اسلامی بشری حقوق (8)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i2794-اسلامی_بشری_حقوق_(8)
ګرانو او قدرمنو دوستانو سلامونه مو قبول کړئ. په تېر مطلب کښې مو اشاره وکړه چې د بشر حقوق په انسانی تفکر کښې یو ژور او جرړې لرونکے مفهوم لری.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 22, 2016 09:26 Asia/Kabul
  • اسلامی بشری حقوق (8)

ګرانو او قدرمنو دوستانو سلامونه مو قبول کړئ. په تېر مطلب کښې مو اشاره وکړه چې د بشر حقوق په انسانی تفکر کښې یو ژور او جرړې لرونکے مفهوم لری.

. له ډېرو لریو زمانو راهسې فلاسفرانواو متفکرانو انسان یو لړ حقوق لرونکے بلۀ. دغه حقوق د لویدیځ د فلاسفرانو له نظره د انسان له طبیعته رامنځته شوی دی چې عقل پرې پوهېدې شی. له رنسانسه تر مخکې پورې به فلاسفرانو د طبیعت او عقل ترڅنګه د وحی تعلیماتو ته هم توجه کوله. خو له رنسانسه وروسته او د هیومینېزم یعنې انسان محورۍ د تفکراتو په سلطې سره الهی اړخ ته پاملرنه کمه شوه او انسانی طبیعت او اراده یوازې د بشری حقوقو د اصولو بنیاد وګرځېد.

انسان او د هغه ارادې ته پاملرنه د دې سبب شوه چې د انسانی حقوقو د ټاکلو لپاره یوازې صالح مرجع انسان او د هغۀ اراده او عقل وګڼل شی. په همدې بنیاد د دغه تفکر ملاتړو په خپلو مېنځو کښې د تړون په لاسلیکولو سره د بشری حقوقو په باره کښې د موافقه لیک په برابرولو لاس پورې کړ او هغه یې د بشری حقوقو نړیواله اعلانیه وبلله. هغوی بې له خوښې ناخوښې توحیدی نړۍ کتنې او له خداے سره د انسان تعلق ته بې له پامه د نړۍ د ټولو ملتونو لپاره یو موافقه لیک برابر کړ او هغه یې نړیوال او نه بدلېدونکی اصول او قواعد وبلل. خو د بشری حقوقود نړیوالې اعلانیې د تصویبېدو په هم هغه وخت کښې داسې هېوادونه وو چې د دغه ستر غفلت په اړه یې غبرګون وښود او الهی اړخ او د وحی تعلیماتو ته بې پامی یې د دغې اعلانیې یوه لویه نیمګړتیا وبلله. دا په داسې حال کښې دی چې په دینی تعلیماتو کښې انسانی حقوقو ته په پاملرنه زیات تاکید شوے او په هره زمانه کښې او د هر یو قوم لپاره الهی پېغمبران علیهم السلام ولېږل شول چې هغوی له خپلو حقوقو او دندو سره آشنائۍ او انسانی کمال ته ورسوی.

په ټولو الهی دینونو کښې د انسان سعادت او نېکمرغی او فلاح او کامیابۍ ته د هغۀ په رسېدو تاکید شوے دے. هر دین په خبلو تعلیاتو کښې انسان ته پاملرنه کړې او د هغۀ د حقوقو او ذمه واریو په بیانولو کښې د هغۀ نېکمرغی یې په نظر کښې لرلې ده. په ټولو دینونو کښې انسان ته د یو ارزښتمن، کرامت لرونکی او په بله معنا مقدس موجود په توګه کتل شوی دی. په عهد عتیق کښې راغلی دی چې آدم په الهی صورت کښې پېدا کړے شوے دے او دا یعنې انسانی موجودات په تندی باندې الهی مُهر لری چې هغوی ته لوړ ارزښت ورکوی.

قران شریف په دې اړه فرمائی: ((بې له شکه چې مونږ د آدم اولادونو ته کرامت وبخښۀ.))

د دینونو له نظره ټول انسانان په دې کښې چې د خداے پاک لخوا پېدا کړې شوی دی شریک دی. په خلقت او پنځون کښې اشتراک، د ځینو هغو حقوقوپه نړیوال توب چې له ملکوتی سرچینې څخه رامنځته کیږی تمامیږی. دغه حقوق په زوال موندونکی قوت او دنیوی اقتدار سره له انسانه نه شی اخېستل کېدې. دغه مفهوم په یهودی او مسیحی سنتو او هم په اسلام او نورو هغو دینونو کښې چې الهی بنیاد لری موندل کیږی.

د اسلام حقوقی نظام هم یو اجتماعی نظام دے چې پکې د انسان سعادت او خوشبختۍ ته د غوره کمال په توګه پاملرنه کیږی. په دې نظریې سره د پغمبرانو علیهم السلام بعثت د الهی احکامو په ملګرتیا سره د انسانانو لارښونه کوی چې له الهی تعلیماتو او اسمانی کتاب څخه په استفادې سره په ټولنه کښې عدل، انصاف او عقلانیت ټینګ کړی.

اسلام یو آئیډیل او نمونه نظام دے چې پکې یو خوا یوه نمونه ټولنه وړاندې کیږی چې خلق یې د ځان لپاره بېلګه وګرځوی او له بلې خوا پکې خلق خاص مقام او انسانی کرامت لری ا له حقوقو نه علاوه یو لړ ذمه و ارۍ هم په غاړه لری او د خپلې ټولنې په غبرګون کښې کردار ادا کوونکے او ونډه لرونکے وی.

او دا پوښتنه رامنځته کیږی چې د اسلام د مبین دین له نظره انسانان څه حقوق لری او څوک به دغه حقوق ټاکی؟ آیا انسانی عقل په یوازې ځان دا صلاحیت لری او بشری حقوق ټاکلې شی؟ او آیا د انسان طبیعت او ذات د بشری حقوقو د ټاکلو لپاره یوازېنۍ سرچینه او میزان دے؟

له دې بحثه مخکې ضروری ده چې د لویدیځ او د اسلام له نظره د حق د کلمې معنا بیان شی. په کلی توګه د حقوقو د ماهیت په اړه دوه نظریې موجودې دی. یوه نظریه چې په ارادې یا انتخاب باندې تاکید کوی او بله نظریه دا چې په ګټه یا مصلحت باندې تکیه کوی. د وړومبۍ نظریې مطابق حق له هغه قدرته عبارت دے چې قانون افرادو ته ورکړے دے چې یو کار دې وکړی یا دې ونکړی.

د دغې نظریې له مخې حق د انسان له ارادې یا انتخابه رامنځته شوے دے. یعنې هر کس په خپلې ارادې او انتخاب سره د خپلو تعلقاتو د برابرولو لپاره یو لړ قوانین قبلوی. نوځکه فرد کولې شی حق اجرا کړی او یا ترې تېر شی. په دې نظریې باندې یو لړ نیوکې کیږی، منجمله دا چې ځینې انفرادی حقوق لکه ژوند د ختمولو یا سپارلو وړ نۀ دے. آیا فرد کولې شی د ژوند کولو حق له ځانه واخلی او یا خپل د ژنوند حق د نورو لاسو ته وسپاری؟ یوه بله نیوکه دا چې نن سبا د حېواناتو، ونو او د سمندر د څنډو وغېره د حقوقو خبره کیږی چې له حېواناتو، اکولوجی او د ژوند له چاپېریال سره په اړوندو مسائلو کښې یې رواج پېدا کړے دے. حېوانات، غرونه او ځنګلونه څه قوت او ارادې لرلې شی؟

په دویمه نظریه کښې د حقوقو هدف د فرد له قدرت او اراې څخه ملاتړ نه بلکه له هغۀ سره د متعلقو ځینو سرچینو او مصالحو حفاظت ګڼل کیږی. دغه نظریه له وړومبۍ نظریې سره ځینې اړوندې نیوکې نه لری خو هغه خنډ چې په دغه نظریه کښې ښکاری دا دے چې له افرادو سره متعلق ګټی د هغو حقوقو یوه برخه ده چې د هغوی لپاره په نظر کښې نیول شوی دی. یعنې وړومبے پکار دی د افرادو لپاره یو لړ حقوق منظور شی او بیا له هغو نه د رامنځته شویو ګټو ضمانت ورکړې او وپېژندل وشی. البته له حېواناتو او د طبیعت له مظاهرو سره اړوند حقوقو په اړه بیا هم پوښتنه شته چې داسې یو حق لرونکی څه ګټې لرلې شی؟

خو د اسلام له نظره د حق معنا څه ده؟ حق د پائېدارې هستۍ په معنا دے. یعنې هرهغه څیز چې ثبات او پائېداری ولری حق دے. په همدې دلیل قرآن پروردګار حق بولی. د سورۀ حج په دوه شپېتم مبارک آیت کښې راغلی دی: ((دا له دې امله دی چې خداے حق دے او هغه څه چې بې له هغۀ یې رابولی باطل دی.))

البته حق درجې لری، ځکه چې هر حق د ثبات په یوه رتبه کښې ځاے نه لری. خو حق د حقوقو د علم په اصطلاح کښې په اجتماع کښې یو اعتباری مفهوم دے. حقوق له هغو ټولو اجتماعی قوانینو او مقرراتو څخه عبارت دی چې د خداے پاک لخوا د نظم، عدل او انصاف د ټینګښت لپاره د په بشری ټولنه کښې تدوینیږی چې د ټولنې نېکمرغی رامنځته کړی.

دلته ضروری ده چې د حق او حکم فرق هم بیان شی. که یوه چاره یوازې قانونی اړخ ولری یا د وظیفې تر حده وی او څیزونو ته وګرځی حکم ورته ویل کیږی. فقهی احکام چې هر یو د انسان لپاره یو لړ ذمه وارۍ ټاکی له دې امله حکم بلل کیږی. او یا هغه احکام چې څیزونو ته ګرځی لکه دا چې اوبۀ پاکوونکې دی.

خو د حقوقو او احکامو ترمېنځ نه بیلېدونکې رابطه موجوده ده. مثلاً که څه هم انسان د ازادۍ حق لری خو په عېن حال کښې په ازادۍ مجبور دے. یعنې دا چې انسان نه شی کولې له ځانه ازادی لرې کړی. نو له دې امله ټول هغه حقوق چې د بشر له ازادۍ سره اړوند دی د انسان په اړه الهی احکامو ته ګرځی. د مثال په توګه که څه هم انسان د ژوند حق لری خو وظیفه لری چې د دغه حق حفاظت وکړی او نه شی کولې هغه له ځانه جدا کړی. په دینی مکتب کښې د انسانانو د ټولو حقوقو روح د خداے حکم دے. په دې معنا چې هم هغه ډول چې انسان پکار د ی له سالمو اوبو او هوا استفاده وکړی او حق نۀ لری چې له دغو دواړو څخه ځان بې برخې کړی. همدا ډول انسان دنده لری چې له هغو حقوقو څخه چې خداے ورلره ټاکلی دی استفاده وکړی.

یعنې انسان د هر هغه حق په وړاندې چې خداے پاک ورته عطا کړے دے یو لړ دندې او ذمه وارۍ لری او دغه ذمه وارۍ د هغه حق له حفاظت او خیال ساتنې سره اړوند دی. خداے پاک په دې وجه دغه ذمه واری او دنده فرض کړې ده چې غواړی انسان له خپلو انسانی حقوقو څخه په ګټه اوچتولو سره کمال او سعادت ته ورسی. ځکه چې د ټولو احکامو او ذمه واریو ریښه د انسان مصلحت ته ګرځی. دغه احکام یوه ټینګه اډانۀ لری. ځکه چې دغه ټول احکام خداے پاک ته چې حق دے او پائېداره هستی ده ګرځی.

د قران شریف د سوره توبه په درې دېرسم مبارک آیت کښې راغلی دی چې: ((هغه ذات چې خپل پېغمبر یې له هدایت او حق دین سره راولېږۀ.)) دلته په دې خبره پوهېدې شوو چې دینی احکام د پېغمبرانو او انسانانو ترمېنخ د یو عامه تړون او اجتماعی اعتبار په څېر نه دی چې وروسته د باطلېدو وړ وی. په همدې دلیل هر هغه قانون چې انسان د اسمانی وحی په نظر کښې لرلو نه بغېر برابر کړی د باطلېدو وړ دے.

په توحیدی نړۍ کتنه کښې هر هغه نعمت چې له حق سره مل وی، او هیڅ داسې یو نعمت په دنیا کښې نه شی موندل کېدې چې انسان یې په وړاندې مسئول نه وی. د نهج البلاغې د دوه څلور څلوېښتم حکمت له مخې امام علی (ع) فرمایلی دی: ((د خداے پاک لپاره په هر نعمت کښې یو حق دے. هر چا چې یې حق ادا کړ له هغه نعمته زیاته ګټه اوچتوی او هر هغه کس چې د هغه حق په وړاندې کوتاهی وکړه نو ځان یې په خطر کښې و اچوۀ ‎. (یعنې د نعمت د ختمېدو خطر)

نو په دې بنیاد انسان له نعمتونو څخه په استفاده کښې ازاد نه دے او پکار د ی د هر نعمت حق ادا کړی. خو دا چې د هر نعمت حق څه دے پکار دی د وحی تعلیماتو او د دینی لارښوونکو وېناو او د نعمتونو په وړاندې د هغوی کردار ته پاملرنه وکړی.

ګرانو او قدرمنو دوستانو په راتلونکی پروګرام کښې به دا وضاحت وکړو چې ولې خداے پاک د بشری حقوقو د ټاکلو لپاره صالح مرجع دے. همدارنګ دا موضوع چې انسان په یوازې ځان او په خپل عقل باندې په تکیې سره نه شی کولې د انسانی حقوقو د ټاکلو لپاره یوه ښه سرچینه وی له یو لړ دلائلو سره به یې ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو. نو تر هغه وخته بریالی اوسئ.

----------