د افغانستان او د پاکستان ورځپاڼې
په سر کې د ایران د اسلامي جمهوریت ورځپاڼو ته کتنه کوو چي د اکراین له جګړې نیولې بیا د ویانا تر غونډې او تهران ته د روسیې د پارلمان د مشر د سفر په هکله بېلابېلو مطالبو ته انعکاس ورکړي دي.
ورځپاڼو ته د کتنې په ننۍ خپرونه کې به لومړی د تهران چاپ «وطن امروز» ورځپاڼه راواخلو چي بروکسل کې د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران په خلاف د اروپایي پارلمان د وړاندیزي پریکړه لیک په هکله لیکنه کړې ده.
د سرمقالې عنوان دی له بروکسل څخه ویانا ته د اروپایي چارواکو تېښته !!!!
ورځپاڼه لیکي چي د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو د وزیرانو له لورې د ترهګرو په لیست کې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د شاملولو لپاره د اروپایي پارلمان د وړاندیزي پریکړه لیک د څېړلو وخت را ورسېدل، خو د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو د اروپایي پارلمان له وړاندیزي پریکړه لیک سره، مخالفت وکړ خو په ترڅ کې یې د ایران په ضد نوي بندیزونه اعلان کړ.
د ورځپاڼې په وېنا، د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو د تېره ورځ په غونډه کې د ایټمې انرژیو د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي ته د بلنې په ورکولو سره، هڅه وکړه چي د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران په ضد د اروپایي پارلمان وړاندیزي پریکړه لیک ایران سره په ایټمي خبرو اترو کې د فشار په یوه اړم باندې بدل کړي او له دې لارې ایران څخه امتیازات تر لاسه کړي.
یاده غونډه کې د اروپایي پارلمان د بهرني سیاست مسئول جوزپ بورل وویل: تاسو دا نه شئ ویلای، سپاه ترهګر ګڼم ځکه چي مي خوښ نه دي، ها خوا بیا د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بربوک ویلي چي له دې وړاندیز څخه ملاتړ کوي خو د ترهګرو په لیست کې د سپاه د شاملولو په هکله باید بحث وشي.
دغه ورځپاڼې همداراز د جنوبي کوریا له لورې د ایران د کنګل شویو شتمنیو په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند ناصر کنعانی چافي خبرو ته انعکاس ورکړي او لیکلي دي: د جنوبي کوریا سره به وګورو
ورځپاڼه لیکي: د تهران په وړاندې له ډیپلماټیک روال نه بهر د جنوبي کوریا اقدامات رسنیو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت د ویاند د غونډې موضوع وه، د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل: په جنوبي کوریا باندې د ایران قرضې، زمونږ د ولس قانوني حق دي، له جنوبی کوریا څخه په نړیوالو اداراتو کې شکایت شوی، جنوبی کوریا له هیڅ قید او شرط نه پرته باید د ایران پورونه ادا کړي، لیکن جنوبی کوریا په دې زمینه کې ملګرتیا نه کوي او حتي هغه برخو کې چي له بندیزونو څخه اغېزمن نه دي، د ایران د پورونو له ورکولو څخه ډډه کوي. کنعانی په دوام کې یادونه کړې چي ایران به له جنوبي کوریا څخه د خپلو شتمنیو د تر لاسه کولو لپاره له مناسبو اوزارونو څخه به کار واخلي.
عزیزانو اوس هم را ځو د تهران چاپ بلې ورځپاڼې اطلاعات ته!!
د تهران چاپ دغه ورځپانې هم بېلابېلو مسایلو ته انعکاس ورکړی دی، ورځپاڼه لیکې چي د صهیونیست رژیم یو بل سفیر هم د نتانیاهو په سیاستونو باندې د اعتراض له امله خپله استعفا وړاندې کړه.
ورځپاڼه لیکي: په صهیونیستي ټولنه کې د کړکېچ له زیاتوالې او په لوړو فوځي او سیاسي کچو کې د اختلافاتو رامینځ ته کېدو سره هممهاله په کاناډا کې د صهیونیست رژیم سفیر نتانیاهو سره په مخالفت کې له خپلې دندې استعفا ورکړه. رونین هافمن ویلي: د نتانیاهو په تندلارې کابینې د اعتراض لپاره استعفا ورکوي، د ورځپانې له راپور سره سم، دا دوهم صهیونیستي سفیر دی چي نتانیاهو سره په مخالفت کې استعفا ورکوي.
ورځپاڼه همدارنګه په ترکیې د سوېډن په خلاف د پراخو لاریونونو د تر سره کېدو خبر ورکوي.
د ورځپاڼې له راپور سره سم، په ترکیې کې د علماو سیاستوالانو او عامو خلګو په شمول په لسګونو زره کسانو بازارونو ته راوتلي او په سوېډن کې د قرآن شریف د سوځولو په غندنې سره، په یوه غونډه کې سوېډن ته د دې کار د پایلو په هکله خبرداری ورکړ. ها خوا بیا په یمن کې هم په لسګونو زره کسانو له قران شریف څخه په ملاتړ او سوېډن سره په مخالفت کې مظاهرې وکړې او په دې زمینه کې د ځینو عربي هیوادونو په چوپتیا سختې نیوکې وکړې.
عزیزانو اوس هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې ته به یوه کتنه وکړو.
دغه ورځپاڼه لیکي چي سعوديانو د عربستان دروازې د صهیونیستانو په مخ پرانیستل، دغه ورځپاڼه لیکي چي د سعودي ولیعهد بن سلمان اسرائیل رژیم سره د اړیکو د رغولو د زمینې د برابرولو په موخه د عربستان دوو جزیرو یعني تیران او صنافیر ته د ټوریزم لپاره صهیونیستانو د ویزو د ورکولو جواز صادر کړ. د ورځپاڼې له راپور سره سم، د سعودي ولیعهد غواړي د عربستان په دغه دوو جزیرو کې قمارخانې او د عیش او عیشرت لپاره لوکس هوټلونه جوړ کړي او اسرائیلیانو ته اجازه ورکړي چي دغه ځای ته د عیاشی لپاره سفر وکړي.
ورځپاڼه همداراز لیکي چي په صهیونیست رژیم کې سیاسي او اقتصادي ستونزې او اختلافات سبب شوي چي ۱۵۰ زره صهیونیستان د تل ابیب او د نیواکي فلسطین په نورو ښارونو کې د نتانیاهو په ضد مظاهرو ته وتلي دي، هغوی ټوله د نتانیاهو د کابینې ړنګېدا د اسرائیل د رژیم د کړکېچ د هوارولو یوازنۍ لاره بولي.