جومات یعني دعشق او ایمان دراپنځيدو ځاي (۲)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i29281-جومات_یعني_دعشق_او_ایمان_دراپنځيدو_ځاي_(۲)
دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې دجوماتونو داهمیّت او ضرورت په باب دلړۍ له دوهم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 22, 2016 13:55 Asia/Kabul
  • جومات یعني  دعشق او ایمان دراپنځيدو ځاي (۲)

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې دجوماتونو داهمیّت او ضرورت په باب دلړۍ له دوهم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ

دوستانو جومات  هغه هُجره یا  میلمستون  دی   چې کوربه  ئې  خداي پاک دی   او  دهغه مهرباني او رحمت  دمیلمنو زړونه  خوشالوي .   مومنان په دغه  درګاه کې  په خالص عبادتونو  سره او د  حق  په خاصې مهربانۍ سره  د هغه واخوا ته ورنزدې کیږي . جومات  دهغوي لپاره ، یو  داسې بازار دی چې  خپل  عمر ورکوي او آخرت اخلي .

 المساجِدُ سوقً من آسواقِ الاخرة

 =      مسجد دخداي  کور او دعبادت ځاي، یعني  پرمځکې  خورا لوړ او محترم ځاي دی .  جومات  یو داسې ځلانده مرکز دی چې  پر مځکې  د خداوندمتعال د نور وړانګې خوروي .لکه څنګه چې  دخداي رسول  (ص) فرمائيلي دي ؛  المساجدُ آنوار ا.... «««     جومات حقیقي محبوب سره  دانسان د روح او زړه  یوځاي کیدا او  د خیر اوکمال په لور  دهغه دبلنې د آوریدو ځاي دی .  له  همدې امله  سپارښتنه شوې ده چې  مسلمانان  دې ډير زیات جومات ته تګ راتګ ولري  او  واجب او فرض لمنځونه     هلته  ادا کړي .     نو ادب  په دې کې دی چې  دغه الهي بلنې ته لبیک  ووایو  او   هغه کور ته چې  خداوندمتعال خپل کور بللی دی ،  لاړ شو  او هلته  مناجات او راز  او نیاز وکړو .ځکه چې    دخداونداقدس ذات ، جومات دخپلې مینې او لیدنې  ځاي ګرځولی دی  او  له خپلو بندګانو او کتونکو زیارتوالو سره   په دغه ځاي کې   یوه خاصه  معامله کوي .  جومات یو داسې میلمستون دی چې  خداوندمتعال ئې کوربه دی  او پخپلې  مهربانۍ او لطف سره  دمیلمنو زړونه روښآنه کوي .  مومنان  په دغې درګاه کې  په  خالصو عبادتونو سره  او  دحق په خاصې مهربانې سره  له هغه سره نزدې کیږي .

                 مځکه بیلابیل ځایونه او  برخې لري ، خو  په دغو برخو کې  یو ځاي دی چې  له ځانګړي اهمیّت او  ارزښته برخمن دی. لکه څنګه  چې  رسول ا.... بزرګوار  له جبرائيله پوښتنه کوي.؛ کوم یو ټاټوبی دخداي په نزد لازیات مینه ناک دی .؟ حضرت جبرایئل  په ځواب کې وویل ؛ جوماتونه :::::        طبیعي ده  کله جومات   دمځکې په ډير خواږه  او مینه ناک ځاي   وې،نو انسان  داسې ځآي ته په ورتلوسره،الهي  لطف اومهربانۍ سره مخامخ کیږي ،نو ځکه  په حدیثونو کې هم راغلي دي ؛  هرڅوک  وضو  او  اودَس  وکړي او  جومات ته لاړ شي  او  په الهي درګاه کې په ادب سره شتون ولري ،  نو هغه د خداي د زیارتوالو په لیکه کې راځي .

خوډير مهم ټکی دا ،څوک  چې دخداي دکور په لور دتلو نیّت لري ، باید د خپل وس  په اندازه په جومات کې  دشتون  د آدابو د پيژندګلوۍلپاره  هڅه وکړي ، ځکه  هرڅومره معرفت زیات شي ،   نو عمل ارزښتمند کیږي .  حضرت امام  جعفر صادق علیه السلام  په دې باب فرمائي ؛  هرکله جومات  ته ورسږې ، نو پوه شه چې  دهغه لوي پاچا کورته  تللی ئې چې  له پاکانو او نیکو خلکو پرته بل څوک  هلته پښنه نشي کیښودلی  او  هلته له  رښتینو کسانو پرته بل څوک   نشي ورتللی :::::        دهغه په  حضور کې د خورا غریب  بنده په څير ووسه او  خپل زړه  له هرڅه  چې  تا  دهغه په نسبت له ځان سره مشغول کوي ،  او دتا او دهغه ترمینځ  پرده جوړیږي  ،  خالی  کړه ، ځکه چې  هغه  دخورا پاکو اوخالصو زړونو لرونکي قبلوي . :::::: 

              داسلام ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)  په جومات کې دشتون د آدابو په باب  خپل وفادار ملګري اوصحابی حضرت اباذر   غفاري ته فرمائي؛  ائ ابوذر! هرڅوک دخداي بلنې  ته لبیّک ووائي ،او  دجومات  آبادونې ته  ملا وتړي ،  نو دخداوندمتعال  له خوائې  انعام اوجایزه جنت دی: د آبادونې په تعبیر کې   دجومات لومړني جوړول  اوتعمیر او  دهغه  ساتل  شامل دي   او  دغه راز پکې  جومات ته تګ راتګ او  هلته عبادت کول  هم  شامل دي. له دې امله  ابوذر ورځيني پوښتنه  کوي ؛  ائ دخداي رسوله ! زما مور اوپلار درنه قربان شه ،دخداي   کور یا جوماتونه څرنګه آباد کړو؟  نو پيغمیر اکرم  ورته په ځواب کې وفرمائيل ؛ دجومات آبادول داسې دي چې  هلته  په لوړ غږ  سره خبرې ونه شي ،  له باطلو اوچټي کارونو ډډه وشي ،  هلته   پیرپلور ونه شي  او  ترڅو چې په جومات کې یاست ،  له چټي   کارونو او خبرو  ډډه وکړئ   ،که داسې نه وي ، نو دقیامت په ورځ   به دځان له رټلو بل کار ونه کړئ .::::   په دغو جملو کې پیغمبر اکرم  ابوذر    په جومات کې د شتون  د آدابو څو ټکو ته  متوجه کوي ،  لومړی  داچې جومات  دعبادت ځاي دی  او په لوړ غږ  سره  خبرې کول  لامل کیږي چې  دنورو پام  ورسره بل پلوه  اوړي  او  په لمانځه اولمنځ اوعباداتو   تمرکز نشي کولی . په ټول کې  پر لوړ آواز سره  خبروکول  ،  یو ډول بې ا دبي هم ګڼل کیږي  او غوره ده چې  انسان په جومات کې  ښه اوغوره شتون ولري او له هغو کارونو چې  له انساني ادابو سره سمون نه خوري ، ډډه وکړي . پر دې اساس   د جومات  د آبادولویوه بیلګه داده  چې انسان  هلته په ډير ادب او وقار او عزت سره شتون ولري او هڅه وکړي ،  چپتیا غوره کړي او که  غواړي خبرې وکړي ، نو په ډير کرار  او آرام سره  خبرې وکړي  څو  دنورو لپاره مزاحمت نه وي .   دوهم دا،   له هغو  چټي او باطلو خبرو  ډډه کول ، چې  یو ډول  دجومات بې احترامي  او دهغه  په شان کې نه وي .    دریم هم ،  په جومات کې له پير پلوره ډډه کول ، ځکه   که  په جومات کې پير پلور  او  داسې  کومه معامله  کیږي ، نو  نه یوازې  انسان   دخدا وندمتعال  یاد ته   نه پریږدي ،بلکې  هغه   لازیات  د دنیا کارونو او عائيداتو ته  متوجه کیږي .  په داسې حال کې چې  جومات  دخداي پاک د  ذکر اویاد ځاي دی ،  او باید  له هرهغه کاره چې  له خدآي پرته بل چاته  د خلکو د توجه  دجلبولو  لامل کیږي ، ډډه وشي ،څو  په بشپړ ډول   هلته د ذکر او عباداتو  زمینه برابره شي . په یوه  روایت کې راغلي دي ، چې : رسول ا.... بزرګوارپه جومات کې    یو کس ولید چې خپل غشي  جوړوي ، نو هغه  ئې له هغه کاره منع کړ او وې فرمائيل ؛  جومات ،  ددغه شان کارونو لپاره نه دی:::::  

خوږو دوستانو ! په دغې برخې کې دنړۍ دخورا  سپيڅلي ځاي په توګه   مسجد الحرام  درمعرفي کوو .

 دوستانو په تاریخي سرچینو کې راغلي دي ، کله چې  ابراهیم خلیل  ا....  سره د خپل زوي  اسماعيل دخداي دکور په جوړونې لګیا شو ، یووخت راورسید چې دیوالونه لوړ شول او  د دیوال سر ته د ابراهیم  لاس  رسیدل سخت وو ،  نو اسماعیل  یوه  غټ کاڼی راوړ او  ابراهیم پرې ودرید او دخداي دکور  جوړولو ته ئې دوام ورکړ .  دوي همداراز  د  کور ګیرچاپيره  کاڼي غونډول ، تر  دې چې    دخداي دکور ترمخامخ پورې ورسیدل . د اسلام دسرکینیو وختونو  مورّخ او مفسّر  او د پیغمبر اکرم تره زوی ابن عباس  وائي ،؛ په هماغه کاڼي  چې  ابراهیم پرې درید، په  : مقام ابراهیم : مشهور شوی دی .«««

 همداراز له هغه نقل شوي دي ،  چې کله ابراهیم  پر هغه کاڼي ودرید ،نو د هغه دواړه پښې پکې ننوتلې  ، او یوه نښه پکې جوړه شوه .   دغه کاڼی  د حضرت  ابراهیم  علیه السلام  دمبارکو قدمونو  په خاطر  دمسجدالحرام  یو ډير سپيڅلی ځاي حسابیږي  .   د مقام ابراهیم کاڼی   حدودا  څلویښت   سنټي میټره اوږد  دی  او لوړوالی ئې هم  پنځوس سنټي میټره دی . رنګ ئې  زیړ َبَخن  سور  دی  .  د  مهدي عباسی  له وخت وروسته ، دغه کاڼی  په  طلا سره پوښل شوی  او په داسې چوکاټ کې کیښودل شوی چې کوم تاوان ونه ویني  . دغه چوکاټ یا  پنجره  په ۱۳۸۵قمری کال ( ۱۹۶۵کال ) کې  دسعودي حکومت  په حکم سره ، دمسجد االحرام د ډيرو حدودو  دنیولو په پلمه

 ړنګ شو او پر  هغه دپاسه ئې یو ه واړه پنجره جوړه  کړه .  

 مقام ابراهیم  چې نن سبا  هم دزرګونوکلونوپه تیریدا سره سره ،  له ډول ډول تاریخي اوطبیَعي پيښو خوندي  پاتې دی ،  یو الهي شعاېر بلل کیږي  او خداوندمتعال  دهغه په باب  دقرآن کریم  دبقرې  سورې  په  ۱۲۵آیت کې  فرمائيلی دي ؛  او لکه څنګه مو  خانه کعبه  د امن ځاي او  د خلکو دغونډیدا مرکز ورګرځاوه او وموویئل ،مقام ابراهیم دلمانځه  ځاي وګرځوئ ::::  دخداي دکور په  شاوخوا کې  دحضرت ابراهیم  علیه السلام  دمقام واقع کیدا ، ټول حقیقت غواړي انسانان د یوه خداي  پرستۍ  او توحید جارچي د مقام ابراهیم خلیل ا.... عظمت ته جلب کوي ، په حقیقت کې   دکعبی ترڅنګ مقام  ابراهیم  دالهي خلیفه مقام ته درسیدو لپاره  یوه بیلګه او نښه ده .

  د  کعبې یوه برخه  چې  له ډير ې سپيڅلتیا برخمنه ده ،  د  : حجرالاسود : کاڼی دی . حجرالاسود ،  کابو پنځوس سنټی میټره پلن  بیضوي  شکل توربخن سور   کاڼی دی ، چې  دنقرې  په پنجرې کې بند دی  .  دحج  په وخت حاجیان  د کعبې ګیر چاپيره  خپل طواف  له همدې ځاي  پيلوي  او   په پاي کې ،یعني  په اوم طواف کې هم  خپله دغه مرحله  په همدې ځاي پاي ته رسوي .  له طوافه وروسته  هم  پر دې لاس لګوي او  څپَوَي ئې . په حقیقت کې  حجر الاسود  له دیني مشاعرو څخه دی  او دخداي اوبنده  ترمینځ یو پيوند او  لمس کول ئې له خداي سره بیعت او  دژمنې نوي کول دي .   حضرت آدم علیه السلام  هغه لومړنی کس دی چې  کعبه ئې جوړه کړه او  دهغې په ختیخې برخې کې ئې حجرالاسود کاڼی ولګاوه . حضرت ابراهیم  هغه  بیا ورغاوه او  په هغه وخت کې   حجرالاسود  له  دغه ځاي سره نزدې  په ابوقُبیس غره کې  لاندې لویدلی ؤ . حضرت ابراهیم علیه السلام  هغه کاڼی پخپل ځاي کې ولګاوه . حضرت محمد (ص)۳۵کلن ؤ   اوتراوسه پورې  په پیغمبرۍ مبعوث شوی نه ؤ  چې کعبه  دسیل  اوسختو ورښتونو له امله ړنګه شوه   . قریشانو  له پیله بیا  کعبه جوړه کړه .حضرت محمد (ص) هم  چې په هغه وخت کې  په محمد امین  مشهور ؤ د دغې سپيڅلې ودانۍ په جوړولو کې ئې ورسره مرسته  کوله .  خو  د حجرالاسود  د لګولو په وخت دقریشو دقبیلې د مشرانو ترمینځ  اخلافات رامینځةشول . ځکه چې  هرې یوې قبیلې چې لګولئ ،نو هغه  له ډیر عزت او شرافته برخمنیدله .  له  همدې امله  پيغامبر اکرم  خپله عبا  وغوړَوله    او حجر الاسود ئې پکې کیښود او د قبایلو هریوه مشر   له یوې څنډې   هغه عّبا ونیوله او   هغه ځاي ته ئې یوړه .  هغه وخت حضرت محمد  هغه اوچته کړه او  پخپل ځاي کې ئې کیښودله .

      حِجر اسماعیل  دخانه کعبې یوه بله برخه ده ،حِجراسماعیل  له کعبې سره ګنډلې یوه فضا ده  چې   یو  قوسی دیوال ئې ګیرچاپيره  دی . په حقیقت کې  د کعبې او طواف کونکو ترمینځ یو دیوال یا پرده ده . حجراسماعیل د ځینو روایتونو په اساس  دحضرت اسماعیل او د هغه دمور بزرګوارې دهستوګنې  ځاي  دی چې  له وفاته وروسته  په همدې ځاي کې دفن شوي دي .  حضرت  اسماعیل دهغې ډيرې مینې په  وجه  چې  له خپلې مور سره ئې درلوده ، دهغه د قبر ګیرچاپيره ئې دیوال جوړ کړ څو خلک پرې پيښې نه ږدي . په یوه روایت کې  دپيغمبر  اکرم دمیرمنې له قوله   نقل شوي دي  چې  ماغوښتل  کعبې ته لاړه شم  او هلته لمونځ اداکړم . پیغمبر  د ما لاس ونیوه او  حجر اسماعیل ته ئې بوتلم  او وې فرمائيل ؛  هرکله وغواړې په کعبې کې لمونځ اداکړې

،نو دلته لمونځ  اداکوه چې حجر دکعبې  یوه برخه ده ، خو  د تا  قوم کله چې کعبه جوړوله ، نو  اوږدوالی ئې کم کړ او  دا ئې له کعبې بهر راوست.  د خداي د رسول دغه خبره  د هغو فقهاؤ لپاره یو سند دی چې دحجر اسماعیل  په داخل کې طواف  جایز نه ګڼي  او ویلی ئې دي ، باید  دطواف په وخت ئې  له داخله څوک تیر نشي .

حجر اسماعیل  اوس  په نیمې دایرې سره محصور دی  چې  لوړوالی ئې  یو اعشاریه ۳۲میټره دی  او مینځ ئې پنځه اعشاریه اته میټره  او له کعبې څخه د دغه دیوال واټن دوه اعشاره دوویشت میټره دی

(سیماب)

***********************************************