د لویدیځوالو اپوټه انساندوستي
د تهران راډیو ګرانو مینه والو السلام علیکم! د لویدیځوالو د اپوټه بشردوستۍ په هکله یوه ځانګړې لیکنه درته وړاندې کوو
ګرانو دوستانو په غزې باندې د اسرائيلو د خونړیو بریدونو یو مهم اړخ د غزې د حقیقتونو اپوټه ښودل او د لویدیځ د سیاسي او رسندوي ټولنو په سویه د ظالم او مظلوم د ځاې بدلیدل دي.
له بلې خوا اسرائیل هم په رسندوي سیاست او د صهیونیسټي رژیم د سیاسي او پوځي چارواکو په دریځنیونو کښې د فلسطینیانو په ختمولو لګیا دی. اسرائیل یو آپارټایډ حکومت دی خو په غزه کښې له دې هم ورتیر شوی او له انساني توکمه انکار ته رسیدلی دی. د اسرائيلو د جنګ وزیر وايي: «مونږ له انسان ډوله ځناورو سره جنګیږو».
البته دا خبره په کړکیچنو حالاتو کښې یو احساسي او جذباتي دریځ نه دی بلکې یو منل شوی باور دی. د اسرائيلو پخواني وزیراعظم او د ښوونې او روزنی پخوانی وزیر «نفتالی بِنِټ»(Naftali Bennett)،هم ویلي دي:«څرګنده ده چې مونږ خپل دښمن له اوبو او بریښنا بې برخې کوو».
د هاآرټص ورځپاڼې یهودي خبریال «ګیدئون لوی»(Gideon Levy)، بیا داسې وايي: «د فلسطینیانو پلان شوې انسانیت ختمونه، د موجودو بوږنونکو حقیقتونو په وړاندې د چپتیا یو اصلي عامل دی».
*/*/*/*/*
له فلسطینیانو سره د اسرائیلو توکمپاله چلند او د فلسطین ټاټوبي د اصلي اوسیدونکو انسانیت ختمونه کومه نوې خبره نه ده. ۷۵ کاله وشول چې اسرائیلو د استعماري قدرتونو په ملاتړ سره د «له خلکو یو خالي ټاټوبی د بې وطنه خلکو لپاره× په دروغجن شعار سره د اسرائيلو د قامي او طوني پاکونې په چوکاټ کښې عمل کړی دی. دغه خلک چې ځان «غوره قوم» ګڼي، داسې قوم چې په عین حال کښې چې خان قرباني بولي، ځانته د لاندې کړو ځمکو د نیواک او د هغو د اصلي اوسیدونکو د ایستلو او وژلو په شمول د هر کار د ترسره کولو او په دې لړ کښې د هغوي د انسان نه منلو حق ورکوي.
افسوس دې وي په لویدیځو هیوادونو چې ته به وايې ګني په اسرائیلو باندې د واکمن رسمي توکمیز توپیر په وړاندې په ګونډو شوي دي. امریکې د ملګرو ملتو په تاریخ کښې ۸۳ ځلې له «وټو» کار اخیستی دی او دا حق یې ۵۳ ځله، د اسرائيلو په نیواکګرۍ او وحشیتوبونو باندې د هر ډول نیوکې په منع کښې کارولی دی.
د لویدیځو هیوادونو د مشرانو له خولې مو په کراتو اوریدلي دي چې «اسرائیل د ځان د دفاع کولو حق لري» خو یو ځل مو حتی د ست په توګه هم وانه وریدل چې «فلسطین هم د ځان د دفاع حق لري». د امریکې او د نورو ډیرو لویدیځو هیوادونو د بهرني سیاست په ډکټرین کښې اسرائیل هغه مقوله ده چې په خاطر یې ټول اصول تر پښو لاندې کیدې شي.
*/*/*/*/
لویدیځ حکومتونه د اسرائیلو له جعلي حکومته په ملاتړ کښې هیڅ حد نه لري. هغوي د اکتوبر په اوومه نیټه د حماس د عملیاتو په غبرګون کښې په غزه کښې د فلسطینینانو په ځپنه کښې صهیونیسټه رژيم په حقه بولي او یوازې په هم دې ټینګار کوي. د صهیونیسټي رژیم ملاتړي دې ټکي ته پام نه کوي او ښه به دا وي چې ووایو «نه غواړي» چې پام وکړي چې اسرائیلو په غزې څه کړي دي چې هغوي د صهیونیسټانو په تیره بیا د ښارګي میشتو د بریدونو په وړاندې خپلې دفاع ته مجبوریږي.
د فلسطین او اسرائیلو د شخړې تاریخ او د دغه ټاټوبي د نیواک تاریخ د روانې اکتوبر میاشتې له اوومې نیټې نه دی پیل شوی بلکې څه باندې اویا کاله وشول چې فلسطینیان د هغه موجودیتي حق په تکل کښې دي چې د هغوي له هویت یعنې د پلارنیکه له ټاټوبي، تاریخ، ژبې او کلتور سره یې غوټه خوړلې ده. له تیرو اویا کلونو څخه یې د یو ولس وطن نیولی او یو داسې رژيم یې جوړ کړی دی چې د صلحې په هیڅ تړون او د ملګرو ملتو په هیڅ پریکړه لیک او په هیڅ انساني اصل پابند نه دی. صهیونیسټانو پر فلسطین سربیره د مصر، سوریې، اردن او لبنان په شمول د خواوشا په ټولو هیوادونو تیری کړی او له هرې یوې یې یوه برخه غصب کړې ده.
خو لویدیځ حکومتونه له سهار نه تر ماښامه د دغه نیواکګر رژیم ملاتړ کوي او د ترنیواک لاندې کسانو په رټنې او ګواښ اخته دي. لویدیځ حکومتونه د اسرائیلو جعلي رژيم ته د رواوالي ورکولو او د یو توکمپاله رژیم څخه په ملاتړ کښې د خپلو سیاستونو د توجیه لپاره له څو لسیزو راهیسې مذاکرات پیل کړي دي. تراوسه له فلسطین سره د لویدیځ خبرې اترې، «د تورې او غاړې یا مرۍ» خبرې پاتې شوې دي، سر دې په کومه طریقه پرې کړو او څرنګه مو له خپلو کورونو وباسو؟ هغوي غواړي چې له ولسه په کلي توګه انکار وکړي او غلی یې کړي.
*/*/*/
د صهیونیسټي رژيم پوځ د لویدیځ په هراړخیزو ملاتړونو سره د سیمې په یو ډیر پياوړي پوځ بدل شوی دی. د اسرائیلو جاسوسي اداره موساد، د نړۍ یو ډیر ویرونکی اطلاعاتي سازمان دی. دغه سازمان د نړۍ په مختلفو سیمو کښې سلګونه فلسطیني مبارزان وژلي دي.
خو د صهیونیسټي رژيم له ټولو جنایتونو او نیواکګریو سره سره، لویدیځوالو د ظالم او مظلوم ځایونه بدل کړل. فلسطینیان یې ترهګر وبلل او نیواکګر صهیونیسټان یې د فلسطینیانو له ظلم سره مخامخ وښودل. دا هغه تصویر دی چې صهیونیسټان یې له ځان څخه نړۍ ته وړاندې کوي. اروپايي حکومتونه او امریکا هم د صهیونیسټانو د دغه مظلوم ډوله تصویر په وجه له اسرائیلو ملاتړ کړی او فلسطیني مبارزان یې د ترهګرو په لسټ کښې شامل کړل.
خو د اسرائیلو جعلي حکومت ته په رواوالي ورکولو کښې د ټولو اقتصادي اقداماتو په کولو او له نړیوالو ارګانونو په استفادې سره سره نه صیهونیسټان توانیدلي چې د فلسطین د آزادۍ آرمان هیر کړی شي او نه یې لویدیځ ملاتړي.
په فلسین بانې د صهیونیسټان څه باندې اویا کلن ظلم د فلسطینیانو د اویا کلن مظلومیت او په کښې د مقاومت د راپیدا کیدو سبب شو. د نیواکي فلسطین دننه د حماس د مقاومتي غورځنګ ناڅاپي عملیات او د ځینو صهیونیسټي میشته ښارګیو او اډو نیول او د لسګونو اسرائیلي اسیرانو ژوندي نیول، په نیواکي فلسطین کښې د مقاومت د ژوندي والي او لوړوالي یوه بله نښه ده.
د اکتوبر د اوومې نیټې عملیاتو یوځل بیا د اسرائیلو د اطلاعاتي او امنیتي ادارو د ماتې نه منلو دبدبه ختمه کړه. کوم ګوذار چې اسرائیلو په دې عملیاتو کښې له یوې مبارزې فلسطیني ډلې وخوړه او کومه مرګ ژوبله یې چې وزغمله، د صهیونیسټانو د نیواکۍ او تیري په تاریخ کښې بې مخینې ده.
*/*/*/
فلسطیني مبارزانو دا عملیات په داسې حالاتو کښې ترسهر کړل چې غزه، په څه باندې دوه میلیون(شل لاکه) نفوسو سره په یو بې چته زندان بدله شوې او د صهیونیسټي رژيم د پوځ له هراړخیزې محاصرې سره مخامخ ده. صهیونیستانو د غزې تړانګې په کلابندۍ بسنه نه ده کړې او د مقاومت د چورلیز د قومندانانو د هدف ګرځولو په پلمه یې په بمباریو کښې لسګونه فلسطینیان شهید کړي دي.
اسرائيلو په ۲۰۲۲ کال کښې ۲۲۰ فلسطینیان یوازې په غزې تړانګې کښې شهیدان کړل. اوس چې صهیونیسټانو په غزه کښې د مقاومت له چورلیزه ترټولو ستره ماتې وزغمله نو د دغې سیمې د دوه میلیون او درې لاله اوسیدونکو د ډله ایزې سزا په لټه کښې دي.
د غزې تړانګه د نفوسو له نظره د نړۍ ترټولو ګڼ میشته سیمه ده. په دې وړې او ډیر نفوس لرونکې سیمې باندې د صهیونیسټي رژیم ایف۱۶ ډوله امریکايي الوتکو زرګونه ټنه بمونه غورځولي دي. د صهیونیسټانو هدف په سوځیدلې ځمکې د غزې بدلول او د حماس غورځنګ له مینځه وړل دي. د غزې بې پناه خلک دا دومره څرګند تشدد او کم مخینې بې رحمي په داسې حال کښې زغمي چې له دې مخکښې هم د صهیونیسټي رژیم له خوا له دوامداره ظلم او ناامنۍ سره مخامخ پاتې شوي دي. د آزادي غوښتنې مدعي لویدیځ حکومتونه د غزې په تړانګې باندې د وژونکو او ورانوونکو بریدونو په غبرګون کښې د صهیونیسټانو ترڅنګ ولاړ دي او د فلسطیني ښځو او ماشومانو په شمول د ملکي وګړو د قتلِ عام ملاتړ کوي.
د اروپا او امریکا حکومتونو د صهیونیسټانو په ملاتړ کښې حتی له فلسطینیانو په ملاتړ کښې د غونډو په ترسره کولو هم بندیز لګولی دی او د قید سزا یې ورته ټاکلې ده.
د صهیونیسټانو له خوا د ځان د مظلوم ښودنې او د نړیوال غبرګون پرته د هغوي له جنایتونو د امریکا او اروپايي حکومتونو د ملاتړ دوران ختم شوی دی. ولسونه د صهیونیسټي رژیم په حقیقي ماهیت خبر شوي دي. دا کافي ده چې د اروپا او امریکا په لارو کوڅو کې او په ټولنیزو شبکو کې د فلسطینیانو د ملاتړ کچه په نیواکي فلسطین کې له صهیونیسټانو د ملاتړ له کچې سره پرتله کړو. د فلسطین د نیواک ۷۵ تاریخ ګواهي ورکړې ده چې تاوتریخوالي به هیڅکله د اسرائيلو په امنیت ختم نه شي او په نسل وژنې سره به ارادې ماتې ونه خوري. که د مقاومت ټول چورلیز هم له مینځه یوسي چې البته نه یې شي وړلی، نو ننني زخم خوړلي ماشومان به یوه ورځ سر راپورته کړي او د خپل وطن حقوق به واخلي.
آیا هغه ورځ چې فلسطینیانو له کاڼو پرته بل څه په واک کښې نه درلودل، د فلسطین د آزادۍ آرمان هیر کړی شو؟ لاپاتې دا چې نن، چې فلسطینیان له همیشه نه ډیر پياوړي دي او تل ابیب په توغندیو هدف ګرځوي...
*/*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی