په امریکا کې سیستماتیک فساد
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i134632-په_امریکا_کې_سیستماتیک_فساد
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې په امریکا کې د سیستماتیک فساد ترعنوان لاندې له یوه مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو په دې خپرونه کې په امریکا کې د فساد پر وضعیت خبرې کوو.
(last modified 2023-06-19T10:30:00+00:00 )
Jun 19, 2023 14:53 Asia/Kabul
  • په امریکا کې سیستماتیک فساد

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې په امریکا کې د سیستماتیک فساد ترعنوان لاندې له یوه مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو په دې خپرونه کې په امریکا کې د فساد پر وضعیت خبرې کوو.

د یادو شویو وېشونو پر بنسټ، په هره ټولنه کې دوه ډوله سیستمي یا سیستماتیک فساد څرګندېږي.

باید پوه شو چې د "سیستمي فساد" او "سیستماتیک فساد" دوه مهفومه،که څه هم د کلمو له نظره سره ورته دي، مګر دوی په بشپړه توګه مختلفې معناوې لري.

 سیستمي فساد(Systemic corruption) یو فساد رامنځته کوونکي او فساد منونکي نظام ته ویل کېږي، خو په سیستماتیک فساد(Systematic corruption) کې د فساد لپاره یوه شبکه او ډله ایز ګام په پام کې نیول کېږي. په حقیقت کې سیستمي فساد د فساد منلو نظام او سیستماتیک فساد، د فساد لپاره پلان شوي عمل ته وایي.

سیستمي (بنسټیز) فساد هغه فساد دی چې عموما د یوې ادارې یا یوه بهیر د کمزورتیا له امله رامنځته کېږي او معمولا له مسئولو چارواکو سره چې په فاسد سیسټم کې عمل کوي، اړه لري.

هغه مهال ویلای شو چې یو سیستمي فساد رامنځ ته کېږي، کله چې فساد د نظام بهیرونه له خنډ او ستونزو پرته، متاثره کړي او د څارنې هېڅ میکانیزم هم ونه شي کړای چې د فساد د موضوع په اړه معلومات ترلاسه کړي او قضایي ارګان ته یې راپور او ولس ته یې خبر ورکړي.

سیستمي فساد معمولا پروسې او جوړښتونه په داسې ډول ککړوي، چې تنظیم کوونکي ادارې یا ناکامېږي او یا خپله په فساد ککړېږي او ورته وده ورکوي.

که څه هم، د "سیستماتیک فساد" یا "شبکه يي فساد" اصطلاح په لغت کې "سیستمي فساد" ته ورته ده، مګر دا مختلفې معناوې لري او په مختلفو اداري او بیوروکراټیکو کې د ځینو چارواکو او نفوذ لرونکو کسانو لخوا د همغږۍ کړنو شتون معنی لري، چې د هېواد هغه څانګې کله ناکله د تصمیم نیولو او د اجرایوي قوانینو او مقرراتو په برخه کې هم نفوذ لري.

په امریکا کې اداري فساد د تصمیم نیونې او تصمیم جوړونې په بېلابېلو برخو کې د نفوذ او په دغه غیر عادي پدیده کې د دغه هېواد د لوړ پوړو سیاسي او اقتصادي خلکو د ګډون له امله، د امریکا د خلکو لپاره یوه لویه ستونزه ګرځېدلې ده.

د سیستمي فساد او سیستماتیک فساد د تعریفونو پر بنسټ، داسې نظر شتون لري چې په امریکا کې یو ترکیبي سیستمي او سیستماتیک فساد دی، داسې چې پروسې او جوړښتونه پخپله په هغه فساد کې اخته دي چې د څارنې وړ نه دي او همغږي اقدامات د فساد لپاره لیدل کېږي.

که څه هم په امریکا کې د اداري فساد مسله له تېرو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې یو له سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي ستونزو او ننګونو څخه شمېرل کېږي، خو په رسمي فضا کې یې افشا کېدل د ۲۰۲۰ کال د امریکا د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې د جمهوري غوښتونکي ګوند څخه د ټرمپ او د ډیموکراټ ګوند څخه د جو بایډن ترمنځ په ټاکنیزو کمپاینونو کې بې ساری وو.

د امریکا د 2020 کال ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د دوه نوماندانو ډونالډ ټرمپ او جوبایډن تر منځ وروستۍ مناظره، د پراخو افشا کېدلو لپاره یو فرصت وو، چې یوبل یې په فساد او بې کفایتۍ تورنول.

له ځان څخه د یوه ژغورونکي او له مخالف څخه په بشپړه توګه د یوه  فاسد انځور وړاندې کول د ټرمپ  او بایډن د مناظرې اصلي منځپانګه وه. د وروستۍ ټلویزیوني مناظرې له پایته رسېدو وروسته، ډېری رسنیو او کارپوهانو د دې مناظرې په تحلیل کې پر دې ټکي ټینګار کړی، چې تر اوسه پورې د امریکا په تاریخ کې د فساد په اړه دومره افشاګري شوې نه وه.

هغه فساد چې د امریکا د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو نوماندانو پرې اعتراف کړی دی، یوازې په یوې ټاکلې مودې یا څو کلونو پورې محدود نه دی او په دې هېواد کې د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو په ګډون، د قدرت د دواړو اصلي جریانونو له خوا په مختلفو اړخونو کې له کلونو راهیسې شتون لري.

 که څه هم د امریکا په ټاکنیزو مناظرو کې، پر سیالانو د فساد تور لګول د سیالانو د له منځه وړلو او د رایو د جلبولو لپاره یو فرصت دی، خو په دغه هېواد کې فساد پراخې بېلګې او ابعاد لري، چې یوازې یوه برخه یې په رسنیو کې منعکس کېږي.

په امریکا کې د مالي فساد یوه لویه بېلګه، د 2008 کال په ډسمبر کې په ډاګه شوه، چېرې چې یو لوی امریکایي پانګوال "برنارډ ماډوف" (Bernard Madoff) د اداري فساد او مالي درغلیو په تور ونیول شو.

ماډوف چې  د ونډو د بازار او پانګونې مشاور وو، د 15 کلونو په موده کې د پونزي چل په کارولو سره، 65 میلیارد ډالر غلا کړل. یو بې ساری او حیرانوونکی شمېر چې هغه یې د نړۍ ترټولو لوی مالي درغلګر جوړ کړ او هغه ته یې د نړۍ د مالیاتو د فرانکنسټین لقب ورکړ.

د پونزي طرحه(Ponzi scheme) د درغلۍ یو چل دی چې په هغه کې یو جعل کوونکی، یا پونزي سکیمر، د ناڅرګندو خلکو سره ژمنه کوي، چې که دوی هغه ته خپلې پیسې ورکړي، نو هغه په دې پیسو کار کوي او غیر متعارف او تضمین شوي ګټې ورکوي. مګر حقیقت دا دی: د پخوانیو پانګوالو ګټه د نویو پانګوالو له پیسو سره ورکول کېږي، چې دا یوازې د پیسو لوبه ده.

په دې چل کې، په لومړي سر کې د باور جلبولو لپاره، ګټه په منظمه توګه ورکول کېږي، ترڅو سیسټم ته نور پانګه اچوونکي جذب کړي؛ مګر په نهایت کې، کله چې د پیسو مینځلو لپاره نوي پانګوال شتون ونلري ، پلان سقوط کوي. په نهایت کې ، پونزي سکیمر د پانګوالو له پیسو سره تښتي، او یوازې هغه څه چې پاتې کېږي، د لاسه ورکوونکوکسانو  لوی شمېر دی.

د ماډوف د ستر فساد ابعاد دومره وو چې ډېری شنونکي لا هم برنارډ ماډوف په امریکا کې د 2007 او 2008 کلونو د مالي بحران د رامنځته کولو یو له اصلي عاملونو څخه پېژني، هغه بحران چې د امریکا د اقتصاد او ډېری امریکایي شرکتونو د ژور بحران او له ماتې سره د مخ کېدو لامل شو.

البته، په امریکا کې فساد یوازې په ماډوف پورې اړوند نه دی، او هغه یوازې د امریکا د اقتصاد د فاسد جوړښت یوه بېلګه ده.

ایلن سټینفورډ( Allen Stanford) له دې برخې یو بل مثال دی. هغه چې د سټنفورډ د مشهور او ستر شرکت مشر وو، په ۲۰ کلونو کې د درغلۍ او اختلاس له لارې سترې شتمنۍ ته ورسېد.

سټینفورډ په 2012 کې د اووه میلیارد ډالرو په ارزښت د اختلاس له امله، په 110 کلونو بند محکوم شو.

 د امریکا په مالي او اقتصادي جوړښت کې فسادي جوړښت او د ډېرو نېمګړتیاوو شتون د دې لامل شوی، چې دا هېواد د نړیوالو احصایو له مخې، د مالي پټونې له پلوه په نړۍ کې دوهم هېواد شي.

د هیسکوکس(HISCOX)  مؤسسې د نظر پوښتنې له مخې، له 10 څخه 4 امریکایي کارمندانو ویلي چې دوی د خپل کاري مسلک په جریان کې لږترلږه دوه یا ډېر د اختلاس او غلا پېښې لیدلي او تجربه کړې.

دا مالي سرغړونې، چې په کال کې 50 میلیارد ډالر اټکل کېږي، د امریکا د دفترونو او شرکتونو مالي سلامت تر سیوري لاندې راوستی دی.

هغه څه چې روښانه دي، دا دي چې د دې مالي فساد په ډېری قضیو کې، عادي کارمندان اصلي مجرمین نه شي ګڼل کېدی، ځکه چې احصایې ښیي چې په 85سلنه کې مالي فساد او اختلاس د مدیریت په کچه یا لوړ پوړو اشخاصو کې ترسره شوی. په امریکا کې د رسنیو له خوا په خپرو شویو لیستونو کې، د ګڼو قاضیانو، دولتي چارواکو او فدرالي کسانو نومونه هم د مالي فساد په تور لیدل کېږي.

وروسته له دې چې ټرمپ په ۲۰۱۶ کال کې واک ته ورسېد او د مالیې د پټولو او نورو غیر شفافو مالي اقداماتو په ګډون د هغه شالید ته په پام سره، دا نظر موجود وو چې د ټرمپ په اداره کې د سیاسي، اقتصادي، اداري او پراخ امنیت په ګډون، د پخوانیو حکومتونو په پرتله د سیستمي او سیستماتیک فساد ترکیب موجود دی.

په امریکا کې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ګوندونو تر منځ د سیالۍ په درشل کې، د دې پړاو ټاکنو د نوماند ډونالډ ټرمپ ګڼ شمېر حقوقي دوسیې یو په بل پسې پرانېستل کېږي.

له تېر کال راهیسې کله چې په امریکا کې د مالي او اداري فساد د تورونو په اړه د ټرمپ د محاکمې د اړتیا مسله په جدي توګه راپورته شوه، د امریکا په پارلمان کې د تحقیقاتو او څېړنو کمېټه جوړه شوه، ترڅو  د ټرمپ او د هغه حکومت د فساد بېلابېل اړخونه وڅېړي چې د فساد په ۳۷ قضیو کې تورن دی، د دې کمېټې لخوا په خپاره شوي اسنادو کې یوازې په یوه کې ښودل شوي چې د امریکا امنیتي خدماتو، د دې هېواد د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ اړوند شرکت ته له 1.4 میلیون ډالرو ډیرې پیسې په مختلفو پلمو ورکړي دي.

ژباړه: زماني