Dec 05, 2023 11:09 Asia/Kabul
  • امریکا او  د بایکاټونو نشه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبو کې سره د بایکاټونو په نشې د امریکا د روږدیدا نومې لړۍ له ننني دریم مطلب سره ستاسوپه خدمت کې یوو،په دغې لړۍ کې د پر رسندوئي کړچارونو  په تمرکز سره  د هیوادونو په ضد له بندیزه د امریکا د آوزاري استفادې اړخونو په عنوان سره ارزونې کیږي ، هیله ده  د استفادې  وړ مو وګرځي.

  دوستانو په مختلفو  اقتصادي،تجارتي،مالی،پوځي،ډيپلوماټيک، شخصي،سپورټي او تولنیزو حوزو کې په تیره بیا د بشری حقوقو له پلوه له بندیزونو څخه د امریکا پراخه استفاده د شننې وړ ده. په نننی مطلب کې  د امریکا په بهرنی سیاست کې د چلند او مخه نیونې  د بدلون د آوزار په معنا دبندیزونو په باب درسره غږیږو،نو هیله ده راسره ملتیا وکړئ.

د ملګروملتو  منشور،د هغو هیوادونو د چلند دبدلون لپاره چې د منشور اصول رعایت نه کړي ،د هغوي د چلند او کړچار د بدلولولپاره د اقتصادي او غیراقتصادي اقداماتو یوه ټولګه  اعمالوي. د اقتصاد په نړیوال کیدا سره،اقتصادي بندیزونه د پوځي مخه نیونکو سټراټژيو په ځاي کیدلی شی.پر هغه څه  سربیره چې،د مختلفو هیوادونو  په ضد د امریکا سیاسی چلندونه او ظالمانه بندیزونه ښئ،کله ناکله هم له بندیزونو څخه موخه د هیوادونو له ټولګې یا د کوم هیواد د په ضد  د مخنیوي رامینځةکول دي .

د جنګ لګښتونو ته په پام سره،مخه نیونه(ډټرینس) تل د هیوادونو دپام وړ یوه ترټولو مهمه سټراټژۍ ده.مخنیوی یا بندیز ،په عمومي ډول د یو اړخ له خوا د ګواښونو د یوې ټولګې کارول  څو بل اړخ قانع کړي چې یو ناغوښتل شوی عمل و نه کړي او د مقابل لخوا د چلند او کړنې مخه ونیسي،په دې ګواښ سره چې ددغه کار په ترسره کیدا سره به د نه منلو وړ تاوان سره مخ شي تعریف کیدلی شي.مخنیوی د وضعیت د ساتلو لپاره یو ډول تګلاره ده او سیالي کونکی هڅوي چې ګټه او تاوان محاسبه کړي. په پوځي حوزې کې د لازیات مخنیوي ستراتیژي  مطرح  شوې ده.

 ستر قدرتونه په تیره بیا امریکا،په وروستیو لسیزو کې د خپلواکه هیوادونو یا نیوکه کونکو هیوادونو په ضد د مخنیوي  لپاره د اقتصادي بندیز له آوزاره ډیره زیاته استفاده کړې ده.په دې دلیل د اقتصادي مخه نیونې(Economic Deterrence) مفهوم  هم د نړیوال سیاسی اقتصاد ادبیاتو ته  ورزیات شوی دی.  په وروستیو دوو لسیزو کې  له اقتصادي مخنیوي څخه،د امریکا په رژیمونو کې دومره ډيره او بې خرته  استفاده شوې ده چې د سیالانو د کنټرولولو او د  امریکا دخوښې وړ نظم  د مخالفانو د رَټَلو یا سزا کولو لپاره په یوې سټراټژۍ بدله شوې ده.دغه کړچار د بندیز د آوزار  په ماهیّت کې یو ډول بدلون حسابیږي ددغې سټراټژۍ د پلانونکو په اند،اقتصادی مخه نیونه،د لګښت – ګټې د اصل په اساس د سیال حکومت پر فیصلې د پوځي مخه نیونې په شان اغیزې شیندي.

   په امریکا کې د بندیز ملاتړي په دې اند دي،اقتصادي بندیز داسې اړم دی چې  مخالف هیواد دې نتیجې ته رسوي چې د بایکاټونکي هیواد د غوښتې د منلو لګښت ، داقتصادي بندیز د زغملو  له لګښته لا کم دی. پوځي مخه نیونه،د ختیځي بلاک په مقابل کې د امریکا تر ټولو دوده سټراټژي وه چې د مختلفو پوخي نظریو په سیوري کې اعمالیدله،خو اقتصادي مخه نیونه،یوه لا نوي موضوع ده.په اقتصادي مخه نیونه په درو سټراټژيو مشتمله ده،یعني په رټلو سره اقتصادي مخنیوی،په انکار سره اقتصادي مخنیوی او په کمښت سره اقتصادي مخنیوی.

د ساړۀ جنګ  په پړاؤ کې د امریکا د بهرني سیاست په غوره برخې کې د اقتصاد آوزار د شوروي د نفوذ د پراختیا لپاره په مقابلې کې د پوځي اړم یا آوزار بشپړونکی  ؤ.د شوروي  په ضدد امریکا ترټولو مهمه سټراټژي،د نفوذ مخنیونکی سیاسیت ؤ.ددغه سیاست په سبب  له اروپا د شوروي په شاوخوا کې ترجنوب ختیځې آسیا پورې کړه ایز دفاعي تړون رامینځةشو.د شوروي په باب د ؛ترومن څلور اصل؛ اجرا شو .ددغه اصل په اساس، چې ترومن په 1949 کال کې وړاندې کړ،هغو ټولو حکومتونو ته ئې  اقتصادي ،سیاسی او لا مهمه  پوځي مرستې ډالۍ کولې چې د شوروي د نفوذ له خطرې سره مخ کیدل.

Image Caption

 

   امریکا دشوروي له دړې وړې کیدا وروسته،د ځينو هیوادونو په ضد خپل مخنیونکی سیاست بیا تعریف کړ.په دې اړه وه چې د؛بیل کلنټن دوه اړخیز کنټرول؛نومې سیاست مطرح شو.ددغه سیاست اصلي هدف،له نورو هیوادونو سره د ایران د سیاسی او تجارتي  عادي اړیکو د ټينګیدا مخنیوی ؤ څو ایران خپل خپلواکه کړچار بدل کړي.د هغو هیوادونو د چلند د بدلیدا لپاره په اقتصادي مخه نیونکي سټراټژي چې بندیزونه پرې لګیدلي،امریکا 1995کال د داماتو په قانون سره د بندیزونو د نړیوال  رژيم د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام پورته کړ او په ۱۹۹۶ کال کې ئې د ایران او لیبیا په ضد یو قانون تصویب کړ چې په ایلسا قانون مشهور شو.د زوي جارج بش په پړاؤ کې هم د ایران په شمول د ځينو هیوادونو په وړاندې  مخه نیونکي سټراټژۍدوام  وموند.

د باراک اوباما د ولسمشرۍ په پیلیدا سره،اقتصادي مخنه نیونه،د امریکا دبهرنی سیاست په اصلی سټراټژۍ بدله شوه . دغه سټراټژي  په تیره بیا د ایران د اسلامی جمهوریت او روسیې په وړاندې اعمال شوه.په هغو پټو او مهمو سندونو کې چې د اوباما په پړاؤ کې خپرۀ شول،په ښه ډول پکې د ظالمانه بندیزونو د تش په نامه مخه نیونې ځائيګی مشاهده کیدلی شي.د اوباما د پړاؤ ځینو چارواکو هڅه کړې،څو په شیشت کې د  ورغلو حکومتونو د چلند د بدلولو او مخه نیولو لپاره  له بندیزونو څخه د امریکا د آوزاري استفاده نظریه وبریښوي.

ریچرډ نِفیو په هغو کې یو خاص دی. هغه د ؛بایکاټ هنر ؛نومې ککتاب لیکلی چې په نړیولاو ادبیاتو کې د له بندیز سره  اړونده یو ترټولومهم متن پيژندل کیږي او هغه  د ایران د ولس په ضد د ظالمانه بندیزونو د ا عمالیدا یو معمار او اجرا کونکی حسابیږي .نِفیّو د عراق په ضد د امریکا دبندیزونو له ارزونې وروسته د ایران په بندیز کې سټراټژيکې سپارښتنې مطرح کوي او ورپسې هغه د امریکا په بهرني سیاست کې د یوې نړیوالې سټراټژۍ په توګه وړاندیز کوی .د بندیز په مادو کې د نِفیّو  ترټولو مهم بحث،د مخه نیونکي آوزار په معنا او د ټارګټ شوو هیوادونو د چلند بدلیدا یعني د؛کړاؤ رامینځةکیدا؛ ده .د هغه له نظره د بندیزونو له اعمالولو موخه د ناکامۍ،درد او مشکلاتو رامینځةکول دي،داسې چې د بندیزونو په نښه شوی هیواد  یو ډول خبل چلند بدل کړي.  

              د باراک اوباما له ولسمشرۍ وروسته ډونالډټرمپ په دې اند ؤ چې د ایران د سیمه ایزو کړنو او دایټمی پروګرام په باب د اوباما سټراټژي کارندوالی نه دی درلودلی.هغه له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې څخه په یواړخیز ډول په و تلو سره،د یوې تش په نامې لاښې موافقې د ترلاسه کولو لپاره د خبرواترو میز ته د ایران د کاږلو لپاره د مالی سرچینو دکمولو په موخې سره اقتصادي بندیزونه لاسخت کړل.د لاښې موافقې څخه  دهغه موخه داسې موافقه وه چې ټولې مادې ئې، ټرمب د خوښې وړ وي.د ټرمپ دزیاتره دباؤ  پالیسی داسې اعمال شوه چې  د هغه دملی امنیت د سلاکار په تعبیر سره،نوره د اسې کوم بندیز باقي پاتې نه دی چې د ایران په ضد اعمال شي.

د ټرامپ په حکومت کې له اقتصادي اړمه  استفاده یوازې د ایران په ضد نه وه، بلکې کرغیړن ټرمپ د چین په ضد هم پراخ بندیزونه ولګول.له هغه وخته چې چین په په دوامدارې او حیرانونکي اقتصادي ودې سره د نړۍ د یوه لوی قدرت په توګه مطرح شو،نو بندیز له لارې د هغود پیزواني کولو لپاره اقتصادي مخنیوی مطرح شوی دی.په عین حال کې د امریکا د بهرنی سیاست جوړونکي نظام هڅه کړې ده،د مشارکت په سیوری کې د؛اقتصادي پیکیجونو په ورکولو سره ؛چین،د ځان د نړیوال رژيم  په یوې برخې بدل کړي او بله برخه، تل د چین په محدودولو پسې وه چې ټرمپ ئې په سر کې ؤ.

د ایران او نورو هیوادونو په ضد د مخه نیونکی آوزار په توګه له بندیزه استفاده،یوازې امریکا پورې محدوده نه ده ،بلکې اروپائي اتحادیه هم کلونه کلونه کیږي،چې له دغې سټراټژۍ ا ستفاده کوي.

         که څه جوزف بایډن  دټرمب په سیاستونو په نیوکوسره قدرت ته و رسید،خو د هغه د سیاستونو زیاتره برخه په تیره بیا له بندیزه د آوزاري استفادې  په زمینې کې  سیاستونو ته ئې دوام ورکړی دی او حتی د روسیې په مقابل کې ئې د بندیزونو اندازه دومره زیاته کړه چې دغه هیواد  دبندیز په شیشت کې په راغلو  هیوادونو  کې په سر کې شو.د جوبایډن د ولسمشرۍ  په لومړنیو دوو کلونو کې تر ټولو غوره او زیات  اقتصادي بندیزونه، د روسیې په ضد اعمال شول حو  له یوه پلوه په اوکراین د حملې په وړاندې ددغه هیواد کړچار او چلند بدل کړي او له بل پلوه د تش په نامه  لویدیځي شریکانو باندې د روسیې د احتمالی راتلونکو حملو او دغه راز په تایووان باندې له احتمالي حملې څخه د چین د غړولو ل لپاره یو اقدام شي.

 د امریکا اوسني حکومت د  ټرمپ دپړاؤ په اپوټه  هڅه کړې ده  د څواړخیزو بندیزونو په چوکاټ کې ، روسیه پيزواني کړي ،البته د روسیې دبندیز یوازینی دلیل  په اوکراین باندې حمله نه  وه ، بلکې  له دې مخکې  د امریکا د ولسمشرۍ په مخکینیو  انتخاباتو کې  او دغه راز د پوتین  مخالفانو ته د زهر  په ورکولو کې د روسیې د لاسوهنې په پلمه  د بندیزونو نور موردونه هم  د امریکا په ایجنډا کې شامل  وو.

مشخصه ده چې  دتپلی،سیاسی او د ملګروملتو له منشوره بهر  بندیزونو موخه ، ددفاعي،علمي او ساینسي  زمینو کې د ایران په څير د هیواد دپرمختګ درول دي.سره له دې ، لویدیځي تینک ټینک او د فکر کوټو منلې ده چې ایران د چین او رو سیې په څير له سترو قدرتونو او نورو هیوادونو سره په ملګرتیا او په داخل کې د مقاومتي اقتصاد د کړچار په غوره کولو سره،د امریکا ظالمانه او یو اړخیزو بندیزونو ته تسلیم نه شو.په حقیقت کې  د ایران  دچلند د بدلولو لپاره د یوه آوزار په توګه له بندیزونو څخه د آوزاري استفادې لپاره د واشنګټن  کړچار  او پالیسۍ  ماته خوړلې ده .

          د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په بندیز د امریکا د روږدیدا لیونتوب  نومې لړۍ  ددغه دریم مطلب وخت هم همدومره ؤ،نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ، خپل خیال ساتئ ، د خپلواکو ،کورنۍ او دوستانو خیال ساتئ او د سلامتیا په فکر کې هم شئ ، ښاد او آباد ووسئ.

(سیماب)

***************************************************************************************************************************************************       

 

 

ټیګونه