د نوی نړیوال نظم ځانګړنې او نښې نښانې
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i133346-د_نوی_نړیوال_نظم_ځانګړنې_او_نښې_نښانې
له ساړه جنګ وروسته د نړۍ دوه قطبی نظام خپل ځای نوی نظم ته ورکړ او لویدیځ د امریکا په سرغنه توب د نوی نړیوال نظم خبره وکړه او فرانسیس فوکویاما د تاریخ د پای نظریه مطرح کړه .
(last modified 2023-05-24T19:58:32+00:00 )
May 24, 2023 08:11 Asia/Kabul
  • د نوی نړیوال نظم ځانګړنې او نښې نښانې

له ساړه جنګ وروسته د نړۍ دوه قطبی نظام خپل ځای نوی نظم ته ورکړ او لویدیځ د امریکا په سرغنه توب د نوی نړیوال نظم خبره وکړه او فرانسیس فوکویاما د تاریخ د پای نظریه مطرح کړه .

 

نړیوال نظم د هغو سترو لوبغاړو ترمینځ د لیکل شویو او نه لیکل شویو اړیکو ، مقرراتو او ترتیباتو یوه ټولګه ده چی نړیوال سیاست یې رامینځته او مدیریت کوی . په ډیرو تاریخي پړاونو کې د ۱۶۴۸ له وستفالی رانیولی ترپخوانی شوروی  اتحاد دړې وړی کیدا ډیر نړیوال نظمونه راغلی او له مینځه لاړ دي . د ۱۷ پیړۍ په مینځنیو او په اروپا کی له ۳۰ کلنو مذهبی جنګونووروسته د اروپا د سترو هیوادونو استازي د جرمنی د مونستر ښار د ښاروالۍ په ستر هال کی راغونډ شول او د وستفالی تړون یې لاسلیک کړ . دغه تړون لومړنی نړیوال نظم ته بڼه ورکړه چی د هغه په اساس مقرره شوه هر هیواد که وړکوټې وی که ستر ، د یوه خپلواکه سیاسی یونټ او د خپلې واکوالۍ د واک د درلودونکی په توګه خپلواکه پیزندل شوی او هیوادونه د یوه بل په داخلی چارو کی له لاسوهنې منعه شوی دی خو په نهایت کی په جنګ سره له مینځه لاړل . د دغه جنګ له پای وروسته د ورسا ټولنه اود ملتونو ټولنې جوړیدا د نوی نظم د اساس کیښودلو لپاره هڅه وه ، هغه هڅه چی بریالی نه وه او دوهم نړیوال جنګ په زیات پراخ اړخ او زیاتو قربانیانو سره د دغه نظم د ماتې نتیجه وه . له دوهم نړیوال جنګه وروسته امریکا او د هغې اروپایی متحدانو هڅه وکړه له مختلفو اوزارونو په استفادې سره په دنیا لیبرال نړیوال نظم واکمن کړی . د مارشال پروګرام د ملګروملتو ، نړیوال بانک ، د بیسو نړیوال صندوق او د ناټو په شان د څو اړخیزه پوځی او امنیتی اورګانونو جوړیدا د لویدیځ د نظر وړ نظم د پلی کولو لپاره په مهمو اقداماتو کې شامل وو . اورګان جوړونه د لیبرال نظم اصلی ځانګړنه وه . په عین حال کی د ختیځ بلاک په چوکاټ کې د شوروی جمهوریتونو اتحاد د لیبرل نړۍ د سیال په توګه کوشش کاوه د خپل نظر وړ نظم ټینګ او واکمن کړی . په نهایت کی د شلمې پیړۍ په پایزې لسیزې کې دوه قطبی نړیوال نظم د ختیځ بلاک په دړی وړی کیدا سره پای ته ورسید .

له ساړه جنګ وروسته د نړۍ دوه قطبی نظام خپل ځای نوی نظم ته ورکړ او لویدیځ د امریکا په سرغنه توب د نوی نړیوال نظم خبره وکړه او فرانسیس فوکویاما د تاریخ د پای نظریه مطرح کړه . په دغه نوی نظم کې امریکاد نړۍ د پولیس رول پرغاړه واخیسته د دښتې توپان عملیات او له کویت د عراق د شړلو عملیات ، په ۱۹۹۹ کال کی له کوسوو د صرب عسکرو د بهر ویستلو لپاره د ناټوپه  بشردوستانه لاس وهنه کی د امریکا رول  او د افغانستان هوایی بمبارۍ چی په ۲۰۰۱ کال کی د طالبانو د دړی وړی کیدا سبب شو ، دغه موقعیت ډیر ښه وښوده .

په عین حال کی د لیبرالی نظم ځوړتیا له تیرو دو نظمونو یعنی وستفالی او دوه قطبی ژر پیل شوه او خبره دی ځای ته ورسیده چی فرانسیس فوکویاما چی د تاریخ د پای نطریې خاوند وو ، یوځل بیا قلم په لاس  شو او دې ځل یې د تاریخ له پای وروسته  کتاب ولیکه . هغه په دغه کتاب او خپلونورو لیکنو کې اعتراف کړی دی چی په دنیا کی د لیبرل نظام د اقتصادی او سیاسی بریالیتوب په اړه له حده زیات خوشبینه وو او نښې نښانې بل څه ښی . فرید زکریا چی د نوی ریلیسټ له رودې برخمن دی هم وایی مونږه له امریکا وروسته پړاو په لور ګام اخلو چی په ډیرو ځایونو کی ډیر خلک د هغه اړخ او ماهیت ټاکي . مشهورامریکایې نظریه ورکونکی ریچرډ هاس هم وایی امریکا په داسی حال کی چی هماغه راز د نړۍ پیاوړی هیواد دی ، په یوازې سر د نړیوالی سولی او رونق د ساتلو توان نلری د هغه پراختیا خوله ګران کار دی .

هغه بهیر چی له کلونو وړاندی پیل شوی  تاو د جوزف نای په شان لویدیځ پوهان هم ورته اشاره لرلی ده ، د هغه څه په اپوټه چی وایی د نړیوال قدرت مرکز له  لویدیځ ، ختیځ ته نه انتقالیږی بلکی په نړیوال نظم کی د قدرت ویش او د نویو لوبغاړو په ظهور سره ده چی زیاتره لوبغاړی یې غیر لویدیځ بلل کیږی . په دغه چوکاټ کې لویدیځ په تیره بیا امریکا نور د کلتوری ، اقتصادی  او پوځی قدرت مرکز نده او د چین او اسیان په شان اقتصادی اتحادونه په  نویو نړیوالو معادلاتو کی اوڅاره ونډه لري . د یمن ، عراق ، سوریې او لبنان په شان هیوادونو او نورو موردونوکې د امریکا د سیاسی او پوځی ارادې ماته د امریکا په مشرۍ په لویدیځه نړۍ کې د قدرت د تمرکز د وخت د پای ته رسیدا لپاره یوه بله بیلګه ده . علمی او ټیکنالوجیکی نوښتونو د نړیوالې ټولنې او اقتصاد متقابل اړوندوالیو  د نړیوال نظم پیچلتیاوې زیاتې کړي دي . چین او نور جنوبی قدرتونه له سیاسی او اقتصادی اهمیته برخمن شوی دي . د هند او برازیل په شان هیوادونو اوچت الوته  او پراختیایی او اقتصادی پروګرامونه پلی کړی او ډیر پروګرامونه پلی کوی . واشنګټن خپل نفوذ او نړیوالو سیاستونو ته د بڼه ورکولو لپاره له جدی محدودیتونو سره مخامخ شوی دی .

واقعیت د ا دی چی اوس د یوقطبی نظام د رامینځته کولو او تثبیتولو لپاره د امریکا او لویدیځ له هلوځلو د څه د پاسه دو لسیزو په تیریدا سره د امریکا چورلیزه نړیوال نظم د زوال او د نوی نړیوال نظم د بڼه غوره کیدنې د نښو نښانو شاهدان یو ، هغه موضوع چی د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په ویناو کې بیا بیا اود نړیوال نظم په هندسه کی بدلون ، تاریخی پیچ ، سټراټیجیکه ژورتیا په شان مفاهیمو او عنوانونو سره د تمرکز او توجه وړ ګرځیدلی ده . ځینې نظریه جوړونکی په دې باور دی د یوکرین جنګ هغه یوه پیښه  ده امریکا او اروپا د اوسنی نظم د ساتلو او د نوی نړیوال نظم د بڼه غوره کولو د مخنیوی لپاره په لاره اچولی دی . په  بله وینا د یوکرین د جنګ ترسره کیدا او په دغه جنګ کې له روسیې سره د اروپا او امریکا هراوخیزه مقابله هم د نوی نړیوال نظم په لور د نړۍ د حرکتی بهیر د منلو یوه بله نښه ده .

په داسی حال کی چی وستفالی نظم درې پیړۍ دوام درلوده ، په تیره لسیزه کی په نړۍ دو ډوله نړیوال نظمونه واکمن شول چی دوه قطبی نظام کابو ۴۰ کاله او د امریکا په مشرۍ یوقطبی نظم یوازې درې لسیزې دوام وکړ او اوس په نړۍ کې د نوی نظم خبره کیږی . په راتلونکی پروګرام کې درسره د نوی نړیوال نظم د نښو نښانو او ځانګړنو په اړه خبرې کوو .

پای