ریحانه ۱۹(په کورنۍ او ټولنه کښې د ښځې رول)
(last modified Thu, 03 Aug 2023 08:42:15 GMT )
Aug 03, 2023 13:12 Asia/Kabul
  • ریحانه ۱۹(په کورنۍ او ټولنه کښې د ښځې رول)

د یوې میرمنې او مور په توګه د حضرت فاطمه(س) رول

ګرانو او قدرمنو لوستونکو د «ریحانه» لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو. د دې لړ ۍ په تیرو پروګرامونو کښې مو د حضرت فاطمه زهرا(س) د شخصیتي ځانګړتیاؤ ځینې حقایق بیان کړل. په دې لیکنه کښې د یوې میرمنې او مور په توګه د حضرت فاطمه زهرا(س) ځانګړتیاوې درته بیانوو، هیله ده چې تر پاې یې ولولئ.

*/*/*/*

د حضرت زهرا او امام علي علیهم السلام کور یو ځانګړی نورانیت درلود او په کښې د قرآنِ مجید نور جاري و. لکه څنګه چې خدای پاک د سوره نور په ۳۶ مبارک آیت کښې فرمايي: (هغه څراغ) په هغه کورونو  کښې چې خدای اجازت ورکړی دی چې پورته کړی شي او د هغه (الله) نامه په کښې ياده کړی شي او په دغه کښې سهار او ماښام د هغه تسبيح ووايي.

د حضرت فاطمه زهرا(س) او حضرت علي(ع) په کور کښې عیش او آرام او تجمل پالنه نه وه، هغوي یو ډیر ساده کور درلود او خپل ډیر شیان به یې اړمنو ته ورکول.

د اسلام ګران پیغمبر له پیل څخه د حضرت زهرا علیهاالسلام ژوند په قناعت او ساده ژوند تیرولو باندې کښیښوده او هغو کسانو ته یې رد ځواب ورکړ چې د ډیرې زیاتې مهریې په وړاندیز سره به بي بي فاطمه زهرا علیهاالسلام غوښتنې ته راتلل ځکه چې رسول الله مبارک د خپلې لور په روحیې ښه خبر و.

د اسلام دغه ستره بي بي په خپل ساده ژوند او زُهد او تقوا سره د تولو مسلمانانو په تیره بیا مسلمانو میرمنو لپاره یو غوره مثال دی. له مادي قیدونو او دنیاوي دلچسپیو د هغې بې بې آزادوالی او خلاصون د ستایلو وړ دی او له دې پرته ترې د بل څه تمه هم نه کیدله ځکه چې څومره چې د چا په نزد آخرت ستر او په زړه پوری وي، هومره ورته دنیا وړه او سپکه وي او هر څومره چې د انسان عقل بشپړ او ایمان او معرفت یې ډیر وي، دومره به یې معنوي ارزښتونو ته ګروهنه زیاته وي. د حضرت فاطمه زهرا(س) ساده ژوند تیرول، قناعت، ساده واده او جهیز، کم مهر او د واده په شپه یې بخشش او داسې نورې ځانګړتیاوې د دغې پاکې بي بي د ژوند نور ارزښتناک او ښایسته اړخونه دي چې د یوې ځلانده ملغرلې په شان په تاریخ کښې د تل لپاره سترګې ځانته اړوي.

حضرت فاطمه زهرا علیهاالسلام به له خپل میړه سره داسې چلند کوه چې امیر المومنین علي علیه السلام فرمايي: هیڅکله مې داسې کار ونه کړ چې فاطمه په قهر شي او فاطمې(ع) هم هیڅکله داسې کوم کار نه دی کړی چې ما په قهر کړي.

حضرت علي علیه السلام په یوې ښکلې وینا کښې په پوره مینې سره فرمايي: «هرکله به چې کور ته راتلم او فاطمې ته به مې کتل نو ټول غمونه به مې هیریدل».

حضرت زهرا(س) په ټول ژوند کښې هیڅکله له حضرت علي(ع) څخه داسې هیڅ شی ونه غوښته چې پوره کول یې له د هغه له وسه بهر وي. دوي به خپلې قدرمنې میرمنې ته فرمایل: زه له خدایه شرمیږم چې هسې نه له تا یو داسې څیز یا کار وغواړم چې ترسره کول یې ستا له وسه بهر وي».

خدای تعالی جل جلاله د سوره الرحمن په ۱۹ او ۲۲ آیتونو کښې د خوږو او تروو اوبو د هغو دوو سمندرونو خبره کوي چې سره له دې چې د یو بل په خوا کښې دي، هیڅکله په خپلو کښې نه ګډیږي او دا خپله د خلقت له عجایبو څخه دي. په دغو آیتونو کښې راغلي دي: «مَرَجَ الْبَحْرَیْنِ یَلْتَقِیَانِ»، «بَیْنَهُمَا بَرْزَخ لا یَبغیِان»؛ «فَبِاَیّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ»، «یَخْرُجُ مِنْهُما اللّؤْلُؤُ وَ الْمَرْجانُ»،

« هغه دوه دريابونه يې(داسې) بهولي دي چې له یو بل سره لګي. د هغو دواړو تر مينځ پرده (مانع) ذی چې يو تربله نه تيريږي (نه ګډيږي).نو (ای انسانانو او پيريانو) د خپل رب په نعمتونو کښې کوم يو دروغ ګڼئ. له هغه دوو ملغلرې او مرجانونه راوځي.

د پاکو امامانو علیهم السلام د تفسیرونو او روایتونو له مخې، په دغو مبارکو آیتونو کښې د حضرت زهرا او امام علي علیهم السلام واده او د امام حسن او امام حسین علیهم السلام زوکړې ت اشاره شوې ده. دغه دواړه سمندرونه د حضرت علي او حضرت فاطمه زهرا علهیم السلام مقدس وجودونه دي، یعنې د عصمت او امامت دوه سمندرونه او هغه څه چې له دغو دواړو سمندرونو ترلاسه شوي، د سوره رحمن د ۲۲ آیت له مخې لؤلؤ او مرجان بیان شوي دي چې هم هغه د امام حسن او امام حسین علیهم السلام مقدس وجودونه دي.

امام جعفر صادق علیه السلام د دغه آیت په تفسیر کښې فرمايي: «علی او فاطمه هغه دوه ژور سمندرونه دي چې هیڅ یو یې په بل باندې ظلم او زیاتې نه کوي او له ملغلرو مراد، امام حسن او امام حسین علیهم السلام دي.

د معصومینو(ع) په سیرت کښې داسې آداب او سنتونه شته دي چې د اولاد له زیږیدو نه تر اوو ورځو پورې په هغوي عمل کوي. په دغو آدابو باندې عمل، د اولادونو د روزنې لپاره لا ښې زمینې برابروي چې په لوې عمر کښې یې اغیزه لیدله کیږي.

حضرت زهرا(س) د ماشوم د زوکړې آدابو ته ډیره پاملرنه درلوده. هر کله به چې د فاطمې بي بي اولادونه کیدل، هغوي به یې پیغمبر اکرم(ص) ته وروړل. بیا به پيغمبر د هغوي په ښي غوږ کښې آذان او په کیڼ غوږ کښې به یې ورله اقامت وایه. له اسماء بنتِ عمیس نه نقل شوي دي چې وايي: «کله چې امام حسین علیه السلام دنیا ته راغی نو رسول الله مبارک د حضرت زهرا(س) کور ته ورغی او ویې فرمایل: «بچې مې راته راوړئ».

ما حسن علیه السلام چې په یو زیړ رنګه اوڼي کښې نغتی و، هغوي ته یوړه. هغه حضرت وفرمایل: «ماشوم په زیړ رنګ ټوکر کښې نه نغاړئ. هغه په سپین ټوکر کښې پټ کړئ».

ما ماشوم یوړه او د هغه اوڼې مې بدل کړ او دوباره مې پیغمبر ته وروړه. بیا پیغمبر د هغه په ښي غوږ کښې بانګ او په کیڼ غوږ کښې یې اقامه وویله.

د اولاد د زوکړې په وخت یو دود چې ډیره سپارښتنه یې شوې ده، د یو پسه عقیقه کول(په یوې ځانګړې طریقې د پسه قرباني کول) وو. هر کله به چې د بي بي زهرا(س) ماشوم کیده، دوي به ورپاره یو پسه عقیقه کوه. بیا به یې د هغه پسه څه غوښه  داعي ته او نوره به یې ګاونډیانو او خپلوانو ته لیږله او هغوي به یې خوشالول. بیا به یې د ماشوم د زوکړې په اوومه ورځ د هغه سر خرایه او د ویښتانو د وزن په اندازه سپین زر به یې بې وزلو او اړمنو کسانو ته ورکول.

د ماشوم د زوکړې د وخت یو بل دود، د هغه لپاره د یو ښه، مناسبت او ښکلي نوم غوره کول دي. حضرت علي علیه السلام په دې هکله فرمایي: په مور او پلار باندې د ماشوم حق دا دی چې د هغه لپاره یو ښه نوم غوره کړي او ښه روزنه یې وکړي او ورته د قرآن زده کړه ورکړي».

په دې بنیاد، کله چې امام حسن علیه السلام دنیا ته راغی نو حضرت زهرا علیهاالسلام امام علي علیه السلام ته وفرمایل: «زمونږ د زوي لپاره یو نوم غوره کړه.»

امیر المومنین وفرمایل: «زه په دې کار کښې د خدای په ګران حبیب باندې نه مخکښې کیږم».

بیا یې خپل ماشوم پيغمبر اکرم(ص) ته یوړه. رسول الله مبارک ماشوم ښکل کړ او پوښتنه یې وکړه: «څه نوم مو ورته غوره کړی دی؟

امام علي علیه السلام وویل: «په دې کار کښې له تاسو نه یم مخکښې شوی».

پیغمبر اکرم وفرمایل: «زه هم له خپل خدای څخه نه مخکښې کیږم».

دغه وخت جبرائیل امین نازل شو او پیغمبر اکرم ته یې د خدای تعالی له خوا د مبارکۍ پیغام راوړه او عرض یې وکړ: «ای محمده(ص)! جدای تعالی امر کوي له دې امله چې له تا سره د علي(ع) نسبت، له موسی(ع) سره د هارون(ع) د نسبت په شان دی، نو د خپل بچي لپاره د هارون د زوي نوم غوره کړه».

د خدای ګران رسول(ص) وفرمایل: د هغه نوم څه و؟

جبرائیل ځواب ورکړ: «شُبَّر»

رسول الله وفرمایل: «زمونږ ژبه عربي ده».

حضرت جبرائیل عرض وکړ: « شُبَّر په عربۍ ژبه «حسن» دی ».

*/*/*/*/

په ټولو ټولنو کښې د اولادونو په روزنه کښې د مور رول ډیر حساس او مهم دی. په حقیقت کښې دا میاندې دي چې ټوله ورځ له خپل اولاد سره ډیر وخت تیروي او له ماشومان سره د هغوي چلند، په اولادونو کښې د شخصیت د جوړیدو زمینه برابروي.

د حضرت زهرا علیهاالسلام یو مهم رول، د خپلو اولادونو د ایماني او اخلاقي اړخ روزنه وه. هغې بي بي به خپل ماشومان نه یوازې له الهي واجباتو سره اشنا کول بلکې په هغوي به یې د مستحب چارو ترسره کول هم ضروري ګڼل.

د مثال په توګه حضرت فاطمه علیهاالسلام به ماشومان په خپل عمل سره روزل. لکه دا چې هغې به خپل اولادونه د قدر په شپې ویښ ساتل او د دې کار لپاره به یې هغوي د ورځې اوده کول ترڅو د شپې په شوق سره شپه روڼه کړي او عبادت وکړي او د شبِ قدر له برکاتو برخمن شي.

حضرت زهرا(س) خپل اولادونه د واجباتو او مستحباتو ترسره کولو ته دومره هڅولي وو چې حضرت زینب علیهاالسلام به شپه تر سهاره روڼوله او لمونځونه او د قرآن پاک تلاوت به یې کوه.

*/*/*/

ګرانو مینه والو د ریحانه د ننني پروګرام وخت هم دلته پاې ته رسي، ان شاءالله چې په راتلونکي پروګرام کښې به د حضرت فاطمه زهرا(س) له خوا د اولادونو د روزنې په هکله نور ټکي له تاسو سره شریک کړو نو تر هغې په مو مهربان خدای سپارو.