Mar 14, 2024 14:06 Asia/Kabul
  • لویدیځي آسیا په تیر کال کې یمن  او د غزې د جنګ اوج

د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والوپه دې شیبو کې په تیر کال کې لویدیځي آسیا سیمې ته د یوې ځغلنده کتنې په دوام کې د یمن د جنګ د دریدا او  د غزې دجنګ اوج په باب له مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو ، هیله ده تر پایه راسره ملتیا وکړئ.

   په داسې حال کې چې  د یمن په ضد د سعودي عربستان جنګ تیر کال دریدلی دی،په دغه  هیواد کې انساني بحران هماغه راز دوام لري. په عین حال کې یمن وال په قدرت سره د  وحشي صهیونیسټي رژيم  په مقابل کې  د غزې د مظلومو خلکو ملاتړ وکړ. او دغه  ملاتړ هماغه راز په قدرت سره دوام لري.

د یمن جنګ تیر کال په مختلف انداز سره تیر کړ د جنګ پاي رسما اعلان شوی نه دی، خو عملا جنګ ودرید او د یمن په ضد د سعودي  ائیتلاف  له خوا  لازیاتې او جدي حملې  ونه شوې.په حقیقت کې د ۲۰۲۳کال په لومړیو کې مشخصه شوه چې  عربستان  دې اخستون ته رسیدلی دی چې  د یمن په ضد به په جنګ کې  هیڅ پوځي  بریا ترلاسه نه کړي. دغه جنګ یمن والو  او حتی دعربستان لپاره  په تیره بیا د پوځي اعتبار  ترپوښتنې لاندې د ورتلو په باب ډير درندۀ تاوانونه  درلودلي دي، خو د جنګ یوه ترټولو مهمه پایله  هم  دی من د قدرت په جوړښت کې د ملی نجات حکومت او د  انصار ا... د موقعیّت تثبیتیدا وه .همدغه موضوع هم سبب شوه عربستان  د یمن له ملی نجات حکومت او د انصار ا...  له چارواکو سره خبرې اترې او مذاکرات پخپلې ایجنډا کې راولي.

عربستان  چې د یمن په سیاسی  ډګر کې ئې  د ناروا لوبغاړي  په توګه د انصار ا... غورځنګ د حذفولو په موخې سره جنګ پیل کړی ؤ، له اتو کلونو ویجاړونکي جنګ وروسته  دې جمع بندۍ ته ورسید  چې باید  انصار ا... ولسی غورځنګ  په رسمیّت وپيژندل شي. انصار ا... ولسي غورځنګ  له  سعودي عربستان سره په خبرو اترو کې د یوه خپلواکه لوبغاړي په توګه رول ولوبوۀ او  حاضر نه شو ،له خپلو غوښتونو په شا شي. دبحران په نړیوالې ډلې کې  دیمن یو څیړاند وینا علی خان  وئيلي دي،دتیر کال د اپریل په لومړیو کې  د یمن صنعاء ته د سعودي عربستان  د سفیر په سفر کې ، هغه  له خپل عماني او حوثي همڅنګو سره ولیدل. د سفیر محمد بن سعید الجابر د حیرانتیا په اوج کې  حوثیان  هیڅ یوه امتیاز ورکولو ته حاضر  نه وو او  هغه خالي لاسونو له هغه ځایه بیرته ستون شو.

  یمن والو  له سعودیانو سره په خبرواترو کې پنځه اصلی غوښتې مطرح کړې؛ د یمن والو کارمندانو د حقوقو ورکول،له یمنه دټولو بهرنیانو وتل،  د بندیانو اوناروغانو   سره مبادله او صنعاء ته د   انسان دوستۍ د مرستو  دلارې پرانیسته، د یمن دهراړخیزې کلابندۍ  بشپړ ختمیدا او نهایتا  دجنګ د تاوانون جبرانول. د ایران او عربستان  دموافقې د یوه کال په تیریدا سره،یمن والو عنوان کړه،له هغو بندیانو مبادلې پرته ( چې هغه هم بشپړ نه شوه)،د ریاض- صنعاء په خبرواترو کې هیڅ پرمختګ نه دی ترلاسه شوی.

سعودي عربستان د یمن د کارمندانو  دحقوقو یا تنخواګانو له ورکولو سره موافقه کړې ، خو داسې شرط ئې مطرح کړی چې  د صنعاء حکومت نه دی منلی . په دې زمینې کې د یمن د  لوړې سیاسی شورا مشر  مهدي المشاط وئیلي دي،سعودیانو غوښتل د عربستان ملی بانک ته د یمن د  تیلو او ګیسو  دعایداتو د منتقلیدا په مقابل کې  دیمن والو کارمندانو  حقوق ورکويچې دا  د یمن د تیلی عایداتو د غلا کولو او نغرلو  او  د یمن والو پخپلو پیسو سره  یمن والو ته د صدقې  ورکولو په معنا دي.

د کلابندۍ د ختمولو په بحث کې کومه پيښه نه ده رامینځةشوې ،خو  دوروستیو نظر څرګندونو په اساس ،یولړ پرمختګونه  ترلاسه شوي دي.د صنعاء د مرکچي پلاوي مشر محمد عبدالسلام، د ۲۰۲۴کال په فرورۍ کې وئیلي دي،د صنعاء پلاوي او دعربستان  مشرانو لیده کاته کړي دي  او هغه ترټولو مهم خنډونه چې  دیمن د بحران د لارې  نقشه ورسره  مخامخ  ده،له لارې لیرې شوي دي.د صنعاء پلاوی  دانساني دوسیې د حل پر ضرورت ټینګار  کړی دی.په دغې دوسیې کې د سترولارو، بندرونو  اوسړکونو پرانیستل شامل دي او دا موضوع او  د سیاسی خبرواترو پشمول  پر نورو دوسیو اغیزې شیندي.

د تاوانونو دجبرانولو په بحث کې  سعودي عربستان یمن والو ته کوم تضمین نه دی ورکړی.سعودیانو د عمل یو نوښت کړی او دبسپنې  وړاندیز ئې کړی دی. موخه ئې دا وه چې د عطیاتو په بڼه  مرسته وکړي. یمن والو ووئيل، مونږ هیڅ ډول صدقه او عطیات نه منو. او اساسا  یمن والو د بسپنې وړاندیز  ونه مانۀ او وې وئيل، سعودیانو اته کلونو پورې پر مونږ جنګ وتپۀ، د مونږ ټوله بیخ بینائي تاسیسات له مینځه وړي دي  او باید ټول هغه تاوانونه چې ئې وارد کړي دي ،  جبران کړي.

سعودي عربستان د یمن د جنګ له ختمولو سره ګروهمن دی،خو ریاض د یمن له لاسه ورکولو او دقدرت په رامینځةکولو او جوړونې  کې بې پروائۍ ته  حاضر نه دی ،ځکه یمن د سعودي عربستان لباره  یو سټراټژيکه اولومړنۍ موضوع ده .عربستان هماغه شان د یمن د ریاستي شورا ملاتړ ته دوام ورکوي. له دې وروسته چې سعودي عربستان د یمن د ملی نجات حکومت څخه ریاض ته دسفر او له سعودي چارواکو سره دخبوراترو لباره دعوت  ورکړ، نو دا موضوع د یمن د ریاستي شورا د مشر رشاد العلیمي  له نیوکوسره مخ شوه. دغه شورا له عربستان سره اړونده ده،ځکه دغه سفر د یمن د ملی نجات د حکومت د په رسمیّت پيژندنې  په معنا ؤ.

Image Caption

 

   په تیر کال کې د یمن د حوزې یوه مهمه پيښه،د قدس دنیواکګر رژيم د نسل وژنې په مقابل کې د غزې تړانګې د مظلومو خلکو په ملاتړ کې د دغه هیواد قدرتمند اقدام ؤ. دغزې تړانګې په ضد د وحشي صهیونیسټي رژیم د نسل وژنې له څلویښتو ورځو تیریدا وروسته ،یمن پر صهیونیسټي کشتیوباندې یا  نیواکي ټاټوبو ته په تلونکو کشتیو باندې حملو سره د غزې جنګ ته وارد شو. د یمن اقدام  یوازې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په مقابل کې دغزې د خلکو دملاتړ لپاره یو عملی اقدام ؤ.په غزې کې د وحشي صهیونیسټي رژيم د نسل وژنې  دوام او همداراز دعربو هیوادونو له مرګوني چُپتیا سره یوځاي د امریکا ،فرانسې،جرمني او بریتانیا د هراړخیزو ملاتونو دوام،هغه درې اصلي عوامل وو چې سبب شول ،یمن وال د صهیونیسټي رژيم په ضد جنګ ته ودانګي. د یمن والو  اقدام له دې اړخه ډير زیات ا رزښت درلود چې دغه هیواد  له ۲۰۱۵ کال څخه  تر  اتو کلونو پورې له عربستان سره  په نابرابر جنګ کې ښکیل ؤ، یوداسې جنګ چې سبب شوی ، یمن دغزې له جنګه تر مخکې بورې،دنړۍ دانساني غمیزې په سر کې راغلی ؤ.

په دغو بریدونو او حملو سره ،پر صهیونیسټ رژیم دباؤنه زیات شول . دغه رژيم د یمن په ضد کوم اقدام ونه کړ،ځکه په دریمې جبهې کې ئې د ښکیلیدا توان نه درلود.له دې امله  امریکا  سره د څو نورو هیوادونو د یمن په ضد پوځي اقدام وکړ. دامریکا اقدام ثابته کړه ، چې عملابشری حقوق څه معنا نه لري.

Image Caption

 

  امریکا په لسو هیوادونو باندې مشتمل په تش په نامه ائيتلاف جوړولو سره  د یمن والو په ضد حملې وکړې.امریکائي ائيتلاف  په داسې شرائطو کې جوړ شو چې  له عربو هیوادونو څخه یوازې بحرین ؤ چې  په دغه ائیتلاف کې ئې غړیتو ب درلود.لویدیځي اسیا سیمې ته د امریکا ئي چارواکو دوامدار سفرونه او  له عربو چارواکو سره ئې لیده کاته د یمن په ضد په ائيتلاف کې  دعربو هیوادونو په تیره بیا د عربستان  د غړیتوب سبب نه شول.امریکا حتی یو ځل  بیا انصار ا...ولسی غورځنګ  د خپلو ترهه ګرو په لیسټ کې شامل  کړ،خو دغه اقدام  هم د نیواکي ټاټوبو په لور په تلونکو کشتیو باندې د یمن والو د حملو د دریدا سبب  نه شو.د یمن په ضد دامریکا او دهغې دمتحدانو  له حملو سره سره ، البته نه یوازې د نیواکي ټاټوبو په لور د تلونکو کشتیو په ضد د یمن والو حملې ونه دریدې ،بلکې دیمن  دولس اونیزې اومیلیوني مظاهرې  د ملی نجات  حکومت ولسی پشتوانه  هم ثابته کړه. همداراز د یمن ملی نجات حکومت  ثابته کړه چې په لویدیځي آسیا سیمې کې د مقاومتي چورلیز یو مهم او اغیز شیندونکی غړی دی. پر دې اساس د غزې په جنګ پسې د  یمن ملی نجات حکومت ته د نړۍ توجه  لازیاته شوې ده.

دغه ناکامي د هغو لګښتونو ترڅنګ چې امریکا  دغزې د  بې څوکه او مظلومو خلکو  په نسل وژنې کې له صهیونیسټي جنایتکار رژيمه  دملاتړ او ملتیاء په خاطر ورکړي ،  او د نړۍ په مختلفو  ښارونو ښارګیو  کې  په میلیونونو خلکود امریکا ضد مظاهرو په جوړولو سره ،دغه وحشي ډوله جنایتونو  ملاتړونه په سخته محکوم کړي، سبب شوي  امریکادغزې دجنګ یوه اصلی  بایلونکې ده .

             د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې هیله چې بختور اوسوکاله نوی کال ولرئ ،ددغه مطلب د وخت په ختمیدو سره مو په نیاؤمن او پتمن خدای سپارو، بریالي او سرلوړي ووسئ.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه