Feb 21, 2023 15:03 Asia/Kabul
  • شعبان د پیغمبراکرم (ص ) میاشت

پیغمبر اکرم ص فرمائيلی دي شعبان زما میاشت ده هرچا په دغه میاشت کې یوه روژه وساتله پرهغه بهشت واجبیږي

 

د رجب مبارکه میاشت په داسې حال کې تیره شوه او د شعبان میاشتې ته ورداخل شوچی له ۲۰۲۰ کال راهیسې د کرونا نه بلل شوی میلمه زمونږ میلمه شو او خلکو لپاره یې په کورکښینستل اجباری کړل .  له یوه پلوه د عبادي پروګرامونو لغوه کیدا او د مذهبي مناسبتونو نه ترسره کیدا او له بلې خوا د جماعت لمانځونو بنیدا او د امامانو د سپیڅلی حرمونو د دروازو تړل کیدا د پیغمبر اکرم (ص) او اهلبیتو اطهارو عاشقان او مومنان له ډیرو توفیقاتو محرومه کړل خو د ډیرو دیندارانو په وینا دا ویروس یو نوې ازمښت او امتحان دی ، هغه امتحان چی د توسل او پالونکی ته د پام او الهی مرستې غوښتنې په شان د نورو پروګرامونو په ورځای کولو سره له هغه د یوه فرصت په توګه استفاده کیدلې شی . قران کریم  د اعراف سورت په ۲۰۵ ایت کې فرمایی ، خپل پالونکی په خپل زړه کې په تضرع ، ویرې ، ارام سهار او ماښام یاد کړئ او له غافلانو ونه وسئ  .

. دشعبان میاشت یوه هغه میاشت  ده چې د اسلام په پاک دین کې  ډير اهمیّت لري . دغه اهمیّت  دهغه ظرفیّت له پلوه دی چې  دغه میاشت د مومنانو د معنوي ژوند په لوړتیا کې  ورڅخه برخمنه ده . په الهي  دینونو کې  دکال ځينو وختونو او ورځو ته ډير پام شوی او ځانګړی اهمیّت ئې غوره کړی دی.شعبان میاشت یوه هغه  میاشت ده چې د اسلام په دین کې خاص اهمیّت لري  او د مومنانو د ورحاني ودې لپاره  پکې دخاصو عملونو سپارښتنه شوې ده .

 شعبان المعظم  د قمری هجري کال د کال هیندارې  اتمه میاشت ده  چې مسلمانان پکې  خاص آداب او عملونه ترسره کوي.  د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) فرمائيلي دي ، رجب میاشت د خداي میاشت ده ، شعبان میاشت زما میاشت ده او دروژې مبارکه میاشت هم زما د امت میاشت ده .

دغه رازئې په  په یوه بل ځاي کې فرمائيلي دي شعبان زما میاشت ده ،  خداي د وبخښي هغه څوک چې   له ما سره په دغه میاشت کې ملګرتیاوکړي .

 البته  باید پوهه شو چې  په شعبان میاشت کې د خداي له رسول (ص ) سره  مرسته  څه معنا لري . ؟

 له صفوان جمال روایت شوي  چې وئیلي ئې دي ،  حضرت امام صادق علیه السلام  راته وفرمائيل هغو کسانو ته چې د تاشاوخوا موجود دي  د شعبان دمیاشتې د  روژو ساتنې سپارښتنه ورته وکړه .،  نو ما ورته عرض وکړ ، زه له تاقربان شم،    په دې کې څه فضیلت  وینئ ، وې فرمائيل ؛ هو! په رښتیا چې  دخدای رسول  هرکله  دشعبان  میاشت لیدله ، نوهغه جارچي ته چې  په مدینې کې ئې نغاره غږوله ،  امر کاوۀ، چې اعلان وکړه ،  ائ د مدینې  اوسیدونکو ، زه د خداي له خوا پر تاسو مبعوث شوی یم ،  خبر شئ ، شعبان زما میاشت ده ،نو خداي دې رحمت وکړي پر هغه چا چې  په دغه میاشت کې له ماسره ملتیا (مرسته ) وکړي ،یعني  روژه وساتي .

 د روژي ساتل  له سهار وختي څخه تر غروب پورې له خوراک او څښاک څخه ډډه کول  دي ، خو د روژتي  کمال په دې حد کې نه خلاصه کیږي ،روژه په بشپړ معنا کې ،له هرډول هغې ګناه  او غیراخلاقي چلند څخه ډډه کول دي چې د نورو د کړوَلو او یا د الهي قوانینو چخڼي کولو سبب کیږي .

 داسلام ګران پیغمبرحضرت محمد مصطفی (ص) فرمائي، شعبان  هغه میاشت ده چې د انسانانو عملونه لوړیږی،په داسې حال کې چې خلک ورڅخه غفلت کوي .

په شعبان میاشت کې روژه ساتل ډیرغوره عمل دی . سره له دې چې  د روژې مبارکه میاشت ، د روژې ساتنې  دمیاشتې په توګه  پيژندل کیږي  او  د روژې مبارکې میاشتې په درستو ورځو کې پر  هغو مسلمانانو روژه ساتل، چې د لرلو قدرت ئې لري ، واجبه ده ، خو  په شعبان میاشت کې  پر روژې ساتنې ټينګار او سپارښتنه ئې  په څه دلیل ده.؟  . هماغه شان چې  پیغمبر اکرم  فرمائيلی دي ؛ شعبان ز ما میاشت ده، هرچا په دغه میاشت کې یوه روژه  وساتله ، پر هغه بهشت  او جنت واجبیږي .

په شعبان میاشت کې یو بل عبادي او سپارښتنې وړعمل په پیغمبراکرم ص درود او صلوات استول دي . په شیعی کلتور کې صلوات استول ځانګړی ځای لري ، په دې ډول چی رسول ا... مبارک د بخیل کس په معرفی کولوکې فرمایلی دی واقعی بخیل هغه کس دی زما نوم یې په مخ کې واخیستل شی او پر ما صلوات وانه ستوی . او د صلوات د کیفیت په اړه هم فرمایی چی پر ما د صلوات استولو په وخت خپل غږ پورته کړی ځکه چی له زړونو نفاق ختموي .

حضرت امام خمینی رح په اسرار الصلوه کتاب کې په پیغمبر اکرم ص د صلوات د فضیلت په اړه د یوه روایت په بیانولو سره لیکی هغه کس چی په پیغمبر اکرم ص صلوات استوی او درود وایی باید ځیر ووسی چی عمل یې له دغه صلوات او سلام سره په تضاد کې نه وی ځکه چی د صلنوات روح درناوی او تحیت دی او د سلام او صلوات روح له ځورولو او اذیت کولو سره مخالف دی . هغو په دوام کې زیاتوی پس هر وخت چی په پیغمبر او د هغو په ال درود او صلوات استوئ او په ژبه مو په پیغمبر درود واستوه خیال وساتئ چی په خپل عمل سره هغو ته ازار ونه رسوئ چی په دې بڼه کې به د تاسو قول له عمل سره مخالف وی ځکه چی په ډیرو روایتونو کې رسول ا... مبارک او ایمه اطهارو ته د تاسو د اعمالونو د وړاندی کولوخبره شوی ده .

هغه کارونه چی د دین مشرانو او پیشوایانو به په شعبان میاشت کې ترسره کول ، له مهربان خدای سره مناجات دی . په دغو مناجاتو کی د شعبانیه مناجاتو ته اشتاره کولې شو چی له امیر المومنین او د هغه حضرت له بچیانو دی چی په دغه میاشت کې به یې لوستل . په دغو مناجاتوکې له خداوند متعال سره د بنده د معاملې د څرنګوالي په اړه ډیر علوم راغلی دی چی د خدای تعالی په نسبت د استعفار ، دعا  ، د حق د معرفت په روده کې د ادب په بیانولوکې راغلی او د هستۍ له خالق سره د مناجاتو ظریف او لطیف استدلالات بیان شوی دی . همداراز په دغو دعاګانو او مناجاتو کې د خدای تعالی د قرب او لقا په معنی کې روښانه او جوت دلایل برابر شوي دي چی د هغه په وسیله د انسانانو شکونه لیری کوی . د شعبانیه مناجات د شعبان میاشتې یو مهم عمل بلل شوی او له هغه غفلت د دغې میاشتې له ټولو خوبیانو غفلت دی . د شعبانیه مناجاتو په یوه برخه کې لولو ، پالونکیه زمونږ د زړه او ځان سترګې روښانه او ځلا کړه په هغه شعا چی ورسره تاته وګوری تر دې چی دغه زړونه او سترګې د نور پرده وشلوی او د تا د مقام لویتوب او عظمت معدن سره یو ځای شی او زمونږ روح او روان له تاسره  د ارتباط په واسطه  عزیز او زمونږ په هوا او نفس غالب او بریالی شی .

له خدای سره په نږدی والی کې یو بل بحث له بیغمبر اکرم ص او معصومو امامانو د انسان د اطاعت ډیره مهمه موضوع ده ځکه چی دغه اطاعت انسان هغه ځای ته رسوی چی ورځ په ورځ نورانی کیږی او د معنوی ودې په رڼا کې ناخالص یانې له مینځه ځی او له خدای سره وصل کیږی . په شعبان میاشت کې د خدای د وروستی حجت نیکمرغه زوکړه او له هغو اطاعت په شعبان میاشت کې د پیغمبر اکرم ص د مسرتې او یاری په معنا ده . قران کریم فرمایی بهترین لباس د تقوا لباس دی . تقوا یعنی له دنیاوی ککړتیاو لیری کیدا چی په هغه لارې سره انسان لپاره خدای ته رسیدا برابروی . د رجب ، شعبان او رمضان میاشتې هغه فرصتونه دي چی انسان ځان په تقوا او د خدای د حجت له مبارک وجود سره چی د عالم د خدای له جلواګانو یوه جلوه ده ، نږدی کوی .

په کلی ډول د شعبان میاشت د هر ډول خیز او نیکی د ترسره کولو میاشت ده چی د ستر پیغمبر ص سیرت او لاره ده او هغو مونږ ته د دغو کارونو د ترسره کولو سپارښتنه کړی ده  .په روایتونوکې راغلی دی چی خدای تعالی د شعبان میاشتې په لومړی ورځ د بهشت دروازو ته امر کوی چی خلاصې شی او د طوبی ونې څانګو ته امر کوی چی خپلې څانګې دنیا ته نږدې راوړي ، هر څوک چی په دغه ورځ روژه ونیسي ، هر څوک چی میرمن او خاوند ، پلار او زوی ، خپلو خپلوانو ، ګاونډیانو وغیره کی سوله ټینګه کړی ، څوک چی له چا پور لری او ورته کم یې کړی ، څوک چی د یتیم کفالت په غاړه واخلی ، څوک چی قران کریم ولولی ، څوک چی خدای یاد کړی او د هغه نعمتونو شکر وکړی ، څوک چی د ناروغاه عیادت  وکړی ، څوک چی له پلار او مور سره نیکی وکړی ، څوک چی د مړی جنازه وکړی ، څوک چی مصیبت ځپلی ته تسلیت ووایی ، څوک چی د خیر کار ترسره کړی نو حتما د طوبی ونې یوه  څانګه به یې لاس ته راځی .

هیله ده چی مونږه هم په دغه ګرانې او مبارکې میاشتې کې د الهی درګاه له مقربانو ووسو . امین ثم امین

 

 

 

 

ټیګونه