کابل کښې د ایران سفیر د طالبانو له داخله وزیر سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i172374-کابل_کښې_د_ایران_سفیر_د_طالبانو_له_داخله_وزیر_سره_وکتل
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر پ کابل کښې د ایران د سفیر په کتنه کښې د سیمې وروستي بدلونونه وجاجول.
(last modified 2026-04-28T09:55:10+00:00 )
Apr 28, 2026 14:21 Asia/Kabul
  • کابل کښې د ایران سفیر د طالبانو له داخله وزیر سره وکتل

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر پ کابل کښې د ایران د سفیر په کتنه کښې د سیمې وروستي بدلونونه وجاجول.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په کابل کښې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره ملاقات او خبرې اترې کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن په خپلې ایکس پاڼې ولیکل چې په دغې کتنې کښې په دواړو ګاونډي هیوادونو پورې اړونده ځیني مسائل وڅیړل شول. البته هغه نور جزئیات نه دي ورکړي.

کابل کښې د ایران سفارت هم د دغې کتنې په تایید سره لیکلي چې دواړو لورو په دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې په وروستیو بدلونونو خبرې اترې کړې دي.