکړ، د سوریې په موضوع کې هم دواړو ترمینځ کومه جدی ستونزه رامینځته نشوه ،  خو دغه کړچار د اسلامي ویښتیا په وړاندې په امریکا د عربستان د باور سبب نه شوه ځکه چی امریکا د مبارک د نسکوریدا او په تیونس کې د بن علی د نسکوریدا د مخنیوی لپاره کومه هڅه ونکړه چی دغې چارې د سعودی حاکمانو لپاره دا ذهنیت رامینځته کړ چی امریکا لپاره وګړي د مصرف نیټه لري او واشنګټن په ضروری موقعو کې په لویدیځه اسیا په تیره بیا خپلو نږدې متحدانو ملاتړ ته نه چمتو کیږی .

یوه بله هغه موضوع چی داسې ښکاری د عربستان او امریکا په اړیکو کې اغیزمنه وی ، عربستان ته د بایدن کتنه او د روسیې او یوکرین په جنګ کې له واشنګټن سره د ریاض ملګرتیا نه کول دی . له بایدن د عربستان د غوښتنو نه پوره کیدا او د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د ټرمپ د ستنیدا خوب سبب شوی چی دغه هیواد د یوکرین په موضوع کې له امریکا سره ملګرتیا ونکړی . دغې مسلې د امریکا او عربستان ترمینځ د اړیکو د دوام په اړه  د امریکایی چارواکو ترمینځ شکونه رامیڼخته کړي دي . ځینې امریکایان په عربستان سخت غوسه دي او په دی باور دي چی دغه هیواد د واشنګټن امنیتی ملاتړونو ته مناسب ځواب ندې ویلې .

دامریکا پخوانې ډیپلوماټ الیزابت شکلفورډ وایی له عربستان سره د امریکا زاړه ملګرتیا اومشارکت له شیطان سره په معاملې بدله شوی ده خو شیطان په خپلو ژمنو عمل نه کوی نو د دې وخت راسیدلې دې چی مونږه هم هغه پریږدو .

پای