سپکاوی، د لوېدیځ تمدن ډالۍ
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i127682-سپکاوی_د_لوېدیځ_تمدن_ډالۍ
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د سپکاوی، د لوېدیځ تمدن ډالۍ ترعنوان لاندې مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. په دې برنامه کې مو په ځینو اروپايي هېوادونو کې د قرآنکریم سوځولو لاملونه څېړلي دي. له موږ سره و اوسئ.
(last modified 2023-02-09T19:18:47+00:00 )
Feb 09, 2023 16:09 Asia/Kabul
  • سپکاوی، د لوېدیځ تمدن ډالۍ

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د سپکاوی، د لوېدیځ تمدن ډالۍ ترعنوان لاندې مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. په دې برنامه کې مو په ځینو اروپايي هېوادونو کې د قرآنکریم سوځولو لاملونه څېړلي دي. له موږ سره و اوسئ.

په دې وروستیو اونیو کې په اروپا کې له اسلام سره د دښمنۍ نوې څپې، بل جنجال رامنځته کړ. بیا هم عصري جاهلیت له یو میلیارد څخه د زیاتو مسلمانانو له عقایدو او باورنو سره مقابلې ته مخه کړه. د سویډن په ستکهلم کې د ترکیې سفارت مخې ته د قرآنکریم نسخه وسوځول شوه. دا ناوړه عمل په ډنمارک کې د سخت دریځه ښې اړخي د اسلامي ضد ګوند "سټرام کورس"  (Stram Kurs)د مشر "راسموس پالوډان" Rasmus Paludan)) له خوا د سویډن د حکومت او پولیسو په ملاتړ او اجازې ترسره شو. سپکاوي کوونکي ادعا کوي چې د بیان آزادي دوی ته اجازه ورکوي چې د مسلمانانو مقدساتو ته سپکاوی وکړي. حال دا چې هر هوښيار سړی پوهېږي چې آزادي حدود لري او لوېديځ په دې اړه په خپلو سياستونو کې ډېر په تناقض کې دی.

د ویکي لیکس ویب پاڼې د بنسټ ایښودونکي "جولیان پاول اسانژ" (Julian Paul Assange) خاطرې تراوسه هیرې شوې نه دي، چې هغه یې د حقایقو د افشا کولو له امله د پولې له بلې غاړې په غیر قانوني او غیر انساني طریقو سره ونیولو او امریکا ته یې راوستو. د ۲۰۱۹ کال د مې په لومړۍ نېټه، آسانج په لندن کې د یوې انګلیسي محکمې د سزا له پامه غورځولو له امله، په ۵۰ اونیو بند محکوم شو.

اوس هم موږ په غربي او اروپايي هېوادونو کې د مظاهرو او حتی نیوکو له امله، د پولیسو د تاوتریخوالي او ډارولو شاهدان یو. همدا اوس ، د پولنډي هلک عکس په ټولنیزو پاڼو کې لاس په لاس کېږي، چې د پولیسو لخوا نیول شوی او یوازې په دې جرم چې د همجنس بازانو د لاریون په لاره کې، د مسیح صلیب یې په لاس کې نیولی وو او شعار یې ورکولو چې: مسیح له شیطان او ګناه سره مبارزه وکړه.

په نویو خبرونو کې دا هم ویل شوي چې پر صهیونیستي رژیم یوې نیوکه کوونکې او قانون جوړونکې الهان عمر(Ilhan Omar)د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو چارو له کمېټې څخه د رایو په وسیله لیرې شوې ده. میکس میلر (Miller) په هغه پریکړه لیک کې چې له دې کمېټې څخه د الهان د ګوښه کېدو غوښتنه یې کړې وه، د هغه نیوکې د یهودیت ضد وبللې.

ایلهان عمر؛ امریکايي قانون جوړوونکې او د صهیونیستي رژیم منتقده

حقیقت دا دی چې د بیان آزادي په لوېدیځ کې د بشري حقونو یو له ښکلو شعارونو څخه دی او د خپلو شومو اهدافو د تحقق لپاره یوه ښه پلمه یادوي. لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده، دا لومړی ځل نه دی چې د بیان د آزادۍ تر پلمې لاندې توکمپالو د منځنیو پېړیو په چلند سره اسلام او مقدساتو ته سپکاوی کړی دی. په 1988 کې د( آیات شیطاني) د کتاب له خپرېدو څخه نیولې بیا تر دې فلمونو پورې لکه د تیوډور وان ګوګ له خوا په 2004 کې د" تسلیم "(Submissio) او "فتنه"(Fitna) د هالنډي سیاستوال او د ښې اړخه(د ازادۍ لپاره) ګوند مشر ګیرټ ویلډرز له خوا په (۲۰۰۶) کال کې، چې پکې د ازادۍ تر نامه لاندې د نړۍ له یو میلیارد څخه د زیاتو مسلمانانو اسلامي مفکورې او عقیدې ته سپکاوی شوی دی.

په ۲۰۱۱ کال کې د امریکايي پادري "ټیري جونز Terry Jones " له خوا د قرآن سوځول او په ۲۰۱۵ کال کې د فرانسوي ناوړه مجلې "چارلي ابدو" سپکاوی د اسلام او قرآنکریم په وړاندې د لوېدیځ توکمپالو نور چلندونه دي. راسموس پالوډان په 2019، 2020 او 2022 کې خپل اسلاموفوبیک کړنې تکرار کړې. لکه څنګه چې سږکال مو په خبرونو کې واورېدل، دا کرغېړن عمل لومړی په سویډن کې د پالوډان له خوا، بیا په یو څو هېوادونو لکه هالنډ کې، د ښې اړخې پیګیدا ډلې مشر "اډون واجینسویلډ Edwin Wagensveld " له خوا دوام درلود.

اډون واجینسویلډ؛ په هالنډ کې د یوې افراطي ډلې مشر

که څه هم دې سرغړونو د میلیاردونو خلکو زړونه ژوبل کړي دي، خو قرآنکریم یې تر بل هر وخت ډېر روښانه او نړۍ ته ورپېژندلی دی. نن ورځ قرآن په نړۍ کې د لوستلو کتاب ګرځېدلی، څېړنه پرې شوې او ډېر تود هرکلی یې شوی دی. قرآنکريم د توحيد او د پروردګار د پېژندلو کتاب او د ژوند تر ټولو غوره تګلاره ده. د قرآن کابو ۵۰۰ آيتونه د احکامو او عباداتو په اړه دي او پاتې نور يې د اخلاقو، د عدل او انصاف د ټينګښت او له مستکبرانو سره د مبارزې لپاره د مؤمنانو د هڅونې په اړه دي. د بشر د حقونو ساتنه او پر یو بل باندې ظلم او تیری نه کول د قرآن کریم له ټینګاري حکمونو څخه دي.

د قرآنکریم له اړخه انسانان بایدخپل ایمان د عقل او منطق له مخې ټینګ کړي، ځکه چې اجباري ایمان هېڅ ارزښت نه لري. د یونس سورت په ۹۹ آیت کې فرمايي: که خدای تعالی غوښتي وای هغوی ټول چې د ځمکې پرمخ دي، دوی ټولو(په زوره) ایمان راوړلو،آیا تاسو غواړئ چې خلک اړ کړئ ترڅو ایمان راوړي؟

قرآنکریم د هدایت لپاره ټولو ته لاره هواروي، ترڅو په هوښیارۍ سره پرېکړه وکړي؛ حتی د توبې سورت په ۶ آیت کې پیغمبر(ص) ته امر کوي چې مشرکانو ته امنه فضا رامنځته کړي، ترڅو دوی د خدای تعالی کلام واوري، شونې ده دا خبرتیا د دوی د هدایت لامل وګرځي. فرمایي: که یوه مشرک له تاسو پناه وغوښته، ورته پناه ورکړه، ترڅو د خدای کلام واوري او بیا یې خپل امن ځای ته ورسوه، ځکه چې دوی ناپوه خلک دي.

خدای تعالی، علم او پوهه د قرآن لپاره د قضاوت اساس ګڼي او ټول خلک قرآن ته د فکر کولو لپاره رابولي. ځکه چې قرآن د پوهانو په خبره، ترټولو سترعلمي اعجاز دی.

اوس باید پوښتنه وشي چې ولې هغه کتاب ته سپکاوی کېږي، چې ټول رڼايي، هدایت او د انبیاوو د پیغامونو او حالاتو بیانوونکی دی؟

د دې پوښتې ځواب کولای شو د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې د انګلیس لومړي وزیر او سیاستوال ګلادستون په دې خبره کې پیدا کړو، ده د هغه هېواد د عوامو په ناسته کې په خبرو کې وویل: ترکله چې قرآن د مسلمانانو د ژوند برنامه وي، د مسیحیت نړۍ په ستر ګواښ کې ده. تاسو مسیحي سیاستوالو ته اړین دي چې قرآن ته اور واچوئ!

له شک پرته، د قرآن له سوځولو د ګلادستون موخه، د یوه کتاب سوځول نه ده، بلکې د هغه احکامو او معارفو مخنیوی دی، کوم چې هرڅومره ډېر په اړه یې پوه شي، ډېری په زړونو کې ځای نیسي او ښکلي او جوړوونکي قوانین یې هغه ته په سوځولو او سپکاوي سره، چې د بشریت په حق کې ستر ظلم دی، له منځه نه ځي.

ستر مرجع آیت الله مکارم شیرازي وايي: د انسانانو له روح سره د عقایدو نفوذ او یوځای کېدل، د دې لامل شوي چې د نورو عقایدو او مقدساتو ته سپکاوی د اسلام له اړخه منعه وي، ولو دا چې بت پرسته او مشرک وي؛ ځکه د اسلام موخه د نېکمرغۍ او سعادت په لور د انسانانو هدایت ده. سپکاوی د یوه شخص د بې ادبۍ، کمزورتیا او بې منطقۍ نښه ده او د منطق، ادب او برهان لرونکي شخص له لوري نه صادرېږي، ځکه چې یو منطقي شخص پوهېږي چې که وغواړي د سپکاوي په ژبې، هغه هم د یوه شخص یا یوې ډلې مقدساتو ته سپکاوی وکړي، باید د مقابل لوري ورته کړنې په تمه وي، خدای تعالی په دې برخه کې د انعام سورت په ۱۰۸ آیت کې فرمايي: «ولَا تَسُبُّوا الَّذِینَ یَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ فَیَسُبُّوا اللَّهَ عَدْوًا بِغَیْرِ عِلْمٍ»؛ د هغه کسانو معبود ته چې له خدایه پرته د بل چا عبادت کوي، سپکاوی مه کوئ، داسې نه چې دوی په ناپوهۍ سره خدای ته سپکاوی وکړي.

خو باید پام وکړو چې د نورو مقدساتو ته له سپکاوي ډډه کول، د دوی مقدساتو ته د درناوي په معنی نه دی. د ناسمو مقدساتو او باورنو له پیروانو سره د تعامل په اړه د دین سپارښتنه، په عقلاني ډول د دوی نقدول دي.

د کارپوهانو له آنده، قرآنکریم ته وروستی سپکاوی، په اسلامي ټولنو کې د وېښتیا په اړه د دې کتاب له رول سره د اسلام د دښمنانو عصبانیت له اړخه دی؛ ځکه چې دوی تل د خلکو له هوښیارۍ او د اسلامي پوهاوي څخه د مخنیوي لپاره د یوې لارې د موندلو په لټه کې وو. د شمېرو له مخې، په اروپا کې د مسلمانانو شمېر د ډېرېدو په حال کې دی او په دې منځ کې، سویډن او فرانسه په لومړي سر کې ځای لري؛  داسې ښکاري د اروپايي دولتونو په ملاتړ له اسلام سره د دښمنۍ ګامونو ډېروالی، د مسلمانانو نفوسو ډېروالي سره د مقابلې لپاره ترسره شوی دی او په اوسني وخت کې قرآنکریم ته سپکاوی،له هرڅه ډېر، یو سیاسي ګام او د اسلام په اړه د وېرونې لپاره له مخکې د یوه پلان شوي کار ښکارندويي کوي.

خو نن په داسې شرایطو کې یو چې  نړۍ د یوه اساسي بدلون کتونکې او د خدای د عبودیت په لور روانه ده. په نړۍ کې د استکباري طاقتونو فشار په دې ډول دی چې  ژوند یې  تنګ کړی. ناپوهي، لوږه، جنګونه، برین واشنګ او په زرګونو سایبري بریدونه او د سپکاویو څپې هغه ناورین دی چې د ټولنې آرامښت یې ګډوډ کړی دی، دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالو حقونو د میثاق له مخې هر ډول د جنګ تبلیغ او داسې ترغیب چې د کینې، نفرت، جګړې او تبعیض لامل شي منع دی.

  اسلام د خدای له لورې یوه رڼا او داسې دین دی چې خدای د نیکمرغۍ تر ټولو لوړه لاره ګرځولې ده، که څه هم د ځینو هېوادونو نه خوښیږي چې دا حقیقت ومني خو دا رڼا ګلېدونکې نه ده. د انقلاب د مشر په وینا  نړۍ د اساسي خو تدریجي بدلون په حال کې ده  او موږ له تاریخي پیچ سره مخ او یا پکې دننه یو. د دیني سپېڅلتیاوو سپکاوی نه یوازې دا او دینداران کمزورې کوي، بلکې موحدان به د الهي ارادې د پرځایښت په لاره کې لا هوډمن کړي.

ژباړه: زماني