سعدي او د دنیا د لیدو معجزه
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i131546-سعدي_او_د_دنیا_د_لیدو_معجزه
د سعدي د درنښت د ورځې په مناسبت ځانګړې لیکنه
(last modified 2023-04-19T08:46:43+00:00 )
Apr 19, 2023 13:08 Asia/Kabul
  • سعدي او د دنیا د لیدو معجزه

د سعدي د درنښت د ورځې په مناسبت ځانګړې لیکنه

د تهران راډیو د ویب سایټ قدرمنو لوستونکو السلام علیکم!

د غويي د میاشتې اوله نیټه چې د اپریل یوویشتمه کیږي، په ایران کښې د سعدي د درنښت ورځ نوموله شوې ده. دا ورځ د ایرانیانو په ملي کال هینداره کښې د شیخِ اجل سعدي د زوکړې له کلیزې سره هممهاله ده چې هغه د استادِ سخن په توګه پیژني.

شک نشته چې شیخ مصلح الدین سعدي د ایران یو داسې ستر شاعر دی چې د اوو پیړیو له تیریدو وروسته یې هم د خبرو او شعرونو اغیزه نه ده کمه شوې. د سعدي د زوکړې نیټه د هغه د ګلستان کتاب له مخې تقریباً ۶۰۶ هجري قمري کال دی.

سعدي په شیراز کښې په یوې داسې کورنۍ کښې زیږیدلی و چې ډیر دیني عالمان یې درلودل او له ماشومتوبه د خپل پلار له خوا وروزل شو او د هغه له هدایت او نصیحته برخور شو. خو په ماشومتوب کښې یتیم شو او مورني نیکه ورته ابتدايي ادبي او شرعي علوم وښودل او بیا د زده کړو د پوره کولو لباره بغداد ته لاړ. دغه سفر کښې د سعدي د نورو اوږدو سفرونو سریزه وه، په ۶۲۰ هجري قمري کال کښې وشه.

سعدي د بغداد په نظامیه ښوونځي کښې له زده کړو وروسته حجاز، شام، لبنان او روم ته خپل اوږده سفرونه پیل کړل او په خپله وايي چې په ډیره نړۍ کښې وګرځیده او د علم او معرفت له هر خرمنه یې یو چونګ واخیسته.

هغه په ۶۵۵ کال کښې شیراز ته ستون شو او تاریخ وايي چې د ۶۹۰ او ۶۹۵ کلونو ترمینځ موده کښې وفات شوی دی او هم هلته چې په کومې خانقاه کښې اوسیده، خاورو ته وسپارل شو.

یو مهم ټکی چې د سعدي په هکله د ذکر وړ ده، هغه ډیر شهرت دی چې په خپل ژوند یې ترلاسه کړ چې البته د فارسي ادبیاتو په تاریخ کښې یې تر اوومې هجري پیړۍ پورې تازګي نه درلوده او د ظهیر فاریابي او خاقاني په شان ځیني ستر شعار په خپله زمانه کښې مشهور وو. خو ګمان کیږي چې له کوچنۍ آسیا واخلې تر هندوستان پورې د مختلفو هیوادونو د فارسي پيژاندو ترمینځ شهرت کښې هیڅ یو سعدي نه ته دی رسیدلی. لکه څنګه چې هغه په خپلو آثارو کښې څو ځایه خپل شهرت او د خپلو آثارو دودیدو ته اشاره کړې ده.

د سعدي آثار په منظومو او منثورو دوه ډوله آثارو ویشل کیږي. د هغه نثري آثار په تیره بیا شاهکار یې، «ګلستان» اته بابه دی. د سعدي شیرازي د نظمي آثارو په سر کښې هم د فارسي شعر یو شاهکار دی چې په لرغونو نسخو کښې «سعدي نامه» کلیات نومول شوی دی او بیا وروسته په «بوستان» مشهور شوی دی. دغه منظومه په اخلاقو، تربیت او روزنې، او نصیحت او تحقیق مشتمله ده.

د سعدي نور آثار هغه عربي قصیدې دي چې د مدحې او نصیحت په بډایه معناؤ او هم داشان د هغه په فارسي قصیبدو مشتمل کابو اووه سوه بیتونه دي چې د خپلې زمانې د باچاهانو او شخصیتونو په مدحه کښې یې ویلي دي.

سعدي به په رودکي او فردوسي ژبه ډیر په اسانه شعرونه ویل. د هغه سټایل له تخیّل او پيچلي انځور جوړونې ګټه اخیستې او په عین حال کښې ډیر ساده او روان دی. داشان توانیدلی چې ډیر پيچلي او سخت مطالب په ډیره ساده توګه بیان کړي.

له نورو عواملو څخه چې د سعدي د آثارو د روانوالی سبب کیږي، د کلماتو د دایرې پراخوالی دی. هره کلمه چې سعدي کارولې، د مفهوم په القا کښې یو ځانګړی مفهوم لري. په عین حال کښې هغه له سختو او لږو استعمالیدونکو کلماتو څخه ډیره لږه استفاده کړې او په داسې حال کښې چې په موضوع د پوهیدو لپاره لوستونکي ته ضروري معلومات ورکوي، د اضافي معلوماتو له ورکولو هم ډډه کوي.

د سعدي یوه بله څرګنده ځانګړنه شوخ طبعي، نکته داني او طنازي ده. د دغه ستر ادیب په لیکنو او شعرونو کښې د نکته سنجۍ او طنز څرګند یا پټ ټکي موندلی شو او هغ په ځلونو د ټولنې فسادونه او عیبونه په نرم طنز سره انځور کړي دي او ورباندې یې نیوکه کړې ده.

د سعدي شعر او نثر تل د فارسۍ ژبې د ښوونې لپاره تل د یوې متداولې سرچینې په توګه مطرح پاتې شوي او ګلستان کتاب، ډیر کلونه د مکتب خانو، ښوونځیو او پوهنتونونو لپاره د تعلیمي سرچینې په توګه د استفادې وړ ګرځیدلی او اوس هم ورڅخه استفاده کیږي. پر دې سربیره، د سعدي ډیر شعرونه او حکایتونه په نننۍ فارسۍ کښې د اصلاح یا ضرب المثل په توګه کارول کیږي.

د فارسۍ ژبې ډیرو شاعرانو د سعدي په ژوندانه او له مړینې وروسته هغه ته ډیره پاملرنه کړې ده. په فارسي ادبیاتو باندې د سعدي اغیزه په اوسمهاله ادبیاتو کښې هم لیدل کیږي، په فرانسوي او بیا وروسته په نورو اروپايي ژبو د سعدي د آثارو ژباړې په لویدیځ کښې د سعدي د ادبیاتو او نړۍ لید د نفوذ زمینه برابره کړه داشان چې هغه له ایراني نوښت پالانو مخکښې د لویدیځو پوهانو د پام وړ وګرځیده.

تا به دکان و خانه در گروی

 هرگز ای خام آدمی نشوی

برو اندر جهان تفرج کن

پیش از آن روز کز جهان بروی

/*/*

سعدي یو د نړۍ لیدلی، سیلانی او د لرو سیمو مسافر شاعر ګڼل کیږي چې د مصالو او شیانو له سوداګرو او د مقدسو ځایونو له زیارتوالو سره به ملګری کیده او ورسره به یې په ګزارې سره وخت تیروه. له عاشقانو، پهلوانانو او مدعیانو او شیخانو او صوفیانو سره به کله په جبر او کله په خپل اختیار همنشین کیده او د ځوانۍ خامي به یې د بیا بیا سفرونو په تجربې سره، د بوډاتوب د پړاؤ له پوخوالي سره غوټه کوله.

د سعدي سفرونه یوازې د تنوع لټون، د پوهې غوښتنه او د مختلفو رسمونو او کلتورونو څخه د پوهې تکل نه و بلکې هر سفر یې یوه معنوي تجربه هم ګڼله کیږي. د شاعر لپاره د دغو سفرونو ګټه پریمانه روایتونه، قصې او مشاهدات وو چې جرړه یې د ژوند په حقیقت کښې وه. د سعدي د سفر لیکنې د یمن، بلخ، بامیان، هند، کاشغر، مغرب او فرنګ په شان ټاټوبو ته هم یوه اشاره ده چې ګمان کیده شاعر هغه د نورو مطالبو د طرحې په مناسبت راوړي دي.

له ذکر شویو مطالبو داسې معلومیږي چې د سعدي د سفر اهداف سیاحتي او تجارتي وو خو باید دې مهم ټکي ته هم  اشاره وشي چې د علم او پوهې ترلاسه کول او زده کول د هغه د سفر پّ پیل کښې یو لوړ او ځلانده هدف پاتې شوی چې لامل شوی سعدي د شیخ شهاب الدین سهروردي په شان د سترو پوهانو او عالمانو له محضره ګټه پورته کړي.

د دغو سفرونو توښه د سعدي لپاره له داسې قصو، روایتونو او مشاهداتو ډکه وه چې د ژوند د حقیقت په هکله دي، لکه څنګه چې د ګلستان په هر حکایت کښې، هر عبارت له زرګونو تجربو او په یقیني طریقه له ازمیښت وروسته بیانیږي، داشان چې هر حکایت له دې زیات چې د تخیل او نظر اړخ ولري، د علمي تجربو د دنیا نتیجه ده. ښايي د عیني والي په هم دې وجه د سعدي پندونه او نصحیتونه ډیره په زړه پورې دي، که څه هم د بیان هنرمندانه روده په کښې هم ستره ونډه لري.

لکه څنګه چې د سعدي له لیکنو معلومیږيؤ مودې مودې به په ابتدايي امکاناتو سره له ښارونو او دښتو تیریده او په هره سیمه کښې به یې یو نوی څیز لیده. له دې امله چې سعدي یو متفکر او هوښیار کس و، ښايي له سفر کولو یې ترټولو زیاته انګیزه، د تجربې او پوخوالي ترلاسه کول وو او هره پيښه به یې په خپلو سترګو لیدله.

سعدي د سفر ګټې داسې بیان کړې دي: د غرایبو لیدل، د عجایبو لیدل، د ګټو ترلاسه کول، د طبعې خوشاله کیدل، په مختلفو ځایونو کښې چکرونه، د زمانې د تجربې ترلاسه کول، د یارانو پیژندل، د مال زیاتول، د مقام او ادب ترلاسه کول او له دوستانو سره ناسته پاسته.

ترټولو ستر پند او نصیحت چې سعدي د سیل او سیاحت د مقولې په باب بیانوي، په سیاحت کښې مناسبت سلوک ا و د معاشرت د آدابو خیال ساتل دي چې د دغو اخلاقي اصولو په بیان کښې یې له هیڅ څیزه ډډه نه ده کړې. د سخن او خبرو استاد خپل نصیحت له مسافر سره د چلند په توګه بیان کړی دی او د مختلفو حکایتونو په ترڅ کښې یې اخلاقي سپارښتنې هم په ساده او روانه ژبه بیان کړې دي. میلمه پالنه او د مشرانو او نااشنا خلکو احترام خپلو لوستونکو ته د سعدي ډیرې مهمې سپارښتنې دي.

په ګلستان کښې لولو:

یو سوداګر مې ولیده چې په شیانو بار یونیم سل اوښان یې درلودل او څلویښت خدمتکاران. یوه شپه یې زه په کیش جزیره کښې خپلې حجرې ته وروغوښتم او ویې ویل: یو بل سفر راته پروت دی، که هغه ترسره کړم نو خپل پاتې عمر به په یو ګوټ کښې کښینم.

ومې ویل: هغه کوم سفر دی؟

ویې ویل: ټوله شپه له پریشانه خبرو کولو قلار نه شو چې فلانې ګودام مې په تکرستان کښې فلانۍ پانګه مې په هندوستان کښې او........... بیا یې وویل: له دې سفر وروسته به تجارت پریږدم او په یو دکان به کښینم.

ویې ویل: ای سعدي! ته هم خبره وکړه له هغو چې لیدلې او اوریدلې دې دي.

ومې ویل:

آن شنیدستی که در اقصای غور

 بـار سالاری بیفتاد از سـتور

گـفت چشم تنگ دنیا دوست را

یا قناعت پر کند یا خاک گور

*/*/*/*

سعدي کلونه کلونه په بیلابیلو ښارونو او ټاټوبو کښې د خلکو له مختلفو پرګنو سره تیر کړل، د هغوي له تجربو یې ګټه ترلاسه کړه او مهم ټکي یې په خپلو آثارو کښې زمونږ لپاره په یادګار پریښودل. هغه باوري وو چې باید ډیر سفر وکړې شي چې خامي پخه شي، خو بلآخره له وطن سره مینه او د شیراز د یارانو د لیدلو شوق خپل مورني وطن ته د هغه د ستنیدو او پاتې کیدو سبب شو. اوس مونږ د هغه په آثارو کښې د هغه کس تجربې لولو چې د دنیا د لیدو په معجزې پوه شوی دی او هغه یې مونږ ته هم وښودله.

*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی