Apr 12, 2023 07:40 Asia/Kabul
  • د قدس نړیواله ورځ

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،هیله ده د  استفادې وړ مو وګرځي.

  د قدس دنړیوالې ورځې رارسیدا په الاقصی جومات د صهیونیسټانو له نوو تیریو او جنایتونو سره یوځاي شوی دی.په الاقصی جومات باندې د صهیونیسټانو په نوو تیریو دمسلمانانو او د نیواکي ټاټوبو  په داخل کې غبرګونونو وښودله چې د قدس شریف د آزادۍ آرمان هماغه شان ژوندی دی.

صهیونیسټان په نوو پلمو سره الاقصی جومات ته داخل شول چې د فلسطینیانو سخت غبرګون ئې په ځان پسې درلود.په الاقصی جومات باندې د صهیونیسټانو په تیریو په غبرګون کې په غزې تړانګې کې د مقاومتي جبهې فلسطینیانو،په نیواکي ټاټوبوکې پر یهود میشته ښارګوټوپه لسګونو توغندي وویشتل.

صهیونیسټانو هم د لبنان جنوب او غزې تړانګې ځيني برخې  په توپونو او توغندیو سره وویشتې . د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې  نښتو د ملګروملتو  دامنیت شورا بیړنه ناسته په ځان پسې درلودلې ده . د امریکا حکومت د تل په شان د اسرائيلو د جعلی رژيم په ضد د پریکړه لیک دصادریدا مخه ونیوله . اروپائي حکومتونو هم   له صهیونیسټانو څخه په ملاتړ کې  دوه ګوڼي دریځونه غوره کړل. دوي په الاقصی جومات باندې د صهیونیسټانو د تیریو او د فلسطینیانو په ځپنې د فلسطینیانو د غبرګون په محکومولو سره د جعلی صهیونیسټي رژيم حملې ددغه رژيم حق وبالۀ او صهیونیسټان ئې زغم ته وبلل. په نیواکي  فلسطین کې د صهیونیسټانو له جنایتونو څخه د امریکا او اروپایانو ملاتړ کومه نوي موضوع نه  ده.صهیونیسټان د انګریزانو په مستقیم ملاتړ سره،د بریتانیا تر ولکې لاندې فلسطین  ونیوۀ او په لکونو فلسطنییان ئې ووژل او کډه په سر ئې کړل.د هغه هیوادد رامینځةکیدا فکر چې یهودیانو ټاټوبی به وي،  د تئوډور هرټزل  رهبرۍ او په ۱۸۹۷ کال کې د سویس په بال ښار کې د صهیونزم د لومړني نړیوال کنفرانس جوړیدا ته ورګرځي.هغه هیواد چې د صهونیسټانو دغې موخې ته ئې مثبت ځواب ورکړ،بریتانیا او خارجه وزیر ئې،لارډ بالفور ؤ. د لندن ګټې چې  په هغه وخت کې د یهودیانو لپاره د  یوه ملی وطن په رامینځةکولو سره  غږمله وې،ددغه هیواد رهبران ئې دې ته اړ کړل  څو  د یوې اعلامیې په صادرولو سره،د صهیونیسټي رژيم سیاسی بنیاد کیږدي. په دغې اعلامیې کې  چې په ۱۹۱۷کال کې  او د لومړي نړیوال جنګ  په وروستیو کې صادره شوه، په فلسطین کې ئې د یوه ملی وطن دجوړولو لپاره  د صهیونیسټانو له آرمانونو سره  پيوستون اعلان  شو.د بالفور اعلامیه د لارډ بالفور په  وسیله د صهیونزم دغورځنګ د هغه مهال  یوه رهبر لارډ اډمنډ ډ، روچیلډ ته ولیږل شوه  . دغه لیک  د لومړي نړیوال جنګ په یوه ترټولو مهم سند بدل شو. په دغې اعلامیې کې روښانه شوې ده چې انګریز حکومت به په فلسطین کې د یهود ملی وطن د جوړولو لپاره  لازمې هڅې وکړي.د بالفودر اعلامیې د صادیریدا ترټولو مهم دلیل د مینځني ختیځ  په مینځ کې د  یوه  یهودي حکومت په جوړولو کې دبریتانیا  ګټې وې. د بریتانیا ګټې او په کلی توګه   په مینځني ختیځ کې لویدیځي دنیا  وه چې د یهودیانو لپاره یو ملی حکومت جوړ شي.

Image Caption

 

  اروپائي هیوادونو  او دهغو په سر کې بریتانیا  او  په  دوهمې مرحلې کې امریکاد فلسطین  په نیواکي ټاټوبو کې د صهیونیسټانو په ټولو جرمونو او جنایتونو کې  شامل دي . دغه ملاتړ دلویدیځي  حکومتونو لپاره دومره  مهم او سټراټژيک دی چې د صهیونیسټانو پر ټولو جنایتونو سترګې پټوي. حتی دجرمني حکومت د پرله پسې ددریم کال لپاره په برلین کې د قدس نړیوال جلوس او لاریون منع کړی دی. د روژې دمبارکې میاشتې وروستۍ جمعه  د ایران د اسلامی انقلاب د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمینی  په سویله د قدس نړیواله ورځ نومولې ده . دقدس د نړیوالې ورځې په میلیوني لارویون کې د نړۍ د آزادي غواړو او مسلمانانو ولولناک ګډون ښئ چې د روژې دمبارکې میاشتې وروستۍ جمعه هغه ورځ نه ده چې ورباندې سترګې پټيدلی او هیریدلی شي.د قدس نړیواله ورځ نه یوازې په نړیوالې کال هیندارې کې چې د  مسلمانانو  په زړونو کې ئې ځاي موندلی دی .دنړۍ په ګوټ ګوټ کې د هر مسلمان لپاره  د روژې  دمبارکې میاشتې وروستۍ جمعې ورځ  له نورو ټولو ورځو سره فرق لري. د اروپا او امریکا په مینځ کې  له ټولو ممنوعیّتونو او محدودیّتونو سره  مسلمانان د قدس نړیواله ورځ او د قدس شریفد آزادۍ آرمان  او له فلسطینیانو سره د همدردئ نړیواله ورځ لمانځي . په امریکائي او اروپائي حکومتونو کې د صهیونزم قدرتمنې لابیانې  خیال کوي چې په لویدیځي  حکومتونو کې د نفوذ په اعمالولو سره د فلسطین په نیواکي  ټاټوبو کې  پر خپلو  جنایتونو او تیریو  برغولی کیښودلی شي څو تر  هغه حده چې  حتی د ملګروملتو په امنیت شورا کې ددغه رژيم په ضد د  یوه پریکړه لیک د صادریدا هم مخنیوی کوي. خو د معادلاتو په نړیوال ډګر کې بدلونونه ، د صهیونیسيټي رژیم په شمول د درستو هیوادونو لپاره  معادلات بدل شوي دي.

=         یوه وخت صهونیسټان  له نیله  تر فراته پورې د یوه هیواد د جوړیدا په فکر کې وو.اوس د اسرائيلو د جعلی رژیم د دړې وړې کیدا وخت د صهیونیسټانو لپاره په یوې خپسکې بدل شوی دی .د اسرائيلو ددړې وړې کیدا  خبره د سیاسی ،رسندوئي او د فکر د کوټو په سویه  یوه  مهمه موضوع شوې ده  او  په دې باب ډير بحثونه او خبرې کیږي. په همدې دلیل  هرکال  د قدس نړیواله ورځ  د نورو کلونو په نسبت  لازیات اهمیّت پیدا کوي او په لویدیځ کې سیاسی ټولنې او رسندوئې  ورته څه خاص توجه نه کوي .  د اسرائيلو د جعلی رژیم واقعي ماهیّت، د نړۍ د آزادي غواړو او  عمومي افکارو  لپاره ښکاره شوی دی . هیڅ هیواد دیوه ټاټوبی  نیواک په اساس ،  دهغه ټاټوبی نامه نشي بدلولی او  په توکمپالو اصولو ولاړ رژيم خپل حیات ته   دوام نشي ورکولی. هغه هم هغه مهال  چې میلیونونو فلسطنیان او ددغه ټاټوبی اصلی اوسیدونکي د خپل ټاتوبی د  آزادۍ  هیرولو ته تیار نه دي  او د قدس آزادي  د دوي په ژوند کې په  یوه هدف بدل شوی دی .حتی که  په دغې لارې کې خپل ژوند هم له لاسه ورکړي.

د صهیونیسټ رژيم په وړاندې دمقاومت جبهه د فلسطین دنیواک په بحران کې په یوې اصلی معادلې بدله شوې ده.په تیرو څه دپاسه دوو لسیزو کې په لبنان کې د مقاومت چورلیز په کرتو د اسرائيلو ماته نه خوړونکي افسانه  د صهیونیسټانو لپاره په یوې خپسکې بدله کړې ده. په ۲۰۰۶کال کې د لبنان ۳۳ورځنی جنګ او د صهیونیسټانو د تیریو په وړاندې په غزې تړانګې کې د مقاومت   چورلیز د مبارزانو مقاومت،د مقاومت د چورلیز په وړاندې د صهیونیسټي رژيم د کمزورتیا او ځوړتیا بیلګې دي .اوس په نیواکي فلسطین کې داسې کومه سیمه نشته چې د مقاومت دچورلیز د توغندیو په شیشت کې نه وي .د فلسطین له نیواکي ټاټوبو د یهودیانو اپوټه مهاجرت  په زیاتیدا دی .

=   له بل پلوه د اسرائيلو د پوځ  عسکر له روحي او نفسیاتي  ګډوډیو سره لاس او ګریوان شوي دي.  هرڅومره په لبنان او فلسطین کې  د مقاومت دچورلیز مبارزان  له صهیونیسټانو سره د مبارزې په لاره کې  د مبارزې او د خپل ژوند د وړاندې کولو لپاره  انګیزه لري. په مقابل کې د صهیونیسټ رژيم عسکر بې انګیزې ، له سټریسه ډک او په راتلونکي اندیښمن  دي.د مقاومت د چورلیز  د مبارزانو لپاره د قدس آزادي نهائي هدف دی .په داسې حال کې چې  اسرائيلي عسکر کومه  مقدسه انګیزه او هدف نه لري.د اسرائيلیانو  ټوله کیسه چې  صهیونیسټانو د اسرائيلو د جعلی رژيم د تاسیس او فلسطین ته د یهودیانو مهاجرت  ته د هڅولو  لپاره په  تیرو شپږ اویاؤ کلونو کې د فلسطین د نیواک لپاره جوړه کړې ده .نوره  په فلسطین کې د یهودي مهاجرینو  د ورپسې نسلونو لپاره  قانع کونکی نشي کیدلی. صهیونیسټ رژيم په داسې حال کې چې  د مقاومت  د چورلیز له لاسه ئې درنده څپیړه خوړلې  ده. د فلسطین د نیواکي ټاټوبو له داخله  هم له ډیرو سیاسی، اقتصادي، اجتماعي او کلتوري چیلنجونو او درزونو سره  لاس او ګریوان شوی دی . هغه مظاهرې چې په وروستیو میاشتو کې په نیواکي فلسطین کې  د نتنیاهو دحکومت په سیاستونو  په اعتراض کې ترسره کیږي،د فلسطین  د نیواکي ټاټوبو په داخل کې د ژورو درزونو یوه  برخه نندارې ته وړاندې کوي. بې ثباته حکومتونه، سیاسی اقتصادي او ټولنیز درزونه  د صهیونیسټانو لپاره په یوې جدي ستونزې بدل شوي دي . میډل ایسټ مانیټور خبری سایټ  په یوه راپور کې په نیواکي ټاټوبو کې وروستیو بحرانونو او د نتنیاهو د حکومت په ضد بې مخینې او پراخو  اعتراضونو ترسره کیدا ته په اشارې سره،په دې تیره بیا دې ټکي ته اشاره کوي چې د نتنیاهو  د حکومت ځوړتیا شونې  ښکاري.که څه هم  د فلسطینیانو لپاره په نیواکي ټاټوبو کې د ښي پال او کیڼ پال  سیاسی لورو ترمینځ  هیڅ توپیر نشته  او هر دواړه بهیرونه  دنیواکګرۍ او تیریو  دسیاست په دوام پسې دي ، خو په الاقصی جومات  باندې په تیریو او د ختیځ قدس  او لویدیځي غاړې کې  د ښارګوټو د جوړولو د سیاست په دوام کې  د بین یامین نتنیاهو د زوړپال بهیر کړچارونو،صهیونیسټ رژيم  د نیواکي ټاټوبو  په داخل کې په سیاسي شخړې او بحران کې لازیات ډوب کړی او له صهیونیسټانو سره په مبارزې کې د  مقاومت د جبهې د پیاوړتیا سبب شوي دي.

د قدس د نړیوالې ورځې میلیوني لاریون  د فلسطین د نیواکي ټاټوبو په داخل کې په دغه شان سیاسی شرائطو کې د هغو فلسطینیانو او نړیوالو لپاره یو پیغام دی چې د قدس د آزادۍ آرمان ژوندئ او ترلاسه کیدونکی دی.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************   

 

ټیګونه