په امریکا کې د افغانستان یو وګړی ووژل شو
Jun 02, 2025 08:51 Asia/Kabul
زموخبریال راپور راکړی سرچینې وايي چې د امریکا په ټیکساس ایالت کې یو افغان وګړی په ډزو وژل شوی دی.
سرچینو نن وویل چې دا پیښه پرون د هغه د کور مخې ته شوې ده.
د سرچینو په وینا، دغه ځوان سړی «رئیس سیلاب» نومیده او د خوست ولایت و.
سرچینې وايي چې د هغه ملګرو لومړی ورسره ټلېفوني اړیکه نیولې ده او له خپل کوره د وتلو پر مهال یې په ډزو وژلی دی.
د دې وژنې انګېزه لا نه ده څرګنده شوې.
د ټیکساس ایالت پولیسو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم یو افغان ژباړونکی د امریکا له پولیسو سره د لفظي شخړې په پایله کې وژل شوی و.
ټیګونه